وایی چې یوځل سویانو په یوه انګړ کې غونډه ،سالګره ، یا په عصری نو م یې یاد کړو کنفرانس جوړکړی وه او بوډا سوی په خپل هیجانی تقریر کې ویل چې د ځنګله ټول ځناوران زموږ دښمنان دی سره ددې چې دناتو سورلنډی ،ګیدړان او لیوان په ځنګله کې زموږساتنه کوی که میدان ته ووځو نو دګربت او شاهین مړۍ کېږو او که چېرې ابادی خواته لاړ شو انسانان او سپي موآرامۍ ته نه پرېږدی او وژنی موددې ذلیل نه مرګ بهتر دی!نو ښه تجویز به داوی چې موږ ټول فلانی جهیل ته لاړشو او ځانونه ډوب کړو چې مړه شو.
ټولو خرګوشانو خپل قارجن مشر سره اتفاق یو کړبیسواده د سهامی شرکت مخ تورې کاسه او کپړی یې هم له ځانه سره یوخای کړل او مخ په جهیل روان شول هلته چې ورسېدل دجهیل په څنډو کې لس پنځلسو مرغاویو/ زاڼو نارې وهلې سویان وډارشول اوودرېدل یولږ شانته زړ ور وه لږ وړاندې ورغی زا ڼو چې ولیده ټولو ځان جهیل ته وغورځاوه.
خر ګوشانو غږ وکړو رونو:
په کایناتو کې داسې ځناور هم شته چې له موږ څخه هم بې زړه دی،بېکفایته ، کمزوری ،او خودخواه دی، که هغوی له ژوند سره مینه لری نو موږ ولې مړه شو؟