بېلابېلې ټولنيزې ليکنې


سیاسی ګوندونو ته یوه کتنه! - پنځمه برخه

سیاسی ګوندونو ته یوه کتنه! (پنځمه برخه) عبدالله وردک انګلستان - اپرېل - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! کله چې د خلق ګوند په ټول ملک کې خپل کنترول ترلاسه کړ، نو بیایې سمدلاسه، په ټولو مهمو حکومتي ادارو کې د خپل ګوند غړي وګومارل. د خلق ګوند په نسبي توګه زیات پوه او مسلکي کدرونه نلرل، او د دوی مقررۍ ډېرې بې انصافه وې. دوی ته ګوندي سابقه، او

11.04.2019 عبدالله وردک

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه! - څلورمه برخه

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه! - څلورمه برخه عبدالله وردک انګلستان - اپرېل - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! د ثور د کودتا څخه وروسته محمود سوما، د عالي تحصیلاتو د وزیر په حیث تعین شو. کله چې محمود سوما د کابل د پوهنتون په انګړ کې د وزیر په حیث معرفي کېده، نو د پوهنتون ټول استادان یې ورغوښتي و. هغه استاد چې د علی احمد خرم د مرګ په قضیه کې بندي شوی و،

08.04.2019 عبدالله وردک

پدیده ی ناشناس

    سقوط یک شبه ی هنرمندی که یک عمر محترم بود، نوع جدید نیست. در جریان ستیز سیاسی چهل سال اخیر، نگاه منفی به گذشته ی تاریخی ما، به ویژه از سوی کسانی که از خلقی و پرچمی به اخوانی، تنظیمی، طالبانی و بالاخره به اصطلاح فراملیتی ها ردیف شدند، تحمیق آشکار بود تا در زمینه ی نامشروع سیاسی، قبول شوند.   هفت ثور با مدعیات نو نمی توانست در زمینه ای قوام

06.04.2019 مصطفی عمرزی

فرض او حرام

فرض او حرام په بیړنیو حالاتو کي د لمړیتوبونو (Priorities) ټاکل ډیر مهم دي او حیاتي ارزښت لري. ښه مدیر (Manager ) پوهیږي چه کوم کار باید لمړي ترسره شي او کوم يي باید دوهم ځاي ونیسي. فرصتونه او چانسونه (Chances and Opportunities ) کله کله سړي ته په لاس ورځي او کله کله بیا دا چانسونه او فرصتونه بیخي د طلا غوندي وي خو د استفادي وخت يي محدود وي. ښه مدیر همدي ډول فرصتونو ته ګوري هغوي ته لمړیتوب ورکوي او ورڅخه ګټه اخلي. بیا دي د اداري او مدیریت لکچر شروع کړي خو نه پوهیږم چه خپله یې زده

04.04.2019 محمد اکبر پیمان

پوهیدل او پوهول

پوهیدل هنر دي خو پوهول بیا دوه هنره بللاي شو. ځيني کسان خپله پوهیږي خو بل څوک نه شي پوهولاي- خداي مو له داسي استادانو وساته چه لایقه وي تعلیم لري خو معلم نه وي. ماغزه به دي در شړومبي کړي، خپله ژبه به هم وچه کړي خو اصلي هدف به نه شي رسولاي. په افهام او تفهیم (Communication) کي بیا اوریدل تر ږغیدلو مهم بلل شویدي هغوي چه ښه اوریدونکي دي او ښه غوږ نیسي نظر هغو کسانو ته چه ډیري خبري کوي زیات معلومات تر لاسه کوي او په خلکو کي د ښه اوریدونکي باور هم له هغو کسانو څخه چه ډیر ږغیږي زیات دي. نو ته

02.04.2019 محمد اکبر پیمان

په کوپړي کي دي ماغزه ښکاري جانانه

په جماعت کي مي له مولوي صاحب څخه تفسیر وایه او زده کړه يي ښه په خوند روانه وه. زما د ترور زوي راغي راته یي وویل: اکبره یوه پوښتنه لرم. وایه! که سړي حج وکړي بیا کافر سي نو څه کیږي؟ څنګه څه کیږي؟ حج يي ځي که نه ځي (باطل کیږی که نه ). زه نه پوهیږم دا څه لیوني پوښتنه ده. پوښتنه به ولي لیوني وي ستا يي ځواب نه دي زده څه له پاره دا غټ غټ کتابونه (جلالین تفسیر او هدایه) وايي چه د یوي وړي پوښتني ځواب دي نه دي زده؟ زه هم خړ (خجالت) غوندي شوم او له ځان سر

01.04.2019 محمد اکبر پیمان

چاپیریال ساتنه

چاپیریال ساتنه: موږ نه یوازي له ځمکنيو غمونو څخه کړیږو بلکه طبیعت او اسمان هم راته په قهر دي. کله وچکالي راته خلک وژلي وي، کله سیلابونو د اکړیدلي خلک تر خاور لاندي کړي وي او کله زلزلو کورونه راباندي نړولي وي. د خداي په کارونو کار مه لره درته په قهر به شي، عاجز بنده يي زما او ستا یي له دي کارونو سره څه؟ ښه نو اوس خپل ګناهونه هم په خداي تاوان کړو؟ دا څه وايي؟ ښه وایم زه درخته قطع کوم، ځنګلونه له منځه وړم، زراعتي مځکو کي بیلډینګونه جوړم او د اقلیم د تغیر سبب هم زه

01.04.2019 محمد اکبر پیمان

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه-درېیمه برخه

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه-درېیمه برخه عبدالله وردک انګلستان - مارچ - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! پدغه لیکنه کې غواړم، د ثور د کودتا په هکله، هغه څه ولیکم، چې پخپلو سترګو مې لیدلي، او په خپلو غوږونو مې اورېدلي دي. د یادولو وړ ده، چې د ثور د کودتا څخه یو څو ورځې مخکې، د داود خان حکومت، ښاغلی حکمتیار، دده په غیاب کې په اعدام محکوم کړ، او د

31.03.2019 عبدالله وردک

د شیطان لومه

له هلمنده تر کابله زما سفر شپږ ورځي وخت ونیو، ځکه لاره ډیر زیاته خرابه وه. په کابل کي مي دکانکورازموینه ورکړه او بیرته په پنځو ورځو کي هلمند ته ورسیدم. څو میاشتي تیري شوي اوملګري مي زیري راباندي وکړ چه د طب پوهنځي ته بریالي شوي یي- ډیر خوشحاله شوم ځکه ډاکتر په هغه وخت کي ډیر لوي نوم درلود- خو خبر نه وم چه په افغانستان کي داکتري کول... نه نه څه مي نه دي ویلی په غصه کیږي مه ډیر سپیڅلۍ مسلک دي او ښي پیسي هم پیدا کوي. پوهنتون ته لاړم ډیر صمیمي ملګري وو، نوي چاپیریال نوي مضامین او له څو کلن

27.03.2019 محمد اکبر پیمان

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه!

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه! دویمه برخه عبدالله وردک انګلستان - مارچ - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! زه غواړم چې د دغې لیکنې په پیل کې، یوه ریښتنۍ کیسه، چې د دغې لیکنې سره تړاو لري، درته وړاندې کړم. زه چې کله نیږدې ۴۸ کاله مخکې په ثانوي تخنیک کې شاګرد وم، نو ما ډېر ښه تکړه مسلمان ملګري لرل، او ما د هغوی ټولو سره، خاص د الله(ج) په خاطر، ډ

25.03.2019 عبدالله وردک

د ټیکري میرمن او د هګۍ هلک

کله چې ایټالوي استعمار د لیبیا د دښتو زمری او د ولسي پاڅون سالار، عمر المختار د ۱۹۳۱کال په سپټمبر کې د اعدام په دړه ودرولو نو الوتکو ته قومنده ورکړل شوه چې ټيټې الوتنې وکړي. موخه داوه چې د المختار وروستۍ خبرې د هغو لسګونو زرو پلویانو غوږونو ته ونه رسیږي چې د وړوکي محشر په څیر، دده خواو شا را ټول شوي ناست وو. غړمبهار جوړ او هاها دې دې شوه، خو بیا هم دوه ټکي هلته هر چا واوریدل، یوه د تشهد کلمه او دویم یی پیغام: جلادانو! تاسو خو به ما نن اعدام کړئ مګر هیڅکله به، نه د ولسونو اراده ماته کړئ او نه

24.03.2019 ولي الله ملکزی

هغه کلمې چي دپښتواوپاړسي ژبي ترمنځ په بدلون سره دتورو راځي:

دغه ګړي یاوییکي چي په پښتو او(دري) ژبو کي په بدلون سره دتورو ویل کیږي اوپه ورځنۍ ګړدود یاني لهجو کي د دواړو ژبو دود لري (فونېتیک) ئې ډېر لږ توپیرلري.اومانا ئې یوشی ده. که څه هم پښتوژبه یوه خپلواکې ژبه ده، چي دباختري ژبو له ځانګونه راځي.(دافغانستان ژبي او تکمونه د دوست محمد دوست لیکنه : ۲۴تم مخ وګورۍ) او پاړسي دري ژبه هم یوه خپلواکه (پیرسیک) ژبه ده. (دافغانستان ژبي او تکمونه: ۸۸یم مخ) دغه توري چي د دواړو ژبو ترمنځ په یوه ماناسره خو په توپیر سره دیوه یادو تورو راځي د دواړو ژبو په ګړ

17.03.2019 محمدسرور وکیلي

جرګې او مرکې

دویمه برخه می کنم دیوانګی تا برسرم غوغا شود سکه به زر میزنم تا صاحبش پیدا شود او له همدې نیمګړتیا نه انګرېزانو ګټه واخیسته، له سردار عبدالرحمن خان سره یې اړیکې ټینګې کړې او تر پټ تړون وروسته یې ده ته د ) ۱۸۸۰ ( کال په جولای کې د پر تخت کښېناستلو بلنه ورکړه. ده ظاهر اً د جهاد اعلانونه نشر کړل او د مجاهدینو له لارې حکومت ته ورسېد، انګرېزان هم جسم ا له افغانستان نه ووتل، خو په غیر مستقیم ډول عبدالرحمن خان د دوی د تحت الحمایه پاچا په توګه پاتې شو. د مجاهد

17.03.2019 داکتر محمد ایمل

هیله

هیله ژوند دی، هڅه ده او باور دی. هیله عشق دی، ساز دی، نغمه ده او تراڼه ده. هیله نیک شګون‌ دی، فال دی، اسره ده او سکون دی. هیله د ژوند،‌ ژوند کولو او ژوند بښلو ښکلی هنر دی. هیله د ځلا او رڼا داسی بڅرکی دی چې لمړی په زړه کې د ډاډ یو کوچنی کورګې جوړکړي او‌ بیا د موسکا په بڼه، په مخ را څرګنده شي. هیله یو تخنونکی احساس دی چې د ستونزو او ګواښونو په وړاندی، د صبر او مقاومت مورچل تود او باتور ساتي. هیله انسان له ترږمۍ،‌ لټۍ او پښیمانۍ را باسي او د عزم، دبدبې او د بري شاخص ورته په

13.03.2019 ولي الله ملکزی

جرګې او مرکې

لومړۍ برخه تعریف جرګه د پښتنو یو لرغونی دود دی، چې قومي مشران ، علمای کرام، مخور او پوهان په کې د بېالبېلو مسائلو په اړه سره راټولیږي او پرېکړې کوي. خو په اصطالح کې جرګه د قبیلوي سپین ګیرواو مشرانو او علماوو هغې غونډې او جرګې ته وایي چې د بېالبېلو مسائلو د حل لپاره جوړېږي. جرګې تر ډېره د تاریخ په اوږدو کې د پښتنو قبایلو او یا هم د پښتنو په ټولنو او کلیو کې جوړې شوې دي. په قبایلو کې د جرګې پرېکړې باید عملي شي، مخالفت او سرغړونه یې ډېرې ناوړې پایلې لرلی

12.03.2019 داکتر محمد ایمل

دښځی دنړيوالی ورځې په بانه

دښځی دنړيوالی ورځې په بانه کله چې دښځو دحقوقو خبرې کوو ،نو مراد دهغوئ ټولنیز،سیاسي ، فرهنګي او انساني اساسي حقونه دي. دا حقونه په مادیاتو ،تخصص،منصب ،مجردتوب ،  متاهل توب او تولیدي مشغولتیا او عایداتو پورې هیڅ اړه نه لري.  اساساً ماته د ښځو دحقوقوترنامه لاندې نارې وهل یوه تبعیضي موضوع ښکاري او دا مانا ورکوي چې ښځې دانسانیت دچوکاټ څخه بهر یوبل مخلوق دئ چې باید ورته نارینه دهغوئ دحقوقودپاره قوانین او معیارونه جوړ کړي،ترڅو ددې قوانینو په لمن کې ئې حقوق تعریف او تس

09.03.2019 د،ب،هيښ

د مسلمانانو د ټاکنو کمپاین!

د مسلمانانو د ټاکنو کمپاین! عبدالله وردک انګلستان - مارچ - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! د افغانانو دپاره په اوسني وخت کې ریاستي نظام، چې په اسلامي شرایطو برابر وي، یو ډېر مناسب انتخاب دی. دا ځکه چې، انتخاب شوی جمهور رىٔیس، بیا کولای شي، چې خپل پلانونه، په ښه توګه په عمل کې پیاده کړي. نیمه ریاستي، او نور فدرالي نظامونه، د افغانانو دردونه

03.03.2019 عبدالله وردک

سیاسي اخلاق

سیاسي اخلاق / ولي الله ملکزی اخلاق، له پنځو ټکو جوړه دا کمکۍ کلمه، د کوه طور په څیر درنده او د شمشاد له دنګې څوکې، هسکه ده. ځای یی د زړونو په تل کې دی،‌ خو خوشبوي یی د مشکو او سرو ګلابو په څیر، په هر کور، ګور، ګودر، منبر، محراب، سټیج، لوژ او مورچل کې محسوسیږي. اخلاق د ترږمیو او وحشتونو په متن کې د سکون څرک او د احساس بله ډیوه ده. اخلاق، اراده ده، طبیعت دی او د انسانانو د فکر او مدنیت هنداره. عقیده د خالق او مخلوق تر منځ د باور یو نری تار او یوه نا لیدلې ځلا ده. ولی اخلاق د

26.02.2019 ولي الله ملکزی

د طالبانو ادبي غلا

دطالبانو ادبي غلا لیکوال : حکمت سباوون په عامیانه تفریحي ادبیاتو کی ورته قینچي کړپ او په سنجيده ادبیاتو کی ورته پلیجرست یا ادبي غل وايي . یو ادبي غل دیو نظم یا نثر الفاظ قافیة اویا هم طرز ترنم پټوي او دلږې ډېرې اضافې یا د موضوع په تبدیلولو فکر کوي چې ده کوم ادبي تخليق کړی او فکر کوي چی فقط همدا ډوډۍ خوري اونور خلک ګیا خوري اوګویا که خلک نه پوهیږي. د څه مودې راهسی په أفغانستان کي یو نظم ( له دې کلي کډه وړمه راغلم تنګ له بدامنیو ـ هره ورځ په اوږو وړمه جنازې د ګلالیو ) ډیر

22.02.2019 حکمت سباوون

ښاغلی مټیق - د ماشومانو لپاره ناول - اتمه برخه

ښاغلی مټیق ( چونګښه) د ماشومانو لپاره ناول په تېر پسې لیکوال : پاول وان لون پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست اتمه برخه تر پښو لاندې کول زده کوونکو په نا آرامۍ سره یو بل ته کتل ،هېڅ چا نه غوښتل د ښاغلي فرانس راز بربنډ کړي .خو د ښاغلي فرانس پوزه بیخي سره شوې وه او دا په دې مانا وه چې سړی ښه سخت په قار و ،سیتا تل داسې فکر کاوه چې د ښاغلي ستوارک پوزه کټ مټ لکه د یو شمېر الوتونکو د پوزو په شان ده په تېره بیا کله چې سره شي .د دنیس په ذهن کې یو ناڅاپه یو فکر پیدا شو

21.02.2019 یوسف هېواددوست

ډاکټر مجاور احمد زیارد علومو اکاډمي مشاور ټاکل شوى

دافغانستان د علومو اکاډمۍ د خبر پاڼې له مخې پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیارد علومو اکاډمي د مشاور توګه ټاکل شوى او د روان کال د سلواغې په ۳۰ مه نېټه د علومو اکاډمي د مشاور په توګه د ولسمشر سلاکار لعل پاچا آزمون لخوا وروپيژندل شو. په دې اړه غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي ریس په ګډون د اکاډمي علمي غړو او یو لړ نورو فرهنګیانو ګډون وکړ. د افغانستان د علومو اکاډمۍ د خبر پاڼه وايي د هېواد پياوړی ژبپوه پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار د افغانستان په علومو اکاډمي کې د ژبپوهنې د سلا

20.02.2019 فضل قادر انډيوال ‏

لاسوهنه

یو پر بل برلاسی، غلبه،‌ عجله، هوس، ځان ښودنه، د مقابل لوري کم راوستل، خپله خبره میره او د بل بابیزه ګڼل او د نورو په چارو کې لاسوهنه، د انساني فطرت یوه داسی نا اشنا غریزه ده چې له آدمه تر دی دمه ځموږ په وینه کې ځغلي راځغلي. کله چې موږ د مداخلې نوم اخلو یا یی خبره کوو، نو نیغ په نیغه او په لاشعوري توګه مو په ذهن او زړه کې د شورويانو یرغل انځور کیږي. مازی درې ورځې وړاندی ددغه خونړي تاړاک دیرش کاله پوره شول، د ګورباچوف په وینا هغه داسی ناسور دی چې زموږ او د دوئ له ټپونو څخه اوس هم وین

18.02.2019 ولي الله ملکزی

په روښاني تصوف کې د وحدت الوجود برخه

په روښاني تصوف کې د وحدت الوجود برخه لومړی به پيرروښان وپيژنو، چې څوک ؤ؟ پيرروښان: پيرروښان په ميا روښان، بايزيد انصاري، او بايزيد مسکين سره مشهور دی، همدا رنګه د ده مخالفينو لکه اخوند درويزه او د هغه استاد ملا محمد چې په ملا زنګي مشهور و، پيرروښان يې په پيرتاريک سره هم ياد کړی دی، پير روښان د عبدالله زوی او د شيخ محمد لمسۍ دی، د مور نوم يې ځينو ماخذونو بيبڼ یاد کړی؛ خو په حالنامه نومي اثر او ځينو نورو يې د مور نوم آمنه ذکر کړی او د پلار نوم يې ابابکر ذکر کړی دی غالباً دغه روايت

16.02.2019 پوهنیار حمیدالله عمرخېل

اې مسلمان افغانه!

اې مسلمان افغانه! عبدالله وردک انګلستان - فبروری - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! د پارلمان دپاره نیږدې ۴ میاشتې مخکې، انتخابات تر سره شول، او د هغو آخري نتیجه تر اوسه پورې، په سمه توګه نده اعلان شوې. اې مسلمان افغانه! آیا، تا په ریښتیا سره خپله رأیه، یوه پاک مسلمان افغان ته اچولې وه، او کنه؟! که چېرې، تا د خپلې شخصي ګټې په خا

10.02.2019 عبدالله وردک

ګټور معلومات!

ګټور معلومات! عبدالله وردک انګلستان - فبروری - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! نن سبا، مونږه ځینې وروڼه او خویندې لیکنې کوو، چې الحمدلله، دغه یو ډېر ښه کار دی، او باید ټول وروڼه او خویندې، ښو لیکنو ته ادامه ورکړي. د یادولو وړ ده، چې ځینې ټکي، باید په سمه توګه ولیکل شي. د مثال په توګه: ۱- الحمدلله (✅). الحمدلله، یو عربی ټکی دی، چې د هغې سم لیکل، باید په قرآن شریف، کې ولټول شي، او هغه د قرآن شریف په ډېرو

02.02.2019 عبدالله وردک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more