بېلابېلې ټولنيزې ليکنې


د شاګردانو نظر پوښتنه!

د شاګردانو نظر پوښتنه! (لومړی برخه) عبدالله وردک انګلستان - جنوري - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم‌ و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! په دغه پوهنتون کې چې زه معلمي کوم، د هر کال په آخر کې، د پوهنتون د یوې ادارې پذریعه، د هر مضمون په هکله، د شاګردانو نظر پوښتنه تر سره کیږي. د یادونې وړ ده، چې شاګردان دغه نظر پوښتنې ته، آنلاین، ځواب ورکوي. دغه نظر پوښتنه، بیا د ه

16.01.2019 عبدالله وردک

شخصيت څه ته وايې او آيا په نوعیت کي بدلون امکان لري؟

شخصيت څه ته وايې او آيا په نوعيت کي بدلون امکان لري ؟ د شخصيت لغوی پيژندنه د شخصيت لغات په لاتينی ژبه کی ( Personalitic ) وايي او په انګوساکسون کی ورته ( Personality ) ويل کيږی ، چی د دواړه ريښه د لاتينی ژبی د ( Persina ) کلمه ده. او د ( Persina ) کلمه د هغه نقاب په معنا ده ، چی د يونان پخوانی د تياتر لوبغاړو به د دفاع په خاطر پر مخ کوی . د شخصيت اصطلاحی تعريفات ۱: شخصيت د هغه مورنی او اکنسابی کيفيتونو مجموعه ده ، چی په يو شخص پوری ارتباط پيداکوی او هغه کس رامنحصر وی

12.01.2019 محمد کبير (احسان)

داسی خواړه شته چی دال پکی نه وې!!

پاچا- کليفورنيا- امريکا    دا ډيره پخوانۍ يعنی د ۱۹۸۴ قيصه ده، په پاکستان کی د کډوالۍ (مهاجرت) ورځي وي يو ورځ زه د خپل يو ډير ګران ملګری مرحوم ولی خان کړو خيل سره د اسلام اباد نه د لاهور په طرف روان ووم د غرمی د ډوډۍ وخت شو ولږی راباندی غــلـبـه وکړه نو د جـهـلم پــل شا وخوا يو رستوران چی هوټل هم ورته وايی وروګرځيدو. د کښناستو وروسته د رستوران شاګرد يا په فرانسوۍ اصطلاح ګارسون راغی او په اردو ژبه ي

10.01.2019 پاچا

غر او ډنډ ۔ لنډه کیسه

د ماشوم ادبیات یولنډه کیسه ـــ غر او ډنډ ـــــ لیکوونکی : شن جیون تشي پښتو کوونکی : یوسف هیواددوست غر او ډنډ سره ګاونډیان ول ،غر د خپلې لوړې څوکې او پیاوړې تنې له امله په ځان ډېر مغرور او ځان خوښوونکی و ، او نه یې غوښتل له نورو سره ملګری شي . کلونه تېر شول او داسې وخت راغی چې غر یوازې پاتې شو .دوه لښتي له خوږو اوبو سره د غره له ښي خوا او کیڼ خوا تېرېدل .غره له ځان سره وویل : (( که دوي له ما سره پاتې شي او زما ملګري شي ، ډېر به ښه شي .)) او بیا یې د

10.01.2019 یوسف هیواددوست

د ټولنیزو رسنیو ډولونه او خواږه ترخه

د ټولنیزو رسنیو ډولونه او خواږه ترخه ولي الله ملکزی په ۱۷۰۲م کال کې په جرمني کې د اړیکې په نوم د لمړنۍ ورځپاڼې خپرول، په ۱۹۰۶ کې په امریکا کې په منظم ډول د راډیویي خپرونو پیل او په ۱۹۲۸ کې د تور او سپین او بیا په ۱۹۵۴ کال کې د ټلویزیون د پردې رنګه کیدل، په ورستیو دری سوو کلونو کې د ډیرو حیرانونکو نوښتونو د کتار په سر کې ځای لري .‌ خو د ژورنالیزم او ټولنیزو رسنیو په ډګر کې د یویشتمې پیړۍ رینسانس هلته خپلې وزرې وغوړولې کله چې د ۱۹۹۸ کال په سپټمبر کې د ګوګل نړیوالې شبکې او بیا

09.01.2019 وليٍ الله ملکزی

د ښځینه دینی مدارسو ارزښت

دینی مدارس عموما ډیر اهمیت لری خو بیا زموږ په اوسنۍ زمانه کی د ښځینه مدارسو اهمیت بیخی ډیر دئ ځکه چی په ټولنه کی دښځو پوهه اوعلم د هر لحاظه ډیر مهم دئ، د کورنی ژوند څخه شروع بیا تر ښاری او ټولنیز ژوند پوری د ټولو په سمون کی د ښځو دینی پوهاوئ ډیر رول لری. په دین باندی پوهه ښځه هم د خپل کور ژوند سمولائ سی او هم د کور څخه بهر د نورو د ژوند په سمون کی فعال رول لوبولائ سی. مخکی تر واده کولو دینی پوهه ښځی ته د پلار، مور او نورو خپلوانو حقوق ورپیژنی او همدا راز دآینده لپاره ورته سم فکر و

07.01.2019 مولوی نورالحق مظهری

د استادانو مجلس!

د استادانو مجلس! عبدالله وردک انګلستان - جنوري - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم‌ و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! په دغه پوهنتون کې چې زه له ډېرو کلونو راپدېخواه معلمي کوم، لږ تر لږه په میاشت کې یو ځلې، د هرې شعبې استادان سره کیني، او د شاګردانو په هکله هر اړخیزه بحث کوي، او په نتیجه کې یې لازمې فیصلې کوي. د یادولو وړ ده، چې پدغه مجلسونو کې د شاګردانو استازي (نماینده

06.01.2019 عبدالله وردک

د ماشومانو لپاره ناول ـ ښاغلی مټیق

ښاغلی مټیق ( چونګښه) د ماشومانو لپاره ناول په تېر پسې لیکوال : پاول وان لون پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست پنځمه برخه ۵ سره ګلان ښاغلی فرانس په داسې حال کې چې د سرو ګلانو یوه ګېډۍ یې په لاسو کې وه ، د دوي مخې ته درېدلی و ،او په خندا یې وویل : (( هلکانو ، دا ډېره په زړه پورې ده چې تاسو دلته ګورم !)).دنیس وویل : (( په رښتیا هم ډېره په زړه پورې ده )). ووتر بیا هم هماغه شان د اوبو د سطل په مینځ کې مټیق ته کتل او یو ناڅاپه وویل : (( دا څنګه کېدای شي ، تاسو

04.01.2019 یوسف هېواددوست

آيا تمام پشتون ها طالب اند؟

نوشته ی محمد اسماعیل یون  برگردان از پشتو به دری: مصطفی عمرزی  یادآوری:  اين مقاله پس از سرنگوني طالبان و با نام مستعار در شماره ي 1- 1381 شمسی مجله ي «هيله» به نشر رسيده است.  ***  د تومتونو يار دې زه يم  يار بهتان هايت منم  د پتاسو دستمال دې برکلي تـه ځينه  بسته ی شيرينى ها را به روستاى بالا ببر!   به&nbs

03.01.2019 مصطفی عمرزی

ښاغلی مټیق - د ماشومانو لپاره ناول

ښاغلی مټیق ( چونګښه) د ماشومانو لپاره ناول په تېر پسې لیکوال : پاول وان لون پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست څلورمه برخه ۴ کتنه دنیس څو شېبې مټیق ته وکتل ، آیا په رښتیا هم دا ښاغلی فرانس و ؟مټیق قور قور وکړ او داسې ځای کې ودرېد چې ګواکې مخامخ یې د هغه سترګو ته کتل .دنیس ډېر په کراره وویل : (( دا سترګې خو یې بیخي لکه د ښاغلي فرانس په شان دي )).ووتر وویل : (( راځه چې دا له ځان سره یوسو ، پرېنږدو چې دا خوارکی دلته په ویترین کې پاتې شي )) . یو ناڅاپه له شا

03.01.2019 یوسف هېواددوست

ښاغلي مټیق ـ د ماشومانو لپاره ناول ـ ۳

په تېر پسې ښاغلی مټیق ( چونګښه ) د ماشومانو لپاره رومان لیکوال : پاول وان لون پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست دریمه برخه ۳ د ژویو د خرڅلاو مغازه کله چې دتیس ، ووتر او سیتا له ښوونځي څخه د باندې ووتل پام یې شو چې ښاغلی فرانس د واټ په یوه ګوښه کې په چټکۍ سره ورک شو ،دنیس وویل : (( راځۍ ما پسې راځئ باید ویې څارو )) سیتا خپل ځای کې ودرېده : (( زه تاسو سره نه یمه ، دا ښه نده چې یو څوک وڅرل شي ، همداسې نده ووتر ؟ )) .ووتر لږ څنډ نه وروسته په شرمېدلې بڼه

01.01.2019 یوسف هیواددوست

ښاغلي مټیق ـ ۲ـ ناول

په تېر پسې ښاغلی مټیق ( چونګښه ) د ماشومانو لپاره رومان لیکوال : پاول وان لون پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست دویمه برخه ۲ پرانیستې خوله ښاغلي فرانس لکه هغه چا چې وغواړي په لامبو کې لاندې غوټه ووهي ، په خپله سینه کې خپله ساه بنده کړه او یو ناڅاپه یې وویل : (( صبر وکړۍ ! لومړی باید تاسو قسم یاد کړۍ چې زما راز به هېڅ چا ته نه وایۍ )) . ټولو ټولګي والو سره یو ځای وویل : (( قسم یادوو )) .دنیس په داسې حال کې چې رخه یې کوله جیغه یې کړه : (( که همدا اوس د

31.12.2018 یوسف هیواددوست

استاد هم چې استاد وي!

استاد هم چې استاد وي! عبدالله وردک انګلستان - دسمبر - ۲۰۱۸ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! په نړۍ کې، د هغو ملکونو خلک ډېر بختور دي، چې ښه پوه، او عادل استادان ولري. ښه استاد لرل، یو ستر نعمت دی. د استاد مقام ډېر لوړ، او د قدر وړ دی. په شاګردانو هر وخت لازمه ده، چې د ښو استادانو، په قدر پوه شي، او هغوی ته د زړه له کومي احترام ولري، او د دوی په حق کې ه

31.12.2018 عبدالله وردک

رېښتینی دین

رېښتینی دین (لومړۍ برخه) یادونه: «رېښتینی دین» د رېښتینو پېښو پر بنسټ لیکل شوی دی تاج محمد د ۲۰۰۱ زېږدي کال د اکتور میاشتې په اوومه نېټه، کله چې امریکایانو په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل، نړۍ ته سترګې وغوړولې. تاج محمد د نوي پېر رېښتینی زوی و: کله چې یې عمر ۱۵ کالو ته ورسېد، نو هغه د دې نړۍ د ټولو حرامو شیانو خوند څکلی و. د کابل په «ډيپلومات» نامه نڅاځي کې داسې څوک نه و، چې له تاج محمد سره د شرابو څښلو او نجنو ته په پیسو ورکولو کې سیالي وکړي.

28.12.2018 پامیر زیارمل

زدکړه د اوسني ټولنیز او بشري رنځ یوازنۍ درملنه

علم پر انسان( نر او ښځه) فرض دی( نه یوازې پر نرینه). (الحدیث) الله جل جلاله فرمایلي دي، چې تاسې د ځمکې پر مخ څېړنې او پلټنې وکړئ؛ نوي شیونه به پیدا او وپېژنئ! یعنې په الهي احکامو حکم وکړئ او له حرکته مو برکتونه تر لاسه کړئ. له دې څخه څرګندېږي، چې له دیني علم سره دنیاوي، عصري او مدني علم هم اړین دی. زما په اند په نړۍ کې به اوسمهال د مسلم په پرتله نامسلم وګړي د الله جل جلاله له کلامه ډېره ګټه پورته کوي او له معنا سره به یې لولي او د دې لپاره په کې فکر کوي، چې د علم او پوهې په نړیوا

25.12.2018 احسان الله مومند

د پښتو ژبژغورنې ملي غورځنگ مشرتابه ته وړانديځ ‏

داچې دپښتو ژبژغورنې ملي غورځنگ په ډير لږ مهال کې لوالتيا ډيره کړه دا يوه اړتيا انگيرل کېده ، تشه وه چې ‏بايد ډکه شواى واى خو د رب پر سترې لورينې دا تشه مخ په ډکېدو ده ‏ اوس مهال يې مينه پال ، مينه وال ، او ليوال يې مخ پورته کېدو دي نو له دې سره د غورڅنگ پازه هم ډيريږي ‏او بايد د مېنه والو وړانديځونو ته هم ځير وي رغنده نيوکوته هم ځواب ولري ‏ دا غورځنگ د خپل کار د ژبې دپالنې لپاره د هېواد اساسي قانون ١٦ ماده د استدلال لپاره وړاندې کوي ‏ ماده په دې ډول

25.12.2018 فضل قادرانډيوال ‏

محصولات هاریایی و عاریایی

    نوشتن پیرامون زشتی ها و فسادی که در حاکمیت های بازار آزاد بر مردم ما حواله کردند، مقال بزرگ است که به صورت مستقل، چیزی بیشتر از شاهنامه ی فردوسی خواهد شد. تنوع زشتی ها، فساد، خیانت ها و ابتذالی که نتیجه اش نوعی از دارایی های نازل شده اند، باور هایی را زاده اند که اگر بسط یابند، آستان بوسی بیگانه نیز تا جایی ن

25.12.2018 مصطفی عمرزی

مدرسه و مكتب 

نوشته ی محمد اسماعیل یون  برگردان از پشتو به دری: مصطفی عمرزی  یادآوری:  اين مقاله در اوج قدرت طالبان نوشته شده بود؛ زمانی كه آنان نام مكتب را به مدرسه تغيير دادند و كمپاين عام ضد مكتب ها آغاز يافت. اين مقاله با نام مستعار در مجله ي «هيله» به نشر رسيده است. اینک ترجمه ی دری

25.12.2018 مصطفی عمرزی

ادبي ټوټه

یوه ادبي ټوټه ساعت د شپې له دریوو اوښتي خوب له سترګو الوتی له ځایه پورته شوم له کړکۍ نه د باندې نری باران د یو نیم لاروي په لاس نیولې چترۍ لمندوي د لارې پر سر لګېدلي څراغونه ځای ځای رڼا لګولې او لاره داسې نه ښکاري لکه یوه عمومي جاده . بېرته راستون شوم د کمپیوټر د میز خوا ته په یاد مې شول چې فیسبوک کې ولیکم یوه خبره پخه خبره : باران اوري خو لکه زموږ د کلي باران سېل نه جوړوي پ

25.12.2018 یوسف هیواددوست

مکافات و مجازات 

اصولی که بر اساس آن ها، مردمان یک کشور، اتباع نامیده می شوند، در متن موضوع، عبارت از تعهد به منافع مردم، ارزش های همه گانی، تمامیت ارضی، باور ملی و احترام به زیست باهمی اند. بنابراین باید طبق قاعده ی مکافات و مجازات نیز محک زده شوند.   در حاکمیت رییس جمهور کرزی، با چهره ها، افراد و اشخاصی مواجه شدیم که با تمام توان برای خدشه دار کردن تاریخ افغانستان، هویت افغان ها، تحریف ارزش ها، توهین و هتک حرمت به اقوام، فعالیت های مختلف سی

22.12.2018 مصطفی عمرزی

پښتوژبه په سيمه کې له ځانگړى ارزښت څخه برخمنه ده‏

پښتوژبه نن په افغانستان ، پاکستان او په سيمې کې خپل ځانگړى ځاى لري گڼ شمير ويناوال لري ‏ پوره د يو(ملت) ژبه ده، که څه هم داپښتون ملت ويشل شوى خو پښتو ژبه يې يوه ده ‏ نن ورځ په رسنيز چاپيريال کې پوره او غوښن ځاى لري، خو د حکومتونو او د ځينوناپوهو پښتنو له خوا پامه ‏غورځولې ده ‏ ځينې سياسي ، کورني او بهرني لاملونه هم شته چې د پښتو د ودې او پرمختگ په لاره کې خنډ دي ‏ ‏ دا يوڅو د گوتوپه شمير ورځې کيږي چې د فيسبوک له لارې د ژبژغورنې ملي غورځنگ پرنوم

21.12.2018 فضل قادر انډيوال ‏

زلزله: د زلزلې په وخت کې بايد سړی څه وکړي چې ځان د خطر څخه وژغوري؟

زلزله: د زلزلې په وخت کې بايد سړی څه وکړي چې ځان د خطر څخه وژغوري؟ ډېر څه وخت وړاندې ما د زلزلې د منځ ته راتلو، وجې (علتونو)، ډولونو، ساحو او وختونو په برخه کې يوه ليکنه د انترنټ په مختلفو مخونو (ساېټونو) کې په ليکه کړې وه. دا چې د دغې طبعي افت څخه سړې څنګه ځان د مرګ څخه وژغوري، خپلو هيوادوالو ته په لنډ ډول د يو څو کړنو هدايت کوم: د زلزلې په وخت کې د ټولو نه ډېر مهم د ژوند ژغورنې چال چلند دی. نو ځکه د زلزلي تر اغيزې لاندې ساحو کې دا ډېر ضرور دی، چې وګړي دغه مهمې کړنې په نظر کې وني

17.12.2018 اسدالله ملکزی

ښاغلی مټیق - د ماشومانو لپاره ناول

Uښاغلی مټیق ( چونګښه) لیکوال : پاول وان لون د ماشومانو لپاره ناول پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست کاکا طوطي او ټولو لګ لګانو ته ډالۍ ژباړونکی : زموږ د وخت ټولو چونګښاو ته ډالۍ لومړۍ برخه یو مهم راز همدا چې ښوونکی ټولګې ته راننوت ،په قدم وهلو یې پیل وکړ ، یو ناڅاپه ودرېد او زده کوونکو ته یې وویل : (( زه یو مهم راز لرم )) .هلکانو ژر خپل رنګه پنسلونه پر میزونو کېښودل او په حیرانتیا سره یې ښاغلي فرانس ته وکتل . سیتا وپوښتل : (( ښاغلی فرانس تاسو څه مهم

13.12.2018 هېواددوست

که زه کاندید وای ; د کډوالو بېرته راتلل 

د کډوالو بېرته راتلل په افغانستان کې د سولې د تامین او د افغانستان د حیثیت د ساتلو له پاره یوه خورا مهمه خبره ده.  د دې تر څنګ چې په ګاونډیو هېوادونو کې د ملیونونو کډوالو حضور د دغو هېوادونو په لاس کې د افغانستان پر ملت او دولت د فشار راوړلو یوه خورا اغیزمنه وسیله جوړوي، د افغانستان دښمنان او د دولت وسله وال مخالفین هم د کډوالو په منځ کې د سربازنیونې پراخه سرچینه لري. همدا راز د کډوالو&

11.12.2018 نجیب منلی

د جهانی صاحب د ځړاب په هکله

د سیاه سنګ انتقادی مقالی ته می د جهانی صاحب ځواب ولوست. زما غبرګون دا دی چی کاشکی داسی چټیاتو ته یی دومره درنښت نه وای ورکړی چی ټکی په ټکی یی رد کړی د خپل شعر نه دفاع وکړی. شاعر د کوم سیاسی ګوند رییس یا ویاند نه دی او هیحکله دا مجبوریت نه لری چی خپل شعر د کومی سیاسی اصولنامی سره مقایسه کړی چی د کوم برګراف او کومی حاشیی نه یی سر نه وی غړولی. د جهانی صاحب دی کور ودان وی چی د پامیر په باره کی یی هم شعر ویلی او دکونړ انځورنه یی هم کارولی دی. خو دښتیا خبره دا ده چی که دده ټول شعرونه هم یوازی د کند

11.12.2018 جنید شریف

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more