همګی واړه تګان دی تګی کاندی
فروشنده او خریدار ددې دنیا
زوی لوڼه یتیما ن کا ځینې درومی
بې وفا دی مور او پلار ددې دنیا

د افراطی چپیتوب له امله ز موږولس مهاجر شو، ډېرو لوړو اوژوروسره مخامخ شولو . د چا له لاسه ، دچا له کرو نا نه . دنورمحمد ترکی ، حفیظ الله امین ، ببرک کارمل ، ډاکتر نجیب الله چې مشهور په نجیب ګاو باندې وه دا ټول دافغان ولس به وړاندې کلک محکوم دی ددې ناوړې ناروغی چې له پانډیمیک کچې هم اوړی همدغه مصنوعی جسم او روح ول له هوانه دلینن به خره سپارول . په دیر لنډ وخت کې جسم او روح سره وخوړل او وروسته پخپله پسې لاړل وایی چې څا کیندونکی خپله څا کې دی !د پروفیسور ستمی سقوی هم کابل تباه کړاو هم یې د کابل ۷۵۰۰۰ ښاریان ووژل دتاریخ جبر څه وایی؟ د اختیار دیلکتیک د چا حق دی؟ څوک باید دغه افراطیان وبښی او څوک باید په کومې ښېګڼې دعا ورته وکړی ؟ خویوشی له یاده ونه باسی چې شرعی احکام او اسلامی اساسات دیوه مسلمان په برخه کې ددعا لپاره امتیاز او هم د شهید لپاره احکام لری دا چې نه دعا پېژنې اونه شهید بیا نو دبل چا پېښې مه کوه
والاشان عالیمقام سرداره
. موږ ولې مهاجر ،یتیم ، بېوزله ، درپه در ، ټوله ڼړۍ ته خپار شولو ؟ لو مړی دی پوښتنې ته دهمدې ویب سایت له لارې ټول ملت ته خواب ووایه څلویشت کاله سره تناره کې دغه ولس وسوزیدلو .
قهرمان ولس ، په دښته او غرونو کې ورک او خپل خانونه یې له لاسه ورکړل ولس دچا له لاسه به دغه تباهی اخته شوڅوک یې باید وبښی او چاته دعا باید وشی شپه که تیارهم ده مڼې په شمار دی :
وایی چې یوخل جلا الدین خوارزم شاهی ۱۲۲۰- ۱۲۳۱ م دلیونیانو اوسېدلو خای معاینه کاوه یو ښایسته خوان لیونی ولید ه چې دحرکاتو څخه ښایستګی او ښه والی ښکاریده پاچا دهغه نه ډیرې پوښتنې وکړلې هغه ښه خوابونه ورکړل چې پاچا ډیر خوښ شو، له هغه وروسته لیونی وویل:
زردارو او مالداروته دخوند لذت کله حاصلیږی؟
پاچا : کله چې هغوی په خوب ویده شی
لیونی:
ویده او مړی یو برابروی هغه ته دخوب لذت له کوم خایه کیږی؟
پاچاوویل: د خوب نه مخکې
لېونی:
داڅنګه امکان لری چې دیوه شی خوند دهغه له وجود مخکې موجود وی؟
پاچا وویل : دخوب څخه وروسته
لیونی:
داهم ناممکن دی لذت یوصفت دی چې د موصوف څخه بغیر نه بیداکیږی کله چې خوب موصوف ختم شی نو لذت څنګه باقی پاتی کیږی؟
پاچا ددی لیونی منطق نه ډیر خوشحاله شو چی ساقی ته یی وویل یوجام ما باندی وڅکه او دوه جامه ده ته ورکړه کله چې ساقی لیونی ته جام ونیوه هغه وویل:
«دما لپاره شراب په کار نه دی تاسو ته دا ګته وشوه چې دشراب چښلو نه وروسته دعقل او دپوهې مقام څخه راووتلی اوزما دلیو نتوب پالنه کوی مګر که زه یې وڅکم زه به چېرته لاړشم»
پالنه نصاب او معیار لری وايې چې له کلی ووخه خو له نرخه مه وخه.

سياست د ښکاره رښتینولۍ په فورمول نه دی ولاړ، بلکې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره بايد د ټولنيزو مثبتو او منفي تګلارو له لوړو ژورو تېرشی چې لوړې او ژورې تعریف لری ،تشخیص لری ، تجزیه، اوثبوت لری ، او همدارنګه صورت او مخرج ولې دلته معا دله بل ر نګ لری دلته نوې څېرې به نویو القابو را وټوکیدلې او دافغانستان له کړکېچ نه یی دبسوکۍ واده جوړکړی.