روانې چارې او بېلابېل


په غني پسې نه، په جګړه پسې مو را اخيستې ده

ځينې دوستانو ګيله کوله، واى يوازې په غني پسې مو را اخيستې ده. مال، يوه خبره خو داده چې يوازې په غني پسې مو نه ده را اخيستې، بلکې د جګړو د دواړو خواوو نيمګړتياوې ور په ګوته کوو. بله خبره داده چې په شخص پسې نه، په جګړه پسې مو را اخيستې ده، په فساد پسې مو را اخيستې ده، په لارو او کوڅو کې غلاو، هدفي وژنو او نا امني پسې مو را اخيستې ده، د سولې په وړاندې په خنډونو جوړولو پسې مو را اخيستې ده، د چارواکو لخوا په ديني او ملي ارزښتونو باندې ملنډو پسې مو را اخيستې ده او د ځينو چارواکو تر سرپرستي لاند

22.10.2020 عبدالوحید وحید

ولې په حکومت کې ملي لوری تخریبیږي؟

په دولت او په تېره بیا حکومت کې ملي لوری او ملي سیاستونه، زیات تخریبیږي. داسې تخریبونه باید د روغو او سالمو نیوکو سره چې د سیاستونو او تګلارو په سمون او ګټورتوب خپل اغیز ښندي، مغالطه نه شي. طبیعي ده دلته دا پوښتنه رامنځته کیږی چې ولې حکومت کې تر رنځورو، عیب منو او ملي ضد لیدلورو زیات، هغه لیدلوري او تګلارې تخریبیږي چې د هېواد د ملي ګټو، نظام او د قانون د پلیتوب هڅه کوي؟ بلخوا ولې د هغو کړیو په افشا کې چې په ورته وخت د حکومت برخه جوړوي او د حکومت د ناوړتیا او کمزورتیا اصلي لامل هم دي، چوپتیا ا

21.10.2020 سرلوڅ مرادزی

ځیني خلک اوږدې لیکنې نه خوښوي!

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! نن سبا، ځینې لوستونکي لنډې لیکنې، تر اوږدو لیکنو، ډېرې خوښوي، او دا دلیل وړاندې کوي، چې دوی وخت نلري، چې اوږدې لیکنې ولولي! د یادولو وړ ده، چې ځیني لیکنې باید اوږدې ولیکل شي، تر څو یوه موضوع په هر اړخیزه توګه تحلیل او وڅېړل شي. د ګرانو او قدرمنو لوستونکو پام، دغه لاندې ټکو ته راګرزوم. ۱ - فرضاً یو ښه دیني عالم، د یوې موضوع په هکله، ډېر ښه بیان ورکړي، او د موضوع ټولې ګټې، او تاوان، په واضح توګه، حاضرینو ته وړاندې

21.10.2020 عبدالله وردک

د PSDPرسنېزه څرګندونه

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP دافغانستان روانه ربړه د شوروي اتحاد د پوځي یرغل رااېسي تر دې دمه څارلې او د افغانستان دشخړې او کړکېچ د حل په موخه یې کوټلي ګامونه اخستي، خپل نوښتونه یې وخت په وخت د ملګروملتونو موسیسې، نړیوالو امن خوښو سازمانونو ، ګوندونو، د نړۍ ډېرو هېوادونو اوځواکمنو ټولنیزو سړیتوبونو ( شخصیتونو) ته وړاندي کړي دي، چې ښې پاېلې او لاسته راوړنې یې هم لرلې دي. له ېوې مېاشتې ډېره موده وشوه، چې د افغانستان حکومت او طالبانو پلاوي په قطر، دوحه کښې ناست دي، خو له بده مرغه تر دې دم

21.10.2020 نصیر ستوری

د دوحۍ تړون او د هلمند جګړه

د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ مه، امریکا سره د طالبانو د دوحۍ هوکړه لیک چې اوس طالبانو ته تر قران شریف زیات سپېڅلی او مقدس ښکاري او هر ځل يي د سولې په خبرو اترو او روانه جګړه کې د افغانانو او افغان دولت په سترګو کې وهي، نه د افغان ملت او نه د افغان دولت لپاره الزامي ګڼل کیږي. دا هوکړه لیک چې امریکا د یوې جګړه مارې ډلې سره چې مشرتابه ډلګۍ او پوځي اکمالات يي له افغاستان بهر په اسلام اباد او لاهور کې سمبالیږي او تر پرون يي ترهګر بلل؛ د افغانانو او د دوی د مرکزي دولت په غیاب او نشتون کې، لاسلیک شوی!

18.10.2020 سرلوڅ مرادزی

ګلبدین نظام ته لوی سر درد!

په وینځلو به يي سپین نکړې بابوجانه هر لیمڅی چې د وړۍ اصل يي تور وي ګلبدین د ارواښاد محمد داوود له حکومت نېولې نن د ولسمشر اشرف غني تر حکومت پورې، د حکومتونو او نظامونه مخالف او دښمن پاتې شوی. ګلبدین او ډله يی د تېرو ټولو حکومتونو او نظامونو سره د مدني او قانوني اپوزیسیون پتوګه چې د یوې سیاسي ډلې یا شخص مدني حق دی نه دی پاتې شوی، بلکې تل يی د هغو په وړاندې یا له اسلام اباد څخه وسله رااخیسې او یا لکه اوس د موجوده حکومت په وړاندې يی د هیڅ ډول بې شرمه تبلیغاتو او ګواښونو ډډه نه دې کړې.

17.10.2020 سرلوڅ مرادزی

حللار حذفول نه، بلکې سره جوړېدل دي

اوس چې په دوحه کې د افغان دولت او د طالبانو د تحریک د مرکچي پلاوو ترمنځ د روغې جوړې خبرې روانې دي، افغانان انتظار لري چې دا خبرې په دایمي اوربند او په افغانستان کې په تلپاتې سولې پایته ورسیږي. د افغان دولت او طالبانو د تحریک د پلاوو ګډه ناسته، تر هرڅه مخکې په دې معنی ده چې هم افغان دولت د طالبانو تحریک د یوه افغان تحریک پتوګه پېژني او د دوی د غوښتنو په اړه، د جګړې پرځای خبرو ته ورسره ناست دی او هم طالبان دا مني چې په افغانستان کې د کوم سیاسي تنظیم یا ډلې سره چې د دوی د روا غوښتنو د درک او

16.10.2020 سرلوڅ مرادزی

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي

چشم بد دور، زموږ په وطن کې د جنازو او هدیرو تر څنګ نن سبا د سرو کرښو هم ښه پریماني ده. چا ته جمهوریت سره کرښه ده، چا ته امارت، چا ته د شلو کالو لاسته راوړنې او دا دی اوس حنفي او جعفري فقهې هم سرې کرښې شوې. زموږ د جغرافیا د ارواښاد معلم صیب قادر خان، تکیه کلام رایاد شو چې د هر درس په آخر کې به یې ویل: (ګل د کدو ګل دی، یو پورته کوم لاندی تری بل دی) نن په قطر کې له طالبانو سره د افغان دولت د بی بنده بی سربنده ناستو پاستو او سیاسي چنو وهلو یوه میاشت پوره شوه. د هوټل په ښایسته تالارونو او لابي ګان

13.10.2020 ولي الله ملکزی

ملی سنګر او مجهوله فضاء

دبسوګۍ واده نه بلکې د سولې قلمرو ،دروغې جوړې بین الافغانی موقف اوتاریخی اهمیت کې دافغانانو ملی یوالی دی افغانان باید پوه شی چې دکرزی ددوه دورو غلط دریځ کوږ بار ووچې مزله ته ونه رسېد اوس هم سهوې او تېروتنې کوی اوهمدارنګه داشرف غنی احمد زی احساساتی ارګ مېشته اداره هم دسهامی شرکت له بوجه ونه شوه وتلی له ملت سره یې ډیرې ژمنې وکړې خویوه یې هم عملی نه کړه شوای .شرع حاضر ته ګوری اوبل ثبوت یې دلته .دولس مشرانتخاب په اماتور امرالله (مجهوله) څېره یوڅه وایی .سروردانش داستبداد او ظلم په نوم خپل هویت رټی

11.10.2020 ع.شریف زاد

که ښکېل اړخونه اوس هم د وخت حساسيت درک نکړي!

هيواد ته د سولې د راوستلو په موخه په قطر کې بين الافغاني ناسته دوام لري، خو د مذاکراتو لپاره د طرزالعمل جوړولو په جريان کې د اوسني بن‌بست له امله د ولس د هيلو غوټئ په رژيدو دي. وخت په خورا تيزي سره زمونږ له لاسه وزي، خو داسې نه ښکاري چې اړونده اړخونو د وخت په حساسيت باندې سرونه خلاص کړي وي. که اوسنى حالت دوام مومي او د هوکړې څرک نه ښکاري، نو شونې ده چې په تکراري توګه به مونږ د يوه بل بُن د تپل شوي تړون په ځنځير وتړل شو او يا به هم په يوه بله کورنئ جګړه کې ښکېل شو. د امریکا او طالبانو ترمن

11.10.2020 عبدالوحید وحید

په کابل تورې وریځې

په ټول کابل باندې تورې وریځې خپرې دي. په دې ښار کې توره تیاره ده. کابلیان په ویره او ډار کې ژوند کوي دلته د دوي ژوند ، ناموس او شتمني د ګواښ سره مخامخ دي. په کابل باندې د غلو او جنایتکارانو غدۍ واک چلوي ددې غدیو د لاسه په کابل کې د خلکو ژوند ، ناموس او شتمني خوندي نه دي. د کابل هر ښاري اوس د ۵۰۰ څخه زیاتې روپۍ په جیب کې نشي ساتلای ، که د دې مقدار څخه زیاتې وې د وسله والو غلو له خوا د هغه ژوند د ګواښ سره مخامخ کیږي. همدارنګه ساده سمارټ مبایل تلیفونونه د هر سړي د ژوند د لاسه ورکولو

10.10.2020 احمدجان تڼی

پک مې ليدلى وو نه ماغزه وتلي

نن سهار مې په آریانا نیوز کې د وردګو والي عبدالرحمن طارق مرکه اورېدله، کله یې چې د امنیت په اړه ترې وپوښتل، ده ویل:« د وردګو ولایت امن دی، یوازې په ولسوالیو کې یې لږ ستونزې شته، هغه هم نوي سلنه خاوره یې زموږ تر کنترول لاندې ده او پاتې لس یې کله – کله طالبان چریکي بریدونه کوي، چې بېرته زموږ لخوا په شا تمبول کېږی». اې د خدای په لحاظ، پک مې لیدلی وو نه ماغزه وتلي، دورجن کسان مې دېر لیدلي وو نه زموږ د والي په شان! زه د وردګو ولایت اصلي اوسېدونکی یم، که څه هم چې دولس کاله کېږي چې د

06.10.2020 احمدشاه وردګ

نقش خود افغان ها درصلح به مراتب مهم تر از نقش سا یرکشورهای جهان است

کما فی السابق هفتاد و پنجمی نشست مجمع عمومی سازمان ملل متحد درشهر نیو یارک برگزارشد: وضعیت بحرانی افغانستان برای دو روز در ارزیابی کار جهانی ساز مان مورد بحث ومداقه برخی از کشورها قرار گرفت. در میان کشورهایی‌که در سخنرانی‌های مختصر خود به آنچه در افغانستان می‌گذ رد متمرکز بود، این کشورها عبارت اند ازقطر٫ ایالات متحده امریکا ، ازبکستان، تاجیکستان و ترکمنستان . ازبکستان با پیشنهادات ایجاد کمیته دایمی سازمان ملل در باره افغانستان با معلومات بیشتر نظر اندازی کرد. سیاست رییس جمهور ایالات م

06.10.2020 ع.شریف زاد

اسلام اباد ته د عبدالله سفر او په غني خیلو کې موټربم

په داسې حال کې چې اسلام اباد ته د افغانستان د سولې شورا د مشر عبدالله عبدالله او ورسره پلاوي له سفر دوې ورځې تیریږي، افغانان د ننګرهار ولایت په غني خیلو کې چې د ډيورند تپلې کرښې سره نږدې پرته ده، د بلې خونړۍ غمیزې قربانیان دي. په دې ترهګریزه پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان شهیدان او له ۴۰ ډېر نور کسان ټیپیان دي. برید چې د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه شوی، تر ډېره ماشومان او ولسي وګړي پکې وژل شوي دي! عبدالله عبدالله د سولې شورا مشر د یو پلاوي په ګډون د سیپټمبر په ۲۸ مه د دریو ورځو لپاره اسلام اباد ته

04.10.2020 سرلوڅ مرادزی

د جنازو وتل نه، د جګړو نوغې ايستل غواړو

د افغانانو ترمنځ د باور نشتوالئ هغه ستره نيمګړتيا ده چې مونږ يې د اوربند او سولې په وړاندې ستر او ننګونکئ خنډ ګڼلاى شو. ولسمشر غني په دې باور ده چې امریکا پاکستان او طالبان د نوموړي د حذف پلان لري. په دغه تړاو يې د طالبانو او د شمال د ايتلاف د ګډ حکومت په جوړولو کار پيل کړئ ده. نوموړئ هڅه کوي د پورتني مثلث په وړاندې په نړيواله برخه کې د ناتو، اروپایي ټولنې او د سيمې د ځينو نورو هېوادونو مرسته ترلاسه کړي او په کورني اړخ کې عمدتاً د ښځو او ځوانانو د حقونو د خونديتوب تر شعار لاندې د سترو غونډو پ

30.09.2020 عبدالوحید وحید

کُمینفارم (Kominform)

کمونیستی معلوماتی دفتر (Kommunistisches Informationsbüro) چې په لنډه ورته کُمینفارم (Kominform) هم ویل کیږي، په ۱۹۴۷م کال کې د کُمینټِرن تر انحلال وروسته جوړ شو او تر ۱۹۵۶م کال پورې یې فعالیت کاوه. دا د ملی دولتی چوکاټ څخه پورته د کارګری او کمونیستی ګوندونو اتحادیه وه چې د شوروی سوسیالیستی جمهوریتونو د کمونست ګوند سره یوځای د بلغاریا کمونست ګوند، د شرقي آلمان متحد سوسیالیستي ګوند، د فرانسې کمونست ګوند، د ایتالیا کمونست ګوند، د یوګوسلاویا کمونست ګوند، د پولنډ واحد کارګري ګوند، د رومانیا کارګری

29.09.2020 نور محمد غفوري

د کانکور ازموینی د اصلاح او سمون اړتیا

که څه هم زموږ ټول تعلیمي او تحصیلي نظام له سترو ستونزو او ننګونو سره مخ دی، خو له نیکه مرغه په دی وروستیو کې ډیري بنسټیزي او اغیزمنی کړنی هم ترسره شویدي، چې یوه له دغو کړنو د کانکور ازموینو روڼتیا او د عصري تکنالوژۍ پر مټ، د ازموینې سرتاسري اخستنه او پر وخت پای ته رسونه ده. په زده کړو کې د ځنو لاس ته راوړنو او ستونزو په هکله ما پخوا هم لیکنی کړیدي، په هکله به يې یوه بله بشپړه لیکنه او طرحه هم خپره کړم، خو اوس یوازی د کانکور په برخه کې اصلاحاتو ته د چارواکو پام راګرځوم. لومړی د کانکور

29.09.2020 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

د سولې په مذاکراتو کې پښتانه چیرې دي؟

افغانستان د وروڼو قومونو ګډ کور دی او پښتون د میرویس نیکه له وخته راپدې خوا د روسانو تر یرغل پورې د مشر ورور په توګه د هیواد د وحدت او ازادۍ ساتلو مشري کړې ده. د استعمار په تندرونو او توپانونو کې چې د افریقا، اسیا، جنوبي امریکا، هند نیمې وچې، قفقاز او منځنۍ اسیا لوی لوی هیوادونه او ملتونه مات او تسلیم شول، یوازې د پښتون په مشرۍ افغان قامونو دوه ځل انګریزي اردوګانې غرقې او په دریم ځل یې سیاسي خپلواکي واخیسته. ورپسې یې د روسي فیل، نه په شا کیدونکې لښکرې هم ماتې کړې. خو متاسفانه روسانو د

29.09.2020 غازي اکبر

له پاکستان سره د ملی یوالی حکومت دسیاسی اړیکو پس منظرته یوه لنډه کتنه

لنډیز: په افغانستان کې دملی یوالی حکومت په منځ ته راتلوسره دافغانستان او اسلام آباد په اړیکو کې دېپلوماتیک ځانګړی بدلو نونه راغلل او دکرزی د دوه دورو په پرتله کابل د نوی دلهی/دهلی (هند) څخه پاکستان ته ډیر نږدې شو.دا په داسې حال کې چې د هندوانو سیاسی احتجاج په ټوله نړی کې دروسانو دتجاوز په وړاندې ډېرسوړوه اوپه عین زمان کې یی کمونستی ادار ې پاللې اوحتی د ربانی نظارشورا سره یی علایق ساتل.بې خبره کرزی هم هسې په احساساتی چلن په هند مین وه او د نورو امپراتورانو پېښې یې کولې. خو دغه اړیکی په اما

27.09.2020 ع.شریف زاد

د سرور دانش بې دانش بغاوت

«د جمهور رئیس لومړی مرستیال د جمهور رئیس د غیاب، استعفاء او یا مړینې په حالاتو کې ددې اساسي قانون له مندرجو حکمونو سره سم کار کوي.» (۱۳۸۲کال اساسي قانون:۶۰مه ماده) اصلا دلته د تورو تیارو لړۍ روانه ده اوهرڅه دشخصی اړیکو ،پیسو ،ډلې اوټپلې ،زور او زرو او نه مننوکو رسواییوپه ترازو معامله کیږی. غیاب ،استعفی او مړینه خبره خولا پریږده دغو پټو اوښکاره معامله ګرود معاملوفرهنګ دهېواد په شریانو کې دومره وده کړې ده چې له مافیایی مرحلې هم اوړی زه یی وینم ته یې هم وینې ڼړۍ چې دلته ددمو اوکراسۍ د رغ

23.09.2020 ع.شریف زاد

د سرونو د وهلو نه، د يوبل منلو سياست ته اړتيا لرو

د بين الافغاني مذاکراتو له رسمي پيل څخه مخکې په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې د هڅو په برخه کې د ناهيلئ خبرونو ولس سخت اندېښمن کړئ ده. دغه ډول خبرونه يقيناً دردونکي او ځپونکي وي. داسې ښکاري چې داوړه خواوې لاهم د يوبل منلو او زغملو پرځاى له يو بل څخه د امتیازاتو ترلاسه کولو تګلارې پرمخ وړي. له څو ورځو راهیسې د قطر له جرياناتو له سست بهير څخه دقيقاً پوهيداى شو چې هيڅ لورئ په واقعي توګه د وخت په حساسيتونو باندې فکر نه کوي او له لاسته راغلي بې سابقې فرصت څخه د ګټه پورته کولو اراده او يا

22.09.2020 عبدالوحید وحید

کاواکه حکومت او د کمرپرغاړه ولاړه کابينه

څو ورځې وړاندې حکومت دکابينې د تکامل لپاره دلس تنو نوماند وزيرانو نومونه په داسې حال کې اعلان کړل چې د ولس ،سياسيونو او د حکومت په جوړولو کې قربانيو ورکوونکيوڅهرو لخوا دنيمګړې کابينې پر ضد غوغاګانې پورته شوې . سره له دې چې په دې او دېته ورته لویو او وړو مسائلو کې د حکومت مشران د چاپه خوله پياز هم نه خوري خو نور پوهېدل چې که يې اعلان نکړي نو دحکومت په داخلي چوکاټ کې دمخالفتونو پر بنا جوړ شوي زخمونه به لا وشړېږي. زه پرته له دې چې د ښوونځي او پوهنتون په دورو کې د حکومت،حکومت دارۍ

19.09.2020 رفيع الله روشن

د سپټمبر ۱۱مه، د یوه ملت او امت د کړاوونو او عزت له درېځه!

د سپټمبر ۱۱مه هسي د امریکایي امپرالیسټي نظم د ټېنګولو او امریکایي ښکېلاک او نېواک د غځولو او دوام ډرامه وه. امریکا د دغې جعلي او کاذبي ډرامي په پنځولو سره خپل ځان له کورني، نژادې او طبقاتي ماتېدو وساته، لویدېځه نړۍ ته یې له صلیبي جګړو وروسته یوځل بیا د یوالي، خوځښت او ګډ استعمارې درېځ خپلولو لاره پرانېسته او همدارنګه د ۲۱ پیړۍ له پیل سره یې د یوه امت د برم او د څو انساني تمدنونو د خپل اختیارې او ځانبساینې ټولي د انسانیت په ګټه هڅې یې خنثی او وټکولي.دوی منځنې ختېځ د دې جعلي پېښې ور

19.09.2020 قاضي نجیب الله جامع

لس ستر نړیوال شرکتونه

آیا پوهیږۍ چې د نړۍ تر ټولو لومړی درجه ستر شتمن شرکت کوم دی؟ ددی لیکني په لومړۍ یعنی همدی برخه کې، له سترو نړیوالو لسو شرکتونو یوازی دری په لنډه توګه معرفي شوي. البته په ترتیب سره له اخره، پر لسمه، نهمه او اتمه درجه شرکتونو خبری شوی دي. په راتلونکی لیکنه کې به همداسی مخ ته ولاړ شو او په پای کې به د کلنیو عایداتو پر بنسټ تر ټولو د ډیرو پیسو لرونکې لومړۍ درجی شرکت سره بلد شو. د نړۍ له پنځو سوو غټو شرکتونو څخه می د تر ټولو غټو لسو شرکتونو د پیژندلو څخه هدف دادی، چې د سترو اقتصادی ځوا

19.09.2020 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

ريښتينې سوله يوازې د جنګي مجرمينو او ملي خايينانو سره په حساب کولو راتللئ شي

په يوه ټولنه‌کې سوله ، ثبات ، امنيت او هوسا ژوند هغه وخت ميسريږي چې سياسي -ټولنيزو -اقتصادي او کلتوري ژوند يې د عدالت په ستنو ولاړوي . عدالت د ټولنې د افرادو د خدائي او طبيعي حقونو منل ، مراعاتول ، په عمل کې پياده کول او د ټولنې په مديريت ، اداره او واک کې بې له امتيازه د هغوی د مساوي سهم اخستلو او فرصت لرلو ته وائي . په ټولنه‌ کی شامل افراد د شريک ژوند کولو د پاره مسؤليتونه او حقونه لري ، چې که ورته احترام ونه شي او په زور ، تزوير ، بانو او جعلي توجيهاتو ئې نقض او نه مراعاتول دود

18.09.2020 د،ب،هيښ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more