د يوه شخص د تیارۍ او امادګۍ اندازه چې څومره د بل شخص (يا ډلې ، سازمان ، ادارې او دولتي اورګانونو) خبرې ، ادعا او اظهارات ورته د منلو او اعتبار وړ دي اعتماد بلل کيږي . هر څومره چې ديوه شخص د تيارۍ او امادګۍ دا اندازه د بل (شخص ، ډلې ، سلزمان او دولتي اورګانونو ) د اظهاراتو دمنلو او معتبر ګڼلو دپاره زيات وي په همغه اندازه د اعتماد کچه هم لوړه او اعتماد کوونکي مقابل لوری د خپل حمايت او تائيد وړ ګرځوي.

په ټولنه کې د سولې ، ثبات ، ترقۍ او سوکالۍ د راتلو او استقرار له پاره د ټولنې د افرادو او موجوده سازمانونو او انستيتونونو ترمنځ اعتماد او باور ته اشد ضرورت دی.

اعتماد په ټولنه کې هغه وخت قائميږي چې افراد ،ډلې ، سازمانونه ،قشرونه او انستيتونونه ئې د ټولنې منل شويو شريکو ارزښتونو ته احترام ولري او مراعاتول يې خپل فرض وبولي . هېڅوک د منل شويو ارزښتونو سره د شخصي او ګروپي ګټو او هدفونو د لاسته راوړلو په هدف په دروغو ، دوکو او تقلبونو برخورد ونه کړي.

په‌ افغاني ټولنه کې خپلمنځي اعتماد چې د زرهاوو کلونو شريک ژوند ثمره وه په دوو اساسی ستنو ولاړ وو چې يو يې اسلاميت او بل يې افغانيت و.

په ټولو روابطو ، معاملاتو ، اجرااتو او کړو وړو کې د اسلاميت او افغانيت د اصولو نه په پيروۍ ټولنيز اعتماد په نسبي شکل وجود درلود او د هغې په اساس به ئې ور ځنی ژوند تېراوه او هرې ستونزې ته به ئې د حل لاره لټوله.

اسلاميت او افغانيت افغانان داسې سره اوبدلي او معتمد کړي وو ، چې هر خارجي افت او داخلي فسادي ويروس ئې ديني عقيدې، ملي وحدت،ملي خپلواکۍ ، ملي حيثيت او مقاومت ته زيان نه شوائ رسولائ او د هر طوفان نه به سالم را ووتل . د خارجي دښمنانو مغرضانه پلانونه ، يرغلونه او فشارونه به يې دفع او د داخلې فتنه ګرانو او اشرارو دسيسې به ئې خنثا کړې.

سره ددې چې ځاني قربانيانې او مادي زيانونه به يې وليدل خو يو په بل باور او اعتماد چې منبع ئې اسلاميت او افغانيت و د راتلونکي ژوند او د هر نوع ستونزو سره د مقابلي امېد ، توان او حوصله ور کوله او ناخوالو ته د تسليم په ځای به ئی په دې باور چې ديني او ملي ارزښتونه ته تعهد مو ګډ خپلواک ژوند تضمينوي د مبارزې سنګر تود ساتلو.

په اسلام او افغاني دود کې همېشه تاکيد او تائيد په رښتيا ، صداقت ، دخبرو او عمل په تطابق او د انساني کرامت په محترم ګنلو او مراعاتولو چې د اعتماد د پياوړيتوب او په ټولنه کې دهغې د وجود او دوام د پاره اساسي رول لري شوئ دئ او هغه روشونه او طريقې لکه درواغ ، دوکه ، جعل ، تقلب او د امانت خيانتول چې د اعتماد د له منځه وړلو باعث کيږي رد او نفي کوي.

د څو لسيزو جنګونو او د اشرارو او فاسدو عناصرو شيطاني حاکميت ، د اولس دبې خبرۍ،لاشعورۍ او ناپوهۍ وضعيت او په سياسي قدرت کې د ننه او بهر اشخاصو ، ډلو-ټپلو له لوري د دروغو ، دوکو ، جعلکاريو ، تقلبونو او خيانتونو په ترويج سره د اعتماد اصلي ستنې ( اسلاميت او افغانيت ) په نړېدو شوې او د نورو زيانونو تر څنګ د اعتماد او باور اصل ته يې جبران نه کيدونکی ضرر ورسولو او د ټولنې ددې قيمتي جوهر رېښې ئې په وچېدو کړې.

بې باوري او بې اعتمادي د کور- کلي نه نيولې تر ټول مملکته خوره شوه او ده .همدا وجه ده چې که په دې بې اعتمادۍ وهلې ټولنه‌کې يو څوک د خير او ښیګنې د کولو د پاره د خپل حب الوطن او انساني احساس په بنياد اقدام کوي ، هغه هم د ټولو ترشک لاندې راځي او هېڅوک يې په نيک نيت اعتماد نه کوي . بلکې په هکله يې قضاوت کوي چې حتمي ديو چا له لوري او د کوم مخصد له پاره د خلکو د غولولو په نيت دا کار کوي.

استدلال ئې دادئ چې دا څنګه امکان لري چې د پيرانو ، حضرتانو ،بزرګانو اوناميانو دلته پيسو -قدرت -شهرت او شهوت ته اودسونه ټيڼګ نه شول او باديې ووت او دی په تنهايۍ ورته لګيا دئ او د شخصي ګټې په ځای ئې عام المنفعه کار ته بډې وهلې دي ؟ حتمي تر کاسه لاندې يې نيمه کاسه غلې کړې ده.

همدا ذهنيت ددې سبب شو چې په ځای ددې چې خير غوښتونکو او مصلحو خللکو ته هرکلی وويل شي او تشويق شي د سختو ستونزو او حتا د مرګ د ګواښونو سره مخامخ کيږي ، ځکه د جنګ ، جنايت ، خيانت ، غلا ، غصب او فساد په حاکميت کې هېڅوک نشته چې د ده په اخلاصي او اصلاحي نيت باور وکړي او حد الاقل د کار مانع يې ونه ګرځي.

که نه هغه متل دئ چې:

د څاڅکي څاڅکي نه درياب جوړيږي.

که د مخلصو او شریفو افغانانو د علمي ، فني او مادي فعاليت دپاره موانع پيدا نه شي ، د وطن د ابادۍ او اولس د خدمت د پاره خو يو کوچنی قدم ډېر کسان اخستلائ شي او شوق ئې لري.

په نوره دنيا کې چې د وړو وړو کارګاوو او دوکانونو نه لويې فابريکې او غټ تجارتي مرکزونه جوړشوي دي او د لکهاوو خلکو د پاره ئې د کار او معيشت زمينه برابره کړې ده ، اصلي وجه يې داده حې د ټولنې د افرادو په منځ کې د فنکارانو ، اهل کسبه او نورو خيرغوښتونکو په اجتماعي ، تخنيکي او توليدي فعاليت باور وجود لري او د هغوی د ابتکاري او خلاقيتي ظرفيت د ودې او ترقۍ هلې ځلې ستايل کيږي او تشويق کيږي ، لاکن بدبختانه زموږ په وطن کې په ريشخند وهلو او مزاحمت بدرګه کيږي.

همدا سبب دئ چې ډېر د کار او خدمت خلک چې په سياسي مسايلو کې دخيل هم نه وي او د تنظيمي -ګوندي کش مکش سره نه علاقه لري او نه رابطه ،په ټولنه کې د بې اعتمادۍ او ناحقه تور- تهمت له کبله ماءيوسه شي ،
وطن -اولس ته د خدمت کولو ارمانونه ئې خاورې شي او د ملک د ترقۍ او خلکو د هوسايۍ يو ښه فرصت له لاسه ولاړشي.

په افغاني ټولنه‌کی د برحاله بې اعتمادۍ د مصيبت نه دنجات او د ټؤلنيز خپلمنځي اعتماد د استوارولو او احيا د پاره يوازينی لاره اسلاميت او افغانيت ته رجوع او دهغی په محور را څرخېدل دي او د وارداتي اډيولوژيګانو او نظرياتو په ځای چې روان ناورين او بې اعتمادي ئې راوستلې اوبله هېڅ ثمره ئې نه لرله صرفنظر کول دي.

رب د زموږ په وطن کې نور د زور -جنګ -,جنايت -شر او فساد حاکميت او دهغې نه په ټولنه کې د را ولاړې شوي بې باورۍ ذهنيت ختم کړي او زموږ خلکو ته دې هدايت وکړي ، چې د خپل خير او شر د سنجولو ظرفيت پيدا کړو . ترڅو د صالحو ، خير غوښتونکو او ترقي پسنده خلکو د تخليقي او ابتکاري کار په مخ کې ناحقه خڼډونه جوړ نه‌کړو او دخپلو پښو د قطع کولو د حماقت نه نور لاس واخلو.