هری ټولنیزی رسنۍ په سپېڅلتیا خپل کار پېل کړ.
ټویټر د پېښو او حالاتو په هکله د تازه خبرونو او نویو فکرونو ځای و.
له فسبوک څخه د شخصي تصویرونو د خونديتابه او له خپلوانو او دوستانو سره د ورځنیو تازه معلوماتو د شریکولو لپاره کار واخستل شو.
همدارنګه اینستاګرام په پېل کې په هیڅ ډول له فردیت او ځانته والی سره تړاو نه درلود، اما د هنر، سبک او عکاسۍ لپاره یو ښکلی بصری پلاتفورم او ډګر و.
له دی سره سره چې له نوموړو رسنیو هرې یوې یې خپل لومړني نوښتګر عناصر ساتلي دي ، خو په تېره لسیزه کې یی د ټولنیزو رسنیو یو تور او بی صفته مخ هم ښکاره کړی دی.
تویتر د کرکجنی وینا پر یوه ډګر بدل شوی.
د فسبوک د شخصي معلوماتو او اطلاعاتو د راز ساتلو کړنلاره په وار وار، هغه مهال بی اعتباره شوه چې څرګنده شوه زموږ په هکله معلومات یې له شرکتونو او سیاسي ګوندونو سره شریک کړي دي.
اینستاګرام په وار وار د ځوانانو د روهي سلامتیا په هکله ډیر ناوړه نوم ګټلی دی.
موږ د افراطیت په وخت او زمانه کې ژوند کوو، په داسی یوه مهال کې ژوند کوو چې رسنۍ زیاتره پر تضادونو او ټکرونو تمرکز لري. په داسی حال کې چې واقعیتونه تردی ډیر ډیر ظریف دي.
مغزي پرېمینځلتیا ( Brainwash) تاسی سره مرسته کوي، چې خپل چوکاټونه خپله رنګ کړۍ. موږ تیار شوی ځوابونه نه ورکوو، اما له انتظاره لیری معلومات او مفاهیم او تر دی زیات مهم خام خوراکي توکي د فکر کولو لپاره ورکوو.
د رسنیو په انلاین ډګرکې له استفاده کوونکو یا کاروونکو او د خدمتونو له وړاندی کوونکو په مسلسله توګه غوښتل کېږي چې یو بل ارزیابي کړي او د زړونو، لایکونو، ستورو او شمیرو په نښو او سمبولونو سره امتیاز ورکړي. دا داسی بریښي چې ضرر نلري، خو د رتبې ورکولو دا سستمونه د ځواک یو نوی خوځښت رامنځ ته کوي، چې په ژوره توګه ستاسی چلند او انتخابونه کنترولوي.
بیلابېلو څېړنو په ډاګه کړیده، چې ټولنیزی رسنۍ پر ځوانانو اغېز لري.
د یادولو ده چې په ټولنیزو رسنیو کې د ورځي دری ساعته تګ راتګ او بوختیاوی په وسوسو او خفګان د اخته کېدلو خطر هم لري.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ ۹- ۷- ۲۰۲۰