شاته

د بریتانیا پوځ: د کابل هوایی ډګر ګډوډيو کې ۷ کسان وژل شوي

د بریتانیا دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ اګست ۲۲ (زمري ۳۱) وویل چې د شنبې په ورځ د کابل هوایي ډګر ته نږدې اوه کسان پداسې حال کې ووژل شول چې په زرګونه کسان د هیواد نه د وتلو په نیت د دغه هوایي ډګر مخ ته راټول شوي وو.

طالبان یوه اونۍ وړاندې د اګست په ۱۵مه د افغانستان پلازمېنې کابل ته ننوتل او له هماغه وخت راهیسې، دا نړیوال هوایي ډګر د ګډودیو په مرکز بدل شوی دی. خلک د طالبانو د مخکني رژیم په وخت ددغې ډلې د سخت چلند څخه بیره لري او غواړي له هیواد نه وتښتي.

د برتانیا دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل: "پدې ځای [هوایي ډګر] کې شرایط لا هم خورا ننګونکي دي خو مونږ د امکان تر حده هڅه کوو چې وضعیت اداره او خوندي کړو."

پداسې حال کې چې د شنبې په ورځ په کابل کې د تودوخې درجه ۳۴ درجې سانتي ګراد ته رسیدلې وه د اسوشیټیډ پریس راپور وایي دا سمدستي روښانه نده چې ایا وژل شوي کسان په فزیکي ډول وهل شوي، ساه یې بنده شوې او که د خلکو په ګڼه ګوڼه یې زړونه دریدلي دي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د سکای نیوز یو خبریال چې د کابل په هوایی ډګر کې و ویلي چې د شنبې په ورځ لسګونه زره افغانان د هوایي ډګر شاوخوا راټول شوي وو.

همداشان د شنبه په ورځ په افغانستان کې د متحده ایالاتو اتباعو ته چې غواړي له هیواد څخه ووځي لارښوونه شوې چې تر هغه د کابل هوایي ډګر ته لاړ نشي تر څو "د متحده ایالاتو د حکومت د استازي له خوا انفرادي لارښوونې یې نه وي ترلاسه کړي."

ټاکل شوې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ماسپښین له کابل څخه د امریکایانو او افغان کډوالو د ایستلو په اړه تازه معلومات ورکړي.

نن د یکشنبې په ورځ، هسپانیې اعلان وکړ چې دوی به یو شمیر هغه افغان کډوال ومني چې د متحده ایالاتو د حکومت لپاره یې کار کړی. دغه افغانان به د اسپانیې په جنوب کې په دوه نظامي اډو کې ځای په ځای شي او منتظر شي.