مومنان څوک دي؟ --- راځئ سم مؤمنان شو!
*👈الله سبحانه و تعالی د قران کريم په "۲۳-ام" سورة کې (سورةالمؤمنون) کې د ۱-اول نه تر ۱۱-ام ايتونو کې وايي چې: مومنان هغه خلک دي چې بریا یې نصیب شوه او بیا د بریا لاسته راوړلو لپاره چې څنګه بریالي شول د مومنانو صفات بیانوي:⬇

قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ -
سورة المؤمنون - ایة - ۱
ژباړه: په تحقیق سره (په باوري ډول) هغو مؤمنانو برى موندلى دى:

الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ -
سورة المؤمنون - ایة - ۲
ژباړه: (چې) په خپلو لمونځونو كښې عاجزي غوره كوي ( له الله سبحانه و تعالی څخه ویریږي)

وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ -
سورة المؤمنون - ایة - ۳
ژباړه: (چې) له ناکارو (بدو خبرو او کړنو) څخه مخ اړوونكي وي

وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ -
سورة المؤمنون - ایة - ۴
ژباړه: (چې) دزكات په كړنچارې عمل كوي (زکات، صدقات، او خیرات ورکوي)

وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ -
سورة المؤمنون - ایة - ۵
ژباړه: (چې) دخپلو شرم ځايونو ساتنه كوي (له زنا او نورو ناوړه عملونو څخه)

إِلَّا عَلَىٰ أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ - سورة المؤمنون - ایة - ۶
ژباړه: پرته له خپلو مېرمنو او هغو ښځو څخه چې دهغو وينځې وي چې پرهغو باندې ( دشرم ځايونو په نه ساتنه كښې ) هغوى دپړكېدو وړندي

فَمَنِ ابْتَغَىٰ وَرَاءَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْعَادُونَ -
سورة المؤمنون - ایة - ۷
ژباړه: البته كه څوك له هغې پرته (چې الله سبحانه وتعالی ورته اجازه ورکړې ده) نورڅه وغواړي (د شهوت لپاره) همغوى زياتى كوونكي دي
او بری هغه چا موندلی دی:
وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ -
سورة المؤمنون - ایة - ۸
ژباړه: (چې) دخپلو امانتونو او دخپلو ژمنو او تړونونو لحاظ ساتي (ژمنې او تړونونه که د خالق سره وي او که د مخلوق سره نو په خپلو ژمنو وفا کوي او تړونونه نه ماتوي)

وَالَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ -
سورة المؤمنون - ایة - ۹
ژباړه: او (بریالي دي هغه مومنان چې) دخپلو لمونځونو ساتنه كوي (لمونځونه د نبوي سنتو په رڼا کې سم اداکوي)

او کوم مومنان چې دا کړنې کوي:
أُولَٰئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ -
سورة المؤمنون - ایة - ۱۰
ژباړه: همدغه كسان هغه وارثان دي

الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ -
سورة المؤمنون - ایة - ۱۱
چې په ميراث كښې به فردوس (جنت) ومومي اوپه هغې كښې به دتل لپاره هستوګن وي.
....................................................................................
*👈يا لکه: الله سبحانه و تعالی د قران کريم په"۸-ام"سورة کې(سورة الانفال) کې د ۲-ام څخه تر ۴- ام ايتونو کې د مومنانو په اړه ویلي دي چې مومنان هغه څوک دي چې لاندې صفتونه ولري:⬇

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ -
سورة الأنفال - ایة - ۲
ژباړه: رښتيني مؤمنان هغه دي چې د هغوې زړونه د الله دياد په اورېدلو (له ویرې) لړزېږي او كله چې د هغو په وړاندې د الله ايتونه (کلام) لوستل كېږي نو د هغو ايمان زياتېږي او هغوى پر خپل رب اعتماد لري (مومنان په الله سبحانه و تعالی توکل کوي)

الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ -
سورة الأنفال - ایة - ۳
ژباړه: (مومنان) هغه كسان (دي) چې لمونځ قائموي (کوي) او څه چې مونږ هغو ته وركړي دي له هغو څخه ( زمونږ په لار كښې ) لګوي (خیرات او صدقات کوي)

أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَّهُمْ دَرَجَاتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ -
سورة الأنفال - ایة - ۴
ژباړه: همداسې خلك حقيقي مؤمنان دي. د هغو لپاره د هغو له رب سره لويې درجې دي، له ګناهونو څخه تېرېدنه او ډېره غوره روزي ده.
....................................................................................
*👈الله تعالی فرمايې: ﴿…كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ…﴾ [البقرة: ٢٨٥]
ټولو (مؤمنانو) په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو او دهغه پر پيغمبرانو ايمان راوړی دی.
....................................................................................
*👈الله تعالی فرمايې:
﴿…الَّذينَ تابوا وَأَصلَحوا وَاعتَصَموا بِاللَّهِ وَأَخلَصوا دينَهُم لِلَّهِ فَأُولئِكَ مَعَ المُؤمِنينَ…﴾ [النساء: ١٤٦] هغه کسان چې توبه وباسي، (خپل ځانونه) اصلاح کړي او (د) الله (په شريعت) باندې منګولې ښخې کړي، او خپل دين يوازې او يوازې الله تعالی ته ځانګړی کړي، نو دغه کسان له مؤمنانو سره دي…
....................................................................................
*👈الله تعالی فرمايي:
﴿وَالمُؤمِنونَ وَالمُؤمِناتُ بَعضُهُم أَولِياءُ بَعضٍ يَأمُرونَ بِالمَعروفِ وَيَنهَونَ عَنِ المُنكَرِ وَيُقيمونَ الصَّلاةَ وَيُؤتونَ الزَّكاةَ وَيُطيعونَ اللَّهَ وَرَسولَهُ…﴾ [التوبة: ٧١]
او مؤمنان نارينه او مؤمنانې زنانه چې دي د دوی ځيني د ځينو نورو دوستان دي (خاصيتونو کې سره یو دي چې) دوی (ټول) په نيکو کارونو باندې امر کوي او له بدو کارونو منعه کول کوي، او (هم) دوی لمونځ ودروي او زکات ورکوي او (هم) دوی (ټول) دالله او دهغه د پيغمبر اطاعت کوي.
....................................................................................
*👈الله تعالی فرمايي:
﴿إِنَّما كانَ قَولَ المُؤمِنينَ إِذا دُعوا إِلَى اللَّهِ وَرَسولِهِ لِيَحكُمَ بَينَهُم أَن يَقولوا سَمِعنا وَأَطَعنا وَأُولئِكَ هُمُ المُفلِحونَ﴾ [النور: ٥١]
يقينا د مؤمنانو قول کله چې دوی الله او دهغه پيغمبر ته وروبللی شي چې د دوی ترمنځ فيصله وکړي، د دوی قول دا وي: وامو وريده، اطاعت مو وکړ، او دغه کسان همدوی نجات موندونکي دي.
....................................................................................
*👈الله تعالی فرمايي:
﴿إِنَّمَا المُؤمِنونَ الَّذينَ آمَنوا بِاللَّهِ وَرَسولِهِ ثُمَّ لَم يَرتابوا وَجاهَدوا بِأَموالِهِم وَأَنفُسِهِم في سَبيلِ اللَّهِ أُولئِكَ هُمُ الصّادِقونَ﴾ [الحجرات: ١٥]
يقينا کامل مؤمنان هغه کسان دي کومو چې په الله او دهغه په پيغمبر يې ايمان راوړی دی، بيا يې (په توحيدي عقيده کې) شک نه وي کړی او په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره يې د الله په لاره کې جهاد کړی وي، دغه ډله همدوی رښتيني دي.
....................................................................................
*👈الله تعالی فرمايي:
﴿لا تَجِدُ قَومًا يُؤمِنونَ بِاللَّهِ وَاليَومِ الآخِرِ يُوادّونَ مَن حادَّ اللَّهَ وَرَسولَهُ وَلَو كانوا آباءَهُم أَو أَبناءَهُم أَو إِخوانَهُم أَو عَشيرَتَهُم أُولئِكَ كَتَبَ في قُلوبِهِمُ الإيمانَ وَأَيَّدَهُم بِروحٍ مِنهُ…} [المجادلة: ٢٢]
ته به هيڅ داسې قوم پيدا نه کړې چې په الله او د اخرت په ورځ يې ايمان راوړی وي چې دوی به له هغو (کسانو) سره دوستي (او مينه او محبت) وکړي کوم چې دالله او د هغه د پيغمبر سره دښمني کوي (او غواړي چې خپلو قوانينو ته په اسلامي احکامو باندې غلبه ورکړي).
(دوی به دوستي مينه او محبت ونه کړي) که څه هم هغوی يې پلرونه وي يا يې زامن وي، او يا يې ورونه وي، او يا يې خپل خپلوان وي.
دغه (مخلص مؤمنان) چې دي، الله ددوی په زړونو کې ايمان محکم (ټينګ) دی، او هم يې دوی له خپل اړخه د زړه په رڼا (يا قرآن کريم) سره تائید کړي دي.
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
*👈الله تعالی فرمايي:
دا خو د الله ج په کلام سره د مومانو پيژندل وو اوس راځو د جناب حضرت محمد مصطفی ص په احاديثو سره مومن پيژنو:
*عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَوْمًا بَارِزًا لِلنَّاسِ، إِذْ أَتَاهُ رَجُلٌ يَمْشِي، فَقَالَ: «يَا رَسُولَ اللهِ مَا الإِيمَانُ؟» قَالَ: «الإِيمَانُ أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَلِقَائِهِ، وَتُؤْمِنَ بِالْبَعْثِ الآخِرِ»، قَالَ: «يَا رَسُولَ اللهِ مَا الإِسْلَامُ؟»، قَالَ: «الإِسْلَامُ أَنْ تَعْبُدَ اللهَ وَلَا تُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا، وَتُقِيمَ الصَّلَاةَ، وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ المَفْرُوضَةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ».
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دی، فرمايې: چې يوه ورځ نبي کريم صلی الله عليه وسلم له خلکو سره ناست و، چې جبريل عليه السلام ورته راغی، نبي عليه الصلاة والسلام ته يې وفرمايل: چې ايمان څه ته وايې؟ نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: په الله تعالی ايمان راوړل، دهغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، هغه سره په مخامخ کيدلو باندې او دهغه په رسولانو باندې او له مرګه وروسته ژوند باندې او په تقدير د خير او شر سره ايمان لرلو ته ايمان وايې. بيا جبريل عليه السلام وفرمايل: چې اسلام څه ته وايې؟ نبې کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چې د الله عزوجل عبادت او بندګې وکړې، له هغه سره هېڅ شی شريک نه کړې، فرض لمونځ کول، فرض زکات ورکول، د رمضام د مياشتې روژې نيول او حج کولو ته اسلام وايې.
(رواه البخاري ومسلم وأحمد)
له پورتني مبارک حديث شريف څخه معلومه شوه چې:
*د ايمان ځای زړه دی او پټ عملونه دي، که څوک په يادو شيانو ايمان لري هغه مؤمن دی. خو د ايمان آثار په ژبه، اندامونو، ظاهري اعمالو معلوميږي او په دې سره د ايمان حقيقت پوره او پيژندل کيږي.
*اما اسلام دظاهري اعمالو له لارې معلوميږي، څوک چې د اسلام پنځه ارکان ادا کوي د شريعت له نظره موږ ورته مسلمان ويلی شو، او که څوک د اسلام ارکان ادا کوي خو په زړه کې ايمان نه لري هغه منافق دی، خو په منافقانو صرف الله پوهيږي، ځکه د زړونو مالک يوازې الله تعالی دی، البته په حديثو کې د منافق ځينې نښې ذکرې شوي، خو موږ مکلف نه يو چې پر يو چا باندې د منافق حکم وکړو.

*امام بخاري رحمه الله هم په خپل صحيح کې دا روايت راوړی: من صلى صلاتنا واستقبل قبلتنا وأكل ذبيحتنا، فذلك المسلم الذي له ذمة الله وذمة رسوله، فلا تخفروا الله في ذمته. څوک، چې زموږ لمونځ کوي، زموږ قبلې ته مخ کوي او زموږ حلاله خوري، دا مسلمان دی، ده لره د الله تعالی او د هغه د رسول ذمه ده. الله تعالی په خپل امان او ذمه کې نقض مه راولئ.
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::