اې د ارګ په مینه مسته، له خوبونو نه را پاڅه
د پنجاب له آې اس آی نه، د ایران له قونسولونو نه را پاڅه
له کوچونو له ورېښمینو سرو تختونو نه را پاڅه
له سپېدار څخه را پاڅه، له قصرونو نه را پاڅه
له "جان بس" او دوستمونو نه را پاڅه
له خوبونو نه را پاڅه
له نازونو نه را پاڅه
خپل پرتوږ درنه پردی شو، په وعدو د برجسونو
راچاپېر کړې په دې تمه، د لندن څو مارکېټونو
په یو څه ښویو کورتیو، په نازکو نېکرونو
ټول ولس ته یې رسوا کړې، رنګارنګه عکسونو
له کموده، او له حمام او مویبرونو نه را پاڅه
له کوچونو او پېړیو او تختونو نه را پاڅه
له تشناب او حمامونو نه را پاڅه
ارګ خو ځای د برېتورو، او ته هسې پټاټه یې
هر سړی غیور غیور دی او ته هسې ښځینه یې
چې بچی د دې وطن دی، هغه ستا نه عزتمن دی
بې توپیره برخمن دی، بې له شکه چې پتمن دی
له سینګار او سلمانۍ او دوکانونو نه راپاڅه
له فسبوک او له یوټوب او ټویټرونو نه را پاڅه
له سپیدار څخه را پاڅه، له قصرونو نه را پاڅه
تا ته چا وې چې سړی یې، خوله دې ماته د هغو شي
او ته ولې ور ته غوږ یې، چې کرزی په ګفتګو شي
سر دې ولې د شنو خرو شي، غوږ دې ولې د بیزو شي
خرس دې ولې احدي شي، خوګ دې ولې د رحیمي شي
له دې ډېرو فېشنونو او نازونو نه را پاڅه
له خوبونو نه را پاڅه
له مکرونو، انکارونو نه را پاڅه
ته سړی یې که څړی یې؟
ته ریښتونی لوده ګی یې
ته ناروغ یې، ته روحي یې، لېونی یې
که له خپلې سوړې ووځې، ته ریښتینی ګلالی یې
له دروغو، له چلونو، له نازنو نه راپاڅه
له حمام او له سونا نه، له حوضونو نه را پاڅه
له نازونو نه را پاڅه، له خوبونو نه را پاڅه
له سینګار او فېشنونو را پاڅه
له خوبونو نه را پاڅه