دمقایسي لپاره :
د دوو مختلفو سرچینو څخه لیکني ؛د پرتله کولو لپاره:لېږونکی محمدسرور وکیلي
لومړی لیکونکی «پور» افغان دی. ډاکتر دی،لیکوال اوشاعر دی.
دوېم سړی «پور» امریکاییی دی. په بین المللي سویه ژورنالست او لیکوال دی.
دواړو پر یوه موضوع باندي لیکنه کړې؛بېله دې نه چي د یوبل سره ئې پر موضوع باندي سره ږغېدلي وي.
ما دا دواړي لیکني چي یوشعر دی اوبله ویین لیک یاني مقاله ده؛ دګرانو لوستونکو لپاره «کوپي» کړه،چي وې لولي او قضاوت پرې وکړي!
لومړی شعر:
د طالب واکمني
سرلوڅ مرادزی
03.12.2019
د طالب واکمني
که طالب واکمني بیا ځلې خپره شي
پر هېواد به د تیارې لړۍ سپره شې
راڼه ستوري د اسمان به رڼا بایلې
سره تبۍ به د سپوږمۍ د مخ څېره شي
د لمر سترګه به ړنده شي رڼا ورځ کې
د رڼا او له تودوخې به سړه شي
یو عرم(۱) توپان به ګډ شي طبیعت کې
لاندې ځمکه، پاس اسمان به لوخړه شي
د وطن غرونه به پریوځي پر ځمکه
ټول سیندونه به له پیله اواره شي
اباسیند او اموسیند به بې اوبو شي
د سپينغر، پامیر لویا به مسخره شي
ټول وطن به شاړې دښتې شي له سره
نه به پاتې شنیلی نه منظره شي
څاروي، ژوی به په منډو منډوتېښتې
له مرغانو به خالي هره دره شي
د بلبلو غږ به ورک شي په چمن کې
تور کارغان به چم په چم باندې دېره شي
ځناور به په کوڅو کې ډلې ګرځي
پوه انسان به یا پاڼسي یا غرغره شی
د هېواد برم به پښو لاندې شي خاورې
افغانان به بیا، نړۍ کې اواره شي
د تاریخ او له تهذیب به لاس په سر شو
رانازله د وحشت به یو دوره شي
د ژوند نوم به له هېواده کډه وکړي
دا وطن به د ژوندیو هدېره شي
لوی ناورین به د افغان په برخلیک شي
ټول وطن به د سرو وینو فواره شي
سرلوڅ مرادزی
یادونه:
۱ ) ( اشاره په سبا سورې کې (۱۵ ــ ۱۶ ) ایتونو ته ده

افغانستان؛ د امپراتوریو قبرستان
نشرونکی: عبدالصمد ګوهر برخه: مقـــــالی او تبصرې دسمبر 23, 2019
لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ران پاول انسټیټیوټ ، امریکا
ژباړن : پردېس
« زموږ په هیواد کی درواغ نه یوازی اخلاقي مقوله ده ، بلکی د دولت یوه پایه هم ده » ( الکساندر سولژنیشاین ) .
په همدې اوونۍ کی د واشنګټن پوسټ معتبرې ورځپاڼې یو « دوه زره مخیز » چاودېدونکی خبر خپور کړ چی هغه د پنتاګون پټ راپور دی چی پکښی ویل سوي دي چی دا په افغانستان ، یعنی د امریکا د ټولو نه په اوږد جنګ کی د امریکا د جنګي ستراتیژۍ ماتې ده . ورځپاڼه دې پایلې ته رسیږي چی امریکایانو ته د افغان جګړې په باره کی درګرده او پرله پسې درواغ ویل سوي دي .
عین همدا خبره ما ( یعنی دغه لیکوال ) په ۲۰۰۳ کی په امریکایی مجله « امریکایی محافظه کار » کی ، یعنی کله چی امریکا پر افغانستان یرغل کړی و ، ویلې وه .
درې ستورې لرونکي جنرال « ډګلس لوت » ، چی د ولسمشر جورج بوش او ولسمشر بارک اوباما په حکومتونو کی په افغانستان کی د امریکایی پوځ قوماندان و ، هم دا اعتراف کړی و چی « کوم کار چی موږ کاوه ، د هغه تیاره اړخ مو نه تصور کاوه .»
د یو پیاوړي خو وحشي ځواک تر ننګې لاندی تکبر او بیا هم تکبر هغه څه وو چی د امریکا تګ لاره یې په دغه لیری آسیایی هیواد کی مخته وړل . پر افغانستان باندی یرغل پر امریکا باندی د سپټمبر د یوولسمی د برید انتقام و . لکه دغه لیکوال چی په افغانستان کی مشاهده کړې ، په افغانستان کی د اسامه بن لادن د تروریسټي کمپونو د شتون ټولي ادعاګانی درواغ وې . د سپټمبر د یوولسمی حمله په افغانستان کی نه وه طرح سوې .
طالبان تروریسټان نه وو . دوی هغه په سپکو وسلو سمبال قبایلي جنګیالي وو چی د بانډونو او د امریکا تر ملاتړ لاندی د هغو استخباراتو پر ضد جنګېدل چی د کمونیسټ ګوند لخوارهبري کیده . د طالبانو پلرونه یعنی مجاهدین د رونالډ ریګن لخوا د آزادۍ د جنګیالیو په حیث ستایل کېدل .
امریکا په ۲۰۰۳ کی د افغاني کمونیسټانو ، یعنی هغو کسانو مطلق ملاتړ وکړ چی د کسپین د بحیرې د تېلو د زخیرې څخه یې مخ پر جنوب د پاکسان تر سواحلو پوری د امریکایی پایپ لاین د تیرېدو ژمنه کړې وه .
کله چی طالبانو د امریکا د دې پایپ لاین وړاندیز رد کړ ، نو پر دغه ملت پال او د مخدره موادو ضد غورځنګ باندی یې ، چی د افغانستان د عزت لوټولو پر ضد جنګېدل ، د تروریسټانو ټاپه ووهل .
پر کابل د امریکا لخوا نصب سوی رژیم په المارۍ کی د « سي آی اې » ایښودل سوي پانګي یعنی جنګسالاران ، د مخدره موادو لوی کاروباریان ، او کمونیسټان وو . د امریکا په بلیونونو ـ بلیونونو ډالره راوبهېدل تر څو ایجنټان اجاره کړي او هم پر جنګسالانو او جنایت کارانو باندی وویشل سي . د افغانستان تر ټولو جنګي مجرمین د امریکا ملګري دي .
کله چی طالبان واکمن وو ، نو د افغانستان ۹۰ سلنه د اعلی مورفینو او هیرویًنو پراخ تجارت یې ختم کړ . کله چی امریکا کابل ونیوئ او خپل ګوډاګی رژیم یې نصب کړ ، نو د مخدره موادو تولید تر بل هر وخت خورا زیات سو . امریکایی پوځیان او د هغوی ملګري د مخدره توکو په تجارت ښه ډیر ورننوتل څو چی دې کاروبار د هیواد اصلي اقتصاد جوړ کړ . اوس افغانستان په نړۍ کی د مخدره موادو تر ټولو ستر تجارت کونکی دی .
هغه ژورنالیسټان لکه زه ، چی د افغانستان په هکله یې حقیقت وایه ، یا خو له کارونو وشړل سول او یا هم هیڅ په باک رانه وړل سول . کله چی ما د دوی دا درواغجني ادعاګانی ردولې چی ویل یې عراق د ډله ییزو وژنو وسلې لري ، یا دا چی ویل یې امریکا د افغانستان د جنګ ګټونکې ده ، نو « سي . ان . ان » ټلویزیوني چینل لیری کړم . کله چی می ویل چی داعش د لویدیځ یوه اختراع ده او ترکیه ، امریکا ، فرانسه ، برتانیه او اسراییل یې ملاتړ کوي ، نو ځینو راډیوګانو او عامه ټلویزیوني چینلونو زه بند کړم . پر ما یې د حقیقت ویلو په بدله کی د افراطي او بنسټ پال ټاپه ووهله .
زه دا مثالونه د واشنګټن پوسټ لخوا د وارد کړو الزامونو د تصدیق په خاطر وړاندی کوم چی وایی دا ټوله افغان شخړه د امریکا بشپړ درواغ او نیمه درواغ دي تر څو د یو کمزوره او خورا وروسته پاته هیواد پر ضد ، چی نه غواړي زموږ ستراتیژیکي پایپ لاین ترې تیر سي ، خپل وحشیانه جنګ حق په جانب ثابت کړی .
پخپله همدا واشنګټن پوسټ یو وخت د هغو درواغو په غټولو او خپرولو کی یو کلیدي رول ادا کاوه چی له مخي یې امریکا پر عراق حملې ته ولمسول . خو نن د ټولو هغو درواغو په رسوا کولو سره توبه باسي چی افغان جنګ یې رامنځته کړی او هلته د زرګونو امریکایی پوځیانو د وژل کیدو یا ټپي کیدو ، د امریکایی الوتکو په ذریعه د افغانستان د پراخي تباهۍ ، له حده زیاتو کړاوونو ، لوږې ، د ملکیانو د ډله ییزه وژني او د جنګ د نورو وحشتونو څخه عبارت دي .
د پنتاګون د راپور له مخي امریکا په افغانستان کی په خپل جنګ اقلأ یو ټریلیون ډالره مصرف کړي دي چی د لیدو وړ کومی اغیزې یې نه دي ښندلي بېله دې چی خورا زیات انسانان قتل یا ټپیان کړي ، کلي وران کړي ، څاروی په مشین ګنونو سوري سوري کړی ، او چاپیریال له حده زیات په کیمیاوي موادو ککړ کړی . یعنی هر شی چی ښوری ، باید د بم ګوزار پر وسی ، او همدا امریکایی عقیده ده . همدا علت دی چی موږ د امریکایی « بي ۱ » او « بي ۵۲ » طیارو په واسطه د افغان کلیو لوېشت لوېشت بمباري کوو ، او د ډلو ډلو هلیکوپترونو او « اې . سي ۱۳۰ » توپ لرونکو طیارو په ذریعه د منځنیو پیړیو غوندی پر وروسته پاته افغان قبایلیانو او د واده پر مراسمو له شرمه ډکې بم ورۍ وینو . شورویان یوازی بې رحمه وو ، خو موږ په دې هکله تر هغوی ډیر اغیزمن یو .
امریکایی خپرونو ، فقط له یو څو پرته ، د افغانانو پر ضد د امریکا جګړه ډیره پړسولې ده او په بشپړ توګه یې خپل وحشتونه او ثابت درواغونه پټ کړي دي . دغه جنګ د یو ستر پیسه خوره قاتل ماشین حیثیت غوره کړی دی چی سیاست وال او پوځي قراردادیان یې چلوي . پخواني ولسمشران ، چی د نړۍ د ټولو څخه غریب او وروسته پاته هیواد پر ضد یې دغه ناولی جنګ خوښاوه ، باید شوم وبلل سي .
په عین حال کی موږ باید تم سو او د دغو پښتني قبایلي جنګیالیو په هکله فکر وکړو چی د اتلسو کالو راهیسی یې د ساده کلاشنیکوفونو په واسطه په نه ماتېدونکي غیرت سره د نړۍ تر ټولو پیاوړی جنګي ماشین درولی دی . موږ د هغوی څخه د زړه له تله د بخښنې غوښتلو او هم یې د هیواد د بیرته ورجوړولو پوروړي یو . زه د امریکا د یو پخواني پوځي په حیث دوی ته ، چی د غیرتمنو غیرتیان دي ، سلامي کوم .