شاته

د طالبانو له راتګ وروسته د کرونا وبا د واکسین تطبیق ډیر راټیت شوی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق "یونسف" وایي د طالبانو له لورې د کابل د نیولو وروسته په لومړۍ اونۍ کې د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق کچه ډیره ټیټه شوې. دغه سازمان خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د موجود واکسین د نیمایي برخې د کارولو نیټه ډیر ژر په ختمیدو ده.

د یونسف یو ویاند د رویترز اژانس ته ویلي چې د طالبانو له واکمن کیدو راهیسې "د هغو کسانو شمیر ۸۰ فیصده راټیټ شوی چې د کروناویروس ضد واکسین یې ترلاسه کاوه."

د یونسف د شمیرو له مخې چې د روغتیا د نړیوال سازمان د کوواکس پروګرام همغږي کوي د اګست د ۱۵راوروسته اونۍ کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې یواځې ۳۰۵۰۰ تنو واکسین کړی دی، پداسې حال کې چې دغه شمیر ددې نیټې څخه یوه اونۍ مخکې په ۳۰ ولایتونو کې ۱۳۴۶۰۰ تنه وه.

د یونسف ویاند وایي د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو په ګډون د افغانستان د روغتیایي چارو له ټولو کارکوونکو غوښتي چې خپلو دندو ته حاضر شي او زیاته یې کړه چې: "دغه کمیدنه د درک وړ ده، ځکه د ګډوډیو، نښتو او بیړنیو شرایطو کې خلک لومړی خپل مصونیت او امنیت ته لومړیتوب ورکوي."

یونسف وایي د جانسن اینډ جانسن د دوو میلیون ډوزو تاریخ چې افغانستان ته ورکول شوي د نومبر په میاشت کې ختمیږي. هغه د واکسیناسیون د بهیر د خنډني کیدو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې د اګست د میاشتې تر ۲۰ نیټې پورې په افغانستان کې د کروناویروس ضد ۱.۲ میلیون ډوزه واکسین تطبیق شوی دی.

د ګاوي اداره چې د روغتیا د نړیوال سازمان سره په ګډه د کوواکس پروګرام د واکسین چارې پرمخ بیایي وایي چې دغه پروګرام تر اوسه افغانستان ته څه دپاسه څلور میلیون ډوزه واکسین سپارلی دی.

ددې ادارې ویاند د رویترز اژانس ته وویل: "زمونږ د نن ورځې لومړیتوب په هیواد [افغانستان] کې د کروناویروس ضد واکسیناسیون د پروګرام د دوام په اړه د یونسف او د روغتیا د نړیوال سازمان له دفترونو سره همکاري ده."