یو ځل د زمری په نظر کې یوه پیشو راغله راویې غوښته او پوښتنه یې ور نه وکړه چې ستا شکل او څېره بیلکل زما په شان دی لیکن جسم او قد دې ډیر وړوکی دی دا څه علت دی ؟هغه وویل داداجانه !زه په اصل کې ستاسو خاندان سره اړیکی لرم خو داظالم ، کم بخت ، په نفس سپور،او مغرور انسان دی چې مامروړی اوزه یې دومره باریکه کړې یم زمری لکه د پیمان ناتو لوده ستولتن بیرګ به قهر شواو ویې ویل زه همدا اوس انسان ته ددې ظلم خوند ورڅکم راځه ماسره لاړه شه او انسان راته وښیه. پیشو په کافی اندازه دانسان خواص بیان کړل چې انسان ډیر خوفناک / ویرېدونکی ځناوردی له هغه ځان بچ وساته ولې زمری غریده او دا خبره یې نه منله.لږ وخت تیرشو چې یو بزګر دلرګیو ګېډی په سر ایښی راروان دی پیشو زمری ته وویل دغه انسان دی زمری به غرو فش وړاندې ورغی هغه یی ودراوه اوورته ویې وویل: زه تاسره جګړه کوم! انسان ورته وویل معلومه ده چې ستا دماغ خراب دی ایا پیشو تاته نه دی ویلی چې زه څومره خوفناک یم زمری وویل همدا اوس زه ګورم چې ته تر کومې اندازی پورې څومره خوفناک او خطرناک یی انسان ور ته وویل ډیر ښه ته همدلته ودریږه زه دادلرکیو ګېدی هغه مخامخ انګړ کې ږدم اوبیرته راځم زمری وویل ډیرښه.
انسان زمری ته وویل زما اطمینان په یوه صورت کې راخی چې زه تا د دغې ونی له ډډ سره وتړم چې ونه تښتې زمری وویل سمه ده ومې تړه انسان پاڅېده زمری یی له ونی سره ځولانه کړی کلک وتاړه چې حتی لکۍ یې هم نه شوای ښورولی بیا لاړ هماغه لرګی یې ورته راوړل زمری یی دومره ودباوه چې زمری بی واکه او بیچاره شوانسان هم ستړی ستو مانه شواولرګی یې پرخمکه وغورخول اوويې ویل زه انګړ ته خم اوبه څکم او بیرته راځم دانسان له تللو وروسته زمری پیشوته په ډیره مایوسی وویل چې کله زه تا غوندې وړوکی شم بیا به همدا ظالم انسان ما خوشې کړی که نه؟