بېلابېلې ټولنيزې ليکنې


د برګې نیکټایي امام !!

د برګې نیکټایي امام !! ولي الله ملکزی که څوک د پټکي په قدسیت کې شک لري نو شاید په ایمان کې به یی اوربشه وي او څوک چې زموږ په ټولنه کې د شملې په قدر نه پوهیږي، هغه ته په کليواله ژبه کې کوږ لرګې ویل کیږي. خو داسی بریښي‌ چې د لونګۍ سنت یواځې د افغانستان ملا صاحبانو او ولسي خلکو، د ایران اخوندانو او د پاکستان نقشبندیانو او بریلیانو ته ورپاتې دی. کنه نو ما پرون د ګوګل نړیوال جال ته بیا بیا سر ورښکاره کړ،‌ خو نه می د حرمینو شریفینو د کوم امام په سر درې ګزۍ پګړۍ ولیده، نه مې

01.10.2019 ولي الله ملکزی

طالبان او ملاتړي يې اشغالګر دي

کله چې يوه ډله د جګړې له لارې حاکمه شي هغه ولسي ملاتړ نه لري. د ظاهر شاه حکومت د ټولټاکنو له لارې نه بلکې د کودتا له لارې لرې شو. هر يو حکومت چې د کودتا يا ټوپک په زور راغلی ولسي ملاتړ يې نه لرلو. د خلقيانو, پرچميانو, نجيب, مجاهدينو او طالبانو حکومتونه د ولس په رايه نه و راغلي. په ولس يې ځان حاکم کړی و. د ځان د ساتلو لپاره يې د ولس په ماليه جوړه اردو د خپل مخالف په ضد کاروله. طالب چې د مجاهدينو له ډلو جوړه شوې يوه نوې ډله وه د ټوپک په زور په بله ډله حاکمه شوه. دوی کټ مټ داسې کړنې سرته ر

24.09.2019 عبيدالله وردګ

د ځینو افغانانو قضاوت ته سلام!؟؟

د ځینو افغانانو قضاوت ته سلام!؟؟ عبدالله وردک انګلستان - سپتمبر - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! داسې فکر کېده، چې د اشغالګرو سره ملاتړي، به یو څه وغندل شي. لېکن، اوس داسې معلومیږي، چې کېدای شي، هغوی ته د غوږ تاوولو پرځای، مکافات ورکړل شي. ځینو افغانانو، د وطن د خدمت تر نامه لاندې، ګران افغانستان له خاورو سره برابر کړ. د افغانستان د چور کولو

21.09.2019 عبدالله وردک

دمشرقي پرغږونو ولي څوک غوږ نه ګروي!؟

هره ټولنه ځانته خصوصیات لري اود دغې ټولنې د وګړودخصوصیاتو اوکړنوله مخې ټولنه پرمختګ اوشاه تګ کوي . که چیرته دټولنې وګړي پوه،هوښیاراویوه خوله وي نوددغې ټولنې دپرمختګ اوښیرازۍ پروړاندې هیڅوک خنډ نه شي جوړولی اوکه پرخلاف وي نوبیا هرڅوک یې پرمخ کې بندونه جوړه وي . دمشرقي خلک دهوښیارتیا ترڅنګ دعلم په ګاڼه سمبال اوزیرک دي. خوبیا یې هم څوک غږ نه اوري. غواړم په دغه مقاله کې ددغه غږ نه اوریدلو علتونه واضح کړم شاید علتونه ډیرولري زه به یې یوڅواړین اومهیم علتونه وڅېړم چې ډیرکوچني علتو

19.09.2019 اتل شینواري

نجلۍ ژړل!

(د تېرو ولسمشريزو ټاکنو يوه خاطره)   د تېرو ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو پيلېدونکی و، زه د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ د سمين اکبري د نجونو عالي لېسې د ښځينه ټاکنيز مرکز مسول وم، ياد مرکز څلور محلونه او ټوټل (۲۴۰۰) رايې درلودې. په مرکز کې له ما پرته ټول کارمندان نجونې وې.

15.09.2019 اسدالله غيرت

پاتې شه باران دی!

پاتې شه باران دی! ولي الله ملکزی د جان کیری ماما دی یاد په خیر وي، هر چیرې چې وي حتما به یی ډوډۍ ګرمه او اوبه به یې یخې وي. دا جناب نه یواځی دا چې د جوړې جاړې د هنر ښه لوبغاړی او شین ټاکو دی، بلکې د ډیرو په باور هغه د سیاست په مذهب کې د مفتي او امامت مقام ته رسیدلی سړی دی. پنځه کاله وړاندی، یو د بصیرت ډاکټر او بل د ناکامو هیوادونو د مرمت طبیب یی د واک پداسی یو دسترخوان سره کښینول‌ چې یویشتمه پیړۍ خو په ځای پریږده، د رومیانو په تاخچو او د پیرنګیانو په ارشیفونو کی یی پارسنګی

01.09.2019 ولي الله ملکزی

مقدس جهل

لنډيز  دا لېکنه د جوردانو برونو د ژوند د يوې برخلیک ټاکونکې صحني اړوند ليکل شوې ده، چې په  منځنيو پیړيو کې يې ژوند کاوو. برونو ځکه د سرو لمبو په اورکې وسوځول شو چې نوموړي ټول انسانان د هغوی له خوښې سره سم د آزاد فکر کولو مستحق ګڼل. او نن ورځ که مونږچېرته په ځير سره اوګورو نو مونږ په ۲۱مې پیړۍ کې د مځنیو پيړویو په شان ژوند کوو. هغه داسې چې د برونو په څير ناوړه او زړه بګنونکې پېښي مو تر نن ورځې پورې ژوند تهديدوي.

25.08.2019 صفی‌الله خیرخواه

سیاست دوست او دښمن نه پېژني؟

سیاست دوست او دښمن نه پېژني؟؟ عبدالله وردک انګلستان - آګست - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، دغه جمله چې ”سیاست دوست او دښمن نه پېژني“، په هرځای کې له ځینو خلکو څخه، په هر وخت کې اورېدل کیږي. الله(ج) ته معلومه ده، چې زه کله دغه ناوړه جمله، د چا له خولې، او په خاصه توګه، د یوه افغان سیاستوال، او یا سیاسی کارپوه څخه واورم، ن

25.08.2019 عبدالله وردک

په تعلیمي بنسټونو کې د تدریس اغیزمني طریقي

 ژباړه او راټولونه خان ولي کامران     که څه هم په افغانستان کې په زیاترو تعلیمي بنسټونو ( پوهنتونونو، انستیټوټونو او ښوونځيو ) کې د استادانو او ښوونکو له لورې د تدریس له هماغو پخوانیو دودیزو طریقو څخه کار اخېستل کېږي کومي چې له تېرو درې څلور لسیزو څخه مروجي دي، په دغو پخوانیو طریقو کې هم ښوونکي ستومانه کېږي او هم زده کوونکي په ټولګي ورڅخه تنګېږي.  موږ په دغه لیکنه کې کوښښ کړي چې د تدریس په هغو نوو طريقو بحث وکړو کومي چې اوس

23.08.2019 خان ولي کامران

د افغانستان د سولې د روان بهیر په اړه یو نظر

"سوله خیر دی " "څوک به داسې احمق وي چې په سوله باندې جګړې ته ترجیح ورکړي ځکه چې په جګړه کې پلرونه د زامنو مړي ښخوي، خو په سوله کې زامن د پلرونو جنازې پورته کوي. " د افغانستان لپاره د سولې د روان بهیر په لړ کې پر دایمي اوربند او نورو موادو د موافقې تر څنګ زما په فکر لاندې ټکې هم د سولې په هوکړه لیکونو کې په پام کې و نیول شی: لمړی: په هوکړه لیک باید د دولتي سیستم پایښت او دوام تضمین شي، البته چې د دولت په بېلا بېلو برخو کې اصلاحات او په هغو کې د فساد د له منځه وړلو لپاره پرله پسې هلې ځلې

18.08.2019 عصمت اله(اشنا)

پشتون ها در ایران

تفاوت های واحد سیاسی و واحد سرزمینی، شامل مرز ها و فرامرز ها می شود. قوم بزرگ پشتون اکنون در واحد های سیاسی هند، پاکستان و افغانستان، عمدتاً در مرز های سیاسی شناخته می شود، اما در فرامرز های سرزمینی، محدودیت ندارد. در این میان، پدیده ی مهاجرت، حتی باعث شده است، گسیل بشری و فرهنگی ما در چهارگوشه ی جهان، به گونه ای به نوعیت جهانی شدن نیز بیانجامد. نقش تاریخی پشتون ها در تسهیل ارتباطات در آسترالیا و مرکزیت های مختل

17.08.2019 مصطفی عمرزی

سوله او ولسمشریزه ټاکنې!

سوله او ولسمشریزه ټاکنې! عبدالله وردک انګلستان - آګست - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، په سیاسي بحثونو او غونډو کې، دا بحث ډېر ګرم جریان لري، چې په سوله او ولسمشریزه ټاکنو کې کوم یو باید لومړیتوب ولري؟ د یادونې وړ ده، چې د ګران افغانستان بشپړه آزادی، باید د ټولو په اسلام او وطن مینو افغانانو، په زړه پورې هدف وي، او دغې هدف ته د رسېدل

14.08.2019 عبدالله وردک

یو ښه ښوونکی څوک دی ؟دریمه برخه

یو ښه ښوونکی څوک دی ؟ دریمه برخه دغو موخو ته د رسېدو لپاره هر ښه ښوونکی ځانته ځانګړي میتودونه او لارې چارې لري .غوره ښوونکي هڅه کوي لومړی مفهومونه او ارزښتونه زده کوونکو ته وروپېژني ، د بېلګې په توګه که غواړي په شعر باندې خبرې وکړي نو ښه به وي چې لومړی زده کوونکو ته د شعر پر مفهوم واضیح او د پوهېدو وړ څرګندونې ولري .هغه ښوونکی چې په راډیو ژورنالیزم خبرې کوي او لومړی خپلو زده کوونکو ته د ژورنالیزم او بیا د راډیو مفهومونه او تعریفونه ور نه کړي ، فکر نه کوم چې خپلې موخې ته په ښ

13.08.2019 یوسف هېواددوست

یو ښه ښوونکی څوک دی ؟دویمه برخه

یو ښه ښوونکی څوک دی ؟ لیکوال او څېړونکی : یوسف هېواددوست دویمه برخه له بلې خوا نه یوازې د ادبیاتو منځپانګه چې د ښوونکي چال چلند د ډېرو نازکخیاله افکارو لپاره اغېزمن کاري توکي دي نو له همدې کبله تر هر څه دمخه ښوونکی باید د اړیکو د ټینګولو مهارت او پوهه ولري .که ښوونکی د اړیکو د ټینګولو پوهه او وړتیا و نه لري ، د هغه علم هم ګټور نه واقع کیږي .زما د دا ډېرو کلونو تجربه راښیي چې که ښوونکی د زده کوونکي زړه او افکارو ته لاره ومومي، هغه د خپل استاد د سبقونو مینځ ته په کرار کرار ور

06.08.2019 یوسف هېواددوست

زیان های اقتصادی طلب از مُرده

   برخورد خشن جریان های نو اسلامی با سنت ها و باور های خرافی جوامع اسلامی، هرچند به منزله ی تطهیر دین از خرافات، بسیار خوب است، اما تفریط آن ها بدون ملاحظه ی فرهنگی، تاریخی و اثرات انعکاس بد، مردم را از هاله های سیاه، بیرون نمی کشد. مثلاً تخریب چند زیارت در غزنی، وارد کردن زیان به آن ارزش های تاریخی است که بدون شک در بررسی عوامل منفی نیز موثر اند. شدت خشونت در این

05.08.2019 مصطفی عمرزی

یو ښه ښوونکی څوک دی ؟

ما په افغانستان کې هم د ښوونکي په توګه څه موده کار کړی چې یو څه موده د کابل ښار (د انقلاب په شپې لیسه) کې د لسم ، یوولسم او دولسم ټولګیو د تاریخ او جغرافیې او سیاست مضامین مې تدریس کړي او یا یوه لنډه موده د انصاري په شپې لیسه کې په همدې ډول ، خو کله چې ډنمارک ته راغلم د نورو بوختیاوو ترڅنګ مې لومړی په یو وړکتون ، ورپسې د ماشومانو په ښوونځي ( لومړي څخه تر دریم ټولګي ) او بیا وروسته دنویو ځلمیانو ( ۱۵ کلنو تر ۱۸ کلنو ) ټولګي کې او دا دی دا ۷ کاله کیږي چې د غټانو یعنی ټولګی ( له اتلسو پورته ) زد

31.07.2019 یوسف هېواددوست

د يأس او اميد ترمنځ ټاکنيز کمپاين او د سولې هيلې

د افغانانو مطلق اکثریت په اسلامي اصولو، ملي ارزښتونو او ولسي غوښتنو باور لري. پوهيږي چې کلي په زور نه کيږې او حکومت په ډنډو نه چليږي. ځينې دوستان د جګړو د ختمولو، سولې ته د رسيدلو او د سولې له تړون څخه وروسته د اوږدې پروسې عملي کولو لپاره د ټولټاکنو تر سره کول او يو منتخب ولسمشر درلودل بنسټيزه اړتیا ګڼي. مونږ يې دريز ته احترام لرو. په جزئياتو نه غږيږو. باور لرو چې افغانان عموماً که په حکومتي نظام کې دي او که د طالبانو په ليکو کې دي له هيواد سره د دښمنې په نیت په جګړه لاس نه پورې ک

30.07.2019 عبدالوحید “وحيد”

د دروغجنو خلکو د پام وړ!

د دروغجنو خلکو د پام وړ! عبدالله وردک انګلستان - جولای - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! ټول خلک، او په خاصه توګه، یو مسلمان افغان، باید د خپلو خبرو، لیکنو، او کړنو سره، ډېر احتیاط وکړي. دا پدې مانا، چې هېڅکله، په هېچا پسې دروغ او تهمت ونه ویل شي. د یادولو وړ ده، چې په چا پسې دروغ ویل، لویه ګناه ده؛ او هر هغه څوک چې په یوه چا پسې دروغ وایي، ن

30.07.2019 عبدالله وردک

ښارې فرهنګ ته باید وده ورکړل شي

د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په زیاترو ولایتونو کې یو شمېر تفریحي پارکونه د افغان دولت ښاروالیو او خصوصي سکتور لخوا جوړ شوې دي، دغه پارکونو که څه هم د خلکو نفوس په پرتله په نشت برابر دي خو بیاهم یو څه د خلکو تنده پرې ماتېږي. څو ورځی مخکي له خپلو کوچنیو ماشومانو سره چلستون باغ ته تللي وم دغه باغ په دې وروستیو کې د دولت لخوا رغول شوې چې ډېره زیاته خواري پرې شوي او په هر لحاظ د خلکو لیدلو لپاره مناسب ځای دي خو په خلکو کې د ښاري فرهنګ د نشتوالي له امله د باغ مسولینو ته څو برابره کارونه ز

21.07.2019 خان ولي کامران

د ماشومتوب ضربه

د طب پوهنځي په لمړي ټولګي کي چي- سړي فکر کوي ټول شیان به نوي وي- درسونه ډیر خوند کوي. زه هم په ډیر شوق ټولګي ته ‏تللم او له ښوونځي مي زده کړي وو چه استاد معنوي پلار وي خو هیڅکله مي په دي خبره باور نه وکړي. ځکه استادان هم انسانان دي ‏او په ټولو انسانانو کي ښه او بد شته. حتا په والدینو کي هم ښه او بد شته ځکه هغوي هم انسانان دي. خو ځيني میندي او پلرونه له خپلو ‏ماشومانو سره زیاتي کوي، د هغوي حقوق تلف کوي او خپلو وروڼو ته وايي چه که حتا ته زما اولادونه ووژني زه به له تا څخه ګیله ‏

19.07.2019 محمد اکبر پیمان

د استادانو او شاګردانو د پام وړ!

د استادانو او شاګردانو د پام وړ! عبدالله وردک انګلستان - جولای - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم‌ و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! د استاد او شاګرد ټولې اړیکې، باید د یوه معنوي پلار، او اولاد په شان وي. یو شاګرد به هېڅکله هم خپل ښه او بد استادان هېر نکړي. د ښه استاد مقام ډېر لوړ دی، او هغه هېڅوک هم ټیټولای نشي. همدارنګه، د بد استاد مقام بیا تر ټولو ډېر ټیټ دی، او هغه هېڅوک هم

18.07.2019 عبدالله وردک

طالبان د افغانستان په سياسي -اجتماعي جغرافيه کې Diamondدي بايد په brilliant بډل شي

په ځمکه کې تر اوسه ۱۱۸ عنصرونه چې ټول ژوندي او بې روحه موجودات او ماده ( جامده ، مایع او يا د ګاز په څېر ) ترې جوړ شوي دي وجود لري . دا عناصر د کمياوي او فزيکي خواصو لکه دتعامل او رابطې ټينګول ، دفشار او حرارت په مقابل کې مقاومت، رنګ ، د برق د جريان انتقال ، کلکوالي او سختی او د مينرالونو د جوړولو له کبله يو دبل سره فرق لري او په طبيعت کې هم ځنې په مستقل ډول او ځنې بيا د نورو عناصرو سره د کمياوي روابطو په تشکيلولو وجود لري . يو ددې عناصرو نه کاربون (C) دئ چې يو ډير قيمتي او نادره

01.07.2019 د،ب،هيښ

د اولاد په روزنه کې د میندو او پلرونو نهه تیروتنې

  د الجزیرې نړیوالې ټلویزیوني شبکې د اولاد په روزنه او پالنه کې د میندو او پلرونو د نهو غټو تیروتنو په اړه یوه علمي او اکاډمیکه څیړنه خپره کړې چې لیکواله یی میرمن مادلین المشارقه ده. دا چې څیړنه ډیره په زړه پوری او د ګڼ شمیر سروې ګانو او احصائیو پر بنسټ ولاړه ده، نو ومې پتیل چې ستاسو درنو لوستونکو چوپړ ته یی وړاندی کړم. البته باید یادونه وکړم چې دا ټکې په ټکې ژباړه نده، بلکې له دغې لیکنې څخه می الهام اخیستی او د یو پلار په صفت زما خپله نیمګړې تجربه هم ورسره شریکه ده. نصیحت،

01.07.2019 ولي الله ملکزی

د اسلامي ګوندونو د غړو د پام وړ!

د اسلامي ګوندونو د غړو د پام وړ! عبدالله وردک انګلستان - جون - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! په هر ګوند کې، ښه او بد غړي وو، او هنوز هم شته دي. یوازې فرق یې دا و، چې په ځینو کې ښه غړي، تر بدو غړو زیات، او په ځینو کې بیا بد غړي، تر ښو غړو زیات وو. اسلامي حزبونه هم له دغه پورتني حالت څخه مبراء نه وو، او اوس هم ندي. زما په فکر سره، د اسلامي ګوندونو

30.06.2019 عبدالله وردک

قومپرستي

قومپرستي: یاره دا ټول انسانان ولي يو ډول نه دي؟ ولي په قومونو او فرقو ویشل شوي دي؟ که دا فرقي او دا قومونه نه وايي اوس به د انسانانو تر منځ دا اختلافات نه واي. انسانان ټول د بني ادم له ذاته دي یعني ټول له یوه ذاته پیدا شوي دي نو دا تور او سپین بیا ولي پکي پیدا شول؟ زه د خداي خلقت ته حیران یم چي ولي یی ددي اختلافاتو د له منځه وړلو له پاره ټول انسانان یو رنګ، یوه فرقه او یو قوم نه کول؟ د خداي خو هر څه په وس پوره ده او کولاي یی شول چي ټول انسانان یو شان کړي. ته ښه وايي، او ښه فکر دي

29.06.2019 محمد اکبر پیمان

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more