د امريکا حکومت د خپل توکم پاله کړنو پړه پر نورو اچوي

ليکواله: زرينه؛ د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله

په امريکا کې د توکم پالنې ضد قهرجن لاريونونه او  تاوتريخوالی لسمې ورځې ته وغځېدل او له دې کبله تراوسه د دغه هېواد په ۶ ايالتونو او ۱۳ ښارونو کېبېړنی حالت اعلان شوی او په بېلابېلو ځايونو کې د ملي ګارډ ۶۷۰۰۰ عسکر  ځای پر ځای شوي دي.

په داسې بېړني حالت کې چې د امريکا په تاريخ کې ساری نه لري، امريکايي حکومت په څه بوخت دی؟

سي اين اين دې ته په اشارې وويل چې د ټرمپ حکومت اوس تر ډېره په نورو چارو بوخت دی، د بېلګې په توګه له رسنيو سره جنجال کوي، د هانک کانګ موضوع په پلمه پر چين تورونه لګوي او د روغتيا له نړيوال سازمان سره د امريکا اړيکې پرېکوي.

همدارنګه ډېر نور امريکايي سياستوال د مظاهره چيانو پر هغې غوښتنې چې د بشري حقونو د اوسني وضعيت بدلول غواړي، سترګې پټوي او په دې برخه کې د خپلو پاتې راتلو پړه پر نورو اچوي.

ايا دا د روسيې طرحه ده؟ 

امريکا تور لګوي چې روسيه د دغه هېواد په روان کړکېچ کې لاس لري

د امريکا د ښارونو ملي اتحاديې اجرائيه رئيس او دنيواورلينس پخواني ښاروال مارک موريا سي اين اين ته وويل چې په امريکا کې روان احتجاجونه د روسيې استخباراتي کارکوونکو  او هغو کسانو راپارولي چې سپين پوستي تر نورو بهتره ګڼي.

پر مارک موريا سر بيره د ملي امنيت په چارو کې د امريکا د حکومت پخوانۍ سلاکارې  سوزان رايس  هم په امريکا کې د روانو احتجاجونو پړه پر روسيې واچوله او ويې ويل چې هرڅه روسيې طرحه کړي او مسکو هڅه کوي د امريکايانو په منځ کې د نفاق اچولو له لارې امريکا ډرې وړې کړي.

همدارنګه امريکا د روان کړکېچ پړه د بهرنيو مداخله ګرو او د توکم پالنې ضد ډلې پر غاړه هم اچوي

رشيه ټوډۍ تلويزيون (Russia Today TV) د مې په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا مينيسوټا ايالت چې روان احتجاجونه لومړی ياد ايالت کې رامنځته شوي، والي يېټيم والز وايي، روان تاوتريخوالی د نشه يي توکو د مافياډلې او هغو کسانو  راپارولی چې سپين پوستي تر نورو بهتره ګڼي.  برسيره پردې، د مينياپوليس او سېنټ پولښاروالانو او د مينيسوټا ايالت څارنوال کېتح اليسون هم څرګنده کړې چې روان احتجاجونه د بهرنۍ مداخلې له امله رامنځته شوي دي.

ټرمپ د مې په ۳۰ مه نېټه  پر خپله ټوېټر پاڼه وليکل چې مسئوليت د انتيفا (ANTIFA) په نوم د توکم پالنې ضد ډلې او  د کيڼ اړخه تندلارو  پر غاړه دی. بيا د جون په لومړۍ نېټه نوموړي ياده ډله ترهګره وبلله .

د امريکايي سياستوالو څرګندونو ته د رسنيو غبرګونونه

رشيه ټوډۍ تلويزيون د مې په ۳۱مه نېټه د سوزان رايس څرګندونې ته په غبرګون کې د ريشخند په ډول په خپ رپوټ کې ليکلي  چې تاسې سم فکر کړی دی، دا کال حتما د روسيې دی! روسان ، هغه کسان چې سپين پوستي تر نورو بهتره ګڼي، د نشه يي توکو مافيايي کړۍاو موږ بهرنی قوت هميشه دې ته انتظار کوو چې د مينيسوټا ايالت يو پوليس يو بې وسلې افريقايي الاصله امريکايي ووژني، څو په امريکا کې له دې کبله وضعيت ګډوډ شي. واقعاً ستاسو د فلم سناريو خورا اوږده اوستړې کوونکې ده.

د امريکا فوکس خبري وېبپاڼې هم د سوزان رايس څرګندونې ناسمې او بې بنسټه بللې دي.

واشينګټن پوست ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ليکلي چې امريکايي سياستوالو تراوسه هغه شواهد نه دي وړاندې کړي چې د روانو احتجاجونو مسئول په ډاګه کړي، د دوی څرګندونې ان يو له بل سره په تضاد کې دي.

اوسمهال په امريکا کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر  نږدې يو ميليون او اته سوه زرو ته رسيدلی او د مړه شوو کسانو شمېر له سل زرو څخه اوښتی دی. همدارنګه په دغه هېواد کې تر ۴۰ ميليونو ډېر کسان بې کاره شوي او د توکم پالنې ضد لاريونونه هم روان دي، خو د هر څه پړه پر نورو اچول د موجودو ستونزو د حل لپاره هيڅ ګټه نه لري، برعکس په دغه هېواد کې به د اوسني سخت وضعيت د