وائي پخوا وخت کې په‌يوه ملک ليونی باد را روان وو ، چې په هر چا به ولګېد ، فوراا به د عقل په زوال اخته او ليونی شو .
عاليجناب پاچا وزير ته وويل چې څه شان د باد نه ځان وساتي او لېونی نه شي .
وزير ورته وويل چې يو ژور څاه به وباسو ، پاچا عاليجناب ، کورنۍ او زه به په‌کې ځانونه قرنطين کړو ، چې د باد څپه تېره شوه ، بيا به راووزو .
همداسې ئې وکړل . څاه جوړه ، دوی په کې ننوتل . کله چې څه موده وروسته باد ورک شو ، بېرته د څاه نه راووتل . که ګوري چې ټول رعيت لوڅ لغړ ګرزي او لېونيان شوي دي . يوازې د دوی جامې په تن د قصر په لوري روان وو ، چې ديوه ليوني ورته فکرشو او چيغي ئې کړي چې اې خلکو ښار ته لیونیان راغلي دي. خلکو چې ورته وکتل ، رښتيا ورته لېونی ښکارېده ، ځکه ټول لوڅ لغړ وو او يوازې د پاچا او وزير ځان په کاليو کې پټ وو . پاچا که هر څو ورته ويل چې زه ستاسو پاچا يم ، خو ددې په ځای چې څوک ئې ومني نور هم متيقين شول چې دا ادعا ئې بل ثبوت د ليونتوب چې ځان پاچا هم بولي ، که نه ليونی او پاچاهي ؟ لېونيان ټول تر پاچا را تاو شول او کوښښ کوي چې لېونی پاچا او وزير ئې ونيسي ، ځکه لیونیان بايد د جوړو نه ليرې شي . په دې وخت کې پاچا وزير ته وويل چې خدای د غرق کړه په دې مشوره چې تا را کړې وه ، اوس څه وکړو ؟
وزير ورته وويل چې خبره غړک ده ،يوازينۍ چاره ئې دا ده چې کميس او پرتوګ وباسه او ځان لغړ کړه ، که نه ولا که ژوندی تری پاته شې .

افغانستان ته هم دا څو لسيزې کيږي چې لېونيو بادونو مخه کړې ده . يو وار د بې دينه شورويانو باد راغئ او د خلقيانو - پرچميانو دلېونتوب غوبل شروع شو ، بيا د دينداره تنظيمي اشرارو دجنون داسې طوفان نازل شو چې خلقي -پرچمي لېونتوب ئې په ګرد پسې نه رسېده .
وطن دې ځنځيرې - سړيخورو ليونيانو ونيولو او د وحشت او بربريت په ځنګل ئې بدل کړ او دټولو ديني -مدني -انساني نورمونو ، جوړښتونو او ارزښتونو ( چې زرهاوو کلونه زموږ ټولنې د هغه په بنياد خپل ټولنيز ژوند تنظيم کاوه )تخريب او بربادۍ ته يې اقدام وکړ . داسې نخرې ئې وکړې چې د جهان لېونيان ورته ګوته په غاښ شول .

ددې بې بندوباره لیونيانو د قابو کولو او قرنطين کولو او وطن د دوی د جنون نه د خلاصولو د پاره الله پاک رحم وکړ او طالبان يې را پيدا کړل .
د طالبانو همت، ليونتوب او لېونيان مهار کړل ، ځنې وتښتېدل او ځنې په غارونو کی پټ شول او تازه وطن ترې په پاکېدو وو ، چې بل تر پخوا بدتره لېونی باد را والووت .
په افغانستان د غربي وحشیانو د نظامي تجاوز او اشغال له وجهې د شر او فساد دا لېونی باد چې په چا ولګېد دشر او فساد په ليونتوب اخته او د انساني کرامت کالي ئې ترې و ايستل . پخواني بېدينه او دينداره زنګي لېونيان چې طالبانو په غارونو کی قرنطين کړي وو هم راووتل دنویو سره يو ځای شول او بيا په دې وطن کې عقل کډه او ليونتوب حاکم شو .
د ديني عقيدت او ملي عزت او وقار جامې ئې وغورځولې او ځانونه ئې لوڅ لغړ کړل .
دوی ته اوس هر شريف او پاک سړی ليونی ښکاري او د حذفولو کوښښ ئې کوي . ددې شريرو او بې بندوباره ليونيانو سره يوازې هغه خلک ګوذاره کولئ شي ، چې پرتوکونه وباسي او د دوی په شان بې شرمه ، بې عزته ، بې عفته او لوڅ -لغړ شي .

افسوس دهغه چا په حال چې ددې شريرو او خطرناکو جاني ليونيانو په حلقه کې ور داخل شول او د خپلي ديني عقيدي ، ملي حيثيت او انساني عزت د جامو د غورځولو په قیمت ئې د پستۍ او ذلت نه ډک دلېونتوب ژوند اختيار کړ . ځانونه ئې بربڼډ او د دنيا او اخرت دشرم او زيان سره مخامخ شول .

اوس هغه خلک چې لا مسموم نه دي ،سد يې په سر کې شته او دهوښيارۍ ادعا کوي ، ددې امريکائي - اشغالي -ليوني باد نه پيدا شوی لېونتوب او لېونيانو سره د عکس العمل دوه افشنه دي :
يابه ددې لېونتوب د ختمولو دپاره مبارزه کوي ، مسموم لېونيان به قرنطين او په لېونتونونو کې ایساروي او دهغوی د اصلاح او جوړېدو د توجيهاتو په ځای بايد دهغوی د مهار او کنترول بندوبست د پاره اقدام کوي، ترڅو چې ټولنه ئی د شر او افت نه نجات پيدا کړي
او
يابه د دوی په شان د ديني -ملي -انساني ارزښتونو او عقل نه تېرېږي او ځانونه به د دوی په شان لوڅ لغړ کوي .
بل غوراوی نشته . اختيار به دست بختيار

يا ربه د داسې ذلت او لېونتوب نه مو وساتی .
د هوښيارو نه ډک او ليونيانو نه خالي افغانستان په هيله