که ځمکنيو حقائقو ته ځير شو نو پوهيږو چې مونږ د نړئ د پرمختګونو له کاروان څخه خورا زيات وروسته پاتې ملت يو، ځکه چې مونږ په يوه نامعلومه جګړه کې ښکېل ولس يو. مونږ خپله سره وژنو، خپل هېواد ورانوو. مونږ خپل افتخارات پلورو، مونږ د هغو هېوادونو په خيرات چليږو چې مونږ يې زمونږ د مټو په زور مات شوي هيوادونه ګڼو. مونږ په نړيوالو پرمختګونو کې هېڅ ونډه نه لرو، مونږ د نړيوالې سيالئ په ډګر کې د نورو پر اوږو پروت بار يو. مونږ د نړيوالې تربګنئ په کلي کې هسکه غاړه نشو ګرزيداى، خو که مو جګړه ختمه او د يو پياوړي نظام بنسټ کيښوده نو بيا زړه غټوم، بيا سترګې غړوم او د خپل ولس په همت او شجاعت باور لرم چې دغه توپاني بيړئ د نجات ساحل ته رسولاى شي.
شکه نشته چې سوله د کمپيوټر د بټن په کيکاږلو، فرمان په لاسلیک کولو او په خبرو کولو نه راځي. سوله د الهي حکم په توګه منل، د جګړې له امله په ولس باندي د تيريدونکي مرګوني حالت درک، مستحکمه اراده، سنجول شوي تګلاره، د انعطاف او قرباني احساس درلودلو په پايله کې راتلاى شي، خو متأسفانه د اوس لپاره مونږ د جګړې په اړخونو کې د دغه ډول درد او درک د شتون شاهدان نه يو.
د ژوند حق مو په هيواد کې له لسيزو راهيسې روانه جګړه ګواښي. د کار حق خو تشريح ته اړتيا نلري. واى عيان ته څه بيان ده. د بيان حق مو له ګواښونو سره سره، نسبتاً خوندي ده. د نظام لاسته راوړنه يې ګڼو، له دې سره سره چې ټاکنې مو د شرم له پولو څخه واړولې، خو بيا هم باور لرم چې د زعامت ستونځه له ټاکنو پرته د حل بديله لاره نه لري، خو دغه سيستم سترو بدلونونو ته اړتيا لري.

زه ښځو او ځوانانو ته د هغوى د حقونو ورکولو سخت پلوي يم خو د ځانګړي امتیاز ورکولو مخالف يم. ځکه چې دغه کار په خپله تعصباتو ته لمن وهل او غبرګون ته لاره هواروي. دا کوم ډول ديموکراسي ده چې يوه جنس او يوه قشر ته په افغانستان کې ځانګړئ امتیازونه غواړي، خو په غرب کې ورباندي عمل نه کيږي؟

اصلا خبره داده چې مونږ په هره خوا کې افراطيت ته مخه کوو، نو ځکه ناکام هم يو. د کمونيزم پلويان دلته راغلل او په خپلو کړنو يې د مسکو کمونیستي مشران وشرمول. اسلام پالان راغلل د افراطي کړنو له امله يې دغه مقدس دين ته زيان واړاوه او اوس نو د ديموکراسي ډنډورچیانو د غرب ديموکراتان هم حيران کړي دي. نه پوهېږي چې په افغانستان کې د ديموکراسي کوم ويرژن چليږي؟
مونږ د نظام، ادارو، بنسټونو، جوړښتونو او نورو هغو لاسته راوړنو د خونديتوب پلوي کوو چې ملي بڼه ولري. له ارزښتونو او ديني مقدساتو سره په ټکر کې نه وي. که د ښځو د حقونو د خونديتوب خبره وي نو پوره باور لرو چې ښځې د زده کړو او د کار حق لري او مونږ يې پلوي کوو، مګر زمونږ په ټولنه کې د عيني واقعيتونو او اخلاقي انحرافاتو په تناظر کې اړينه ده چې د ښځو لپاره ځانګړي خوندي او مصئون کاري ماحول برابر شي. مونږ د خپلې ټولنې په اخلاقي روزنيزو او فکري نيمګړتياو باندي سترګې نشو پټولاى. د بيان ازادي زمونږ ديني او مدني حق ده. که يو صحابي له رسول الله څخه پوښتنه کولاى شي چې يا رسول الله دغه ستا خپل نظر که وحى ده؟ مطلب يې دغه وه چې که دا ستا نظر وي نو زه يې مخالف يم. اسلام د بيان د ازادي بنسټ څورلس سوه کاله پخوا ايښئ ده. هيڅوک تر هيڅ عنوان لاندې له مونږ څخه د بيان د ازادي د سلبولو حق نه لري.
د اسلامي نظام په چوکاټ کې ولسواکي او د ولس په خوښه د حاکم ټاکل نفى شوي نه دي. په اسلامي تاريخ کې بيلګې لري. ناشونې ده چې د زعامت ستونځه له ټاکنیز نظام درلودلو پرته حل شي. دا هم تجربو ثابته کړه چې اوسنى ټاکنيز نظام نيمګړتياوې لري او باید ستر بدلونونه پکې راشي. د نوماندي لپاره ځانګړې شرایط وټاکل شي. د ووټ اچونې شمارلو او پايلو په اعلانولو کې د معلوماتي تيکنالوژي په مرسته د منل شويو نړيوالو نورمونو کارول شرط وګرزي.

زه د ولسمشر غني له هغه دريز په تړاو وضاحت کول غواړم چې وايي د نجيب د استعفأ په نتيجه کې راغلئ ناورين نه تکراروي.
زه د 1992 د ژر ژر بدليدونکو حالاتو عيني شاهد او په جرياناتو کې دخيل وم. هغه مهال سوله د نجيب د مستعفي کيدو له امله نه بلکې د ځينو بهرنيو او کورنيو اړخونو لخوا سبوتاژ شوه. د وطن ګوند عملاً ټوټې ټوټې شوئ و او يوې ډلې له مسعود سره د جبل السراج تړون لاسلیک کړ. مجاهدینو د حالاتو واقعي تحلیل او اړينه ارزونه نه درلوده. خلقيان او پرچميان د خپلو داخلي اختلافاتو په تنور کې سوځيدل. روسانو د کورنیو ستونزو له امله د نجيب له حکومت سره اقتصادي مرستې په ټپه ودرولې. نجيب په وطن ګوند کې د خلق او پرچم يا هم په بله اصطلاح د ګوند د مرکزي کميټې د غړيو ترمنځ د سختو ژبنيو اختلافاتو ، په شمال کې د پرچميانو او دوستم د بغاوت او له شمال څخه د سالنګ د لارې د بندېدو وارخطا کړ واک يې عبدالوکیل د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر يې خپل ځايناستئ وټاکه. دا هغه وخت وه چې د پښتنو په اصطلاح اوبه له ورخه تيرې وې.

ځمکني واقعات دادي چې د نظام نسکورېدل ړنګون او د واک خلا واقعاً ولس نه غواړي مګر باید ياد وساتو چې حکمتيار او طالبان په مادي او معنوي لحاظ ستر توپيرونه سره لري. د حکمتيار په شان به د طالبانو راتلل او ادغام ناشونئ ده.
اوس هغه وخت را رسيدلئ چې خبره په ډاګه وکړو. هيواد مو له سختو کورنيو او بهرنيو ګواښونو سره مخ ده. ستونځې مو ورځ تربلې زياتيږي. فساد هيولايي شکل غوره کړئ ده او په وړاندي يې حکومتي کړنې نه سترګو کېږي.
راځئ وپتيو چې د سولې په وړاندې خنډونه شته خو مونږ باید خنډونه بانه نکړو، بلکې په فرصتونو باندي يې بدل کړو.
په ولسمشر غني کې د مشرتابه په برخه کې ډير مثبت اړخونه او کاري وړتیاوې شتون لري. نوموړئ په اقتصادي مسایلو کې ښه مهارتونه لري او په نړيواله کچه په اغيزمنې لابي کولو باندې پوهيږي. مګر متاسفانه داهم واقعيت ده چې نوموړئ بنسټيزو ستونځو ته د متوجه کيدو او هغوى ته د حل موندلو پرځاى په داسې وړو مسائلو بوخت ده چې زمونږ د ولس له غوښتنو، ارمانونو او هيلو سره سمون نه خوري.
د ټاکنو په تړاو له ناندريو وروسته د واک په سر د معاملې له امله ولس ناهيلئ او له حکومت سره يې واټن نور هم زيات شوئ ده. ولسمشر د بې تجربه اشخاصو لخوا محاصره کې قرار لري. ولمسشر له غربي دودونو څخه زمونږ د عنعنوي مذهبي ټولنې د ارزښتونو په تفکیک کې د معلوماتو له نه شتون سره مخ ده.

وړانديز داده چې زمونږ ستونځه په ريښو کې ده، خو مونږ د ښاخونو درملنه کوو، نو طبعي خبره ده چې نتيجه نه ورکوي. زمونږ په عنعنوي مذهبي ټولنه باندي چې خورا ژوري کلتوري او ديني اغيزې لري، پردئ وارد شوې مفکورې څه حتى مسلّم او غير متنازعه ديني احکام لکه ښځو ته په ميراث کې حق او ځينې نور حقونه ورکول د عمل په ډګر کې نشو منلاى!
نو راځئ له سمون او بدلون وړاندي د خپلو ټولنیزو ستونځو د هوارولو او ذهني ودې ته د کار کولو لپاره ملا وتړو. راځئ ښځو ته د هغوى د منل شويو ديني حقونو ورکولو لپاره مبارزه له ښاري سيمو څخه بهر په کليو او بانډو کې له محراب منبر او قومي مخورو څخه پيل کړو. راځئ د هر والي لپاره د يوې مرستيالې ښځې له ګمارلو پرځاى د هيواد محرومو مظلومو او محکومو ښځو ته په ميراث کې د حق ورکولو لپاره ملا وتړو. که مونږ وکولاى شو چې واقعاً د مشروع او ديني حقونو ترلاسه کولو لپاره د محراب او منبر يعني د ديني واقعي علماو او قومي مخورو باور ترلاسه کړاى شو، نو د ښځو د حقونو د خونديتوب په برخه کې به د سترو او په زړه پورې پرمختګونو شاهدان واوسو.

امان الله خان کافر نه وه. هغه يو وطن دوست شخص وه چې د هيواد د پرمختګ ابادي او سوکالي لپاره يې کلکه اراده درلوده خو د خپلې ټولنې له ذهني ودې او علمي کچې څخه نا خبره وه. تفصیل ته نه ځم خو پايله يې تاسو ته څرګنده ده.
راځئ هڅه وکړو چې د محراب او منبر له ټريبيون څخه يې واورو چې په ميراث کې ښځه حق لري، په بدو کې د انجونو ورکول ناروا کړنه ده او له انجلئ څخه له کوژدنې وړاندي د هغې رضا پوښتل شرط او شرعي حکم ده.

ځوانانو ته د هغوى حق ورکول له غرب څخه د څو داسې افرادو راوستل او په لوړو پوستونو باندې ګمارل چې نه زمونږ په ديني مقدساتو پوهيږي نه ملي ارزښتونه پيژني يقيناً ځوانانو ته خدمت نه ده. مونږ د ټولنيز جوړښت په اساس د جنسیت او قشر ترمنځ د غربي ټولني په پرتله خورا لوړ او ارزښتناک کاري اړيکي، اصول او پرنسيپونه لرو چې ورباندي وياړو. که د خپلو ارزښتونو په چوکاټ کې ځوان نسل ته مسئوليتونه وسپارو، د حکومت لخوا د پورته شوې ګام څخه به په مراتبو اغيزمن وي او غبرګونونه به هم ونلري. په دغه تړاو بل وړانديز داده چې زمونږ ډير ښکلي نازولي روزل شوي ځوانان په روانه بې ګټي تحميلي او پردئ جګړه کې وژل کېږي. هره ورځ مو د لسګونه تنکيو ځوانانو جنازې خاورو ته سپارل کېږي. که واقعاً ځوانانو د حقونو د ورکولو لپاره مبارزه کوو راځي چې د دغې جګړې د ختمولو لپاره په بشپړ جرئت کلک عزم مستحکمه اراده غږ پورته کړو او عملاً لاس په کار شو.
متاسفانه چې مونږ د سولې لپاره په کابل کې وزارت جوړولاى شو. دسولې عالي شورا جوړولاى شو د تحکیم صلح کمیسیون جوړولاى شو او په قطر کې د سولې دفتر پرانستلاى شو خو د سولې لپاره قرباني نشو ورکولاى د سولې په تړاو بشپړه او جامع تګلاره نشو جوړولاى د سولې لپاره ملي او بين المللى اجماع شته خو د سياسيونو ترمنځ حتى په حکومت کې د ننه د سولې په تړاو اجماع شتون نه لري.

اى کاش چې طالبانو له امریکا څخه وړاندي له حکومت سره د سولي تړون لاسلیک کړئ واى.
اى کاش چې حکومت او طالبانو دواړو د سولې تګلاره جوړه کړې او له ولس سره يې شريکه کړې واى.
اى کاش چې دواړو غاړو د سولي په موخه خپلې سرې او شنې کرښې ټاکلې او ولس ته يې وړاندي کړي واى.
مونږ لا دمخه ويلي و چې د بهرنیو ځواکونو شتون د جګړې يو لامل ده، خو يوازنى لامل نه ده. که بنديان خلاص شي، بيا هم يقيناً نورې سترې ستونځې مخکې لرو.
حکومت د تګلارو د نشتون له امله په مفروضو باندي حساب کوي. څو کلونه يې د قطر دفتر پرانستلو ته تير کړل، څو کلونه يې د ملا برادر خلاصيدو ته مبارزه وکړه، بيا له امریکا سره د طالبانو تړون سترګې په لاره وه او دا ده اوس د بين الافغاني مذاکراتو پيليدو ته يې لاسونه لپه کړي دي. سوله قرباني او قيمت غواړي خو دواړه خواوې تر اوس د سولي لپاره د قرباني او د قيمت په تړاو خبره نه کوي.
د دواړو خواو په دريزونو کې ابهام او مختلفي څرګندونې ولسي ذهنونه مغشوشوي. له ګټو څخه يې زيان په مراتبو زيات ده.
زه د ولسمشر غني دغه خبره تأييدوم چې جګړه د حل لاره نه ده. طالبان بايد له سياسي لارو موخو ته د رسيدو لپاره مبارزه وکړي، خو په وروستيو ورځو کې د نوموړي په ځينو څرګندونو کې د انديښنې او پوښتنې وړ ابهامات شتون لري.
مثلا د نوموړي داخبره چې وايي؛
"ولس تحميلي سوله نه مني"
له تحميلي سولې څخه د ولسمشر موخه څه ډول سوله ده.
بله خبره داده چې نوموړئ وايي؛
"حکومت په نظام کې د طالبانو د ادغام پروسې ته ژمن ده"
زما په اند ادغام جدا او مصالحه جدا تعريف لرى. د ادغام له لارې د طالبانو راتلل راته ناشوني ښکاري او د دغه منطق د توجیه لپاره به د قناعت وړ دلائل وړاندي کول ستونځمن وي.
په درنښت؛ عبدالوحید وحيد