شاته

مالیې وزارت: د ګمرکونو او بانکونو فعالیتونه به ډېر ژر پيل شي

د افغانستان مالیې وزارت وايي، د ګمرکونو او دولتي او خصوصي بانکونو فعالیتونو د بیرته پیلولو په اړه هڅې روانې دي.

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع نن یکشنه اګست ۲۲ (زمري ۳۱) امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې تر دوو ورځو په دغه هیواد کې د ګمرکونو فعالیتونه پيل او همدارنګه په دغه موده کې به د بانکونو دروازې هم د مراجعینو پر مخ پرانیستل شي.

ښاغلي تابع زیاته کړه چې د «نوي حکومت» په رامنځته کې سره مالي او اقتصادي چارو ته د رسېدو په هدف د مالیې وزارت د رهبرۍ په کچه یو کمېسیون رامنځته شوی او په دې اړه یې خپل کار پيل کړی دی.

نوموړي وویل: "د دغه کمېسیون غړو پرېکړه وکړه چې ټول ملکي مامورین چې د نوي حکومت له پيل سره خپلو دندو ته راځي، ټول معاشونه او امتیازات یې د تیر پلان مطابق بیرته هغوی ته ورکول کیږي."

د مالیې وزارت د معلوماتو په اساس په دغه وزارت کې رامنځته شوي کمېسیون پرېکړه کړې هغه مامورین چې په تخنیکي برخو کې کار کوي باید د خپلو کارونو مخته وړلو لپاره دغه وزارت ته حاضر شي.

د مالیې وزارت ویاند وویل چې تر دا مهاله دغه وزارت ته د ټولو کار کوونکو د بیرته راتګ په اړه پرېکړه نه ده شوې.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت څخه یوه اونۍ تیریږي په دغه هیواد کې ګڼ شمېر دولتي ادارو خپل فعالیتونه نه دي پیل کړي.

د دې ترڅنګ د افغانستان بانک، په کابل ښار کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو لوی مرکز « سرای شهزاده» او نورو خصوصي بانکونو هم خپل فعالیت نه دی پيل کړی.

په افغانستان کې د بانکونو له تړل کېدو او سوداګریزو بندرونو له نه پرانیستل کېدو سره په دغه هیواد کې د لومړنیو خوراکي توکو، ګازو، ډېزلو او پټرلو بیې هم لوړې شوې دي.

تر دې مخکې د کابل د صرافانو ټولنې ویلي و چې په دې وروستیو کې د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو بیه هم راټیټه شوې ده.

د کابل د صرافانو ټولنې ویاند حاجي زیرک د روانې اګست میاشتې پر ۱۸ (زمري ۲۷« امریکا غږ ته ویلي و چې په افغانستان کې د وروستیو جګړو او رامنځته شوي سیاسي او امنیتي وضعیت له امله د افغانیو بیه راټیټه شوې ده.