شاته

یوګاندا: د پناه غوښتونکو افغانانو په اړه لا هم امریکا سره خبرې کوو

د یوګاندا د بهرنیو چارو وزارت وایي لا هم د افغان پناه غوښتونکو د منلو په اړه له واشنګټن سره کومې نهايي پرېکړې ته رسېدلي‌ نه دي.

د یوګاندا د بهرنیو چارو وزیر حاجی ابوبکر ادونګو جیجي وویل چې هېواد یې د ۲۰۰۰ افغان پناه غوښتونکو د ساتلو ظرفیت لري.

دا خبره داسې مهال کیږي چې د یوګاندا حکومت د سه شنبې په ورځاګست ۱۶ (زمري۲۵)‌ اعلان وکړ چې د امریکا د متحدو ایالتونو هغه غوښتنه یې منلې ده چې ۲۰۰۰افغان کډوال په موقت ډول ومني.

یوګاندا د افریقا په لویدیځ کې ده او دا مهال شاوخوا ۱.۴میلیون کډوال په دغه هېواد کې اوسیږي. په دوی کې یې ډېر هغه خلک دي چې د جګړو له کبله یې خپل هېوادونه پرېښي او تښتېدلي‌ دي.

د رویټرز خبري اژانس وايي ‌چې د یوګاندا د کډوالو او طبعي پېښو سره د مبارزې وزیرې «ایشتر انیاکون داوینیا» خبریالانو ته ویلي: « تر څو چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت هغوی (افغان کډوال) په بل ځای کې مېشت کوي، تر دریو میاشتو پورې به دلته وي.»

اوس دا اندېښنه هم شته چې ښايي په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت په افریقا باندې هم بد اغیز وکړي. ځينې په دې فکر دي‌ چې ښايي په افغان کډوالو کې ځینې اورپکي هم داخل شوي‌وو او بیا بریدونه وکړي.

د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته زرګونه افغانان چې فکر کوي ژوند یې په خطر کې دی، له افغانستان څخه د تېښتې هڅه کوي. په خاص ډول هغه افغانان چې د امریکا له عسکرو او نورو نړیوالو ادارو سره یې کار کړی وي. امریکا ژمنه کړې چې دوی به ژر راوباسي.

وسله والو طالبانو په خپلو اعلامیو کې د مخکني حکومت له مامورینو او د بهرنیو ځواکونو له همکارانو غوښتي چې له افغانستان څخه ونه وځي او ژوند ته یې خطر نشته، خو ځینو ترجمانانو امریکا غږ ته ویلي دي چې د طالبانو په ژمنو باور نکوي.