شاته

بایډن: هیله لرم د تخلیې عملیات په همدې میاشت کې پای ته ورسیږي

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي هیله لري چې د افغانستان نه د لس ګونو زرو کسانو د ایستلو بهیر د روانې اګست د میاشتې تر ۳۱ مې وروسته ونه غځیږي.

وروسته تر هغه چې طالبانو څه باندې یوه اوونۍ وړاندې کابل ونیوه، لس ګونو زرو افغانانو د کابل هوایي ډګر ته پدې هیله مخه کړې چې د هیواد نه بهر ووځي.

جو بایډن تر دې وړاندې ویلي و چې د افغانستان نه به د ټولو امریکایي ځواکونو وتل د اګست د میاشتې تر ۳۱ مې بشپړ شي خو اروپایي اتحادیې خبرداری ورکړی چې تر دې نیټې د افغانستان نه د ټولو کسانو ایستل چې باید وایستل شي، امکان نلري.
جمهور رئیس بایډن یکشنبه اګست ۲۲ (زمري۳۱) خبریالانو ته وویل چې هیله لري دغه نیټه ونه غځول شي. هغه وویل ، "ګورو چې څه کولی شو. لا ډیره اوږده لار پاتې ده او ښایي ډیر څه د توقع خلاف پیښ شي. "

د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر په هغې برخې کې چې د امریکایي ځواکونو په کنټرول کې ده، د زورونکو پیښو په هکله جو بایډن وویل چې دا د" وتلو د بیعې برخه ده. "
د امریکا جمهور رئیس زیاته کړه، " د کړاو، مرګ ژوبلې او هغو زړه زورونکو پیښو پرته چې تاسو لیدلي دي،د دومره کسانو ایستل هیڅ امکان لري."

د امریکا جمهور رئیس پداسې حال کې د کابل په هوایي ډګر کې د بې نظیمو پیښیدل مني چې طالبانو یې ملامتي په متحده ایالاتو اچولې.

د طالبانو یو چارواکي امیر خان متقي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې امریکا د خپل ټول قوت او امکاناتو سره په هوایي ډګر کې د نظم په راوستلو کې "ناکامه" شوې. متقي وویل چې د هوایي ډګر پرته په ټول هیواد کې سوله او آرامي ده.
د امریکا متحده ایالات وایي د تیرې اوونۍ راپدیدخوا چې طالبانو کابل نیولی، شاوخوا ۲۸ زره کسان د افغانستان نه په الوتکو کې ایستل شوي. امریکا همدارنګه ویلي چې لا هم ۱۵ زره امریکایي اتباع او د ۵۰ او ۶۰ زرو پورې افغان همکاران پاتې چې باید وایستل شي.