یوه انګلیسي کیسه
پښتو کوونکی: یوسف هېواددوست
مري یوه انګلیسي نجلۍ وه خو په روم کې یې ژوند کاوه .هغه شپږ کلنه وه.تېر کال مور یې ورته وویل : (( مري ، ته اوس نو شپږکلنه یې او دا یې وخت دی چې ښوونځي ته لاړه شې .ستا خامخا هغه ښوونځی خوښیږي ځکه یو ښایسته ښوونځی دی .))
مري پوښتنه وکړه : ((هلته یو انګلیسي ښوونځی دی ؟ ))
مور یې ځواب ورکړ : (( هو ، همداسې ده )).
مري ښوونځي ته لاړه او درسونه یې ډېر خوښ شول .مور به یې تل هر سهار تر ښوونځي رسوله او له غرمې وروسته به یې کور ته راوستله .تېره دوشنبه کله چې مور یې پر ۴ بجو ښوونځي ته ورغله ،مري له خپل ټولګي د باندې ورمنډه کړه .
مري وویل : ((مورې ! موږ نن یو نوی زده کوونکی لرو .هغه هم شپږ کلن دی .او ډېر ښکلی دی خو انګلیس ندی.هغه آلمانی دی .))
مور پوښتنه وکړه : (( انګلیسي خبرې کوي ؟ ))
مري په خوشالی سره ځواب ورکړ (( نه ، خو په انګلیسي خاندي .)).