لومړني انسانان: 

انسانانو کې د خدای د تصور په هکله سوچ هم له یوه اوږده تکاملي دور تېر دی او لا هم د تکامل حالت کې دی. له سیند، سپوږمۍ، لمر او ستورو واوښت او د آسمان د پاسه یې بللو. پخوانیو انسانانو فکر کولو چې اسمان یو چت دی او خامخا خدای ددې د پاسه دی ځکه لوی باچا باید پاس وي. د ابراهیمي ادیانو متنو کې هم اسمان چت یاد شوی او په نا لیدونکو ستنو ولاړ دی. حقیقت دادی چې اسمان مختلف ګازونه دي چې د لمر رڼا پکې انکسار کوي او آبي رنګ یې تر نورو ډېر منعکس کېږي چې لڼد طول د موج لري او ماښام خواته چې د لیدونکي واټن له لمر یو څه ډېر او زوایه بدله شي نو سور رنګ چې اوږد طول موج لري هغه ورته ښکاري. ګازونه ستنو ته اړتیا نه لري او نه فضا کې برجونه شته. د ساینس په پرمختګ سره ادعا وشوه چې نه خدای بیخي له جهان بهر دی او داسې ځای دی چې هلته زمان او مکان نشته. ځینې نور بیا خدای هر ځای بولي . 

 

تر هغې چې انسان په تېرو زمانو کې په ښکار ګذاره کوله او بزګري نه وه نو د انسان د سوچ کولو قابلیت هم هومره غښتلی نه و. ووله، څېړې کړه او وخوره. په سبا د بل ښکار لپاره چورت وهه. همدا یې کار و. انسان کې د میلیونونو کلونو په تېرېدو سره جنیتکي تغیرات راتلل. یو تغیر دده پلټونکی ذهنیت و. انسان نسبت نوور حیواناتو ته نه ښکر لرل او نه یې غښتلې چمبې لرلې نو هم مجبور و چې سوچ وکړي او ځان ژوندی وساتي او هم ده کې د کیوریاسیټي خاصیت و. انسان د نورو حیواناتو برخلاف کرا کرار له یوه ځایه بل ته خوځېدو.  انسانان چې څومره په کډه کولو لګیا وو د نویو خطرونو سره مخ کېدل. دغه نویو حالاتو په دوی اغېزه کوله او د ژوندي پاتې کېدو لپاره دوی اړ کېدل نوی فکر وکړي. انسان نه غښتلې منګولې لري او نه ښکر لري چې ښکار پرې وکړي. کلمې یې هم هومره لکه د نورو حیواناتو غښتلې نه دي. د حیوان د وژلو وخت کې انساناتو ډېر تلفات لرل. هر ځای  ښکار هم په لاس نه ورتلو چې ښکار یې کړي. نو دوی د اوږدې لوږې سره مخ کېدل. همدې وږې دوی اړ ایستل چې سوچ وکړي او نوي د ښکار کولو چلونه زده کړي. نارینه به تل ښکار پسې ورک وو او ماښام به سمڅې ته راتلل. ښځې کورو ( د هغه وخت چې هر ډول کورونه وو) کې وې او بچي یې ساتل. د ماشومانو د لویولو او ساتلو ټوله دنده د ښځې وه. ماشومان هم د ښځو په نامه یادېدل. د فلانۍ زامن، لورانې او لمسیان. تر اوسه زمونږ او تاسې کلیو کې د ښځو په نامه یو څوک یادېږي. دا چې ښځې به ښکار پسې نه تلې نو خامخا د اولاد سره د دوی نوم یادېده. دا ښځې وې چې ژبه یې را منځ ته کړه او دا ښځې وې چې بزګرۍ ته یې پام شو. دوی به د غرو له لمنو ځینې بوټې راوړل او کله یې چې د لوښو مینځلو په شاوخوا سیمه کې د دانو ښه شنه کېدل لیدل نو زراعت ته یې پام شو. زراعت چې کافي پراختیا ومونده انسانو ښکار کول کم کړل. د همدې زراعت په پایله کې حساب، وېشلو، د غلې او دانې ساتنې او نورو اړوند چارو ته اړتیا شوه. نارینه دغه کارونه کرار کرا په غاړه واخیستل. لومړني کلي، ښارونه او تمدونونه همداسې پيل شول. انسان چې هر پرمختګ کړی د اړتیا له کبله یې کړی.ځکه وايي ضرورت مادر ایجاد است.  دده اړتیا د ایجاد زېږوي. ځینې انسانان چې ځنګلونو کې پاتې وو او هلته یې اړتیا پوره وه دوی هومره فکري پرمختګ ونه کړ. پدې توګه کرار، کرار کلیو یا غارونو کې د انسانانو شمېر ډېرېدو او د کنترول لپاره یې مشر ته اړتیا وه. دوی کې خو هغه ځینې نورې غریضې لکه حرص، شهرت، کرکه، غصه او نور احساسات وو. د خپل ولس هغه هوښیار یې مشر کولو. چې کله ولسونه په کافي کچه ډېرېدل دوی پاچا ټاکلو او پدې توګه پاچاهۍ را منځ ته شوې. پاچایان هم انسانان دي او انساني احساسات لري دوی به د خپل حرص له کبله د پاچاهۍ د پراخولو لپاره جګړې هم کولې. 

دا چې انسانان هره خوا په ځمکه کې خپاره شول نو دوی هره سیمه کې خپله ژبه را منځ ته کړه. ځکه خو ډېرې ژبې را منځ ته شوې. وروسته بیا ځینې ژبې سره مکس شوې. د ځمکې یوه سیمه کې ځینې توکي انسانان پېژندلي او یا جوړ کړي و نو نورو به چې دا ولیدل مجبور و هغوی وپوښتي چې دې ته څه وایې پدې توګه د لغاتو تبادله له یوې بلې ژبې ته پيل شوه. 

هغه متل دی چې مړه ګېده پاړسي وايي. د انسان چې نس موړ شو او لږ سره وګرځېدل نو د دې طبیعت د خلقت په هکله هم ځینو ته پوښتنې را پورته شوې. چې دا کیسه څرقم روانه ده او چا روانه کړې. 

د خدای په هکله لومړی تصور ښځو کې منځ ته راغی. هغه ښځې چې مشرانې به وې دوی به د ماشوم په زېږولو او ځینې طبیعي بوټو کې پوهه لرله. د رواني مشکل د حل لپاره به خلکو دغه ښځو ته ورتلل. دوی په یو ډول سپېڅلې وې. د خیر ښېګڼې او امن سمبول به وې. دا چې میندې په اولاد مهربانه وي نو دا سوچ موجود و چې خدای خامخا ښځه ده. ځکه مختلفو ټولنو کې  یې تر اویا میندو مهربانه بلله. تر هغې چې د دین واګی د ښځو لاس کې و د خدای صف هم مهربانه وه. وروسته نارینه وو د خدای خواته پام شو چې دا خو هم د کار شی دی. دوی کله تندر خدای باله، کله لمر، کله سپوږمۍ، کله د ښځو تناسلي غړي، کله د نارینه تناسلي غړي او کله هم سیندونه او نور. د خدای جنسیت هم ورو، ورو نارینه شو ځکه ښځه کمزورې ده نو خدای باید نارینه وي چې غښتلی وي. ددې سره خدای کې غصه هم پیدا شوه او په انسانان غصه کېدو. په بله ژبه خدای ته د غصې صفت هم منسوب شو. وروسته بیا کرکه او دښمني هم خدای ته منسوبې شوې. خدای به ښېرا پيل کړې چې د فلاني لاس دې مات شي او ښځه یې دې داسې او هغسې شي. فلانی حرامي دی، د خره غږ مې بد ایشي. هغه دین واله ووژنۍ او هغه نور اړباسی چې ستاسې دین ومني. د ښځو په نوبت کې یې هم کار و چې مېړه نوبت مراعات کړي کنه. د مختلفو انسانانو او سیمو خدایانو مختلف صفات لرلل. د طبیعت په هکله د انسانانو ناپوهي او طبیعي سختو حالاتو کې د انسانانو تکلیفونو د خدای د زېږېدو سبب شول. کله چې منظم دینونه جوړ شول خدای سیاست او د قدرت لپاره هم وکارېده. لومړی د طبیعت په هکله د انسان ناپوهي د خدای تصور وزېږولو او بیا وروسته مراحلو کې خدای ته مختلف صفات منسوب شول بیا دا چې خدای د انسانان ژوند کې مداخله ګر شو دا یې وروستی مرحله وه. یو سړي به د شېزوفرنیا ناروغي لرله چې پدې ناروغۍ کې د حقیقت او خیال تر منځ نور توپیر نشي کړلی. دده ذهن کې به دویم شخصیت و. دویم شخصیت به کله شیطان، کله خدای، کله بل انسان و. ناروغ شخص له دې دویم سره مجلس کوي او په خبرو ورسره لګیا وي. که د بیوټیفول مایند په نامه فلم ووینی دا ناروغي پکې ډېره ښه څرګنده شوې. نورو خلکو به فکر کولو چې دې سړي کې خاص کمان دی او له خدای سره اړیکه کې دی. اوس هم زمونږ ټولنه کې په ځینو لیونیانو شک  کوي وايي دا د برخې لیونی دی دا رسېدلی ...

 

 لومړیو کې طبیعت کې موجود موجودات خدای بلل کېدل.چې په کومه جغرافیه کې به کوم انسانان مېشت وو چې څه به ډېره ګټه ورته رسوله یا ترې وېرېدل هغه یې خدای بللو. د منځني ختیځ خلکو د ګرمۍ له کبله د شپې سفر کولو. کله به چې د سپوږمۍ رڼا وه نو دوی به ښه سفر کړی شوی. دوی سپوږمۍ خدای بلله. که تاسې ځینې زاړه تاریخي آثار ووینی سپوږمۍ ته د دوی د عبادت حالات څرګندوي چې دوی به څه رقم رکوع او سجده ورته کوله. د دوی په اند لمر، سپوږمۍ او پینځه نورې سیارې ډېر مهم وو. ځکه خو د اوو عدد هم دوی ته ارزښت لرلو. اوه، اویا، اویا زره...
ابراهیمي ادیانو کې هم د اوو عدد ډېر کارول کېږي. 
دا نور ستوري او سیارې چې دوی ته واړه ښکارېدل دا یې هسې د اسمان ښایست بللو. قرآن کې هم زینت بلل شوي. مطلب د ډول (ښایست) لپاره هلته ځړېدلي. اروپا کې مېشتو انسانان دې ته پام شو چې کله لمر نه وي د دوی کښت نه کېږي. نو سیندونه اصل خدایان ندي. د لمر شتون د د دوی د کښت سبب کېدو. لومړیو کې دوی د دریابونو عبادت کولو او چې کله د لمر په ارزښت پوه شول بیا نو یې لمر خدای وبللو. اروپا د یخ له کبله په مشکلاتو کې وه. دا اوس هم هلته دوه میاشتې سم لمر وي نور ورېځ او یخه هوا وي. آریاییان هم د همدې یخ او کم لمر له کبله آسیا ته کډه شول. د لمر عبادت مصر کې هم پیل شو. د نیل سیند هلته ځمکې زرغونه کولې . خو له لمر پرته کښت ممکن نه و. مصریانو ځکه لمر خدای وبللو. د عبادت سره عبادت ګاه ته اړتیا وه. د عبادت ګاه ساتلو ته هم اړتیا وه. پدې توګه ځینو انسانانو د عبادت ګاه د ساتلو دنده په غاړه اخیسته. دغه مولا توب ، منجورتوب، ملنګتوب ، پنډت توب او نور له همدې را وټوکېدل. خلکو د دوی د کار له کبله دوی خدای ته نېږدې بلل. دوی هم داسې احساس کولو چې خدای ته نېږدې دي. انسانان د احساساتو سړولو لپاره یو بل انسان یا یوې بلې مرجع ته اړتیا لري چې زړه ورته تش کړي. دوی ځکه په مجسمه جوړلو پیل وکړ او کورو کې به یې د خدای مجسمې ساتلې. لویې مجسمې به بیا په عبادت خانو کې وې. دوی پدې پوهېدل چې بتان دوی خپله جوړوي خو د اصل خدای ( کوم به چې دوی لمر، سپوږمۍ یا بله څه بلل) د لرې والي له کبله یې خپل احساسات دې خپله جوړ شوي بت ته بیانول. لکه یوه مور چې کور کې د خپل مړه زوی، مېړه، ورور، مور ...انځور ته ژاړي او خبرې کوي. خدای هم لکه مړ زوی یا مېړه لرې دی نو بت ته خلکو احساسات سړول. دا چې ابراهیمي ادیانو کې دوی مشرکین بلل شوي دا سمه خبره نده. بت پرست هم پدې پوهېدل چې بتان د دوی په لاس جوړ دي خو دا چې اصل خدای ته لاس رسی نشته نو یو څه ته خو به احساسات سړوي. مسلمانان د کار کعبې خواته کوي. هر لوی قوم خپل دینونه لرل. خپل خدایان یې لرل. 

د واکمنو (پاچایانو) حرث دوی اړ کړل چې د دین کاروبار په لاس کې واخلي. دوی به لوی لوی معبدونه جوړ کړل. د دې معبدونو ساتونکې دوی خپله ټاکل. ساتلونکو په خپل نوبت خلک هڅول چې پاچا د خدای سیوری وبولي. پدې توګه خلک په اسانه رام کېدل او د پاچا؛ پاچاهي ېې منله. پاچا کړی شوی د عبادت ګاه د مولایانو په مرسته ځوانان جګړو ته هم وهڅوي. 

د څېړونکو په اند دغه کله یو څه خدای بلل، بیا هغه رد کول بیا بل منل د انسانان  فکري پرمختګ سره مرسته وکړه. ځکه د خدای په منلو او رد کې دوی دلایل ویل او مجبور وو فکر وکړي. 

خو په عین وقت کې د انسانانو د شمېر په ډېرېدو سره وبا ګانې خپرېدې، طبیعي آفات لکه وچکالۍ یا سېلابونه راتلل. پدې وخت کې نو د عبادت ګاه له ساتونکو او پاچایان سره کوم حل نه و. دوی به هم عاجز شول. دوی دې ته نه وو چمتو چې ووايي د خدای سره اړیکه نه لري او هسې باټه یې ویشتې . برعکس دوی به خلک پړه بلل چې خدای خو خفه دی او غصه دی. باید قرباني ورکړی. ښایسته ښځه یا ماشوم ورته قرباني کړی. پدې توګه د خدای لپاره د انسانانو قرباني کول پیل شول. کله به چې په دې هم کار نه کېده نو خلکو ته یې ویل صبر باید وکړو ځکه خدای ډېر غصه دی. کله کله خو په یو ځل ډېر انسانان قرباني کېدل. که به طبیعي موسم داسې شو چې هلته به اوږدې مودې وروسته اورښت وشو نو خدای کاروباریانو به ویل دا وګوره خدای قرباني قبوله کړه. 

انسانانو به چې هر څه غوښتل معبدونو ته ورتلل. معبدونه ډېر شتمن شول. دې امکانانو دوی ته نور واک هم ورکړ. کرار کرار انسانان پوهېدل او د خدای په نامه فساد هم دوی تنګ کړل. هغه و چې ځینو سیمو کې دا سوچ پیدا شو چې خدای اصلا پورته دی. له آسمان هم د پاسه دی. د فزیک له انده اسمان ګاز دی خو دوی فکر کولو دا یو چت دی. دوی پدې باور و چې اوه اسمانه دي. لومړي اسمان کې سپوږمۍ، لمر او دا نور غټ ستوري  (سیارې یې هدف و) دي او بل اسمان کې هغه واړه چې ښکاري هغه ستوري دي. پینځه نور اسمانه هم شته او بیا د اوم د پاسه خدای دی. دلته هم دوی د اوو عدد مهم بللو. د اوم آسمان پاس اوبه دي او د اوبو په سره لویه کرسۍ ده. دې ته کوپرنیکوس نه مخکې د کایناتو په هکله سوچ هم وايي. دوی ځمکې هم اوه بللې چې یو د بل په سر دی. لمر ددې هموارې ځکې له یوې خوا را پورته شي او دې بلې خوا کې ډوب شي بیا د شپې هلته استراحت کوي. قرآن کې هم دې ته اشاره شوې چې د ذوالقرنین بیان په بڼه راغلې. قران کې یې دا نده رد کړې چې د ذوالرقنین خبره سمه ده که نده.  په یوه لویه چینه کې ډوب شي بیا سحار هغې بل خوا کې بیا را پورته شي. پدې توګه دوی بت پرستي غلطه بلله او اصل خدای یې پاس بللو. دوی په دې اند وو چې که د بت لپاره سجدې کېږي هغه پاس خدای غصه کېږي. دوی دغه پاس تصوري خدای ته د انساني احساساتو په رڼا کې کتل. که هغه خدای احساس لري خامخا بتاتو ته په سجده غصه کېږي. خو که پاس خدای راشي خلک به یې ووینې او  ده ته به سجده وکړي. لاکن پاس خدای تشریف نه راوړي. ده ته خوند ورکوي چې له انسانانو پناه وي. ځینې وايي یهودو وغوښتل چې خدای ووینې نو خدای د برېښنا په بڼه غره ته ښکاره شوه غر ټوټې شو. موسی وویل چې غر یې زور نه لري نو تاسې یې د لیدو زور چېرې لرلی. برېښنا خو منفي او مثبت چارچونه دي. خدای خو ماده نده چې چارچ وي. نو دا ادعا بیخي نا سمه ده. 

 پدې توګه یې انسانان مخ پورته متوجې کړل. البته دوی نه پوهېدل چې ځمکه ګرده ده او جهان کې مخ پورته او کښته نشته. اروپا کې چې مخ پورته وې ؛ استرالیا کې مخ پورته بلې خواته وې. د خدای دومره پاس خېژولو د ځینو پاچایانو او مولایانو کاروبار خراب کړ. خو د انسان حرص او چفتاري سرحد نه لري. ځینو انسانان چې رواني مشکل لرو لکه د شېزوفرنیا ناروغي او یا یې قصدا شهرت غوښت ادعا کوله چې دی د هغه پاس خدای سره ځانګړې اړیکه لري. دی به ټول عمر پدې لګیا وو چې خلک قانع کړي د هغه پاس خدای استاځی دی. پدې کې ځینې پاچایان هم وو. دوی د خپل قدرت ساتلو لپاره دا دعوه کوله او نور یې خپل پیغمبرۍ ته رابلل. اوس نو خدای هغسې نه و چې هر چا خپل احساسات ورته بیانول اوس خدای شخصي شو. د یوه شخص لاس کې شو. هغه شخص د خدای ویاند شو. دده چې نفساني خواهش و په خلکو یې د خدای د امر په نامه منلو. دوی به د نورو تمدونو معلومات را ټول کړل او خلکو ته به یې بیانول چې که زه د خدای استاځی نه وی دا خبرې ماته څه معلومې وې. لاکن نهه نوي سلنه یې خپلې خبرې او زړې کیسې پکې اچولې. دا به شو دده مقدس کتاب. د دوی له مرګ وروسته به دده کاروبار دده پلویانو ته پاتې شو. ډېر وخت به دوی په خپلو کې سره په جګړو شول. 

یهودو چې ځمکه نه لرله او له مصر دېپورت شوي وو  دوی سترګې د فلسطین ځمکې ته سرې کړې وې. هلته انسانان له نهه زره کاله راهیسې اوسېدل. د یهودو سره هېڅ داسې بله بانه وه پرته له دې چې ووايي ددې ځمکې قباله خدای دوی ته ورکړې او دوی حق لري دلته مېشت شي. یهود چې له لوږې سره مخ و د خپلو مشرانو خبره یې ومنله او د جګړې په ترڅ کې یې د فلسطین ځینې برخې ونیوې او هلته مېشت شول. د یادولو وړ ده چې هغه پخواني اوسېدونکي د فلسطین دا اوسني عرب ندي. کله چې رومیانو په فلسطین حمله وکړه دوی بیا یهود وځپل او چې عربو حمله وکړه رومیان یې هلته وځپل او عرب هلته مېشت شول. 

انسان چې یو نوی څه ومومي لومړۍ پوښتنه یې دا وي چې دا څه دی بیا دا چې څه په درد خوري. انسان د تیږې په کارونه زرګونه کاله پخوا کار پیل وکړ. لاکن د  تیږي په جوړښت او داخلي ترکیب ډې وروسته د ساینس په مټ پوه شول. هغه وخت اړتیا ده وه چې ښکار وشي. په تیږه یې حیوان وهلو او هغه مړ کېدو. دوی کولی شوی هغه وخوري. دلته تیږه د وژلو یوه وسیله وبلل شوه. وروسته یې د لرګو په سر کې تیږې ورکولې بیا هم د وژلو وسیله شوه. انسان لا هم د چې په څه خدای نوم ایښی ندی پوه چې دا څه دی او میکانیزم د ترکیب یې څه دی. خو د غم وخت کې دې لغت ته دده ژړا او ورته زارۍ ده ته لږ سکون ورکوي. پاچایانو ته دې لغت ګټه وکړه   مفت جنګیالي پیدا کړي او ډېرې سیمې لاندې کړي مذهبي پنډتانو پرې خپل ژوند چلوي. دین یوه فکري وسیله ده خو د مختلفو انسانانو لپاره په مختلف ډول کار ورکوي. د دین سره د تړلیو خدایانو حیثیت د یوه وسیلې حیثیت دی. څوک پرې نس مړوي، څوک پرې جګړې کوي او څوک پرې غم غلطوي. دا خدایان د جهان له خلقت سره کار نه لري. اګر چې هر دین خپل خدای د جهان خالق بللی. د مختلفو ادیانو د پلویانو جګړې په همدې دي چې د دوی خدای اصلي خدای دی او د جهان خالق دی. د جهان ورځنۍ چارې دی چلوي. د ادیانو خدایانو جغرافیايي خواص لري. یوه سیمه کې په میوزیک او سندرو خوښ وي خو بله کې پرې غصه وي. یوه ځای کې د بل په ناموس تېری بد بولي خو بله سیمه کې د مخالف د ناموس تښتول او پرې جنسي تیری ښه بولي. د ادیانو تعداد او تفاوتونه خپله د خدای شتون رد کوي. دا به ډېره ښه وه چې د خدای په هکله تصور وی خو ورسره د اړیکو دعوه نه وی شوی. دې ته دیزم وايي. دوی عقیده لري چې یو خدای شته دا هر څه یې خلق کړي نور یې همداسې پرې ایښي. دیستان وايي ؛ نه پوهېږو چې خدای چېرې ، څرقم دی، څه کوي، څه رقم پیدا دی، جهان یې څرقم جو کړی...خو دومره باور لرو چې شته.د انسانانو او طبیعت په کړنو کې یې د مداخلې څرک نه لګي. نه ورته عبادت کوو او نه ترې څه غواړو. بس شتون یې منوو. په داسې طرز د خدای منل د دین په نامه د کاروبار مخنیوی کوي. دوکې او قتلونه به نه وي. د ابراهیمي ادیانو پیروان بیا وايي خدای شته او تشرېح کولی یې نشو. ماده نده. خو نور مخکې پسې ځي وايي د فلاني او فلاني سره یې خبرې کړې. عربي وايي او هبرو وايي. له خوړو نیول تر سکس پورې یې لارښوونې راته کړې. دا یې راته ویلي چې له چا کرکه وکړی او له چا سره مینه وکړی. څه وکړئ او څه مه کوئ. دغلته ده چې د انسان د وېرې، شهرت، هیلې، قدرت، کرکې او نورو احساساتو لپاره دین د یوې وسیلې حیثیت غوره کړي.انسان له فکر کولو را ګرځوي وايي د خدای په ذات کې سوچ مه کوه. ځکه ددغه ادیانو پیروان نشي کولی د خدای په هکله ځوابونه ووايي او د دوی د دوکې کاروبار بیا رسوا کېږي.

خو له بلې خوا زمونږ ( هغوی چې پوه دي خدای غیر ممکن دی) وجدان مونږ ارامه نه پرېږدي چې چوپ پاتې شوو. د خپل ژوند په خطر منلو سره غږ پورته کوو چې او خلکو دوکه روانه ده او حقیقت داسې ندی چې مونږ ته ویل شوی و. دینونه او خدایان یې د انساني ذهن زېږنده ده چې اوس په یو کاروبار بدل شوی. زمونږ په دې کار سره غریب ګټه کوي خو یو څو حریصان او دوکه بازان تاوان کوي. غریب چې پدې پوه شي چې خدای نا ممکن دی او دینونه ګپ دی بیا به دی خپل وخت بې ځایه په سجدو نه ضایع کوي او له مرګ وروسته خیال پرستي به نه کوي. دی مجبور دی له حاکم او واکمن سره حساب  وکړي چې دده حق ورکړي. بیا دی دا نشي برداشت کولی چې واکمن دده په مالیه بنګلې جوړوي او ښه ژوند دې لرې خو غریب دې په بد حال کې وي. دی غواړي په منطق او رایه واک کې شریک وي. دی نوره غلامي نه مني. د پیر، حضرت، اخوند، اخوان، پوځي جرنیل او کرنیل ، د حرمینو د خادم او د جهاد په نامه د سیاسي کاروباریانو کاربار خامخا ورسره خرابېږي. نن د پاکستان کلنۍ بودیجه وړاندې شوې. پوځ ته تر اوو میلیارده ډالرو پورته بودیجه منظوره شوې. روغتیا او تعلیم ته یو میلیارد هم نده منظوره. چې غریب په دین روږدی نه وي له پوځ به دا اوه میلیارده اخلي او په روغتیا، تعلیم او بیا رغونه به یې مصرفوي. اصلا جګړې ته اړتیا نشته نو پوځ ته هم اړتیا نشته. د پوځ په ځای چې په پولیسو د کال یو میلیارد اضافه خرچه وکړي هر پولیس به ښه پولیس وي. د متقاعدو پوځیانو چې کوم حقوق دي هغه به ترې اخیستل کېږي او څه امکانات چې د ټولو پاکستانیانو لپاره وي هغه به په ټولو په مساوي بڼه وېشل کېږي. پوځ نور نشي کړی خلک د طارق جمیل په افسانو دوکه کړي. پوځ نشي کړی نور په افغانانو نور افغانان ووژني. د خدای د تصور ختمېدل د منطق په اساس د پرېکړو او سوچونو پيل دی. هسې هم د کورونا په دې دور کې وینو چې د خدای تصور او دغه تصور ته عبادت د هېڅ غریب مشکل حل نه کړ. غریب حج ته لاړ شي هلته پرې کرېن چپه شي. غریب حج کې روان وي هلته بیروبار جوړ شي او اته سوه تنه مړه شي. خدای چېرې وي؟

په ماشوم جنسي تېری کېږي خدای ته چیغې وهي د خدای درک نه وي. 

 

اوس د خدای سره اړوند د څو نورو لغاتو په هکله یو څو خبرې . لغات یې ځکه بولم چې دغه لغات هېڅ فزیکي وجود نه لري.

جنت:

د شهدو ویاله: د فزیک په اساس د دې لپاره چې شهد وبهېږي باید د شهدو د حرارت درجه لوړه وي. که په ګړندي توګه دا د شهدو سیند بهیږي نو باید د حرارت درجه له اویا لوړه وي. چې جنت دومره ګرم شي هلته بیا نور ژوند غیر ممکن کېږي. لږ تر لږه خوند نه کوي. دومره لوړه درجه بیا د شیدو، اوبو او شرابو په ویالو هم اغېزه لري.  د فزیک د قوانینو په اساس داسې د شهدو ویاله ممکنه نه ده چې د حرارت درجه ۱۸ وي او د شهدو ویاله هم وبهېږي. دا چې جنت ماده ده نو مادي چاپېریال کې خیالونه ممکن ندي. یا دا چې د شهدو ویاله به دوزخ کې وي .خو هلته بیا حرارت دومره لوړ دی چې شهد سوځي.

 

د شیدو ویاله:

که جنت ته سل میلیارده انسانان لاړ شي نو که یو هر یو ورځې یو لیتر شیدې وڅکي هره ورځ سل میلیارده لیتره شیدو ته اړتیا ده. که یوه غوا د ورځې پینځه لیټره شیدي تولید کړي نو شل میلیارده غواوو ته اړتیا ده. چې هره یوه غوا د ورځې پینځه کیلو خوشایه وکړي نو د ورځې سل میلیارده کیلو خوشایه شول. دا خو نو جنت نه شو یو لوی شپول شو. دا غواړوې به څوک ساتي!

غلمان او حورې خو د جنتیانو په چوپړ کې دي نو د غوا ساتلو او بزګرۍ کار څوک کوي ؟

 

الکول:

د الکولو ویاله چې شراب یې بولو هم ممکنه نده. الکول الوځي او تاسې به لیدلي وي چې د الکولو سر پوښ پټ ساتي. د جنت ویاله چې هر ځل ډګه کړي ټول پاس الوځي. 

اوبه: 

یواځې د اوبو ویاله ممکنه ده. هغه هم یوه ویاله دومره ډېرو خلکو ته غیر منطقي ده. خو که د جنت حرارت لوړې بیا د اوبو ویاله هم ورسره ګرمېږي. 

حقیقت کې د څلورو عدد د هغه سیندونو  شمېر دی چې عراق کې بهېدل. وروسته په شاعرانه بڼه د جنت تصور هم داسې بیان شوی چې هلته څلور سیندونه دي.

دوزخ:

د انسان بدن داسې دی چې ۳۷ درجې د حرارت کې خوښ وي. له ۵۰ درجو چې حرارت لوړ شي پروټین سم کار نه کوي. که نور هم لوړ شي پروټین خرابېږي. که زمونږ دخولو بهېدو قابلیت نه وی نو ډېر زر به ختم شوي وو. په لوړ حرارت کې انساني پروټین بیخي له منځه ځي. د دوزخ کیسو ته کتو سره انسان هلته ژوندی نشي پاتې کېدی. په دومره لوړه درجه کې د تنفس لپاره اکسیجن هم نه وي. هلته نه لړم ګذاره کوي او نه مار. 

 

انسان حریص او کمزوری دی. اکثریت په مشکلاتو کې ژوند کوي. د یوه ښه ژوند لپاره یې یو له حرص له ډک امېد جوړ کړی چې که ښه ژوند وي  نو هغه به دومره ښه وي چې تصور یې نشي کېدی. که یې نورو ته بد ژوند غوښتی نو دومره بد ژوند یې ورته غوښتی چې تر هغې بد ممکن ندی. ځکه یې دده په اند ښو انسانو ته یې جنت او دده به اند بدو انسانو ته یې دوزخ طرحه کړی. زه چې ماشوم وم چې څوک مې بد ایشېدل غوښتل مې چې هغه نفر د کفتې له ماشین وباسم. ویل به مې چې لوی د کفتې ایستلو ماشین وي او دا کس ترې تېر کړم نو سخت خوند به وکړي. 

د دوزخ او جنت په هکله دویمه برخه کې هم تاریخي یادونه شوې چې دا نومونه له کومه شول. 

 

د ادیانو خدایان:

په لومړۍ او دویمه برخه کې مې  له ادیانو پرته د خدای په هکله بحث وکړ. د ادیانو د خدای په هکله به پدې برخه کې بحث وکړم. د ادیانو په رڼا کې د ادیانو په خدای چې دوی یې د جهان خدای بولي بېل بحث پکار دی. د ادیانو پلویان لومړی دمطلق خدای په هکله د یونانیانو او نورو ځینې فلسفي دلایل وړاندې کوي (هغه چې د دوی په ګټه وي) خو دا خپل خدای پکې نه یادوي ځکه د خپل دین خدای یادول دوی ته مشکل جوړوي. نو دوی هڅه کوي چې لومړی په عمومي خدای بحث وکړي بیا خپل خدای ته راځي. دلته ده چې دوی ښویږي.

د ادیانو خدای څه خواص لري؟
د ادیانو خدای د هغه کلتور نه اغېزمن دی چې په هغه کلتور کې منځ ته راغلی. که چینایان کوم خدایان لري نو د چینایانو د کلتور نه اغېزمن دي. هغه هم هغه کلتور چې په هغه وقت کې حاکم یا مروج و. د مایا قبیلې د خدای د هغې قبیلې نه اغېزمن دی. 

هغه خدایانو چې طراح یې یو فرد دی بیا د هغه فرد له فکر اغېزمن دی. که دغه انسان یو له مشکلاتو ډک ماشومتوب او د بلوغ ژوند تېر کړی و دده طرحه شوی خدای هم هغه خواص لري. چې دده څه بد اېشېدل د خدای یې هم هغه بد ایشي چې دده څه خوښېدل دده هم هغه خوښېدل. که به ده صلحه کوله خدای به یې هم صلحه کوله چې ده به جګړه کوله نو خدای به یې هم جګړه کوله. دده خدای دده غلام و خو نو یې د خدای و. دې کار دده لپاره دا کار اسانه کولو چې دده خبرې ومني. دده د شهرت، قدرت، شهوت او نورو احساساتو د سړولو لپاره د دغه فرد دا هڅه چې د خدای مستعار نوم وکاروي بریالی وه. 

له ده وروسته هغه چفتاران چې دده په رقم سایکلوژي یې لرله دده له چال کار اخیست خو د خپلې زمانې سره یې د فتوا په نامه نور مواد هم پکې اضافه کول. 

د ادیانو دخدای خبرې:

دینپالان هر یو یو کتاب لري او هر څه یې هغه کتاب دی. زما خدای په دې کتاب کې ویلي... . ښه نو د خبرو لپاره ژبه پکار ده. له ژبې ور اخوا د غږ تارونه، ستونی، خوله، سږي ، زړه، ماغزه پکار دي. د خبرو لپاره باید انسان وې چې خبرې وکړی شې. انسان له مادې جوړ دی. خدای خو ماده نه بولې. نو بیا خبرې نشي کولی. نو خدای ته د خبرو نسبت په داسې حال کې چې هغه ماده نه بولې غلط کار دی. 

دا کار مه کوه کنه زما خدای غصه کېږي. نو غصه خو انساني مغز کې د کیمیاوي موادو له اغېزې ممکنه ده. ستا خدای ماغزه لري؟

که ماغزه نه لري بیا دده غصه کېدل هم ممکن ندي. 

زما خدای پدې کار خوښحالېږي. ستا خدای ماغزه لري چې خوشحاله شي؟

خوشحالي خو مغز کې د دوپامین، اندروفین او اوکسیتوسین د افراز له کبله منځ ته راځي. آیا ستا خدای هم مغز کې دا مواد لري؟

 

پرته له مادي مغز خوشحاله کېدی نشې. په همدې ترتیب نور انساني احساسات هم یواځې په مادي مغز کې ممکن دي. کله چې خدای ماده نه بولې نو دا خواص ورته منسوب کول حماقت دی. له همدې دلایلو ښکاري چې انسان د خدای تصور جوړ کړی بیا د خپلو انساني خواصو په رڼا کې دغه تصور ته انساني صفات منسوب کړي. که چېرې انسانو کې تیز اچول ډېر ښه صفت وی نو دوی خامخا دا صفت خدای ته منسوب کولو. هند کې د نارینه او ښځې د تناسلي غړو عبادت هم کېږي. د هغوی په اند د ژوند ټول پیل دا کوي. 

دا چې انسان لږ تر لږه د تیز له بوی بد وړي نو دا صفت یې ندی ورته منسوب کړی. د انسان سکس خوښ دی خو لږ چټل هم ورته ښکاري. په همدې دلیل یې دا صفت ندی ورته منسوب کړی البته په ابراهیمي ادیانو کې یې ندی ورته منسوب کړی. عقل، دوامداره ژوند کول، خوب نه پرې ورتلل، قدرت لرل، تر ټولو ښه انعام ورکول، تر ټولو سخته سزا ورکول...دا ښه صفات دي. دایې ورته منسوب کړي. په همدي ادیانو کې تر ۲۰۰ پورې نومونه لري. په اسلام کې نهه نوي نومونه لري. نجات ورکونکی، روغتیا ورکونکی، روزي ورکوونکی...لاکن چې په عمل کې ماشومان او د وچکالۍ سیمې حیوانات وینې چې له لوږې او تږې مري بیا دا صفات تر سوال لاندې راشي. تېره موده چې سوچه مسلمانانو په یوه روغتون حمله وکړه او هلته نوې زېږېدلي ماشومان وژل کېدل د خدای هېڅ درک نه و تر هغې چې امنیتي ځواکونه ور ورسېدل او نور انسانان یې بچ کړل. خدایانو واتیکان، کعبه او د یهودو مقدس ځایونه له کورونا بچ نه کړل. په کور کې یې خلک تر کرېن لاندې شول. 

په کور (جومات، کلیسا) کې یې په ماشوم جنسي تیری کېږي. دده نجات، بصیرتوب، رحم... او نورو غورو هېڅ درک نه وي. 

 

د ادیانو د خدای ولې له شرک سره ورانه ده :

دا یو انساني خاصیت دی چې خپل ځان او خپل مال، ملکیت یې خوښ وي. چندان د شراکت سره علاقه نه لري. موزي وي.    انسان د خپل موزي توب دغه خاصیت هم خدای ته منسوب کړی. له بلې خوا کله چې افرادو د خدای سره د اړیکو دعوه کوله او ځان یې د خدای استاځی بللو نو دده په وړاندې لوی چلنج دا و چې خلکو د خدای په نامه یو بت ځان سره ساتلو. د مشکل وقت کې به یې خپل احساسات دغه بت ته سړول خو هدف به یې هغه د جهان تصوري خدای و. دغه نفر ته چې ځان یې د خدای استاځی بللو مجبور و د بتانو کاروبار بند کړي تر څو ده ته خلک غوږ شي او دده استاځیتوب ومني. چې د انسان احساسات بت ته ساړه شي نو د پیغمبرانو د خدایانو اړتیا نوره نه وي. که خدای په ځمکه کې خپل دفتر ولري بیا خو دده استاځي ته اړتیا نشته. بتان داسې و لکه د خدای سره د اړیکو لپاره موبایلونه. د هغې خوا ځواب نه راتلو خو خدای پرستو دا عقیده لرله چې خیر زمونږ غږ اوري . لاکن پدې کې د پیغمبر فکري دوکان نه چلېده. ځکه خو پیغمبرانو د بت پرستۍ سخته منعه کړې. بت پرستي په خپل ځای خپل ضررونه لري. په ځای ددې چې انسانان د مشکلاتو عقلاني حل پیدا کړي دوی د حل په ځای وقت په عبادت ضایع کړي. پیغمبرانو هم دوی عقلاني حل لارو ته نه هڅول بلکې دومره یې کول چې د دوی د سجدو طرف هغه لوري ته شي چې ده ور په نښه کولو. اوس پوه شوی چې شرک ولې لویه ګناه ده؟

په لومړي ګام کې د خدای درک نشته. چې نشته که بیا هم څوک د خدای په شتون باور لري او په دې هم باور لرې چې ورته عبادت کول ښه دي بیا دده خپل کار دی چې څرقم عبادت ورته کوي او څرقم یې مني. پدې کې د چا د مداخلې کار نشته. په هند کې د خدایانو آزادي ده ځکه د خدای په نامه جګړې نه سره کوي. کړی شې خپل ځان د خپل ځان خدای وبولې، کړی شې اسمان خدای وبولې، کړی شې معالج ډاکتر خدای وبولې...مور خدای وبولې. د هر شي چې پرېماني شي په هغې جګړې هم نه کېږي. چې انسانان ډېر وي او هغوی اړباسې چې ستا په رقم خدای ومني او ستا په رقم ورته عبادت وکړي دلته لانجې پیل شي. که د مسلمانانو مولایاتو د نړۍ په کچه راټول شي او دا پرېکړه وکړي چې د الله منل یا نه منل د هر چا خپل کار دی. هر څوک حق لري د رد او منلو لپاره یې دلایل ووايي. یو په بل یې په زور منل نشته. د دین لپاره جګړې نشته. دین به سیاست کې نه ننباسی نو په هغې ورځ به د دین په نامه قتل او کرکه ختمه شي ( پوښتنه داده چې دوی داسې پرېکړه وکړي مسلمانان به یې ورسره ومني کنه !) . 

 

امتحان:

د نویوو زېږېدلو ماشومانو ۵٪ واړه او لوی جینتیک عیبونه لري. خدای دعوه کوي چې زه خو له عیب پاک یم او خلقت مې هم له عیب پاک دی. انسان مې په احسن تخلیق سره خلق کړی. دلته د دین کاروباریان له نیوکو سره مخ کېدل چې دا ماشومان خو ګناه کاره ندي نو ولې معیوب پیدا دي. بله لاره دوی نه لرله دا بانه یې جوړه کړه چې دا خو امتحان دی. ازموینه ده. دده له والدینو او یا ټولنې امتحان اخلي او ددغه ماشومانو نه امتحان اخلي. ښه په امتحان څه کوي؟

غواړي پوه شي چې بیا هم د خدای شکر ادا کوي او صبر کوي کنه. 

په ماشوم چې جنسي تیری کېږي او هلته خدای د مرستې وعده کړې نو دا خو ګناه ګار هم ندی او مرسته هم غواړي دلته ولې مرسته نه ورسره کوي؟

بس له ماشوم او دغه بل سړي امتحان اخلي!

نو لومړی خو امتحان هغه څوک اخلي چې نه پوهېږي. ستا خدای خو د مطلقې پوهې ادعا کوي بیا د امتحان اړتیا څه ده؟

که د  د لوی سړي نه کوم چې تېری کوي؛  امتحان اخلي خو بیا ورته جنت ورکوي. له ماشوم د څه شي امتحان اخلي او بیا څه ورکوي؟ 

آیا له ماشوم د کونې امتحان اخلي او بیا ورته جنت کې شراب ورکوي؟

امتحان خو ورقه کې وي یا شفاهي وهي. تاسې داسې کوم تعلیمي اداره لیدلې چې په انسانانو جنسي تیري وکړي، له لوږې یې مړه کړي، په ناروغیو یې اخته کړی، ویې سوځوي...؟

که خدای بې عیبه ده د آیا دا امتحانونه د یوه بې عیبه موجود لخوا کېدی شي؟

تاسې خپل زوی داسې ښوونځي کې شاملوی چې استاد هلته په ماشوم جنسي تیری کوي؟

هېڅ امتحان نشته. نه هم که کوم خدای وي امتحان ته اړ دی. جهان خورا لوی دی. که ځمکې ټولې وړې شګې را ټولې کړل شي او وشمېرل شي بیا به هم د جهان د ستورو او سیارو شمېر ترې ډېر وي. پدې که داسې ستوري هم شته چې څو میلیونه ځمکې پکې ځایدی شي. نو خپله ځمکه په جهان کې یو ناچیز شی ده. د ځمکې بیخي کمه برخه د ځمکې قشر دی. په کمه برخه کې یوه بیخي کمه برخه ژوندي ژوي دي. ژوندیو ژویو کې یوه وړه برخه انسانان دي. انسان ته ځان دومره مهم ښکاري چې لومړی دغه لوی جهان ته یو خدای جوړوي بیا هغه خدای نه خپل امتحان اخیستونکی جوړوي. دا په څه لګیا دی دا انسان؟

دا سمه ده چې د انسان شعور او عقل تر نورو حیواناتو په ځینو برخو کې پرمختللی دی. په ځینو کې بیا کمزوی ندی. انسان د پینځو حواسو له لارې د طبیعت سره اړیکه لري. د سپي د بوی حس تر ده قوي دی، د شارک د بوی حس تر انسان قوي دی...د غوایه مټې تر ده قوي دي. انسان فقط کړی شي د طبیعي توکو وسایل جوړ او د ځان په ګټه وکاروي. بس همدا یې کمال دی. پخوا یې په خپل مغز تیږې، لوښي، کورونه او نور وسایل جوړل خو یو شمېر چالاکو انسانو په همدې مغزو دینونه او خدایانو جوړ کړل. لاکن دې خدایانو د طبیعي افاتو او نورو مشکلاتو وخت کې د دوی یو مشکل هم حل نشو کړی. د انسانانو د معلوماتو په زیاتېدو سره د دین دامونه رسوا کېدل. هغه و چې اخر یې نوره چاره نه لرله ویل یې دا طبیعي افات او انسانی افات امتحان دی. 

 

تقدیر:

هر څه لیکل شوي . هر څه د هغې مطابق روان دي. خدای قران کې ویلي چې د هر خیر او شر مسول زه یم. پرته زما له ارادې هېڅ هم صورت نه نیسي. نو بیا زه څه کار یم ؟ ماته سزا او انعام د څه لپاره؟

ته خو اړ نه وې چې ما پیدا کړې. نه عبادت ته اړتیا لرې. بیا دې زه ولې پیدا کولم؟ آیا بېکاره وې؟

د یو کمپنۍ لخوا چې روبوټ تولید شي او وروسته هغه روبوټ کې څه مشکل وي کمپپنۍ یې بېرته غواړي. هلته یې هارد ویر یا سافت ویر کې که څه مشکل وي هغه جوړوي. که د کمپنۍ مالک دغه روبوټ رواخلي او وهل ورکړي، اور ورته کړي او د اور کندو ته یې واچوي چې تا ولې سم کار نه کولو تاته خو ما سافت ویر کې ویلي و چې داسې او هغسې وکړه. آیا د کمپنۍ مامورین به پولیسو یا روغتون ته زنګ ونه وهې چې هلی راشی د کمپنۍ مالک لیونی شوی؟

عقلانیت خو دادی چې د سافت ویر او هارد ویر مشکل حل شي. د مشتریانو نه بښنه وغواړي او راتلونکې کې ددې اشتباه مخه ونیسي. 

خدای هم اړتیا نه لرله چې جوړ مې کړي، هم یې جوړ کړم، هم یې تقدیر راته ولیکلو، بیا یې شیطان راپسې کړو، بیا یې دیپورت کړم . له دیپورت کولو وروسته یې بیا را پسې شیطان او پیغمبران راواستول چې د شیطان به نه منې. شیطان لیدلی نشې خو تا وینی. احساسات یې راکړل بیا راته وايي دا مه کوه هغه کوه. 

که د یوې شیبې لپاره له عقلانیت کار واخلی او زه هم د یوې شیبې لپاره ومنم چې خدای شته آیا دا خدای داسې کېدی شي لکه دا ادیانو چې بیان کړی؟

دا خبرې د انسانان د ناپوهۍ، ناچارۍ، حرص، کرکې، مینې، لوږې....زېږنده کیدی شي خو نه د یوه خدای. 

 

شیطان:

شیطان ته یې ویلي و چې له ما پرته به بل چاته سجده نه کوې. شیطان هم پښتون و په خپله خبره ولاړ و. بله ورځ خدای ته چورت ور ولوېد راځه خټه خیشته کړه اویو  شی ترې جوړه کړه. خټه یې خیشته کړه او دیخوا او اخوا یې کړه تړک شو سړی ترې جوړ شو. سړي خبرې پیل کړې او هغه هم به عربي. لوڅ لپړ ولاړ و. نو خدای خو ماده نده دا خټه یې څرقم خیشته کوله؟

د آدم جنسي غړي چا او څرقم جوړول؟

یعنې یو غیر مادي وجود (خدای) چې هېڅ مادي خواص نه لري څنګه کړی شوی په خټه کار وکړي. یو خټګر چې خټه کې کار کوي خو خټګر خو لاس لري ، پښې لري، مغز لري او بېلچه ورسره وي. دا ټول مادي جوړښت لري. نو  د خټګر او خټې تر منځ علیت ممکن دی. ښه اوس خدای چې ماده نده نه د مادې خواص لري دده او خټې تر منځ علیت څرقم ممکن دی؟

شیطان ته یې غږ کړي چې هلکه دې شي ته سجده وکړه. شیطان ووېل خدایه یواځې تاته سجده کوم. شیطان به هم ځان سره ویلي وي چې هسې نه چل یې راته جوړ کړی وي اوس که دې خټو خان (آدم) ته سجده وکړه بیا به وایې چې تاته مې نه و ویلي چې بل چاته به سجده نه کوې. راځه په هغه اوله خبره ودرېږې شاید مرتبه دې لویه کړي لکه دوستم مارشال به شې. شیطان سجده ونه کړه بس په همدې جرم یې ټول مډالونه ترې واخیستل او له دربار یې وشړلو. خو جنت ته یې له تګ نه و منعه کړی. ځینې روایات وايي چې د مار په شکل هلته داخل شو. دلته هم د خدای سیکیوریتي تر سوال لاندې راځي چې دې شیطان ګل دوکه ورکړه. بیا یې هلته بله معامله ولړله. ښه چې ادم دې د عبادت لپاره پیدا کړ نو جنت کې خو عبادت نه وي. هلته دې ولې استول؟

بیا دې شیطان ولې نه منعه کولو؟

خو سپینه خبره ده چې ټوله ډرامه تا خپله جوړه کړې. بیا ته چې ماده نه یې د شیطان سره ستا مکالمه څرقم وشوه؟

ته خوله، شونډې، سر، ژبه..لرې چې د شیطان سره غږېدې؟

 

اصل کې شیطان تش یو کرکټر دی. حدیثو کې راځي چې د سهار لمونځ ونه کړې غوږ کې د میتیازې کوي، چې په چپ لاس ډوډۍ وخورې شیطان یې هم درسره خوري او چې سکس کوې چې بسم الله ونه وایې شیطان هم خپله ډګه پکې وهي. د میتیازو، خوړ او سکس لپاره پکار ده ته انسان یا حیوان اوسې شیطان خو داسې ندی. نو دده میتیازې ممکنې ندي. ځکه غوږ له سهاره وچ وي سره له دې چې لمونځ دې هم نه وي کړی. خو دینونو د دوی په اند د بدو کړنو لپاره یو منفي کرکټر جوړ کړی نوم یې پرې احریمن، شیطان ( دښمن ) ایښي. ددې کرکټر په ضد یې بل مثبت کرکټر جوړ کړی په هغې یې نوم خدای، بګوان، جیسس، کرېشنا...ایښی. دواړه کرکټر یې په لانجه  کې سره اچولي. دا یوناول یا داستان دی. ددې داستان نور کرکټر ملایکه، پیری، دېو، بلا، روح ، جنت، ، دوزخ او پري دي. تاسې دینپالانو ته دا کرکټر حقیقي در معرفي شوي. تاسې داسې یاست لکه هندي فلم کې هغه په لاره روان رېړۍ واله چې د فلم د هلک (خدای) اود دفلم د بد معاش (شیطان) لانجه وي . د هلک یا بد معاش موټر ګړندی روان وي او تاسې یې سیل کوی پدې کې یو نیم سړی تر ټیر لاندې کړي او د ټماټرو رېړۍ یې چپه شي. د فلم جوړلو وروسته بیا نور خلک دې فلم ته ګوري او فلم واله پیسې پرې ګټي. سره له دې چې ټول پوه وي چې فلم دروغ دی خو د تفرېح لپاره انسان سینما ته ور دورمي. د فلمونو زرګونه کرکټر وي چې بدلېږي او را بدلېږي. نوې کیسې او نوي لوبغاړي پکې کار کوي. د دین فلم محدود کرکټر لري او محدودې کیسې لري. د سینما په ځای یو تن په عبادت ګاه کې دد فلم کیسې کوي. خلک ده ته میاشتنۍ پيسې ورکوي، ډوډۍ او احترام ورته لري. ممکن د فلمونو له بازار د دین بازار ډېر عایدات ولري. د فلم کتونکي پیسې ورکوي خو د فلم کتونکي نشې هڅوی چې ستا لپاره قتل وکړي. د دیني فلم کاروباریان کړی شي خلک وهڅوي چې قتلونه وکړي. ډېر فلمونه په حقایقو هم ولاړ وي . د فلمونونړۍ کې افسانې ته افسانه او حقیقت ته حقیقت وايي. د دین په نړۍ کې افسانه حقیقت او حقیقت دروغ بولي. دا چې انسان یو احساساتي مخلوق دی نو دې افسانو ته غوږ وي. اکثره شتمن دې کیسو ته غوږ نه نیسي؛ غریب ورته غوږ وي. یوه وږي ته خامخا د جنت کیسې خوند ورکوي. د غریب د ښځې کالي غم غریب وی، فېشن یې نه وي زده، ناز یې نه وي زده نو غریب به ولې جومات کې د حورو کیسو ته څک نه وي ناست؟

غریب هره ورځ ښه خواړه نشي خوړلی، نو ولې به جومات کې د جنت د پرېمانه خوړو کیسو ته نه وي ناست؟

دا طبیعي ده چې که دې ښځه ښایسته هم وي وروسته له څه وخته وسره عادي شي. بلې ته د زړه کېږي. شتمن خو دپیسو په زور له نورو ښځو سره سکس کوي. یا خو نورې ښځې کوي. غریب له جنسي تنوع محروم دی. مجبور دی د حورو کیسو ته غوږ وي. مارکس خو ځکه ویلي چې دینونه د ټولنې اپین دي.د ټولنې اکثریت خو غریب وي. 

د شیطان تصور څنګه پیل شو؟

دغه داکیومنتري کتل پکار دي. د شیطان کرکتر زدشت جوړ کړ. هغه وخت خدایان بیخي ډېر و. ده ساده کړل. د ښو او بد خدای. د ښو خدای احورمزدا نومېده چې د روښنايي او خیر خدای و. د بدو خدای احریمن (دښمن) نومېده. احریم د بدو خدای شو. ځمکه د دغه دواړو خدایانو د مسابقې میدان و. دغه د زدشت جوړ شوی تصور بیا یهودیت ته کاپي شو او له یهودیت عیسویت او بیا اسلام ته کاپي شوی. شیطان خپله تش نوم دی. یو کرکټر دی. 

https://www.youtube.com/watch?v=mIN6NnxPsuQ&has_verified=1

 

د آدم او هوا اولادونه:
دا چې هوا د آدم له هډوکي جوړه ده. پدې پسې به د عقلانیت ذره بین نه را اخلو. مهمه داده چې د خور سره سکس بد دی نو ولې دې دوه آدمه او دوه هواوې نه جوړولې؟

د دوی اولادونه به یو د بل سره د تره او خاله زامن وو. د خور سره به سکس ته اړتیا نه وه. دا ممکنه نده چې د دوو انسانانو دې خامخا دوه دوه اولاده وشي او په هر ځل دوه،دوه. هغه هم هر ځل یو هلک او یوه نجلۍ.  بس نو پخوانیو انسانانو تر دې غوره دروغ نشی ویل چې لومړی انسان له کومه شو بس داسې یې کیسه ور جوړه کړه. وایي کوم هېواد لومړی ځل ستن جوړوله او سوری نشو پکې کولی آخر یې سر ور ټک وهو سنجاق یې ترې جوړ کړ. چې په یوه څه نه پوهېدل ددې د حل لاره دا نه وه چې دروغ جوړ کړي. 

قبر:

چې انسان مړ شي نور هېڅ درد نشي حس کولی. دده دوجود د ننه بکتریاوې د خوړو د کمبو سره مخ شي او دی تجزیه کوي. په قبر کې عذاب نا ممکن دی. البته د قبر کیسې انسانان په ژوندون په تکلیف کولی شي. دا کیسې ځکه درته شوې چې د دین دروغ خامخا ومنې. 

شهید:

وايي شهید نه خرابیږي. اول خو دا غلطه ده. چې شهید نه خرابېدی اوس به د شهیدو د بدن غړي په مارکټ کې پلورل کېدل او نورو انسانانو ته به ورکول کېدل. ځینې مړي چې ځانګړیو ځایو کې وي ډېر وخت نیسي چې خراب شي. 

ژبې:

یهود وایې خدای، شیطان او آدم په هبرو غږېدل. عرب وايي نه په عربي غږېدل. د دوی په اند قبر کې سړي ته اتومات عربي یا هبرو ور زده کېږي. مړه ماغزه هم څه زده کولی شي؟

ژبې د انسانان د تکامل سره کرار منځ ته راغلې. لومړیو کې یواځې غږونه وو. دا صدا داره حروف یې چې بولي یوه انسان به بل انسان ته هه، هې، هو، او،اي، او...باندې غږ کولو. کرار کرار دا نور غږونه هم ورسره شول. د انسانانو شمېر چې ډېرېدو دوی اړ کېدل چې کمیونیکشن سره وکړي. لومړیو کې په اشارو سره لګیا وو بیا غږونه ورسره شول. تر اوسه هم اشارې او هم غږونه کاروو. 

 

دینونه او ساینس:

دینونه په یوه ځانګړې زمانه او ځانګړي کلتور کې جوړ شي. کله چې پراخ شي او بلې زمانې او کلتور ته ورسي هغوی باید دین کې ګوتې ووهي. که تاسې تفسیر ابن کثیر راواخلی چې پخوانی تفسیر دی په زړو تفاسیرو کې یې ځمکه د غوایه په ښکر ولاړه بللې. وروستیو جلدونو کې یې ترې لرې کړی. دینکاران اصل متن کې ځکه تغیر نشي راوستی چې بیا خو د خدای شتون او منطق تر سوال لاندې راځي. اسلام دعوه کوي چې دا وچې د خدای خبرې دي. عیسویانو وايي دوی ته الهام شوی. نو ځکه عیسویانو ته د خپل دین اپدېټ کول اسانه دي. مسلمانان مجبور دي تفسیرونه نوي  کړي. د تفسیرونو ډېر نوي کول داسې شي چې بیا هغه اصله معنا بیخي کمزورې شي. ځکه خو ډلې رامنځ ته شي بیا یوه ډله د بلې تفسیر نه مني. غرب میشتي مسلمانان هم له یوه ځانګړي هویتي مشکل سره مخ دي. دوی له اسلام پرته بله هویت نه لري. د اسلام ډېره برخه په تشدد ولاړه او د ساینس سرخ ټکر کې ده نو دوی مجبور دی دین داسې تفسیر کړي چې خشونت ترې لرې او ساینس ته ور نېږدې کړي. دې ته مذهبپ اپولوجېست هم وايي. له بلې خوا په دې طریقه دوی د مسلمانانو تر منځ په اسانه شهرت ته رسي کوم چې د مسلمان ډېر ورسره شوق دی. ځکه خو هره کوڅه کې د دین یو داعي ګرځي. د یوتیوب چینلونه لري چې په هغې هم څه ټنګې وګټي او مسلمانانو کې مطرح وي. 

د سپومۍ دوه نیمه کېدل او د ناسا لخوا تایید؟

څو کاله مخکې مسلمانانو ناسا پسې دروغ وتړل چې هغوی منلې چې سپوږمۍ دوه نیمه شوې. ناسا مجبوره شوه چې په خپل وېب سایټ باندې دا خبره رد کړي. سپوږمۍ پخوا د اسماني کاڼو له بمبارد سره مخ ده. ډېرې کندې پکې دي. د هغې انځور یې را اخیستی او په فوتوشاپ یې داسې جوړ کړی و چې هلته یوه لیکه غوندې ښکاره شي. لکونو انسانانو لومړیو کې دا خبره شریکه کړه چې هله ناسا هم تایید کړه چې سپوږمۍ دوه نیمه شوه او بیا سره یوځای شوې. 

په ځینو اسلامي روایاتو کې راځي چې ابو جهل د اسلام پیغمبر ته ووېل چې زما مخکې دغه خټکی دوه نیمه کړه پرته له  دې چې لاس ور وړې بیا زه دا هم منم چې سپوږمۍ دې دوه نیمه کړې. د اسلام پیغمبر ونشوی کړی چې داسې کړي خو ده ته یې د جاهل خطاب وکړ. په بل روایت کې دي چې ابوجهل ووېل چې ته یوه پښه پورته کړه او بیا دویمه پورته کړه که د داسې وکړل بیا منم چې ته پاس ختلی یې؛ د اسلام پیغمبر داسې ونه  شوی کړی. یعنې که چا عقلانیت کارولو د هغې نوم د ناپوهې پلار کېدو!

 

په فزیک کې افسانې نه چلېږي که نوم پرې معجزه کېږدې یا بل هر څه. د فزیک د قوانینو په اساس سپوږمۍ د جاذبې قوه لري. دغه  سمندر څپې هم ددې قوې له کبله رامنځ ته کېږي. روایاتو کې راځي چې سپوږمۍ یې دوه نیمه کړه تر لستوڼي یې  د ننه شوه بېرته ووته او بیا سره یوځای شوه. اوس سپوږمۍ که ځمکې ته دومره نېږدې شوی وی د سعودي شاوخوا سمندر به ټول سعودي لاندې کړی و. 

مسلمان په خپل منطق د هندو د فیل الوتنه رد کوي. خو په همدې منطق بیا د خپل پیغمبر سفر و فضا ته په خره نه ردوي. که همدا مسلمان هند کې یوه هندو کورنۍ کې پیدا وی بیا به یې د فیل الوت منلو او دا نور به یې رد کول. 

د خدایانو د تاریخ په هکله دا داکیومتري هم د کتلو ده:

https://www.youtube.com/watch?v=GwL57ZP873Q

 

 

 آیا خدای ممکن دی؛لومړۍ برخه:

  https://tolafghan.com/articles/36084

  آیا خدای ممکن دی؛ دویمه برخه:

 https://www.tolafghan.com/articles/36115