🌹بِــسْــمِ اللّٰهِ الـرَّحْـمٰـنِ الـرَحِـیْـم 🌹
د ذکر مينه والو لپاره په زړه پورې ډالۍ!
خپله دنيا او اخرت ښايسته کړئ!
ځينې اذکار سره د هغوی فضيلتونو:
....................................................................................
★★(1)- (سبحان الله و بحمده ) ۱۰۰ ځله★★
*خضرت ابوذر رض فرمايي چې حضور ص وفرمايل:
چې زه تاته داسې کلمې ونه ښايم، کومې چې الله تعالیٰ ته د ټولو نه ډېرې خوښې دي؟
ما عرض وکړ، تاسو ماته هغه کلمې وښايئ، کومې چې دالله تعالی خوښې دي· حضور ص وفرمايل:
(ان احب الکلام الی الله سبحان الله وبحمده).(مسلم)
ژباړه:بې شکه الله تعالی ته د ټولو نه خوښې خبرې
سبحان الله وبحمده· دي.

* په يوه روايت کې راځي چې د حضور ص څخه پوښتنه وشوه چې د ټولو نه افضله کلمه کومه يوه ده؟
حضور ص و فرمايل:
(ما اصطفی الله لملاءکة والعباده سبحان الله وبحمده).
(مسلم).
ژباړه:کومه چې الله تعالی د خپلو فرښتو او خپلو بنده ګانو لپاره غوره کړې ده او هغه"سبحان الله وبحمده" ده .

* حضدت عبدالله بن عمر رض نه روايت دی چې حضور ص وفرمايل:
کوم کس چې "سبحان الله وبحمده" وويله،نو دهغه لپاره په جنت کې د کجورې يوه ونه وکرلی شي.(بزار)

*د اسحاق بن عبدالله نه روايت دی چې رسول الله ص وفرمايل:
چې کوم شخص سل(100)ځله "سبحان الله و بحمده"
ولولي نودهغه لپاره يولک اوڅلوريشت زره(124000)
نيکئ دهغې په عملنامه کې وليکل شي.(رواه الحاکم،فی الترغيب،کنز العمال ص ۲۲۶ جلد ۲ ).

*د حضرت ابن عباس رض نه روايت دی چې ، نبي
کريم ص وفرمايل:
چې کوم شخص دا دعا"سبحان الله وبحمده" زر(۱۰۰۰)
ځله ووايي،نو دغه شخص د الله ج نه خپل نفس
واخېسته او د الٰهي عذاب نه يې وساته. او د ژوند په
آخره ورځ باندې به دا شخص د عتيق الله ،
(د الله ازاد شوی)په لقب ونومول شي.
((رواه الطبرانی فی الاوسط و ابن مردويه مجالس
سينه ص ۷۰)).

*حديث شريف کې راځي چې کوم شخص سل(۱۰۰) ځله دا کلمات"سبحان الله وبحمده"ووايي نو الله ج به دده ټول ګناهونه معاف کړي اګر که ګناهونه يې د سمندر د زګ نه زيات وي هم،او کوم شخص چې روزانه سل ځله دا کلمات ووايي،نو د قيامت په ورځ به هيڅوګ د ده نه د افضل عمل والا نه وي،مګر هغه شخص کوم چې په همدې ومدار سره يا د دې نه زيات دا دعا ووايي.(رواه مسلم والترمذی والنسايي)
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★(2)-(سبحان الله و بحمده سبحان الله العظيم) ۱۰۰ ځله★
* حضرت ابوهريره رض د رسول اکرم ص ارشاد نقل کوي چې دوه کلمې داسې دي چې په ژبه ډېرې اسانې او په ميزان کې ډېرې درنې دي رحمٰن ته ډېرې محبوبې او خوښې دي هغه دا دي:
"سبحان الله وبحمده سبحان الله العظيم".(بخاري،مسلم،ترمذي،ابن ماجه،احمد)
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★★(3)- (سبحان الله العظيم و بحمده) ۱۰۰ ځله★★★
* جاء في الحديث الصحيح في فضل التسبيح أنها كلمةٌ تُغرس بها نخلة في الجنة. فعن جابر رضي الله تعالى عنه أن النبيصلى الله عليه وسلم قال: «مَنْ قَالَ : سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ وَبِحَمْدِهِ، غُرِسَتْ لَهُ نَخْلَةٌ فِي الجَنَّةِ» رواه الترمذي وقال: هذا حديث حسن صحيح غريب، لا نعرفه إلا من حديث أبي الزبير عن جابر،وقال المنذري: إسناده جيد، وحسنه الحافظ ابن حجر في (نتائج الأفكار)، وصححه الألباني في (السلسلة الصحيحة).
ژباړه:راغلي دي په صحيح حديث کې، په فضيلت او بهترۍ د تسبيح کې چې دا تسبيح يوه کلمه ده،چې کښينولی کيږي په سبب د دې تسبيح سره حجيره په جنت کې.
حديث صحيح دغه ده:
روايت شوی دی د جابر رض نه دا چې نبي ص ويلي دي:هغه چاچې ويې ويل:"سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ وَبِحَمْدِهِ"
(پاکي د ټولو غيبونو او نقصاناتو نه الله لره،چې لوی دی په صفاتو کې او ټول صفتونه د کمال هغه لره دي).
کښينولی کيږي ده لره حجيره په جنت کې دا حديث ترمذي روايت کړی دی او ويلي دي ترمذي دغه ذکر شوی حديث حسن دی او صحيح دی،غريب دی(يعني:نا اشنا دی ډېرو رويانو نه دی روايت کړی)
ځکه نه پيژنو دې حديث لره مګر دې حديث د ابي زبير رض نه چې روايت يې کړی دی د جابر رض نه او ويلي دي امام منذري سند د دې حديث ښکاره دی حسن ګڼلی دی حافظ ابن حجر په(نتائج الأفكار) کې او صحيح ګڼلی دی امام الباني په (السلسلة الصحيحة) کې.
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(4)-(سبحان الله و بحمده سعة عر شه) ۱۰۰ ځله★★
* كيف تكسب مثل عرش الرحمن حسنات
ردد : سبحان الله و بحمده سعة عرشه .
ژباړه:څنګه به ته وگټې په مثل او مقدار د عرش دالله نيکۍ هغه به ته وګټې په"سبحان الله و بحمده سعة عرشه" سره.
(پاکي د ټولو غيبونو او نقصاناتو نه د الله تعالی لره، ټول صفتونه د کمال او خدای توب ده لره دي،په اندازه د لوی والي د عرش د ده).
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(5)-( سبحان الله) ۱۰۰ ځله★★
★★(6)-(الحمدلله) ۱۰۰ ځله★★
★★(7)-(الله اکبر) ۱۰۰ ځله★★
★★(8)-( لااله الاالله) ۱۰۰ ځله★★

* :-(سبحان الله،الحمدلله،لااله الاالله،الله اکبر)
حضرت ام هانی رض فرمايي: چې يو ځلې نبي کريم ص تشريف راوړ نو ما عرض وکړ!. اې د الله رسوله!
زه بوډۍ شوي يم او کمزوري شوي يم څه داسې عمل راته وښايه چې په ناسته ناسته يې کومه،نو نبي کريم ص ورته وفرمايل چې:
*"سبحان اللهِ" سل(۱۰۰)ځله ووايه د دې ثواب داسې دی
چې ګويا سل عرب غلامان دې ازاد کړي وي.
*"الحمدلِله" سل(۱۰۰) ځله ووايه د دې ثواب داسې دی
چې ګويا سل اسونه سره د واګواو او سامان په جهاد کې د سپرلۍ لپاره ورکړل.
*"الله اکبر" سل(۱۰۰) ځله ووايه د دې ثواب داسې دی
چې ګويا تا سل اوښان د قربانۍ لپاره حلال کړل او هغه قبول شول.
*"لااله الاالله" سل(۱۰۰) ځلې ووايه د دې ثواب خو د اسمان او ځمکې منځ ډکوي.
د دې نه زيات د هيڅ چا څه عمل نشته چې قبول شي.
(رواه احمد،ابن ماجه)

*。(لااله الاالله)- د ابن عباس رض نه روايت دی چې رسول الله ص وفرمايل،په هغه پاک ذات مې د قسم وي چې د چا په قبضه کې زما ساه ده که چېرې ټول اسمانونه او ټولې ځمکې او کوم خلک او کوم څيزونه چې د دې دواړو په منځ کې دي هغه ټول د ترازو په يوه تله کې کيښودلی شي او د "لااله الاالله"اقرار په بله پله کې کيښودلی شي نو دا کلمه به په ټولو درنده شي. (اخرجه الطبرانی،مجمع الزوئد).
*。(لااله الاالله)-د حضرت انس رض نه روايت دی چې نبي اکرم ص فرمايلي دي چې کوم بنده چې څه وخت د ورځې يا د شپې "لااله الااللهُ" ووايي نو د اعمالنامې نه به يې بدي لرې کيږي او د هغه پر ځای نيکي ليکل کيږي. (مجمع الزوائد).

※رسول اللهﷺ فرمایلي:
-أَفْضَلُ الذِّكْرِ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَفْضَلُ الدُّعَاءِ الْحَمْدُ لِلَّهِ.
(رواه الترمذي/3383)
ژباړه:
-تر ټولو غوره ذکر "لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّه" ده او تر ټولو غوره دعا "الْحَمْدُ لِلَّه" ده.
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★★(9)-( استغفرالله) ۱۰۰ ځله★★★
* قال رسول الله ص"والله اني لاستغفر اللهَ و اتوب
اليه في اليوم اکثر من سبعين مرةٍ" .
(بخاري"فتح الباری ۱۰۱/۱۱")
ژباړه:پيغمبر ص فرمايي:په الله قسم چې زه په ورځ کې له اويا ځلو نه زيات له الله تعالی نه بخښنه غواړم،
او هغه ته توبه اوباسم.
* وقال رسول الله ص :" يا ايهاالناس توبوا الی اللهِ،
فاني اتوب اليه مِءَةَ مرّةٍ"
(مسلم۲۰۷۶/۴)
ژباړه:او پيغمبر ص فرمايي: اې خلکو! الله ج ته توبه وباسئ، او زه په ورځ کې سل ځله الله ج ته توبه اوباسم.
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★★(10)- (الحمدلله رب العالمين)۱۰۰ ځله★★★
کوم بنده چې "سبحان الله"ووايي د هغه په عملنامه کې شل نيکۍ وليکلی شي او شل ګناهونه ترېنه معاف کړی شي.
کوم بندهړچې چې "الله اکبر" ووايي همدارنګه شل نيکۍ ورته وليکلی شي او شل ګناهونه ورته معاف شي.
او کوم بنده چې "لااله الاالله" ووايي هغه ته به هم همدغه قسم اجر خاصليږي.
او کوم بنده چې په ژبه "الحمدلله ربّ العالمين"ووايي هغه ته به دېرش(۳۰) نيکۍ په عملنامه کې وليکلی شي او دېرش ګناهونه به ورته معاف کړی شي.
(د قرآني سورتونو او تسبيخاتو فضايل اوبرکات ،مخ:۲۵۴ ، تاليف:حضرت مولانا برهان الدين صديقي)
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(11)-( سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله والله اکبر) ۱۰۰ځله★★
حضرت ابو هريره رض فرمايي:چې ما ونې لږولې
دغه وخت کې حضورص راغی نوحضور ص وفرمايل:
اې ابو هريره! ايا ته ونې لږوې؟
ما عرض وکړ يا رسول الله ص د ځان لپاره ونه لږوم.
حضور ص وفرمايل:زه تاته د دې نه ښه ونې لږول ونه
ښايم؟ ما عرض وکړ، يا رسول الله ص ولې نه.
حضور ص و فرمايل چې:
سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله والله اکبر
تغرس لك بکل حدة شجرة فی الجنة.(ابن ماجه،رواه الترمذي ج۲، ص۳۰۶)
ژباړه: الله پاک دی، ټول تعريفونه د هغه لپاره دي،
دهغه نه علاوه څوک د عبادت لايق نشته،هغه د ټولو نه اوچت دی.
نو ستا لپاره به دهرې يوې کلمې په بدله کې جنت کې يوه ونه ولږولی شي.
(۱۱)- د حضرت انس رض نه روايت دی چې رسول الله ص ارشاد وفرمايه چې د دې کلماتو په ويلو سره ګناه داسې دوړيږي لکه په يخنۍ کې چې د ونې پاڼې دوړيږي.(رواه احمد)
(۱۱)- حضرت ابوهريره رض فرمايي چې رسول الله ص وفرمايل ماته د دې کلماتو ويل د هر هغه څيز نه زيات محبوب دي چې لمر پرې راخيژي.(يعني د دې کلماتو اجر او ثواب به باقي پاتې شي او دنيا به د ټول ساز او سامان سره ختمه شي.(مسلم).
(۱۱)- بل حديث کې راځي چې حضرت ابوهريره رض نه روايت دی چې رسول الله ص و فرمايل: چې څوک
دا کلمات لولي نو دا کلمات به دقيامت په ورځ د خپلو
ويونکو لپاره مخکې،شاته،ښي او چپ اړخ ته راځي او ده ته به نجات ورکولو والا وي. او همدغه نيک اعمال به وي چې هيشه ورته ثواب ورکول کيږي.
(مجمع البحرين).
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(12)- (سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله والله اکبر ولاحولا ولاقوة الا باللهِ العلیِ العَظيم) ۱۰۰ ځله

- حضرت خالد بن عمران رض فرمايي: چې رسول اکرم ص زمونږ قبيلې ته راغی نو ويې فرمايل:
چې خپل ځانونه بچ کړئ، نو عرض وکړی شو چې يا رسول الله ايا د کوم دښمن څخه وېره ده؟
ويې فرمايل: چې نه بلکې د اور نه د بچ کيدو لپاره ډهال اختيار کړئ. نو تپوس وکړی شو چې د اور نه د بچ کيدو لپاره ډهال څه دی؟
نو ويې فرمايل: چې:
"سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله والله اکبر ولاحول
ولاقوة الا بالله العلی العظيم"
دا کلمات دي چې د قيامت په ورځ به د سړي نه مخکې
او وروسته ښي او چپ طرف ته روان وي يعني مخکې
کيدلو سره به يې جنت ته بوځي او ښي او چپ طرف
ته به يې د دوزخ او نورو آفاتونو حفاظت کوی.(حاکم).

*- د حضرت عبدالله بن مسعود رض نه روايت دی چې الله تعالی د اخلاقو تقسيم هم په تاسو کې داسې
کړی دی لکه هغه چې ستاسو د رزق تقسيم کړی دی
بېشکه الله تعالی مال خپل محبوب او غېر محبوب ټولو ته ورکوي خو د ايمان دولت صرف خپلو محبوبو
بنده ګانو ته ورکوي، نو کله چې الله تعالی د يوه بنده سره د محبت معامله کوي، نو هغه لره دايمان دولت
ورکوي، کوم کس چې د مال د خرچ کولو نه بخل کوي
او د کوم دشمن سره دجنګ کولو نه وېره کوي، د شپې
د کوم افت نه ويريږي نو هغه ته په کار ده چې دا کلمات ډېر،ډېر وايي:
"سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله والله اکبر
ولاحول ولاقوة الابالله العلی العظيم"

*- حضرت ابوهريره رض د رسول اکرم ص دا ارشاد
مبارک نقل کوي چې د دې کلماتو لوستل ماته د هر هغه څيز نه زيات خوښ دي چې به هغې باندې لمر راخيژي. (مسلم،ترمذي).

*- د حضرت سمره بن جندب رض د رسول اکرم ص دا ارشاد مبارک نقل کي چې څلور کلمې د ټولو نه افضلې دي:
"سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله والله اکبر ولاحول
ولاقوة الا بالله العلی العظيم"
د کومې چې شروع وکړی شي نو،څه حرج نشته.
(مسلم،ابن ماجه، احمد)

*- دحضرت ابن عباس رض نه روايت دی چې الله تعالی چې کله عرش پيداکړ،نو څه فرشتو ته يې دهغې
د اوچتولو حکم ورکړ،هغه دروند محسوس شو،نو ويې
فرمايل چې " سبحان الله" وايئ چې د هغې په وجه به اوچتول اسانه شي ، بيا هغوی دا کلمه "سبحان
الله"تر يو وخته پورې وظيفه جوړه کړه.
تر دې چې د حضرت ادم ع پيدايشت وشو،نو هغه ته په خپله پرينجی راغلو،نو الله تعالی ورته د" الحمدلله"
تلقين وکړو او په خپله په جواب کې( يرحمک ربک ولهذا خلقتك)چې رب کريم دې پر تا رحم وکړي او ما د دې لپاره ته پيدا کړی وې وفرمايل.
فرشتو وويل چې دا بابرکته او عظيمه کلمه "الحمدلله"
ده،چې د دې نه مونږ ته هېڅ کله غافله کيدل نه دي په
کار، نو هغوی دا دوهمه کلمه هم ورسره يوځای کړه.
اوتر يوې وخته به فرشتو"سبحان الله الحمدلله"لوستل
تر دې چې حضرت نوح ع مبعوث شو او د ده قوم لومړني خلک وو چې بت پرستي يې شروع کړه، چې په هغې باندې الله تعالی ج حضرت نوح ع ته وحې نازله کړه،چې خپل قوم ته د "لااله الااللهُ" ويلو حکم وکړه، په دې سره به هغوی ته دالله تعالی ج رضا خاصله شي. فرشتو وويل چې دا دريمه جليل القدره کلمه ده چې د دې نه موږ ته غفلت کول مناسب نه دی، نو د لومړنيو دوو کلمو د يوځای کولو سره يې تر يوې مودې پورې:
"سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله" وظيفه لوستله،
تر دې چې حضرت ابراهيم ع مبعوث شو، هغه ته د ځوی د قربانۍ حکم وشو او د زوی په ځای يې فديه
ګډ ته لاړه، نو په خوشحالۍ کې يې" الله اکبر " وويل.
نو فرشتو وويل دا څلورمه د عظمت او برکت والا کلمه
ده، نو هغوی دا هم د لومړنيو کلمو سره يوځای کړه،نو
"سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله والله اکبر" يې
وويل، او کله چې دا ټوله واقعه حضرت جبرايل ع
د رسول اکرم ص په خدمت کې واوروله،نو رسول اکرم
(ص) په تعجب سره "ولاحول ولاقوة الابالله العلی العظيم" وويل، نو حضرت جبرايل ع وويل:
چې ته دې خپلې کلمې د مخکينيو کلماتو سره يوځای
کړه.
سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله والله اکبر
ولاحولا ولاقوة الابالله العلی العظيم
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(13)-( قل هوالله احد۱ الله الصمد۲ لم يلد ولم يولد۳ ولم يکن له کفوأ احد۴) ۱۰۰ ځله

*- د نبي کريم ص فرمان ده چې:
کوم شخص سورة اخلاص(قل هوالله) لس(۱۰)
ځله ووايي نو الله ج د ده لپاره جنت کې يو محل تياروي.
او چې شل (۲۰) ځله يې ووايي،نو دوه محله تياروي.
او چې دېرش(۳۰)ځله يې ووايي، نودرې محله تياروي.
حضرت عمر رض عرض وکړ،يا نبي الله نو بيا مونږ بې
شمېره محلونه حاصلوو. نبي ص وفرمايل:
چې د الله ج ملک ډېر وسيع ده(يعني د الله ج په نزدکې کمی نشته).《رواه الدارمی و احمد》.
*- د حضرت انس بن مالک رض نه روايت دی چې
حضور اقدس ص وفرمايل:
کوم کس چې يو ځل" قل هوالله احد " ولوستلو،نوهغه
ته په ذات کې برکت ورکړی شو·
او څوګ يې چې دوه ځله ووايي،نو هغه ته اود هغه
کور والا ته برکت ورکړی شو.
او څوګ چې دا درې ځله ووايي،نو هغه ته اود هغه
کور والا ته او دهغه ګاونډيانو ته برکت ورکړی شو.
او څوګ چې دا دولس ځله ووايي، نو الله تعالی به
د هغه لپاره په جنت کې دولس مانۍ جوړوي.
او څوګ چې دا شل ځله ووايي،نو هغه به دنبيانو سره
داسې وي چې څنګه د شهادت ګوته او مينځه ګوته يو
ځای ده،اودحضور ص د شهادت او مينځه ګوته په خپلو کې يو ځای کړې.
او کوم کس چې دا سل ځله ووايي،نو الله تعالی به د هغه د پنځه وېشتو کالو ګناهونه معاف کړي، بغېر د قرض نه او د ناحقه قتل نه.
او کوم کس چې دا دوه سوه ځله ووايي نو،د هغه د
پنځوسو کالو د ګناهونو مغفرت به وکړی شي.
او کوم کس چې دا څلورسوه ځله ووايي نو،د هغه لپاره د څلورو سوو داسې شهيدانو اجر دی،چاچې
د خپلو آسونوخپې کټ کړي وي او وينه يې بهولې وي.
او کوم کس چې دا زر ځله ووايي نو،هغه ته به تر هغه
وخته پورې مرګ نه راځي تر کومې پورې يې چې خپل
ځای په جنت کې ونه ويني يا ده ته ونه ښودلی شي.
(فضايل قل هوالله احد ص۴۱۴).
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(14)- (لااله الاالله وحده لاشريک له احدأ صمدأ لم يَلَد ولَم يَلد ولَم يکن له کفوأ احد) ۱۰۰ ځله

*- د عبدالله بن ابی اوفٰی رض نه روايت دی چې
رسول الله ص فرمايلي چې کوم سړی داکلمات ووايي:
"لااله الااللهُ وحدَهُ لاشريکَ لهُ احدًا صمدًا الم يَلِد و لَم يُولَد وَلَم يَکُن لّه کُفُوًا اَحَد"
نوالله تعالیٰ ده ته شل لکه نېکۍ ورکوي.
په رمضان کې د هر عمل اويا چنده ثواب ورکول کيږي،
نو په رمضان کې د يو وار په ويلو سره څوارلس سوه لکه کاله نيکۍ ورکول کيږي، او چې څومره يې ډېر وايي هغومره يې ثواب زياتيږي ((الترهيب و الترغيب،
رواه الطبرانی،مجمع الزواءد ص ۸۵).

*-عبدالله ابن ابي اوفی رض فرمائي : چې څوک دا لاندې دعا يولس ( ۱۱ ) ځلته ووايي : نو ده شل لکه نيکيانې حاصلې کړې:
لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ، وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ ، أَحَدًا صَمدًا ، لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ، وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ ( مسند عبد ابن حميد اول ټوک ۱۸۷ مخ )
نشته بل معبود برحق مګر يو الله دی شريک نه لري يواځې او بې نيازه دی نه ترې څوک پيدا شوي او او نه له چا پيدا شوی او نه ده لره څوک برابر شته.
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(15)- (اللهم اغفرللمؤمنين والمؤمنات) ۱۰۰ ځل
- د عبادة بن الصامت رض نه روايت دی چې ما د رسول الله ص نه واوريدل چې څوګ داکلمات صرف يو ځلې ووايی "اللهمَّ اغفرللمؤمنين والمؤمِنَاتِ" نو د هغه په عملنامه کې به د مؤمن سړي او مؤمنې ښځې د
تعداد مطابق نېکۍ ليکل کيږي·
اوس فکر وکړئ چې د مؤمنانو تعداد به د ملياردونو نه
هم زیات وي.(صحيح الجامع للالبانی).
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(16)- (جزی الله عَنَّا مُحَمَدًا مَّا هُوَاَ اَهلَهُ)۱۰۰ ځله

*- نبي کريم ص فرمايی،چې کوم شخص دا دعا
"جَزَی اللهُ عنَّامُحَمَّدًا مَّا هُوَا اَهلُه" وايي، نو د ده ثواب
به اويا(۷۰) فرشتې تر زرو(۱۰۰۰) ورځو پورې وليکي.
که په مياشت د رمضان کې يې يو ځلې ووايي ،نو تقريباً تر(۱۹۲) کالو پورې به د ده ثواب ليکل کيږي.
او که په همدې د رمضان په مياشت کې يې سل(۱۰۰) ځله ووايي ،نو دومره ثواب به ورکړل شي چې اويا فرشتې د دې ثواب وليکي ،نو تر(۱۹۱۷۸) کالو پورې به
د ده ثواب پوره نه شي.
(رواه الطبرانی فی الکبير والاوسط،کنزالعمال ص۲۳۴
ج ۲) .
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(17)-( صل الله عليه وسلم) ۱۰۰ ځله

*- د درود شريف اهميت او فضيلت:
الله سبحانه وتعالی فرمايي: [إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا] (الاحزاب ۵۶ ).
ژباړه: يقيناً چې الله او د هغه پرښتې پر رسول صلی الله عليه وسلم درود وايي . ای مؤمنانو ! تاسې هم پر ده درود وواياست او په پوره خلوص ور ته سلام وکړئ .
*۱- جناب نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« من صلَّى عليَّ صلاَة، صلَّى اللَّه علَيّهِ بِهَا عشْراً » (مسلم ۱/۲۸۸ ) .
ژباړه: چا چې پر ما باندې يو درود واستولو الله پاک به هغه ته لس درود واستوي

*۲- له ابی هريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«وَصلُّوا عَلَي، فَإنَّ صَلاتَكُمْ تَبْلُغُني حيْثُ كُنْتُمْ» ( ابوداود ۲/۳۸۳- احمد ۲/ ۳۶۷ )
ژباړه: ما ته درود واستوئ ځکه ستاسې درود هر چيرې چې وي ما ته رسيږي .

*۳- له ابی هريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
« الْبخِيلُ من ذُكِرْتُ عِنْدَه، فَلَم يُصَلِّ علَيَّ » . (رواهُ الترمذي وقال: حديثٌ حسنٌ صحيح).
ژباړه: بخيل هغه څوک دی چې (زما نوم د ده په حضور کي ) واخیستل شي او هغه په ما باندې درود (صلی الله عليه وسلم ) و نه وايي .

*۴- له ابی هريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

« ما مِنْ أحد يُسلِّمُ علَيَّ إلاَّ ردَّ اللَّه علَيَّ رُوحي حَتَّى أرُدَّ عَليهِ السَّلامَ » (رواهُ أبو داود بإسناد صحيح).
ژباړه: هر څوک چې ما ته سلام وړاندې کړي ، الله پاک ما ته خپل روح را ګرځوي تر څو د هغه سلام ځواب ورکړم .

*۵- له اوس رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إنَّ مِن أَفْضلِ أيَّامِكُمْ يَوْمَ الجُمُعة، فَأَكْثِرُوا عليَّ مِنَ الصلاةِ فيه، فإنَّ صَلاتَكُمْ معْرُوضَةٌ علَيَّ» ( رواه ابوداود باسناد صحيح )
ژباړه: يقيناً د تاسو د ورځو غوره ورځ جمعه ده ، په دغه ورځ پر ما باندې زيات درد وایئ ، ځکه ستاسې درودونه ما ته وړاندې کيږي .

*۶- له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« أَوْلى النَّاسِ بي يوْمَ الْقِيامةِ أَكْثَرُهُم عَليَّ صلاةً » (رواه الترمذي باسناد حسن).
ژباړه : د قيامت په ورځ به ما ته نږدې خلک (د شفاعت لپاره) هغه وي چې پر ما يې زيات درود استولی وي.

*۷- له فضاله بن عبيد رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو سړي دعا واوريد چې د لمانځه وروسته يې کوله ، چې نه يې پکې د الله لويي او ثنا ولوسته او نه يې په رسول الله درود واستاوا .
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا سړي بيړه وکړه . بيا يې هغه را وغوښت او ورته يې وفرمايل :« إذا صلَّى أحَدُكُمْ فليبْدأْ بِتَحْمِيدِ ربِّهِ سُبْحانَهُ والثَّنَاءِ عليه، ثُمَّ يُصلي عَلى النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم ثُمَّ يدْعُو بَعدُ بِما شاءَ »
ژباړه: کله چې د تاسې نه کوم څوک لمونځ ادا کړي بايد (دعا) د خپل رب په حمد او ثناء شروع کړي او بيا په پيغمبر صلی الله عليه وسلم باندې درود واستوي وروسته دې د خپلې خوښې دعا وکړي.

*۸- د ابو محمد کعب بن عجره نه روايت دی چې وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته راغی ومي ويل : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم ! پر تا څرتګه سلام ووايم او څرنګه پر تا درود واستوو ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، إنَّكَ حَمِيدٌ مَجيدٌ. اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، إنَّكَ حَمِيدٌ مَجْيدٌ (البخاري ) .
په ټولو کې غوره درود همدا درود دی کوم چې مونږ يې په لمانځه کې وايو .
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(18)- (يا ربی لک الحمد کما ينبغی لجلال وجهک و عظيم سلطانک) ۱۰۰ ځله

*- عبدالله بن عمر رض نه روايت دی چې رسول ص
وفرمايل: چې يو بنده دا کلمات وويل:
(يا ربی لك الحمدُ کما ينبغی لجلال وجهک وعظيم سلطانك) نو د دې کلماتو ثواب ليکل دواړو فرشتو ته چې ليکونکي د اعمالو دي دومره مشکل شول،چې نه پوهيدې په کوم شکل سره د دې کلماتو ثواب وليکي،نو
دا دوه فرشتې آسمان ته اوچتې شوې او الله ج ته يې وويل:چې اې پروردګاره! ستا بنده څه کلمات وويل نو
مونږ پوه نه شوو چې د دې کلماتو ثواب مونږ څومره وليکو؟ نو الله ج (حال داچې په ويلو دکلماتو دخپل بنده ښه پوه او اګاه دی) ويې فرمايل چې زما بنده څه وويل؟نو دې دواړو فرشتو وويل چې ستا بنده دا کلمات وويل چې "يا ربی لك الحمدُ کما ينبغی لجلالِ وجهك و عظيمِ سُلطانك" نو الله ج دې دواړو ملايکو ته وويل چې دا کلمات په کوم شکل چې زما بنده ويلي دي په هغه شکل سره يې وليکئ،تر هغه وخته پورې چې دا شخص زما په ديدار باندې مشرفدشي،نو
په خپله ثواب د دې کلماتو ورکومه.
(رواه امام احمد و ابن ماجه)
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(19)-( سبحان الله و بحمده عدد خلقه ورضا نفسه وزنةَ غرشه ومِدَدَ کلماته) ۱۰۰ ځله

*- د مؤمنانو مور حضرت جويريه رضی الله عنها فرمايي:چې نبي اکرم ص کله چې د سهار لمونځ اداء کړ،نو زما نه سهار وختي د کور نه ووته او زه په جای ناز باندې ناسته وم او وظيفه مې کوله. کله چې د غرمې نه بعد نبي اکرم ص واپس تشريف راوړ،نو نبي کريم ص وفرمايل:چې ما ستا نه بعد څلور کلمات ولوستل که ستا د سهار د ټولو وظيفو سره وتلل شي نو دا څلور کلمې به ترې درندې شې.
چې هغه لاندې کلمې دي:
"سُبحان اللهِ وَ بِحَمدِه عَدَدَ خَلقِه وَرِضَا نَفسِه وَزِنَةَ عَرشِه وَ مِدَادَ کَلِمَاتِه" (مسلم،ترمذی)
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(20)-《لااله الاالله الملک الحق المبين
محمدرسول الله صادق الوعدِالامين》۱۰۰ ځله

*- حضرت علي رض فرمايي: چې رسول الله ص وفرمايل چې کوم شخص هره ورځ دا کلمات:
"لااله الاالله الملكُ الحقُّ المبينُ مُحَمَّدُرَّسُولُ اللهِ صَادِقُ الوَعدِالاَمِين"
سل(۱۰۰)ځله وايي،نو د ده په روزۍ کې به برکت پيدا شي او د قبر غذاب نه به خلاص شي او دمرګ په وخت کې به د ده روح جنت کې د داخلي لپاره د جنت ټولې دروازې خلاصې شي.
دا کلمات د رسول الله ص د مبارکې روضې په جالۍ هم ليکل شوي دي.
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(21)- (رضيت بالله ربًا وباالاسلامِ دِينًا وَبمحمد نَبِيًا وَرَسُولًا) ۳- ځله سهر او ماښام

*- رسول الله ص فرمايي چې کوم سړی سهار او ماښام دا دعا"رضيتُ بااللهِ رَبًّا وَبِاالاِسلَامِ دِينًا وَّبِمُحَمَّدٍ نَّبِيًّا" ولولي،نوپه الله تعالی باندې حق ده چې دا دعا ويونکی د قيامت په ورځ راضې کړي او جنت ته يې داخل کړي.
په طبراني کې راځي چې نبي کريم ص وفرمايل:
چې زه ضامن يم چې د دې دعا ويونکي لاس ونيسم او جنت ته يې داخل کړم.
(رواه ابوداؤدوالترمذی والنسائی وابن ماجه عن ثوبان)
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(22)-(استِفِرُ اللهَ الذی لااله الاهُوَ الحَیُ القيومُ وَ اتوبُ اليهِ) ۳- ځله د ويده کيدو په وخت کې

*- د ابی سعيد رض نه روايت دی چې رسول الله ص وفرمايل: کوم شخص چې د ويده کيدو په وخت کې دا استغفار "استغفِرُاللهَ الَّذِی لَااِلٰهَ اِلَّاهُوَ الحَیُّ القَیُّومُ وَ اَتُوبُ اِلَيهِ" درې(۳)ځله ووایي، نو الله ج به د ده ټول ګناهونه معاف کړي اګر که د سمندر د زګ په اندازه يا د ستورو د تعداد په اندازه يا د شګو لوی ظرف د ذراتو په اندازه يا د دنيا د ورځو د تعداد په اندازه وي.(رواه الترمذی،مشکوٰة،ص۲۱۱،جلد۱).
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(23)- (اللهُمَ اجِرنِی من النار) ۷- ځله سهار او ماښام

*- نبي ص فرمايي:چاچې د سهار او ماښام لمونځ نه وروسته د چا سره دخبرو کولو نه مخکې اوه(۷) ځله دا دعا "اللهمَّ اَجِرنِی مِنَ النَّارِ" ووايي که په همدې ورځ ورته مرګ راشي،نو ضرور به دا شخص د دوزخ نه
خلاصی مومي.(مشکوٰة،کنزالعمال).

*- دحضرت انس بن مالک رض نه روايت دی فرمايي،چې فرمايلي دي رسول الله ص کوم بنده چې درې ځله د الله ج نه د جنت سوال وکړي،نو جنت الله ج ته عرض وکړي اې الله ج ده لره جنت کې داخل کړئ
کوم بنده چې درې ځله د دوزخ نه پناه وغواړي، نو دوزخ عرض کوي چې اې الله ج دې بنده لره پناه ورکړئ د دوزخ نه. "رواه الترمذي صفحه۸۴-ج-۲".
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(24)- (لاحولَ ولَاقوةَ الابِاللهِ) ۱۰۰ځله

*- په حديث کې راځي چې:
" لاَ حَولَ وَ لاَ قُوَّةَ اِلاَّ بِاللهِ" دا د جنت له خزانو څخه يوه خزانه ده او د( ۹۹) ناروغيو دوا ده.
چې په هغو کې تر ټولو کمه ناروغي غم ده.
(عمل اليوم والليلةللنسائي والبيهقي فی دعوات الکبير)
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::

★★(25)-(اَشهَدُاَن لَّااِلٰهَ اِلَّااللهُ وَحدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ وَ اَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا عَبدُهُ وَرَسُولُه)
★★(26)-(اللهُمَّ اجعَلنِی مِنَ التَّوَّابِينَ وَاجعَلنِی مِنَ المُتَطَهِّرينَ)

*- د حضرت عمر بن الخطاب رض نه روايت دی چې رسول الله ص وفرمايل: چې څوګ اودس وکړي او د سنتو او ادابو پوره لحاظ وساتي بيا
" اَشهَدُاَن لَّااِلٰهَ اِلَّااللهُ وَحدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ وَ اَشهَدُاَنَّ مُحَمَّدًا عَبدُهُ وَرَسُولُهُ" دا دعا ووايي، نو د هغه لپاره به د جنت اته واړه دروازې د ده د استقبال لپاره خلاصې شي،نو په کومه دروازه چې غواړي داخل د شي.
(رواه مسلم و ابوداؤد و ابن ماجه،رواه الترمذی).

*نوټ:او په يو بل روايت کې د پاس دعا نه وروسته:
"اللهُمَّ اجعَلنِی مِنَ التَّوَّابِينَ وَاجعَلنِی مِنَ المُتَطَهّرينَ" هم
راغلي دي،چې بايد وويل شي.
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(27)- (سُبحَانَ اللهِ وَالحَمدُلِلهِ وَلَااِلٰهَ اِلَّااللهُ وَ اللهُ اکبَرُ وَلَا حَولَ وَلَاقُوَّةَ اِلًَابِاللهِ العَلِی العَظِيمِ عَدَدَ مَا عَلِمَ اللهُ تعالٰی وَزِنَه مَا عَلِمَ اللهُ تَعالٰی وَمَلَأَ مَا عَلِمَ اللهُ تَعالٰی)

*- د حضرت ابن عباس رض نه روايت دی چې حضرت اسرافيل ع د رسول اکرم ص په خدمت کې خاضر شو،او عرض يې وکړو: اې محمد ص دا کلمات وايه!
(سُبحَانَ اللهِ وَالحَمدُلِلهِ وَلَااِلٰهَ اِلَّااللهُ وَ اللهُ اکبَرُ وَلَا حَولَ وَلَاقُوَّةَ اِلًَابِاللهِ العَلِی العَظِيمِ عَدَدَ مَا عَلِمَ اللهُ تعالٰی وَزِنَه مَا عَلِمَ اللهُ تَعالٰی وَمَلَأَ مَا عَلِمَ اللهُ تَعالٰی).
يعني دا کلمات وايم د الله تعالی د معلوماتو په قدر او دهغه د معلوماتو د وزن په قدر او دهغه دمعلوماتو د ډکوالي په قدر، څوګ چې دا کلمات يو ځل ووايي الله تعالی به دهغه لپاره پنځه څيزونه ليکي:
(۱)- هغه به دالله تعالی په ذکر کوونکو کې وليکلی شي
(۲)- هغه به دالله پاک دشپې او ورځې د يادوونکو نه افضل وي.
(۳)- جنت کې به د هغه لپاره ونې وکرلی شي.
(۴)- د هغه ګناهونه به داسې رژيږي لکه چې ونې نه پاڼې رژيږي.
(۵)- الله تعالی به دهغه طرف ته د رحمت نظر کوي،اړ چا باندې چې د رحمت نظر واچوي په هغه به غذاب نه وي.
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(28)- (لَااِلٰهَ اِلَّااللهُ وَحدَهُ لاَ شَرِيکَ لَهُ لَهُ المُلکُ وَلهُ الحَمدُ يُحيِی وَيُمِيتُ وَ هُوَ حَیُّ لَّا يَمُوتُ بِيَدِهِ الخَيرُ وَ هُوَ عَلٰی کُلّ شَی ءٍ قَدِيرُ)

*- په حديث شريف کې راغلي دي چې کوم سړی په بازار کې د قدم ايښودلو په وخت کې دا کلمات:
(لَااِلٰهَ اِلَّااللهُ وَحدَهُ لاَ شَرِيکَ لَهُ لَهُ المُلکُ وَلهُ الحَمدُ يُحيِی وَيُمِيتُ وَ هُوَ حَیُّ لَّا يَمُوتُ بِيَدِهِ الخَيرُ وَ هُوَ عَلٰی کُلّ شَی ءٍ قَدِيرُ)
ووايي نو،الله ج د هغه لپاره په اعملنامه کې لس لکه
(۱۰۰۰۰۰۰)نيکۍ او لس لکه ګناهونه يې د اعملنامې نه لرې کوي او لس لکه درجې ورته وچتوي او په جنت کې ورته يو عالي شانه محل جوړوي. لهٰذا په بازار کې بايد دا دعا په کثرت سره وويل شي.
(رواه الترمذی وابن ماجه،مشکوٰة)
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(29)- (اَللهُمَّ صَلّ عَلٰی مُحَمَّدِ نِ النَّبّیّ الاُمِیّ وَ عَلٰی اٰلِه وَسَلّم تَسلِيماً)

*- حديث شريف کې راځي چې کوم شخص د جمعې په ورځ د مازيګر د لمانځه څخه وروسته د خپل ځای نه د اوچتيدلو نه مخکې اتيا(۸۰) ځله دا درود شريف ووايي:
(اَللهُمَّ صَلّ عَلٰی مُحَمَّدِ نِ النَّبّیّ الاُمِیّ وَ عَلٰی اٰلِه وَسَلّم تَسلِيماً)
نو د دغه کس د اتيا (۸۰) کالونو ګناهونه به معاف شي او د اتيا کالونو د عبادت ثواب به د ده لپاره په اعمالنامه کې وليکل شي.
که په مياشت د رمضان کې يې اتيا ځله ووايي، نو په دحساب سره به د اتيا کالونو په ځای به ورته د (۵۶۰۰) کالو د عبادت ثواب به ورکړل شي او همدومره به يې ګناهونه معاف کړل شي.
(شرح شفاء جامع صغير)
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
★★(30)- (لَّا اِلٰهَ اِلَّا اَنتَ سُبحٰنَكَ اِنّی کُنتُ مِنَ الظّٰلِمِينَ)

*- که کوم شخص ته کومه سختي يا مصيبت يا پريشاني مخکې وي، نو د دې ايت کريمه:
(لَّا اِلٰهَ اِلَّا اَنتَ سُبحٰنَكَ اِنّی کُنتُ مِنَ الظّٰلِمِينَ)
په ويلو سره به د ده ټول مصيبتونه رفع شي او همدارنګه د دې آيت کريمه په ويلو سره چې کومه دعا وکړی شي، نو الله ج به ضرور دغه دعا قبلوي.(رواه الحاکم).
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
(31) #د_اویـا_۷۰۰۰۰_زرو_مـلائکـو_دعا_ګانی

*رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي : چي څوک سهار دغه دعاء درې ځله ووايي وروسته د سورة حشر اخري درې ایتونه ووايي ، تر ماښامه اويا ۷۰۰۰۰ زره ملائکي دده لپاره دعاء کوي که يې د شپې ووايي تر سهاره اویا ۷۰۰۰۰ زره ملائکي ددې کس لپاره دعاء کوي، که په دغه ورځ يا شپه مړ سو نو شهید دی .
دعاء داده : أَعُوْذُ بِاللهِ السَّمِيْعُ الْعَلِيْمِ مِنَ الشَّيطنِ الرَّجِيْم .
وروسته د سورة حشر اخرني درې ایتونه :
هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَٰنُ الرَّحِيمُ (۲۲) هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ (۲۳) هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ(۲۴).
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
(32)-د کرونا او نورو مضرو شيانو لپاره
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::*بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ فِي الأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ العَلِيمُ.

•له حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: داسې بنده نشته چې د هرې ورځې په سهار او د هرې ورځې په ماښام درې، درې ځل دغه دعا ووايي او بيا دې کوم څیز ضرر ورته ورسوي.
بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ فِي الأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ العَلِيمُ.
ترمذي: ۳۳۸۸/ أبو داود: ۵۰۸۸
....................................................................................
* أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ.

•له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې يو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ورته یې وويل: ای د لوی څښتن پیغمبره! زه تېره شپه لړم وخوړلم. رسول الله ﷺ ورته وفرمايل: که ماښام دې دغه دعا ويلې وای، هېڅ ضرر به يې درته نه وای در رسولی.
أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ.
دغه حديث امام مسلم په کتاب الدعوات، باب التعوذ من سوء القضاء کې په ۶۷۷۴ / ۲۷۰۹ شمېره تخريج کړی دی.
....................................................................................
* •معاذ بن عبدالله له خپل پلار څخه روايت کوي چې، پلار يې وويل: په يوه باراني او تياره شپه رسول الله ﷺ ته ورغلو چې لمونځ راکړي؛ نو کله چې ورغلو ماته يې وويل: ماښام او سهار درې، درې ځل (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) او مُعَوِّذَتَيْنِ، يعنې: قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ/ او قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ (هره سورت تر پايه) وايه، د هر څه له ضرره به درته کافي وي.
ددغه حديث شریف متن په سنن ابو داود کې په ۵۰۸۲ شمېره تخريج شوی دی.
....................................................................................
*«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ البَرَصِ، وَالْجُنُونِ، وَالْجُذَامِ، وَمِنْ سَيِّئِ الْأَسْقَامِ»

•له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي کریم ﷺ به ويل:
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ البَرَصِ، وَالْجُنُونِ، وَالْجُذَامِ، وَمِنْ سَيِّئِ الْأَسْقَامِ»
أبو داود ۱۵۵۴/ ابن حبان: ۱۰۱۷/ امام احمد: ۱۳۰۰۴
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
(33)-أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ إِلَهًا وَاحِدًا أَحَدًا صَمَدًا لَمْ يَتَّخِذْ صَاحِبَةً وَلاَ وَلَدًا وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ.

*حضرت تميم داري رض وايي : چې څوک دا لاندې دعا لس ( ۱۰ ) ځلته ووايي : نو ده څلور کروړه نيکيانې حاصلې کړې دعا لاندې ده:
أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ إِلَهًا وَاحِدًا أَحَدًا صَمَدًا لَمْ يَتَّخِذْ صَاحِبَةً وَلاَ وَلَدًا وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ ( ترمذي دويم ټوک ۴۳۶ مخ )

ژباړه: زه ګواهي کوم چې نشته بل معبود برحق مګر يو الله دی شريک نه لري يواځې او بې نيازه دی نه ترې څوک پيدا شوي او نه له چا پيدا شوی او نه ده لره څوک برابر شته.
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
(34)-يوه جامع دعا چې هغې کې د نبي عليه السلام د درويشتو کالو دعاګانې موجودې دي:

*.(ترمذي دويم ټوک ۱۹۲ مخ )

ای الله زه له تانه هغه خير غواړم کوم چې نبي عليه السلام له تانه غوښتئ . او زه له تانه پناه غواړم له هغه هغه شر نه چې ستا نبي عليه السلام ترې پناه غوښتې ، هم ته هغه ذات يې چې مدد درنه غوښتل کيږي ، او هم ته دعا قبلونکی يې ، نشته له ګناهونو د بچکيدو طاقت مګر د الله په حفاظت سره او نشته د نيکۍ قوت مګر د الله په مدد سره.
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::