هغوی چې په رواني توګه ډېر حساس دې دا لیکنه دې نه لولي.
جهان موجود دی. انسانان ددې جهان برخه دي. دا جهان له مادې جوړ دی. ماده دایما شته یا دا چې یو چا جوړه کړې. دینونه ادعا کوي چې جهان یو خالق لري . د جهاد خالق غیر مادي بولي. پدې لیکنه کې د غیر مادي خالق په هکله ځینې پوښتنې مطرح کوو.
د موجودیت امکان:
لومړی باید د یوه څه د ممکن کېدو لپاره د هغې څه ابعاد موجود وي. د سپېس یوه برخه اشغال کړي.فزیکي خصوصیات ولري. وزن، کتله، کثافت، حجم، طول، عرض او ضخامت ولري. دویم دا چې دغه موجود شی له ځانه اغیزه ښکاره کړي. ځینې واړه یا لوی شیان خپله نه وینوو خو یا یې په وسایلو وینوو یا یې اغېزه موجوده وي. چې له دې یو هم ونه لري بیا یې وجود څنګه ممکن دی؟
دریم دا چې ادیان ادعا کوي چې خدای ماده ندی. کله چې یو څه ماده نه وي هغه بیا؛ نه د مادې خصوصیات لري او نه هم ورته د مادې صفات منسوب کولی شوو. نه پرې نوم اېښودل شوو او نه یې په هکله خبرې کړی شوو. نه یې هم ذهن ته داخلولی شوو. ځکه زمونږ ذهن ته یواځې د مادې په هکله معلومات داخلېدل شي. په همدې اساس د خدای په هکله ټول صفات، نومونه، ادعاوې او کیسې نفې کېږي. ځکه هر دین د خدای نومونه، صفات، امرونه، کیسې او خبرې بیان کړې. نوم د مادې لپاره کارول کېږي، مهربانه، غصه، قادر، عادل او داسې نور د مادې صفات دي. ددې صفاتو لپاره ماده باید د انسان/حیوان په بڼه موجوده وي. اوس دا صفات یوې غیر مادي پدېدې ته منسوب کول دوکه ده. د غصې لپاره ته مغزونو، هورمونونو، کیمیاوي موادو، عضلاتو، هډوکو...ته اړتیا لرې. کله چې دا مادي برخې نه وي غصه نا ممکنه ده.
یوه مسله خو دا شوه چې ادیانو د خدای ذات ندی بیان کړی کله یې چې ذات ثابت او څرګند شي بیا ویلی شوو چې دده وجود ممکن دی. چې وجود یې څرګند شو بیا یې په صفاتو خبرې کېدی شي. صفات یې هم باید غیر مادي وي. ځکه دوی ادعا کوي چې خدای ماده ندی.
بل د علیت مسله ده:
د غیر مادې او مادې تر منځ اړیکه ممکنه نده. یواځې ماده په ماده اغېزه لري. که تاسې یو توپ په فضا کې له ځمکې زر کیلو متره پاس ودروی نو تر هغې چې یوه قوه پرې اغېزه ونه کړي له ځایه نه ښوري. قوه به هم له یوې مادي منبع پرې اغېزه وکړي. د لمر وړانګې هم ماده ده. که غواړو دغه توپ ته حرکت ورکړو نو په ګوته به یې وهوو یا هلته یوه بله تیږه چې د حرکت حال کې وي هغه به دغه توپ ته حرکت ورکوي. نو ماده په ماده اغېزه لري.
اوس که د بېلګې په توګه جهان یو غیر مادي خالق ولري نو دغه خالق له دې مادي جهان سره څرقم اړیکه ټینګه کړه ؟
. که غږ پرې وکړي چې جهانه جوړ شه نو دغه غږ خپله د انرژي څپه ده. دا یوه مادي چاپېریال ته اړتیا لري چې پکې لاړ شي. دا غږ یوې مادي منبع ته اړتیا لري چې ترې راووځي. کله چې مونږ تېلوېزیون کې چینل بدلوو نو رېموټ، د رېموټ او تلوېزیون تر منځ هوا او خپل تلوېزیون مادي دي. دغسې باید خدای ماده و اوسي چې غږ ترې راووځي. پدې اساس د یوه غیر مادي موجود؛ وجود ممکن ندی او دغه غیر ممکن وجود د مادې سره علیت /اړیکه نشي را منځ ته کولی. چې کله یې وجود نا ممکن وي، علیت یې له مادې سره نا ممکن وي نو بیا یې په هکله ټول صفات او ادعاوې، کتابونه او کیسې دروغ دي.

که چېرې خدای خپله جهان/طبیعت بولې :
بیا نو ددغه طبیعت هره برخه ددغه خدای د وجود برخه ده. چې کله ددې وجود برخه شوه بیا دلته د بنده توب او عبادت کیسه نوره نشته. په همدې سره د دین بحث نور ختم دی. ځکه د خدای د وجود یوه برخه و بلې برخې ته د عبادت اړتیا نه لري. دینونه یو تصور جوړوي او هغه تصور له جهان بهر بولي ( دوی با توضېح ورکړي چې له جهان د باندې یو څه څرقم موجود کېدی شي)، بیا یې غیر مادي بولي او بیا یې د جهان کنترول کونکی بولي بیا ورته مادي صفات ورکوي

نور بیا...

د خدای مننونکو د ځواب په هیله