شاته

امریکا د کابل ښار ته الوتکې استولي چې امریکایان راوباسي 

د امریکا یو چارواکي ویلي چې ‌ څرخي الوتکې استول شوي چې هغه امریکایان راوباسي چې نشي کولای د کابل نړیوال هوايي ډګر ته داخل شي.

د دغو کسانو شمېر شاوخوا ۱۶۹ تنه ښودل شوی دی. وايي د دغو کسانو د ژغورلو لپاره امریکایي ځواکونو د کابل د هوايي ډګر د امنیتي ساحې څخه د باندې وتلي دي.

دا خبر داسې مهال خپریږي چې تېره ورځ له کابل څخه د خلکو د اېستلو بهیر شاوخوا اوه ساعته ځنډېدلی و، دا ځکه چې په قطر کې هغه مرکز چې له کابل څخه خلک ور انتقالیږي، له خلکو ډک شوی و او د نور خلکو ګنجایش یې نلره.

تېره ورځ ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې په تېرو څو اونیو کې یې له افغانستان څخه شاوخوا ۱۸زره خلک اېستلي دي چې د امریکا یو شمېر اتباع هم په کې شامل دي.

په همدې حال کې په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت امریکایانو ته ویلي دي‌ چې د کابل هوايي ډګر ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

د سفارت په یوې اعلامیې کې راغلي دي چې د کابل د هوايي ډګر د دروازو مخې ته د امنیتي تهدیدونو له کبله هوايي ډګر ته ورنشي.

په خبرداري کې ویل شوي دي چې تر څو چې دغو کسانو ته ویل شوي نه وي، هلته ولاړ نشي.

طالبانو تېره ورځ د کابل ښار ونیوه اوله دې سره لسګونه زره خلک له افغانستان څخه د وتلو هڅه کوي. دا کسان فکر کوي چې د طالبانو په نظام کې یې ژوند په خطر کې دی. خو طالبان وایي چې دوی چا ته زیان نه رسوي.