شاته

انجلینا جولي ته د یوې افغانې ماشومې لیک: 'موږ بیا زنداني شوو'  

د هالیوډ مشهوره سینمايي هنرمنده انجلینا جولي د افغانستان وضعیت ته د نړیوالو د پام اړولو لپاره ټولنیزو رسنیو ته را ووتله. هغه چې تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره فعاله نه وه، انستاګرام ته راغله.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان انجلینا جولي ته د یوې افغانې نجلۍ لیکل شوی لیک خپور کړی چې هغې په کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ژوند، ویرې او‌ اندېښنو په اړه لیکلي او ویلي «موږ یو ځل بیا زنداني شوو».

د دغې افغانې نجلۍ نوم او موقعیت ښکاره شوی نه دی. هغې لیکلي: « د طالبانو تر راتګ مخکې... موږ حقوق لرل، د خپلو حقوقو څخه به مو ازادانه دفاع کولای شوای. خو کله چې هغوی راغلي موږ ټول ډارېدلي یو او فکر کوو چې ټول ارمانونه مو خاورې شول.»

انجلینا جولې په خپل انستاګرام کې لیکلي دي چې یوې افغانې ماشومې ورته دا لیک استولی دی. هغې د دغه لیک یوه برخه هم خپره کړې ده چې په کاغذ باندې په قلم او انګلیسي ژبې لیکل شوی.

انجلینا جولي وايي هڅه کوي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د خلکو شکایتونه او داستانونه نورو ته ورسوي او د هغوی د اساسي بشري حقونو لپاره مبارزه وکړي.

نوموړې د افغانانو مهاجرت او بیا بې ځایه کېدل «دردونکي» بللي دي، هغه وايي: « د ډېر وخت او پېسو له مصرفولو، وینې تویدنې او نورو ډېرو انساني تلفاتو څخه وروسته دې وضعیت ته رسېدل، ناکامي ده چې درک کول یې تقریبآ نا ممکن دي.»

طالبانو تېره اونۍ کابل ونیوه او اعلان یې وکړ چې د نورو مسائيلو تر څنګ به د «اسلام په چوکاټ کې» ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم اجازه ورکول کیږي. خو یو شمېر خلک اندېښنې لري چې طالبان د نړۍ د پام اړولو لپاره دا ډول څرګندونې کوي او ښايي په عمل کې هاغسې نه وي.