د لاندی لیکنی مخکی باید ووایم چه مسلمانان خدای د قران او حدیثو په اساس پیژنی. دا چه قران او حدیث د عقل سره تضاد نلری نو قرانی او د حدیثو روایات په عقلی توګه بیان سوی. چه کیدای سی دا عقلی بیان کله کم او کله پوره وی. 

مونږ په لاندی لیکنه کی صرف عقلی دلایل وایو ځکه ملحدین خو له قران او حدیثو منکر دی. هغه یو ړوند تقلید بولی (العیاذ بالله). هغه چه د الحاد په تنګنظری کی نوی لویدلی کیدای سی الحادی تقلید پریږدی او اسلام په ښه ډول بیرته ووایی او په هغه کی فکر وکړی.  

پکتین لیکلی:

د کائنات د خالق په توګه د خدائ وړاندې کول د خدائ په حق کښې قوي ثبوت ګڼل کیږي. دوه ثبوتونه شتون لري چې خدائ د کائنات خالق دی. د دې معنی دا ده چې "خدای په پیل کې آسمانونه او ځمکه رامینځته کړې" معنی دا چې له دې څخه مخکې هم کائنات پیدا کړل شوی وو ، یعنی دا چې خدای د دې پیدایښت دمخه شتون درلود او هغه زموږ کائنات رامینځته کړی؟ د دې دلیل له مخې کائنات له خدای څخه مخکې هم په خورا پخوانیو وختونو کې موجود و ، په تیرو وختونو کې یو وخت هیڅ هم نه و او د کائنات د شتون لومړي لامل (Cause) شتون درلود ، یو داسې لامل چې له بل هر لامل څخه خپلواک او بې نیازه دی ، یو داسې لامل چې د هغې له باعثه کائنات پیل شو.

 

نپوهیږم د ترجمی مشکل ده او که د اصل. فقره ډیره ګډوډه دی. د ځمکی او اسمان پیداکول ولی د نورو کائناتو تقاضا وکړی. بیا ویل سوی چه کائنات له خدای نه مخ ته موجود ول. دا کائنات بیا د یو لامل په خاطر راغلل. که کاينات له خدای نه مخته موجود وی بیا نو خدای مخلوق بلل کیدای شی او هغه لامل چه د کائناتو سبب دی د خدای خالق بلل کیدای سی. دا چه دا مقدمه ده بیا هم دا خو بیخی د خدای پیژندوکو نظر نه ښیی. که دعوه وسی نو شاید د غربیانو وی خو د مسلمانانو نده. لیکونکی باید هر ټکی ښه پدلیل ویلی وای او هم واضح کړی وای چه دا د چا خبره ده او ولی ولو که مقدمه هم وی.

 

که دا ادعا رښتیا وي ، نو د لومړي لامل لپاره دلیل او علت یوازې دا ویل شوي چې د کائناتو دمخه د کائنات د رامینځته کولو یا د خدای د موجودیت لپاره یو عجیب او غریب لومړی دلیل ضرور شتون درلود. دې انګیرنې هیڅ چېرې دا ثابته نه کړه چې لومړی لامل یا خدای لاهم نن ورځ شتون لري.

 

که خدای اول لامل وبلل سی نو بیا ولی میتامتیک اشتباه کوی چه له اول نه مخکی بل څه ول. اول اول موجود وی او له هغه نه مخته صفر. صفر یعنی هیڅ او غیر موجود. دا چه لیکونکی د مسلسل لامولونو ادعا پخپله د لا امکان په بنا رده کړی نو بیا ولی بیرته همغی ادعا ته ځی. د لیکونکی په خبرو کی تضاد دی چه دا د دوی خامی ښکاره کوی. 

لیکونکی دلیل علت ویلی. دلیل او علت یو ندی. علت د معلول د وجود دلیل دی. شایی ترجمان لغوی مشکل ولری. 

لیکونکی ویلی چه دا ثابته نده چه خدای اوس هم شته. دلته دا سوال باید وشی چه دا هم ثابته نده چه خدای نشته. د دوهم دلیل د نه وجود خپله دا معنا ورکوی چه خدای سته ځکه هغه ذات چه دا کائنات یی پیدا کړی د هغه ابدی وجود باید عقلا ضروری وګنل شی ترڅو د هغه د نه وجود دلیل ثابت سی. دا چه سائنس په کاین موجوداتو ولاړ دی نو د ملحدو څخه د خپلی ادعا د ثبوت توقع نکیږی. لیکونکی د خدای مننوکو ضدیت له عقلانی پراخوالی څخه درولی دی. 

 

حتی که موږ لومړی لامل ومنو چې پرته له کوم دلیله یې شتون درلود ، دا یوازې دا ثابتوي چې په پیل کې یو څه شي شتون درلود چې هیڅ دلیل یې نه درلود ... و کله چې دوی په دې باور وي چې یو شی پرته له کوم لامل رامینځته کیدی شي ، نو دوی ولې باور نشي کولی چې موضوع یا ځواک هم پرته د لامل څخه رامینځته کیدی شي؟ 

 

که د لیکونکی مطلب دا وی چه موجود شیان بی علته رامنځته سی نو دا خو د فزیکی معلوماتو د قانون ماتول دی. مسلمانان دا دنیا د دار الاسباب ځای بولی. نو که ملحدین څه لری هغه باید وړاندی کړی. او که دوی د مسلمانانو اصل مات هم کړی هغه به د مسلمانو مفکرینو خامی وښیی اما د خدای پیژندنی لپاره به فائیده وی مګر تاوان نه. هغه به د خدای خبره ثابته کړی چه څنګه د کن فیکون مسئله جواب کیدای سی. 

لیکونکی له پورته ټکیو نه وروسته په چټتیاتو لګیا سوی چه د خدای د ذات او صفاتو په هکله یی خبری کړی. دا ځکه چټیات بولو چه لیکونکی د معلوم بالاثر نه بلکه د معلوم بنفسه معلومات غواړی. داسی ادعا غولونکی ده. ځکه نه ملحد او نه مسلمان معلوم بالنفس پیژنی. ملحد د معلوم بالاثر نه سترګی پټوی او مسلمانان هغه نادیده نسی ګڼلای. د مسلمانانو تعبیر ځکه د کمال تعبیر دی یعنی خدای د هر نقص نه بالا او هر ښه صفت لری چه د نقص نه خالی وی. دا یو عقلی ضرورت دی چه ساینس دهغه له معلومات نه عاجز دی. 

 

په هرصورت هغه څنګه له وجود څخه کائنات رامینځته کړ؟ اوس که دا وویل شي چې دا خدای زموږ له فکر څخه بهر دی نو دا د ړوند تقلید لپاره بلنه ده

 

دپورته سوال او تبصری جواب مونږ پورته ولیکه. علاوه، د تقلید خبره غلطه ده. د خدای وجود او یا نه وجود (العیاذ بالله) مفکوره عقلی خبره ده. هغه چه له روایت نه منکر وی نو د کائناتو په وجود باندی ناپوهی په انکار بدلوی او خدای پیژندونکی یی په اقرار. دا خبره بیرته د کائیناتو د خالق او علت خوا ته ځی چه ملحدین هغه په نظر کی نه نیسی او مسلمانان یی نسی هیرولای. ملحدین د تضاد فکر په مرض اخته دی. 

اوس خدای د کائنات خالق دی ځکه چې هیڅ شی پخپله وجود نشي راوستلی." دا استدلال پخپله غفلت کوي ... اوس ډیری خلک وايي چې د کائنات د پیدایښت لومړی دلیل (خدای) تل شتون لري ، نو بیا پدې باور کولو کې څه غلط دی چې کائنات او د هغې اجزاوي تل شتون لري. اوس هغه څه چې موږ نه پوهیږو د هغه څه پراساس بیان شوي چې موږ پوهیږو ، نه هغه څه چې موږ پوهیږو (کائنات) د ناپوه یا ناپېژندل شوي (خدای) پر اساس.

 

دا پورتنی لیکنه د مسلمانانو د عقیدی سره برابره نده. مسلمانان خدای د کائناتو او د اسلام په ژبه د آلاء الله په زریعه بیژنی. نو د لیکونکی نتیجه غلطه ده. دا یو ډیر پخوانی اصل دی چه د معلوم په زریعه نامعلوم پیژندلایسو. اوسنی علمی میدانی او کلینکی تحقیقات په همدی اصل ولاړ دی. د کايناتو د وجود یو خالق ته اړ دی او دا نتیجه د معلومو له پیژندنی نه وروسته اخیستل سوی ده. 

په پورته لیکنه کی او بیا په وروسته فقره کی لیکونکی ګمراه ښکاری. دلته یو ساده مثال ته ضرورت دی. فکر وکړی الف د چړی په زور باء زخمی کړی. د زخم سبب چړه ده چه الف استعمال کړی ده. اوس وګوری چړه اوږد وجود لری او که زخم. دا دا ښیی چه سبب او مسبب دواړه ضرور ندی چه یوشانتی وی. ځکه که خدای او کائیات یو وبولو نو منطقی اشتباه به مو کړی وی. دلته لیکونکی د معلوم بالنفس خبره کوی چه مسلمانان یی قرانی ثابت بولی نه په عقل. نو دا چه ملحدین روایت نه پیژنی نو د دوی عقلی دلایل به داسی وی چه هغه مسلمانانو په هیڅ شماریلی دی.

 

 ... ځکه چې لامل له وجود څخه دمخه راځي ، نو وجود د خدای په ځای لومړی دلیل دی. دا دا ثابتوي چې هرڅه یو لامل لري. دا استدلال یوازې پدې ټینګار کوي چې کائنات څنګه رامینځته شوی دی مګر دا یوه بې ارزښته پوښتنه ده. ځکه چې مخکې له دې چې کوم څوک (خدای) د کوم شي (کائنات) لامل شي باید وجود ولري. او ددی لپاره چې وجود ته ورسیږي ، هغه (خدای) باید د کائنات (پورته سیستم چې زموږ د کائناتو څخه خپلواک او بې نیازه دی) برخه وي.

 

 که د لیکونکی دلیل ته وګورو نو چاړه او زخم باید یو څیز وی. دا خو غلطه خبره ده. په دی برسیره دا د مادی د ابدیت خبره ده. مسلمانان د مادی ابدیت ردوی څکه هغه ناقصه او پناه کیدونکی ده. دا چه خالق باید ابدی وی نو د خدای او مادی کائناتو یووالی محال ښکاری. 

لیکونکی بیځایه د کائناتو وجود بی ارزښته بولی. همدا کاینات دی چه یو انسان د خدای له انکار نه راګرځوی او دا کائنات حتما د خدای مخلوق بلل کیږی.

لیکونکی په اینده فقرو کی د مادی د ابدیت خبره کوی خو د هغی په ابدیت باندی کوم ثبوت نه وړاندی کوی. هغوی صرف د اسبابو او مسبباتو خبره کوی چه اصلا د خدای له وجود سره ارتباط نلری. مسلمانان خدای قوی بولی او د مادی له نقصان نه منزه. لیکونکی خدای ناقص بولی او ځکه مادی سیستم ته را کډیږی. دلته لیکونکی له غیر مرئی او غیر مادی خدای نه منکر دی چه کوم صحیح دلیل یی ندی ویلی. 

لیکونکی ښکاری چه په یونانی فلسفه ولاړ د کائیناتو پیدائښت ته کتلی وی. هغوی د کائناتو پیدائښت متعدد بولی. خو خدای د مسلمانانو په عقیده همداسی کار ندی کړی. هغوی د کن فیکون له محتوی سره سم ټول اسمانونه او مڅکی په څو ورځو کی جوړ کړی دی. هغوی یی د سبب او مسبب په چوکات کی عیار کړی. مسلمانان د اسبابو له تعدد نه انکار ندی کړی. هغوی د داسبابو دنیا په مجموعی ډول د هغی د خالق په وجود معترف کړی دی. اوسنی پوهان دنیا د بیګ بنګ په تاثیر معتقد دی چه د کن فیکون سره نیژدی ښکاری، خو مسلمانان پوښتنه کولای سی چه د هغه د علت خالق څوک دی؟ 

 

برخلیک (تقدیر) ، شر ، ټولواکي (قادرمطلق) ، حاکم د کائنات او نېک خدای؟

 

لیکونکی په دی هکله د سقراط خبره کړی چه په عمومی توګه هغه د اسلام سره تضاد نلری. نوری خبری یی په اوروپایی خرافاتو ولاړی دی. 

په دی لیکنه کی د تقدیر خبره له اسلام سره هم اړه لری. دا ټیک خبره ده چه قدر او قضا د مسلمان په عقیدی کی اساسی رول لری خو د هغی د پوهی مسئله پیچیده سوی. په عمومی ډول مسلمان له تقدیر سره سره په دار الاسباب هم معتقد دی. دا چه دا اسباب څنګه ترتیب شوی هغه د تقدیر په معنی کی بیانیدلی سی. اوس که د اسبابو په تقدیر او په هغه په مخترمخه پوهی باندی تفسیر سی نو د لیکونکی سوالونه به جواب سی. مطلب دا د مسلمانو د تقدیر مفکوره له دنیای اسباب سره تناقض نلری. دا چه په هغی خلک سم پوه سوی او که نه هغه د خلکو مشکل دی. 

تقدیر د مسلمانو په مینځ کی یو سیکالوجیک اثر لری. کله چه یوه پیښه وسی نو غمجن و صبر ته رابلل کیږی او هغه یو تقدیر بلل کیږی. خو د حادثی نه مخ ته یو مسلمان هیڅ وخت د تقدیر په نوم کار نپریږدی. هغه چه دا کار کوی ناپوه بلل کیږی. خو کله که بیا نو د تدبیر هره لیاره بده ښکاری نو بیا په خدای توکل کوی او تقدیر ته یی حواله کوی. چه بیا هم یو سیکالوجیک رول لری. له دی نه دا معلومیږی که ملحدین اسلام د هندو او یا اروپایی خرافاتو په چوکات کی راوړی نو هغه یا ناپوهی غوره کڼی او یا د الحاد له تنکنظری سره مخ دی. 

لیکونکی تقدیر له اختیار سره نده ویلی. مسلمانان د خدای اراده هم پیژنی. خو دا چه اسلام یو دین دی او د هغه احکام مختر مخه معلوم دی نو دهغوی مراعات د انسان د عقل په وجود باندی مشروط بلل سوی. عاقل د هغو مراعات په سختو شرایطو کی هم کوی، ترڅو هغه د ده د مرګ او یا مریضی سبب نسی. له عقل سره سم د دنیا ژوند کول د مسلمان کار دی. دا کارونه د انسان په اختیار د خدای په اراده د مکتوب پلان په ډول (چه ښه او بد له اوله پکی اچول سوی وی او اختیار یی کارګر ته سپارل سوی) سرته رسیږی. 

لیکونکی نور وخت لا هم ضایع کوی. هغوی تصورات بیانوی او په هغه ثابتوی چه یو څیز نسته. دلته دا تصورات دوه ډوله دی: ممکن او ناممکن. دا چه ترڅو تصور وجود ولری هغه د ريښتیا امکان لری. ابن سینا زرکاله مخته د مایکروب په وجود اعتراف کړی وو خو د هغه اثبات دتیرو دووسو کالو په منځ  کی وشو. دا د تصوراتو خبره باید د کائناتو په لړ کی ویل سوی وای. خو کله چه د لیکونکی د کائناتو نظریه سسته ده نو بیا دا تصوری بیانات د خدای په هکله هم سست دی او هغه یو ساده کس د خدای په وجود کی شکمن کوی مګر د تکړه فکر کونکی لپاره چټتیات دی. 

ممکن او ناممکن د مادی خواص دی. لیکونکی خپل بیان اوږد کړی خو هغه د خدای له وجود سره ربط نلری. خدای ماوراء الطبیعه ده او لیکونکی په طبیعیاتو کی راګډ دی. دا یوه منطقی غلطی ده. 

د ګودیل نظریه د هغه ده مونږ یی د بحث وړ نبولو. 

د لیکونکی د وجود په هکله بیان بیرته و مادی ته ځی. دا چه د مادی د وجود په هکله په غیر مستند او تصوری ډول غږیږی او د خدای په هکله بیا دا نه منی د لیکونکی منطقی مشکل ښیی. دا د تبلیغاتو نه سوا بل مهم رول نلری. هغوی له نه وجود نه د وجود خبره کوی. دا چه مسلمانان خدای موجود بالضروره بولی نو د لیکونکی ټول اتی پتی د بحث وړ ندی. 

پایله

د الحاد درسونه په دی پاڼه کی د تعجب خبره ده. مونږ نه پوهیږو چه لیکونکی ولی داسی زړی او پوچی خبری کوی. هغوی باید متوجه سی جه دا خبری د غنی اداره نوره هم بدنامه کوی. دا کسان پوهیږی چه افغانستان ۹۸ فیصده مسلمان دی. که دکابل ملحدی مونږ ډیر وبولو نو یو فیصد نه زیاتیږی. نو د افغانستان سیستم د الحاد په اصولو بنا کول نه دیموکراسی ده او نه عدالت. 

تا چه اوس تالبان او غنی د سولی خبری کوی د الحاد درسونه به تالبان به د غنی په هکله لویه بدګمانی ولری. هغه امکانات چه د یو عصری نظام مینځ ته راسی به کم سی. تالبان به نور هم شکمن وی غنی به د الخاد او سیکیولریزم درسونه په مکتبو کی رواج کړی. 

د سولی په دی پړواو ټول ذهنونه باید دهغی د راوستلو لپاره مصروف وی. خو دا الحادی درسونه په پښتو پاڼو کی دا معنی ورکوی چه د غنی لکیانی داسی نغواړی او په دی لیاری کی داسی محرکانه نظریی خپروی ترڅو د خلکو ذهنونه بلی خوا وواړی.