دې لیکنه کې زما هدف د«تودې خبرې» په ناسته کې د یو شمېر رابلل شو یو میلمنو بحث باندی یوڅه رڼا اچول دی اوپه عین زمان کې دمنخني آسیا هېوادونه چې لا بشپړ استقلال نه لری یو څه معلومات ته ګوته نیول شوې ده .دغه پروګرام له لیدونکو سره هغه وخت مرسته کولی شی چې موږ پراصولو ، دخبرو مشخصه اجندا ، ّځانګړو جامعو پوښتنو، اداب معاشرت ، دناستې سیاسی اخلاق ا ودرناوی سره،دضرورتونو ملی او داسلامی جهان بینۍ پر اساساتو اومعیارونو رڼا واچوو او په فرهنګی او کلتوری لحاظ دغه بحث متنوع او جالب کړو.موږ په ګواښ، لافو باټو ،ناندریو، زور زیاتی، بې وخته سیالیو او دخېټې په مثالونو کوم ځای ته رسېدلی نه شو ښه به داوی چې دغنی مټکور دچیغو پارلمینت ورڅخه جوړ نه کړو اوس دوه مهمې کلیمې یو دبل سره تړاو لری هم په نظری توګه او هم عملی چې یوه یې داسلامی اوبله د امارت کلیمه ده او له همدې ادرس څخه ګړیږو بناء دواړه برخې باید معاصر وقایع ،معاصر بېړنی ضرورتونه او دحل لاره بیان کړی . ډیره مهمه خبره داده یو کال شو همدا یو ګړنجانی غږول کیږی زه به دلته دوه مثاله دسیل بین په توګه نه بلکې دهمدې بحث دیوه غړی په توګه راوړم: لومړی مثال کې مفتی اجمل سالار وایی زموږ تعریف له حقوق بشریو دی او نړۍ بیا خپل خان ته تعریف لری .فضل الرحمن اوریا تحلیل ګر بیاوایی امریکا دښځو له نوم په استفادې سره تحریم لګولیی. خو نړیوال وینی او موږ ټول وینو چې د
WFO
لارۍ کتار په خامه سړو کو دواخان درې وږو اوتږو ته کڅوړې،غوړ او خوراکی مواد ور بار کړی. اود اجمل سالار میاشتنی خرچه هم له بهره راځی دانور خو لا پرېږده!. دنجونو ښوونځی خلاف دالله ج او رسول ص ،داسلام ،شرعې ، کلتور او فرهنګ تړل کیږی نو دا ښاغلی دبشرد ناقضو حقوقو کوم لوری ورک تعریف راپېژنی؟ زمکه وایی هغه سوزی چې اور ورباندې بلیږی . . په سورکی ننوتلې سرپرستان به کله راووخی چې لږ خو داسلام په هکله ولس ته یوڅه اطمینان ور کړی.بله ستونزه دمیلمنو دپوهې تعادل ده یومن اوبل دچارک په ظرفیت کې راحرګندیږی.
کوربه ادار ذبیح الله سادات ډېر تکړه دی ډیره ښه موضوع په پوښتنه کې مطرح کوی دانور هسې کپړی دی. کلام الله کې دومره علمی مسایل شته چې دتودو خبروپه اټکل غونډاری هغه هم دتوریالی همت په خوله یې مثالکې هم نه راخی داسې کسان او دا ګونګوسی دولس په ګته نه دی او دحکومتولی معیار کته راولی.تودې خبرې باید نصاب ولری،بحثونه معیاری او دبحث کسان لږ سره نږدې علمی اړیکی ولری.
چرس به وهی،دپزې ا وخولې نصوار ، نوشادر به آچوي،په لور باندې ولور اخلي، هلک به ساتي، دروغ او لافئ به یي آسمان ته رسیږي، خو ظاهر به د اصحابو او پیغمبرانو رقم جوړوي او اکټونه به د امیرانو کوي.

۱--د افغانستان اوسنی حکومت باید هڅه وکړي چې په سیاسی، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي برخو کې له نړۍ، روس ،چین ،امریکا او به تېره بیا سیمې او د منځنۍ آسیا هېوادونو سره خپلو اړیکو او همکاریو ته پراختیا او وده ورکړي همدارنګه د منځنۍ آسیا او افغانستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو پراختیا د امریکا او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لازیاتې پراختیا لپاره زمینه او سم شرایط برابرولی شی.سره له دې چې امریکا په سیمه کې دبلې لوبې لته کې دی اسلامی امارت سره هم پټې او ښکاره ناستې ورسره لری . ددوحې غړی لکه واده میلمانه دهلیز به دهلېز وځی او ننوځی خو له بلې خوا امریکا دمتخاصم بعد کې ځان راښيي.
۲ -د منځنۍ آسیا هېوادونه،پاکستان، نور بد اوبلا او امریکا سره له دې چې ووتله بیاهم په سیمه کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق، د توندلار و ډلو د رول او اغېز ې د پراختیا، سازمان شویو جرایمو او د ناامنۍ او جګړې د شتون او پراختیا په اړه خپلې اندېښنې او چیغې په اسلامی امارت ورتپی. د افغانستان اوسنی حکومت باید هڅه وکړي چې د نشه یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، د توندلار و ډلو د اغېز محدودولوکه رښتیا وی او که هسې پلمې وی نو په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه عملی میکانیزمونه او تګلارې رامنځ ته کړي او له امریکا او د منځنۍ آسیاهېوادونو سره په ګډه د یادو تګلارو د عملی کولو اوقاطع دریځ لپاره هڅې وکړ ي.دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت په بهر کې دربانی اوغنی کسان له سفارتونو متقاعد کړی.ملا متقی د ننه بوخت دی دبهرنیو تشکیلاتوغم یې نه دی وړلی عین دملګرو ملتو داستازی مفهوم لری.
۳-امریکا او د منځنۍ آسیا هېوادونه غواړي چې سییمه ییزه همکاري پراختیا پیدا کړي. د افغانستان حکومت باید د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا په موخه له موجودو فرصتونو ،ابزارو، مفاهمو اوتفاهم څخه سا لمه او اغېز منه ګټه پورته وکړي او د سیمې هېوادونو او په ځانګړي توګه د منځنۍ آسیا هېوادونو سره د همکاریو د پراختیا په موخه ځانګړې ستراتیژي رامنځ ته او تطبیق کړي د امریکا او منځنۍ آسیا هېوادونو بهرنیو تګلارو ته په پام سره ویل کېږي، چې امریکا او د منځنۍ آسیا هېوادونه به د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا په موخه به د افغانستان له ستراتیژۍ څخه ملاتړ وکړي په دې صورت چې اسلامی امارت دغه پړاو ته مناسبه لاره پرانیزی.
۴ -د منځنۍ آسیا هېوادونو حاضر دمه ګوداګیی مشران او امریکايي چارواکي په افغانستان کې د روان حالت بې ثباتۍ ته بیایی دواړه لوری مخلص نه دی د دوام په اړه اندېښنې هم پرافغانستان ور اچوی د افغانستان اداره او حکومت باید یوه داسې تګلاره رامنځ ته کړي چې په وسیله یې وکولی شي په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښټ په موخه د منځنۍ آسیاهېوادونو او امریکا ملا تړ ترلاسه کړي دغه کار هغه وخت امکان لری چې اسلامی امارت له نړۍ سره په نړیواله ژبه پوه شی او دا سیاسی مهارت ولری.
۵-روسان او چینایان په افغانستان او منځنۍ آسیاکې د امریکا د استخباراتی عملیاتو پراخه لاس وهنې،ډرون په اړه اندېښنې لري. روسیه او چین په افغانستان او مرکزی آسیا کې د امریکا او ناټو له دایمي لاس وهنو په سیمه کې سیاسی بن بست سره مخالف دي د افغانستان حکومت باید له چین او روسیې سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه ځانګړې بهرنۍ پالیسي جوړه او تعقیب کړي.د دې ترڅنګ د افغانستان حکومت باید روسانو او چینایانو ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د سیمې هېوادونو په ضد ونه کارول شی چې داخبره هم کوی خوسیاسی ابعاد او کلک استحکام نه لری هغه داچې باید په افغانستان کې د امریکا لاس وهنو ته که دښځو ،تعلیم ، دا اوهغې تر نوم لاندې راځی دیوې مثبتې جهان بینی په حساب ځواب وویل شی او سیاسی منطقی دریخ باندې ولاړ مکانیزم ولری او همدارنګه د روسانو اندېښنو ته پاملرنه وکړي .
۶ -د افغانستان حکومت باید هڅه وکړي د سیمې له ټولو هېوادونو سره په اړیکو کې توازن په پام کې وساتی، د سیمې له هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو سره اړیکو او همکاریو ته د پراختیا ورکولو په موخه فعاله ډیپلوماسي تعقیب کړسي د سیمې هیوا دونو سره په اړیکو کې توازن ساتل په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره زیاته مرسته کولی شی.همدا رنګه افغان لوری خپل مشکل خپله حل کړی او پردیو ته زمینه تنګه کړی.
اسلامی امارت غواړی او که نه غواړی له امریکا سره خپلواک تعامل باندې دې کاروکړی له کومه ځایه چې نړیوال سیاست پورې تړاو لری باید دعه تګلاری رامنخ ته کړی. دادپاکستان کارنه دی اونه داسلامی امارت دیوشمیر کمزورو چارواکو محافظه کاری.