شاته

د طالبانو حاکمیت او د افغانستان مخ په زیاتېدونکی اقتصادي کړکیچ 

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان د بشري کړکیچ تر څنګ له یو لوی اقتصادي کړکیچ سره هم مخامخ دی.

دا چې د افغانستان دا اقتصادي وضعیت به څومره نور هم خرابیږي او امریکا او نور هېوادونه به څومره طالبانو ته لاس ورکوي، لا معلومه نه ده.

الکس زردن چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا د ماليي وزارت یو لوړ پوړی چارواکی و، د افغانستان د اقتصاد د اینده په اړه وايي: «قاطع ځواب نشته او هر څوک چې [د افغانستان د اینده په اړه وړاندوینه کوي]د موجوده مشکلاتو په اړه پوره درک نلري.»

د طالبانو تر حاکمیت مخکې هم د افغانستان اقتصادي وضعیت ډېر کمزوری و. د مارچ په میاشت کې نړیوال بانک د افغانستان اقتصاد «ماتېدونکی او په بهرنیو مرستو» تکیه بللی و.

هغه وخت د افغان حکومت ۷۵سلنه لګښتونه د نړیوالو سازمانونو او بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري ورکول کېدل.

د بهرنیو مرستو ځنډول

د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته، بهرنیو مرسته کوونکو هېوادونو اعلان وکړ چې د لنډ وخت لپاره له افغانستان سره خپلې مالي مرستې بندوي.

د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان د مرکزي بانک میلیاردونه ډالر شتمنۍ،‌ چې د نیویارک د فدرال د زیرمو په بانک کې دي، ګنګل کړي دي.

د پېسو نړیوال صندوق هم ۴۵۰ میلیون ډالر چې ټاکل شوې وه همدا اونۍ افغانستان ته ولېږدول شي، ځنډولي دي.

جرمني‌ هم اعلان کړی دی چې د هغو ۳۰۰ میلیون ډالرو ورکول یې ځنډولي چې ټاکل شوې وه افغان حکومت ته وسپارل شي.

که څه هم امریکا ویلي دي چې له افغانستان سره به بشري مرستې روانې وي، خو لا معلومه نه ده چې نړیوال سازمانونه به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې څنګه فعالیت کوي.

حکومتولي اسانه نه ده

د افغانستان بانک مخکني مشر اجمل احمدي په ټویټر کې د افغانستان د مخ په خرابېدونکي اقتصادي وضعیت په اړه لیکل کړي دي.

نوموړي لیکلي چې د افغانستان مرکزي بانک خپلو زیرمو ته لاسرسی نلري او همدغه راز د بهرنیو اسعار انتقال چې د افغانستان بانک پرې تکیه و، هم بند شوی دی.

نوموړي ویلي دي: «طالبانو په زوره واک ترلاسه کړ، خو دا چې څنګه به حکومت کوي، اسانه خبره نه ده.»

د افغانستان اوسني شرایط په ۱۹۹۶ کې د طالبانو د مخکني رژیم د شرایطو سره ډېر توپیر لري. له ستونزو سره سره د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت د دوو لسیزو په پرتله ډېر ښه و. نړیوال بانک وايي‌ چې په ۲۰۲۰ کې د افغانستان خالص کلنی عواید ۱۹.۸ ملیارد ډالر و.

په طالبانو باندې نفوذ

طالبان لا هم د امریکا د متحدو د ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو پانګو د کنترول او بندیزونو د ادارې په لست کې شامل دي او له همدې کبله دا به ستونزمنه وي چې د طالبانو تر واک لاندې مالي ادارې له نړۍ سره ښې اړیکې ولري.

ظاهرآ د امریکا متحده ایالتونه هڅه کوي‌ چې دا بندیز په طالبانو او د هغو د چال چلند د ښه کولو لپاره د نفوذ د یوې وسیلې په توګه وساتل شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې مخکې د ای بي سي خبري شبکې سره په مرکې کې وویل چې ایا طالبان د واک او تسلط غځولو لپاره اوسني ضرورتونه پوره کولی شي که نه.

هغه وویل: « هغوی [طالبانو] ته دا مسئله مهمه ده چې ایا د خوراک لپاره څه لري، ایا عاید لري... چې د اقتصاد څرخ پرې تاو کړای شي، دوی ته دا ډېره مهمه ده، هغه ټولنه چې د دوی د ادعا په اسا ورته ډېره مهمه ده، منسجمه ساتلای شي که نه. په دې یو باندې هم حساب نشم کولای.»

په افغانستان کې لوږه

په افغانستان کې همدا اوس ډېر خلک له لوږې سره مخامخ دي‌ او وچکالیو او د زراعتي محصولاتو کموالي دا ستونزه نوره هم زیاته کړې ده.

د خوړو نړیوال سازمان د اټکل له مخې د افغانستان یو په درېیم نفوس د لوږې له شدید خطر سره مخامخ دی. ملګري ملتونه وايي تر پنځو کلونو کم عمر نیمايي ماشومان خوار ځواک «سو تغذیه» دي.

ملګري ملتونه وايي‌ چې طالبانو ورته ډاډ ورکړی دی چې د هغوی بشري او خیریه کارونو ته به اجازه ورکوي.

اقتصادي سرچېنې

د افغانستان د مخ په زیاتېدونکي اقتصادي کړکیچ سره سره ښاغلی زردن وايي لا معلومه نه ده چې طالبان به څومره د بهرنیو حکومتونو د نفوذ تابع وي.

هغه وايي لویدیځو هېوادونو ممکن د طالبانو له لوري د افغانستان د چارو د پر مخ بیولو او اقتصادي څرخ د تاوولو لپاره، د پېسو اندازه ډېره اټکل کړې وي.

هغه وايي‌ چې طالبان د داخلي عوایدو د راټولولو اسباب او وسائيل په لاس کې لري. دغه اقتصادي کارپوه دا خبره هم وکړه چې طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې تر خپل واک لاندې سیمو کې مالیات راټول کړي دي چې د نشه يي توکو کښت، د افغانستان د طبعي زېرمو ناقانونه څپړل او د نشه يی توکو قاچاق یې مهمې مالي سرچینې بلل کېږي.

دا مهال د افغانستان ټول سرحدي کمرکونه له طالبانو سره دي او له دې لارې کولای شي ډېر عواید ترلاسه کړي.

د بهرنۍ پراختیا د انستیتوت څېړونکی ګریم سمیت وايي چې د سرحدي کمرکونو عواید د طالبانو لپاره ډېر مهم دي. هغه وايي تر څو چې پاکستان، چین او ایران له افغانستان سره تجارتي راکړه ورکړي ولري، افغانستان ښه عاید ترلاسه کولای شي.

نوموړي وویل لا معلومه نه ده چې ایا طالبان به د نړۍ په معاصر اقتصاد کې د ګډون لپاره له خپلو افراطي فکرونو لاس په سر کېږي که نه.

هغه وویل: «په غیر رسمي ډول په واشنګټن ډي سي کې له یو شمېر کسانو څخه اورو چې هیله شته د فشار او مالي نفوذ له لارې د طالبانو چال چلند بدل شي.»

امریکا او ځینو نورو لویدیځو هېوادونو ویلي دي که طالبان له افراطیت څخه لاس واخلي، له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي، دا هېوادونه به هم له طالبانو سره خپل کړه وړه بدلوي.