راټولوونکۍ او لیکونکۍ: انجینرمحمدربی آماج

انا لله وانا الیه راجعون.ط د دی وطن په نصیب ندی رسیدلی خلک ((())) چې یې موندلی دی په کاڼویې ویشتلی خلک.
نن چې په هیوادکې څه روان دی هغه هم د اسلام پنامه دا د اسلام د روح سره مخالف او دخوارجو کړنې دی چی نه دین،جومات،ملا امام ،روغتون اوحتی تی خورۍ ماشوم هم د دوی له شره په امان ندی پاتې.عجبه خو لا دا ده چې دوی په ډیره بیشرمۍ سره وایی : دا کار زموږ نه وو او هغه د وسله والو ځواکونو قتل په ویاړمنی،بله یې لا دا چې دوی امریکایانوته تر خبره لاندی باندې همدا ډاډ ورکوی چې موږستاسو سره په ژمنوکې صادق یو.او د خپلو مسلمانانو خویندو، وروڼو په وړاندې بیا ډیر سخت زړی دی، او تر لمر مشهوره بیا دغه ده چې کله دوی اوربند یا اور کم وکړی بیا یې هیڅ اشراره ډله (القاعده، داعش او لشکر طیبه،جنګهوی،حزب التحریر ..... نور) جګړه نه کوی. او بیا چې کله دوی شروع شی بیا ورسره ټول شروع شی. اودوی بیا په ډیره سپین سترګۍ وایی چی موږ له هغوی جدا یو. د پروفیسور نیازی وژل او شهادت د دوی د خوارجتوب انکار نه کیدونکې بیلګه ده ،هغه ته د خدای ج جنتونه په نصیب کړی.اوغه لاندی څیړنیزه مقاله د خوارجو اړوند ده پدی هیله چی روڼ اندی افغان مسلمانان به یې هم ولولی اوخپره به یی کړي.

سورت البقره آیت ۱۱،۱۲: واذا قیل لهم لاتفسدو فی الارض قالوانما نحن مصلحون(۱۱) الا انهم هم المفسدون ولا کن الا یشعرون (۱۲).
ژباړه: اوکله چې دوی ته وویل شی په ځمکه فساد مه کوۍ ،دوی وایی داسې نده مونږ اصلاح کوونکی یو(۱۱) او پوه شۍ چی دوی په حقیقت کښ تباه کاران (قساد کوونکی) دی مګر شعور یې نلری( ۱۲) .
سورت النساً آیت ۹۳ : من یقتل مومناُ متعمداُ فجزاُوه جهنم خالداُ فیها وغضب الله علیه ولعنه واعد له عذاباُ عظیما (۹۳).
ژباړه:- کوم څوک چې مسلمان قصداُ ووژنی د هغوجزا جهنم دۍ اوتل به پکښې وی او د الله ج غضب (غوسه) به ورباندی وی او دهغو (قاتل) لپاره یی لوی عذاب آماده کړیدۍ.
سورت الفتح آیت ۲۹: محمد رسول الله والذین معه اشداُ علی الکفار رحماُ بینهم تراهم رکعا یبتغون فضلاُ من الله ورضوانً سیماهم فی وجوههم من الاثر السجود ط ذالک مثلهم فی التورات ومثلهم فی الانجیل کزرع اخرج شطاُ ه فآزره فاستغلظ فاستوی علی سوقه یعجب الزراع لیغیظ بهم الکفار وعدالله الذین آمنو و عملو الصلحت منهم ومغفرهً و اجراً کریم (۲۹) .
ژباړه:- محمد (ص) د خدای رسول دۍ اوهغه څوک چې له هغوی سره دی سخت دی د کافرانو په وړاندې اوزړه سواندی(مهربانه) دی پخپلو منځو کې وینۍ به تاسوهغوی رکوع او سجده کوونکی او غواړی دوی پدی عبادت سره فضل اومهربانی له خدایه اوغواړی رضامندی د هغه (الله) او د دینداری نښې د دوی په څیرو (ټنډو) کی د سجدو له مخې ثابتې دی نوموړی صفتونه هغه صفات دی چې مثالونه ‌یې ذکر شویدي په تورات کښې او مثالونه یې ذکر شویدی په انجیل کښې لکه هغه کښت چې راوباسی څانګې بیا خپله تنه ټینګه کړی بیا کلکه شی دغه څانګه بیا ودریږی دغه څانګه پس له ضعیفۍ اونرمۍ نه پخپلو تنو باندې بیا به دغه کښت په تعجب کې واچوی بزګران ، دا پیاوړتیا (قوت) ددې لپاره دۍ چې په غوسه راولی کفار،وعده کړیده خدای پاک له هغه کسانو سره چې ایمان یې راوړی اونیک عملونه یی کړیدۍ دوی لره دۍ ډیر لوی اجراو بښنې.

د خوارجو ځانګړنې د قرآن،احادیثو اوارشاداتو په رڼا کې
• د خوارجواړوند حدیث شریف کې راغلی دی چی دوی به د جهنم سپی وی. (انهم کلاب النار ۳۱) ترمذی، کتاب تفسیر القرآن،رقم ۳۰۰۰ .
• یُسییوُن الفعل – هغوی به د کړوړو له مخې ډیر ظالم،وینې څښونکی او بد خلک وی.(سنن ابوداود، کتاب السنه،رقم:۴۷۶۵).
• هُم شرُ الخلق والخلیقه- هغوی به له ټول مخلوق نه بد ترین خلک وی. (مسلم،کتاب الزکات،الرقم۱۰۶۷)
• یطعنون علی اُمرایٍهم ویشهدون لهم بالضلاله- هغوی به د وخت د چارواکو( امراُ) په ضد له طعنو (پیغورونو) ورکولو اوخپلواُمراووته په ګُمراهۍ او ضلالت شهادت (فتوا) ورکوی. (ابن ابی عاصم، السنه،۲ :۴۵۵ ،رقم یا شماره :۹۳۴/مجمع الزواید-هیثمی،۲۲۸:۶ وقال:رجاله رجال).
• یخرجون علی حین فرقته من الناس – هغوی به هغه وخت منځته راخی چې د اولس ترمنځ اختلاف اونفاق پیداشوۍ وی. (بخاری،کتاب المناقب،رقم ۳۴۱۴/ مسلم،کتاب الزکات رقم:۱۰۶۴).
• یقتلون اهل اسلام ویدعون اهل الاوثان – هغوی به مسلمانان وژنی اوبًت پرستان به پریږدی. (بخاری،کتاب التوحید رقم:۶۹۹۵/مسلم،کتاب الزکات،رقم: ۱۰۶۴)
• یسفکون الدم الحرام - هغوی به په ناحقه وینې تویوی (یانی د مسلمان اوغیر مسلم وینه تویول به ورته روا ښکاری) مسلم ،کتاب الزکات رقم: ۱۰۶۶.
• يَقْطَعُوْنَ السَّبِيْلَ وَيَسْفِکُوْنَ الدِّمَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ مِنَ اﷲِ وَيَسْتَحِلُّوْنَ أَهْلَ الذِّمَّةِ. (من کلام عائشة رضي اﷲ عنها ) حاکم، المستدرک، رقم : 2657- هغوی به لاره شکوونکی (قطاع الطریق) وی ،نا حقه وینه به تویوی کوم چې د الله حکم ندۍ کړۍ اود غیر مسلم لږکیو وژنه به ورته حلاله ښکاری.
• یومنون بمحکمه ویهلکونه عند مُتشا بهه – هغوی به د قرآن به محکموآیاتونو ایمان راوړی خود متشابهاتو په وجه به دوی هلاک شی. (قول ابن عباس رض، تفسیر طبری،۱۸۱:۳ /فتح الباری،۳۰۰:۱۲).
• یقولون الحق بالسنتهم لا یجاوز حلوقهم (قول حضرت علی رض) – هغوی به په ژبه اوکلام کې د حق وینا کوی،مګرد هغوی له حلق څخه د لاندی به نه ځي (یعنی یقین اوعمل به نه ورباندی کوی) .(مسلم ،کتاب الزکات، رقم ۱۰۶۶)
• ینطلقون الی آیات نزلت فی الکفار فیجعلو ها علی المومنین.- (دحضرت عمر رض قول): هغوی به د کفارو په باره کې د نازل شویو آیاتونواطلاق پر مسلمانانوباندی کوی- همداسې به دوی نورو مسلمانانو ته ګمرا،کافر اومشرک وایی ترڅو د هغوی په ناجایزه قتل وکړای شی. ( بخاری،کتاب استتابته المرتدین والمعاندین وقتالهم،رقم۲۵۳۹).
• یمرقون من الدین کما یمرق السهم من الرمیه – هغوی به له دین څخه داسې و وزی لکه غشۍ چې له ښکار نه و وزی. (بخاری، کتاب استتابته المرتدین والمعاندین وقتالهم،رقم ۶۵۳۱/ مسلم ،کتاب الزکات،رقم ۱۰۶۶) .
• الاجر العظیم لمن قتلهم – د دوی په نزد به د دوی قاتلانو ته ستر اجر(ثواب ) وی. (مسلم،کتاب الزکات،رقم ۱۰۶۶).
• خیرُ قتلی من قتلوهً – هغه شخص به به بهترین مقتول (شهید) وي چی دوی یی ووژنی .( ترمذی،کتاب تفسیر القرآن،رقم ۳۰۰۰).
• شرُُ قتلی تحت ادیم السماٍ – هغوی به تر آسمان لاندې بدترین قاتلین وی.(ترمذی،کتاب تفسیر القران،رقم ۳۰۰۰).