یو سړی دحضرت ابراهیم بن ادهم ۷۷۹ په خدمت کې حاضرشو، ویل ماته کوم نصیحت چې لازم وی وفر مایه:
ابراهیم : ګناه پرېږده !
سایل: داډېر مشکل کار دی
ابراهیم : که ته دالله( ج )نافرمانی کوې نو بیا دهغه رزق مه خوره
سایل : دا هم ممکنه نه ده ځکه دنیاکې هرڅه دهغه ذات دی
ابراهیم : بیا د الله (ج) له دنیا بهر لاړ شه او هلته ګناه وکړه
سایل : دا خو زما له واکه پوره نه ده
ابراهیم: د الله (ج) څخه پټه ګناه کوه
سایل: چېرته پټ شم هغه خو هرچېرته شتون لری
ابراهیم : یا داسې ځای ته لاړ شه چې هلته مرګ نه وی
سایل : داسې هم کوم ځای نشته چې لاړشم
ابراهیم :نو بیا دالله (ج ) دعذاب څخه دبچ کېدو یو صورت شته هغه داچې کله چې فرشتې تاد جهنم خواته وړی ته هغوی ووهه او ایسته وغورځوه او خپله جنت ته لاړشه!
سایل : دا هم له ا مکانه لیرې خبره ده
ابراهیم : کله چې ته دومره ناتوان یې نوپه کوم اعتماد او باور باندې دالله (ج) نافرمانی کوې،دروغ وایې ،فساد،رشوت اوبډو اخیستلو کې تر غوږو ورک یې، بیت المال او امانت خپل حق ګڼې ،په جهالت ،بیسوادی اوله بې کفایتی نه دمظلوم ولس سرپرست وزیری په غاړه اخلې،د هېواد یتیمانو ،کونډو رنډو په مرستو دولتی خمکې رانیسې، مافیایي بنګله کې اوسېږې .دافراط له کچې دې ژوند څو برابره اوچت دی ،دفی سبیل الله ،عدالت اومساات په څو مایلی کې د اثر نشته نو ځکه مجروح په هغه وخت کې د ځانځانی ښامار نه شکوه درلوده او عبدالروف بینوا اندېښنه اونور.........
سایل چې دا واوریدل له زړه یې یوه چیغه ووتله او دابراهیم په قدمونو کې وغورځېد او د تل لپاره یې له ګناهونوڅخه توبه وویستله!
تر بلې لیکنې بورې............