د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - لسمه - برخه
عبدالله - وردک
انګلستان - مې - ۲۰۲۰
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارونو په کولو بوخت وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ.
د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، په انګلستان کې د خپلې معلمۍ په هکله، یو څه معلومات وړاندې کړم.
ما خپله معلمي، د ۱۹۹۲ میلادي کال، د سپتمبر د میاشتې په لومړی ورځ، د انګلستان په یوه پوهنتون کې، د انجینرۍ په پوهنځۍ کې شروع کړه.
د انګلستان په پوهنتونو کې اداري کال، د آګست د میاشتې په لومړۍ ورځ شروع کیږي، او د شاګردانو درس، د سپتمبر په آخر کې، او یا د آکتوبر په لومړنۍ اونۍ کې شروع کیږي.
کله چې زه د خپلې معلمۍ په لومړۍ ورځ پوهنتون ته ولاړم، نو ما ته د خپل کار دفتر، چې د ضرورت وړ ټول شیان په کې موجود وو، وښودل شو. پدغه لومړنۍ ورځ زما ټول کارونه سرته ورسېدل. د مثال په توګه: د لومړۍ ورځې په آخر کې ما ته د معلمۍ د هویت کارت جوړ کړل شو، چې په هغه کې د دفتر، د کتابخانې، د درسي اطاقو، او د پوهنتون تعمیر ته، د تلو او راتلو ټول کودونه، پکې ځای پرځای شوي وو.
همدارنګه، ما ته خپل درسي مهالوېښ، او د تدریس مضامین، وښودل شول.
د یادولو وړ ده، چې دغې پوهنځۍ په همغه کال یو شمېر نوي، Single Board Computers رانیولي وو، او ما ته ددغه پروګرام مشر وویل، چې هغه زه پخپل درسي پروګرام کې په کار واچوم.
په همغه کال، د پوهنتون درس د اکتوبر په لومړۍ اونۍ کې شروع کېده، او ما یوه میاشت وخت درلود، چې دغه د کمپیوتر بوردونه زده، او په کار واچوم.
الحمدلله، ما وکولای شول چې دغه بوردونه په ښه توګه زده، امتحان، او خپل لکچرونه، ددغې بورد، په رڼا کې برابر کړم.
الحمدلله، ما دغه ۲۷ کاله معلمي، بې له کوم خاص مشکل نه، سرته ورسوله. ما به هرکال خپلو شاګردانو ته، په لومړۍ ورځ په واضح توګه ویل، چې هغوی باید هر وخت د هغو تعلیمی موادو په هکله، چې هغوی ته واضح نه وي، پوښتنه وکړي. که چېرې زما سره سم ځواب و، نو ښه، او که نه و، نو بیا به یې په بله لیدنه کې زه ځواب ورته وړاندې کړم. لېکن، خپل شاګردان مې د زړه له کومي تشویق کول، چې باید هر وخت په ښه جرأت سره خپلې پوښتنې وکړي.
د انګلستان په پوهنتونو کې، یو استاد باید، په یوه اونۍ کې په اوسط ډول، له ۱۲ څخه تر ۱۴ ساعتونو پورې درس ورکړي. پدغه ساعتونو کې، لکچرونه، واړه کومکي ګروپونه، او لابراتوارونه، ټول شامل دي.
د یادولو وړ ده، چې یو مضمون په یوه اونۍ کې یو، او یا کله کله دوه ساعته لکچر، یو ساعت کومکي جلسه، او دوه ساعته عملي کارونه لري.
د شاګردانو درسي ساعت ۴۵ دقیقې وي، او باید ۵ دقیقې وړاندې خلاص شي، تر څو شاګردان، بل درسي اطاق ته پخپل وخت ځانونه ورسوي.
یو استاد، که چېرې په ټولګي کې د شاګردانو په وړاندې په درس کې مات نشو، نو هغه بیا هیڅوک هم نشي ماتولی؛ او که چېرې خدای مکړه، یو استاد په درس کې د شاګردانو په وړاندې مات شو، نو هغه استاد بیا، په هېڅ صورت کې نه ټینګیږي.
هر استاد، د مضون د قبول شوي درسي پروګرام مطابق، خپل لکچرونه تیاروي.
د یادولو وړ ده، چې الحمدلله، ما هر وخت د درس په هکله پوره تیاري نیولې ده، او د لکچرونو په هکله مې ټولې مهمې نقطې له خپل ځانه سره ښې واضح او تحلیل کړېدي.
ما پدغه ۲۷ کالو معلمۍ کې، هېڅکله هم له شاګردانو سره په ټولګي کې د ننه ټوکې ندي کړې، او نه مې درسي وخت په چیټي کیسو تېر کړیدی. ما په ټولګي کې راساً خپل درس شروع کړی، او پوره ۴۰ دقیقې مې دوام ورکړی.
که چېري شاګردان د لکچر پر وخت لږ لږ پس پسک هم وکړي، نو هغه ډېر مضر تمامېدی شي. نو ما په ټوله معلمۍ کې، خپل شاګردان غالمغال ته ندي پرې ښي.
ما به هر کال، د پخوانیو ازموینو سوالونه، او د هغو مکمل حل، خپلو شاګردانو ته ورکولو. شاګردانو ته د پخوانیو کلونو سوالونه او حل، ډېر د اهمیت وړ وي. دا پدې خاطر، چې شاګردان له هغو څخه، د ځان په هکله ډېر ګټور معلومات لاسته راوړلی شي.
هيره د نه وي، چې د انګلستان په پوهنتونو کې، د نورې نړۍ د پوهنتونو په شان، هرکال د ازموینې نوي سوالونه جوړیږي، او باید تکراري سوالونه پکې نه وي.
په انګلستان کې د هر پوهنتون استادان او نور کارکوونکي، باید د خپلې کلنۍ د رخصتۍ اخستلو وخت، مخکې له مخکې مربوطه دفتر ته وړاندې کړي.
ما په لومړي کال د پوهنځۍ رىٔیس ته وویل، چې زه یې اوس نه شم تعین کولای، او دا ځکه چې کېدای شي، چې زه د خپلې کورنۍ د لیدلو دپاره ولاړ شم.
نو دغه پوهنتون، الحمدلله ۲۷ کاله، له ماسره د رخصتۍ په هکله، ډیر زیات کمک کړیدی.
د یادولو وړ ده، چې که چېرې یو مسلمان خپل دین ته، د زړه له کومي وفادار وي، نو الله(ج) هم د هغه دپاره، ډېرې آسانتیاوې برابروي. ما هم الحمدلله، دغه د معلمۍ په ۲۷ کلونو کې، د ورځني لمنځونو، او د جمعې د لمانځه په هکله، هېڅ مشکل نه درلود. ما ته به یې د جمعې په ورځ د ۱۲ بجو نه تر ۳:۳۰ بجو پورې هېڅکله درس نه راکاوه، او دا ځکه چې دلته په انګلستان کې د جمعې لمونځ کله په یوه بجه، او کله په ۲ بجو سرته رسیږي. زما د جمعې د لمانځه وخت نیږدې رسمي بڼه غوره کړې وه.
هېره د نه وي، چې شاګردان د خپلو نمرو په هکله ډېر فکر کوي، او باید همداسې وي. نو ما به د دوی د Assignments، او د Phase Tests نمرې، د نمرو ورکولو وروسته، دوی ته ورکولې، تر څو دوی د خپلو نمرو په هکله قناعت حاصل کړي، او پوه شي، چې د دوی کار په ډېر دقت سره کتل شوی دی.
شاګردانو ته باید د دوی د زده کړې په هکله، ریښتیا وویل شي. دوی ته باید په ښه توګه، په ډاګه وویل شي، چې که چېرې پخپلو درسونو کې ښه زحمت ونه کاږي، نو دوی به حتمي له ناکامۍ سره مخامخ کیږي. همدارنګه، دوی ته باید د هرنوع کمک ډاډ هم ورکړل شي.
ما هر وخت خپلو شاګردانو ته، د دوی د زده کړې په هکله، دوی ته ریښتیا، او تریخ حقیقت ویلی دی. یعنې دوی مې خپلو نیمګړتیاوو ته ښه متوجې کړیدي، او هم مې د زړه له کومي هرنوع درسي کمک ورسره کړی دی.
غواړم یوه کیسه درته وکړم.
یو کال، زما یوه شاګرد، چې هغه د خپل صنف نماینده هم و، له ما څخه یې نورو استادانو ته هر وخت شکایت کاوه. ده به استادانو ته ویل، چې عبدالله، مونږه ته ډېر کار راکوي، او مونږه د ستاسې د مضامینو دپاره هیڅ وخت نشو پیدا کولی. ځینو استادانو به له دغه شاګرد څخه دفاع هم کوله. زه په خپل کار کلک ولاړ وم، او خپله دنده مې په عادي توګه اجراء کوله.
کله چې دغه شاګرد فارغ شو، نو بیا هم له ما څخه خفه و. د ما هېڅ وخت هم، ده ته په زړه کې څه بد نه تېرېدل، او د نورو شاګردانو په شان مې ښه رویه ورسره کوله.
کله چې دغه شاګرد خپله ماستري، په یوه بل پوهنتون کې شروع کړه، نو هغه وو، چې ما ته یې پوست کارت رالېږل شروع کړل، او په هغو کې به یې، له ما څخه ډېره مننه کړې وه، او لیکلي به یې وو، چې زما درس ده ته په ماسترۍ کې ډېر ګټور واقع شوی دی، او له ما څخه یې د زړه له کومي معذرت غوشتی و. دغه شاګرد بیا خپله دکتورا هم واخیستله، او په کاناډا کې یې ډېر ښه کار پیدا کړ.
یو څو کاله وروسته، زمونږه پوهنتون، دغه شاګرد، د مشر مېلمه په حیث دعوت کړی و، چې ترڅو شاګردانو ته، د یوې موضوع په باره کې لکچر ورکړي. پدغه لکچر کې استادانو هم برخه لرله. زه هم دغه لکچر ته ولاړم، او ددغه لوی اطاق په مابین کې کېناستم. کله چې دغه شاګرد، د ستېج سرته راغی، او پر ما یې سترګې ولګېدې، نو سمدلاسه، له ستېج څخه را کوز، او زما په طرف را روان شو. نور حاضرین حیران وو، چې چېرته ځي. هغه د شاګردانو، او استادانو په کت او کوت کې ما ته راغی، او له ما سره یې په لاسونو روغبړ وکړ، او د ټولو حاضرینو په وړاندې یې له ما نه مننه وکړه.
زما هدف له دغې کیسې څخه دا و، چې ما هېڅکله هم له خپلو شاګردانو سره، کومه شخصي عقده په زړه کې نده ساتلې.
هېره د نه وي، چې ځینې شاګردان، د زده کړې پر وخت آساني خوښوي، او له سختۍ نه ډه ډه کوي. لېکن، بیا وروسته ارمان کوي، چې ولې یې د زده کړې په وخت کې ښه زحمت ندی ګاللی، او هغه پښېماني بیا هېڅ ګټه نه کوي.
شاګردان باید د خپل ځان په هکله، له صداقت څخه کار واخلي، او هغوی باید هغه مسلک د زده کړې لپاره انتخاب کړي، چې د هغه سره علاقه ولري، د هغه د ویلو استعداد ولري، او د هغه په پای کې مسلکي دنده پیدا کړی شي.
د یادولو وړ ده، چې ما د انګلستان په همدغه پوهنتون کې، دا لاندې مضامین، د انجینرۍ په پوهنځۍ کې، د BEng(Hons) Electronics Engineering، په دېپارتمنت کې، په دغه ۲۷ کلونو کې، په مختلفو وختونو کې، تدریس کړي دي.
۱ - Programming Languages
۲ - Microcomputer and its Applications
۳ - Signals and Circuits
۴ - Electronic Circuits Theory
۵ - Analogue Electronics
۶ - Digital Electronics
۷ - Electronic Design
۸ - Control Engineering
۹ - Electronic Systems
۱۰- Digital Signal Processing
۱۱ - Final Year Projects
د یادولو وړ ده، چې د انګلستان په پوهنتونو کې، د هر ملک شاګردان زده کړه کوي. د مثال په توګه: د عربي، آسیاىٔي، اروپاىٔي، او امریکاىٔي، ملکونو شاګردان، ټول په یوه ټولګي کې څنګ پر څنګ زده کړه کوي، او پر ټولو یوشانته مقررات او قانون عملي کیږي.
زما شاګردان، د فراغت نه وروسته، زما نیږدې ملګري هم وي. کله چې دوی په کوم کنفرانس، کومه مغازه، او په ځینو نورو ځایونو کې ووینم، نو یو د بل په لیدلو ډېر خوشحاله کیږو، او د زړه له کومي، یو د بل سره روغبړ کوو. یا په بل عبارت، د لیدلو پر وخت کې یو له بله، کوڅه نه بدلوو، او نه ځانونه یو له بل څخه پټوو.
د پام وړ ټکي:
یو استاد باید، د خپل مسلک سره، د زړه له کومي علاقه ولري، او هغه باید خپل مسلک د بشریت په ګټه وکاروي.
یو استاد باید ډېر عادل، او د انصاف خاوند وي، او هغه د هر نوعه تعصب څخه باالکل پاک وي. همدارنګه، هغه باید د نرم زړه څښتن وي، او نرم زړه، ددې معنا نه ورکوي، چې هغه یو شاګرد چې باید ناکام شي، هغه کامیاب کړي. نه، د نرم زړه مقصد باید دا وي، چې له خپلو شاګردانو سره، ډېره ښه رویه ولري، او د هغوی د زده کړې په هکله هر نوعه کمک ته تیار وي.
زه الحمدلله، د خپلې معلمۍ څخه (۶ کاله د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې، او ۲۷ کاله د انګلستان په یوه پوهنتون کې)، ډېر خوشحاله یم. الحمدلله، ما پدغه ټولو ۳۳ کالو معلمۍ کې، کوم داسې کار ندی کړی، چې زه اوس پرې پښېمانه وم. همدارنګه، ډېر خوشحاله یم، چې الحمدلله، د زده کړې پر وخت، او د معلمۍ پر وخت مې خپل لمونځ ندی قضاء کړی.
یوه خبره چې ما په ریښتیا سره، ډېر خوشحاله کوي، هغه داده، چې الحمدلله، یو مسلمان، تر هېچا کم ندی، او هغه هم ښه تکړه مسلمان، هم ښه تکړه شاګرد، هم ښه تکړه ډاکتر، هم ښه تکړه معلم، او هم داسې نور ښه تکړه … پاته کېدای شي.
هغه خلک د ډېر خوشحاله وي، چې د دوی په زړونو کې، د اسلام په هکله حقیقي مینه ځای ولري.
ځوان نسل ته زما عاجزانه مشوره داده، چې له خپل وخت څخه، د خپل ځان، د خپلې کورنۍ، د خپلو دوستانو، د خپلو وطنوالو، د ټولو مسلمانانو، او د ټول بشریت په ګټه کار واخلي.
یو استاد باید ډېر باناموسه وي، او خپلو شاګردانو ته، د خپل اولاد په سترګه وګوري.
زه پدغه لیکنه کې نه غواړم، چې د ښه استاد ځانګړتیاوې، یو ځل بیا تکرار کړم. قدرمن لوستونکي، هغه لیکنې ته مراجعه کولای شي، چې ما پخواه پدې هکله لیکلې ده، او په افغاني وېب سایتو کې نشر شوېده.
زه به ان شاءالله، په یولسمه برخه کې، قدرمنو لوستونکو ته، د خپلې لنډ مهاله تقاعدۍ په هکله، چې تر اوسه نیږدې ۹ میاشتې کیږي، مکمل معلومات وړاندې کړم. هیله ده، چې قدرمن لوستونکي، هغه په دقت سره ولولي.
الله(ج) د، ددغه وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العالمین.
په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین.
زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.
همدارنګه، الله(ج) ته د دعا دپاره یو ځل بیا لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، دغه د کورونا، د وایرس ناورین، پخپل رحمت سره له نړۍ ورک کړي. آمین یارب العالمین.
تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com