زه د ميني او محبت د عصر مقتبس يم، د ميني عيني راوي يم. مينه مي کړې ده، مينه مي ورکړې ده او مينه مي ليدلې ده.
د انسان بدن، لکه ويني ته چي اړتيا لري، همدا ډول ميني ته هم اړتيا لري، خو نننۍ مينه د پرونۍ ميني سره توپير لري.
مجازي نړۍ تر ډېره حقيقي مينه هم مجازي کړه، زما په آند د نن مينه طوفان کوي، شاعره ده، ژبه لري، د زړه محراق ته لاره مومي او داسي اوښکي بهوي، چي په مخ کي لاري په تصور کي دريابونه او پر مځکه لپي ډکوي.
سم د انسان خاموشه سوځېدل او بې لمبې سکروټه کېدل دي، دا مينه جادو په جادوګر کوي، د غله څخه غلا کوي، د زورور سره ډغري وهي او توان ختموي.
مينه عشق ته نه ويل کيږي، بلکي مينه د عشق قاتله ده، مينه لکه وينه آزلي او فطرتي ده، د بلي نړۍ نوم او د قسمت نوی جهان دی.
مينه په تعبير کي د هغه ناپايه سيند پېل دی، چي مبدا او آنجام يې نه وي معلوم، بې ميني ژوند بې حرکته وي، ځکه محبت د هڅوني دوهم نوم دی.
مينه په وينه ګډيږي، نو ځکه خو د ځينو خلکو محبوبيت تر آخره پاته کيږي، مينه جمال او کمال نه پېژني او مينه په مينه پيدا کيږي.
مينه که تعريف سي، که تحريف، نه ورکيږي، ځکه چي د خلکو په زړونو کي را ټوکيږي، بله زرعه نه لري.
مينه کذب نه مني، مينه عداوت محوه کوي، مينه واټن ختموي او مينه د مئين زړه تازه کوي، مينه غفلت وژني، مينه غافل محاکمه کوي، مينه ويده زړونه پاڅوي، مينه کيږي، مينه نه پرېکيږي.
مينه زياتيږي، مينه نه ورکيږي، مينه د ژوند عصا ده، بې عصا اوس وخت نه تېرېږي.
مينه وقار، مينه عزت، مينه نه پاتيږي، مينه ذکر، مينه فکر، مينه خيال نور له بدن څخه نه جلا کيږي.
مينه زور، مينه پېغور، مينه په ژړا سره نه رخصتيږي، د ميني نوم د ميني خو کارونه د قاتل کوي، مينه پوه سوه، مینه پوهيږي، چي دا خلک په مينه نه تماميږي.
د ميني زور هيڅ زورور نه لري، مينه وايي، زور زرګر نه لري، مينه خو ډېره ګرانه ده او مينه د چا خاطر نه لري.
مينه ثواب، مينه کتاب، مينه له ميني سره اوسيږي، مينه اشتقاق له ميني، مينه له ورايه مالوميږي.
مينه آنجام نه پيژني، مينه له مبدا څخه ليونۍ کيږي، مينه ژوند جوړوي، ژوند ميني ته سرعت ورکوي او سرعت د ميني واټن کموي او مينه مئين ته رسوي.
مينه اميد دی، مينه واقعيت دی، مينه حقيقت دی، مينه داسي لمر دی، چي په دوو ګوتو نه پټيږي.
مينه د زړه آواز، مينه د زړه ساز، مينه ترنم، مينه نياز، مينه په زړه کي تل پاتيږي.
مينه تقوا، مينه روا، مينه مسکا، مينه د ميني تابع کيږي. مينه اقرار، مينه قرار، مينه درس، مينه باب دی شروع کيږي.
مينه کار، مينه يار، مينه سته، مينه ورځ تر بلي لا زياتيږي.