كله چه طالب ئی رانسکور کړی ، نو بازي د جمیعت و لاس ته ولوېدل ، او د قدرت انتقال ته په خلاص لاس و ایله سو ، او د سیاسي قدرت داخستلو او ساتلو له پاره ئي ډېري غټي مختبیلې ټکوهلې ، او داسي فکر يي کولی چه دا کوچنۍ دره او کم نفسوس به دا لویه د امپراتورانو هدیره به د ځان کړي ، او د چپنمآب صاحب (نه سياسي قدرت أو نه ئې د توپک قدرت ) له بېوسۍ نه ئې سوء استفادې وکړه ، هره خوا ئې تر ګنډه وکښل ، او شخ شخ برېتونه هري خواته پورته کښته کېدل ، داچه سیاسی قدرت ته ورسېد ، دوهم قدم ئې داسي واخستلی چه : چه د کابل د مساجدو امامتونه ئې په زور په پیسو او سیاسی قدرت تر لاسه کړل ، او دغه حزبي ملایان او علماء د حزب جمعت په خدمت کي تبلیغونه او نعرې او سوړي وهلې او او لاهم یي ډنګوي !!
دادی نن بیا طالب د قدرت سیاسي په ویښه خوب ویني !!!
او داخوب هله ریشتیاء كيږي چه ارګ او مساجد باید دواړه د ټالب جان او ټالب خان په لاس کي وي !!!!
اوس نو ټالب بله لاره نه لري بېله دې چه : د کابل د مساجدو ملایان لازم له منځ ورک کړي ، نو دا دی چه اوس په ملایانو ملامرګو په ګده ده ، طالبه دا کار مه کوه ، دې هدیري ډیر د قدرت وږي تر ګونډو لاندي کړي !!!!!
13.06.2020
- ع.شریف زاد
یو ځل د زمری په نظر کې یوه پیشو راغله راویې غوښته او پوښتنه یې ور نه وکړه چې ستا شکل او څېره بیلکل زما په شان دی لیکن جسم او قد دې ډیر وړوکی دی دا څه علت دی ؟هغه وویل داداجانه !زه په اصل کې ستاسو خاندان سره اړیکی لرم خو داظالم ، کم بخت ، په نفس سپور،او مغرور انسان دی چې مامروړی اوزه یې دومره باریکه کړې یم زمری لکه د پیمان ناتو لوده ستولتن بیرګ به قهر شواو ویې ویل زه همدا اوس انسان ته ددې ظلم خوند ورڅکم راځه ماسره لاړه شه او انسان راته وښیه. پیشو په کافی اندازه دانسان خواص بیان کړل چې انسان ډی...
13.06.2020
- سرلوڅ مرادزی
له هر څه مخکې باید هېره نه کړو چې د پخواني ولسمشر دوکټور نجیب الله په وړاندې پخواني کودتاچیان نن هم د ولسمشر اشرف غني د واک چپه کولو لپاره په کافي امکاناتو د هغه تر شاوخوا په کمین کې دی او له بهره هم طالبان د پخوانیو مجاهدینو په نقش کې د ولسمشر غني په مشرۍ د مرکزي حکومت په وړاندې د موقت حکومت او نورو پلمو په بڼه په توطیه کې دي. نننی کړکېچن سیاسي چاپیریال چې ولسمشر غني يي مدیریت کوي په ډېرو نښو او علامو سره، هغه چاپیریال ته ورته ښکاري چې د ۹۰ لسیزې په پیل کې يي مدیریت پخواني ولسمشر دوکټور نجیب...