دیپلوم انجنیر و.ا
دوړ او ناوړه کسانو تفکیک کول یو ضرورت دی

یو مهال، پخوا وختو کې ننګرهار پوهنتون ډیر نیک نوم او ښه شهرت درلود، بهترین خدمتګزاران یې ټولنی ته تقدیم کړي وو، خو اوس پرته له رسوایی اود دپلو م اوشهادتنامو له پرځمکه ویشتلو او د تحصیل د نامه له تمسخر نور څه پکې نشته. په دې اداره کې دومره زیات ژور فساد، بی کفایتی او بیعدالتی ده چې له اندازې زیاد. غواړم یو څو بیلګی یی ولیکم چې لکه لمر روښانه دی: که چیری د لوړو زده کړو روزرات، مدنی ټولنه او میدیا کی د روڼ ضمیر له مخې توجه وشی نو لطفاً دغه عرایض همګانی او ټولنی سره شریک شی، ښه به وی موږ سره چی څه ظلم وشو خیر، خو چې متباقی مظلومین نجات پیدا کړی زموږ زړه به صبر شي.
زما پلار دغه پوهنتون کې یو صادق او نیکنام استاد و چې د پولیتخنیک ټول استادان یی پیژنی، د هغه لیاقت سابقه کاری او د هیواد عمرانی چارو کی یی هلی ځلی د غزنی د سرده له بند څخه نیولی تر هوایی میدانونو اوتدریس او نورو پورې ټولو ته معلومی دی، جناب نورزادی صیب، انجنیر صیب کلیوال آو نورو ټولو ته معلوم دی. کله می چې پلار فوت شو، زموږ اقتصادی وضعیت ښه نه و ، د کورنۍ یوه غړی مو معیوبه او بله شدیداً مریضه وه ، موږ یې دیوې اونۍ په جریان کی له دولتی کور څخه وشړلو ، خو زموږ په عوض یې یو ځوان( م.م) چې په واسطه بازی د استاد په توګه زراعت پوهنځی کی مقرر و، خو تمام وخت د (بانک قرضه های کوچک) په موسسه کی کار کاو اوقطعاً درس ته حاضر نه و، صرف دشنبه په ورځ به یی حاضری امضا کوله، دغه شخص چې ښه پیسه دار و د ببرک میاخیل په امر زموږ کورته دننه شو او موږ یی وویستو. حال دا چې یو څو نور استادان هم فوت وو، خو تر اوسه په دې اوو کلونو کی ندی ایستل شوی. د پوهنتون له کورنو استفاده کوي اولاد ونه یې همدې کورو کی سکونت کوي او باید هم دلته وی ځکه چی پلرونویی کلونه کلونه خدمت کړی دی. هغه استاد چی څو کاله خدمت وکړی او رهایشیی کو رپه جلال ابادکې نلری مستحق دی باید له دولتی کور مستفید شی، اما ببرک میاخیل دغه حق له موږ واخیست او(م.م) ته یې ورکړ چی له پوهتون څخه شپږ کیلو متره فاصله کې سه منزله او څو جریب زمکی ، دوه عرادې مودل جدید موټر او نور ملکیت لری او فوراً د معاون اداری په حیث مقررشو. هره غرمه به دوی کباب او ماهی خوړلو او میلی ته تلل، دا حقیقت ټولو ته معلوم دی هغه په ۱۳۹۶کې په هغو میلیونهاوو افغانیو چې د لیلی دبلاکونو ترمیم ته راغلی وې، صرف دیوالونه برسیرن رنګمالی کړل، خو اساسی ترمیم یی و نکړ، د مدیریت محاسبې د اسنادو له مخې یې څوزره افغانی د سفریه اوغیره نوم باندی جیب ته کړی او ټول امتیازاتو څخه یی استفاده وکړه ترڅو چې د جاپان بورس ته معرفی او وروڼه یی هم استاد مقررشول. دا په داسې حال کې چې شهید پوهاندمسعود نیکبخت څو عرایض د کور لپاره ورکړی وی او د ناامنی له کبله چې ډیر لری ځای کی اوسید، غوښتل یی دپوهتون ته نږدی شی چی امنیت یی ډاډمن شی، خو د رییس ببرک میاخیل له خوا یی عریضی وا نخیستل شوی او میاخیل خپل خواهر زاده ته چی په آی. ټي کی یی مقرر کړی و ، کور ورکړ. ترڅو چې پوهاند صاحب مسعود نیکبخت د همدې بی امنی له امله ترورشو.دغه پوهنتون یو داسې غل شخص په تضمین کیفیت کې مقرر کړی چې د محصلی پر مهال یی کامپیوترونه له ادبیاتو غلا کړل او د پوهنتون په رسمی صنفونو کی یی شخصی کورسونه دایر کړی و. پلار یی د کتابخانی سامان ټول سرقت او لیلام کړ او یو تن مظلوم هیوادوال یی چی د کوز کونر و شهید کړ، خو د حاجی صیب حضرتعلی له خوا دهغه ورثه ته د یو څو وروپیو او تهدید له امله وژغورل شو او د مقتول ورٍثه بیچاره پاتی شوه او د خپل عرض جرات یی ونکړ.
بل مشکل دا دی چی د انجنیری ټول محصلان شکایت کوی چی چپترونو څخه معنا نه اخیستل کیږی او جملات ګډود او ګونګ او بی معنا دی. سرواخر یی نه معلومیږی، دوی ته لابراتوار کی کار نه کیږی. عملی درس نشته او دپوهنځی رییس ټوله ورځ خپل موټر کی په ښار کی چکر وهی او په نورو کاروو بوخت دی. اوس وزرات تحصیلات عالی ته پیشنهاد کوو چی که د تضمین کیفیت په راس کی داسی غل او قاتل موجود وی نو ستا دا پوهنتون به کوم کیفیت ولری؟ غوره دا ده چی د کرونا درخصتیو څخه په استفادی سره د ننګرهار پوهنتون کې اصلاحات راولی، غله له چوکیو لری که. د ترمیماتو پوښتنه دی وشی، زه انجنیر یم ښه پوهیږم چی د لیلی د بلاکو دترمیم څومره پیسی وهل شوی او څومره مصرف شوی دی. له بلی خوا باید د دغه پوهنتون پخوانی تاریخ بیرته ژوندی شی، دا پوهنتون یوازی د ننګرهار نه بلکه د ټول افغانستان افتخار او سرمایه وه، آن د مجاهدینو د کورنیو جګړو په ترڅ کی یی ښه نوم درلود د کابل محصلان او استادان هم دلته راغلی و، راځئ دا بیرته جوړ کړو، دغلو، زورواکو، بدماشانو او ټوپکمارو په عوض شایسته او باتجربه خلک پکی پکار وګومارل شی . هیله ده دغه موضوع په همدی فرصت کی چی وزارت ډیر مصروف ندی تر توجه لاندی راشی. په کابل پوهنتون کی داسی عالم شخص ریس دی چی یووخت یی ټول وزارت رهبری کاو، د دې معنا دا ده چی دپوهنتون ریاست د وزارت سره برابره ده، خو ننګرهار پوهنتون کی یی هلکان هلکان راکتار کړی دی. دغسی نورو پوهتونو کی زبردست رییسان دی، نو لږ سم خلک پکی د رییسانو په توګه راولی.
په درناوی
انجنیر و.ا