هغه خپلې عينکې جېب ته واچولې, له دفتره را ووت, د کيڼ لاس کوټې ته ورننوت, ځوانه ډاکټره ښځه د احترام له پاره ورته ولاړه شوه, په غوسه يې ورته وويل, نن اوومه ورځ ده, تا د هو او نه جواب ماته نه دی راکړی, که خوښه دي نه وي هم ووايه او که.....
ځوانې ډاکټرې يې خبره ورپرې کړه, ښه سمه ده, ارشد صاحب!
زه به ستا دغه غوښتنه ومنم, خو ته به ماته ليکلې راکوې چې ته تر کومه دلې وې, زما تبديلي به نه کوې.
ارشد په خندا کې ورته وويل:
ته بې غمه شه, زما په موجودګې کې به د چا پلار هم دا جرات و نه کړي چې ستا تبادله وکړي, ستا د ناستې څوکۍ به هم څوک نه کړي بدله.
ځوانه ډاکټره پر خپل ځای کښېناستله, مړې مړې اوښکې يې له سترګو بهېدلې, کونډه سپين سرې مور ورياده شوه, که زما له دې ښاره تبادله بل ښار ته وشي د هغې خدمت به څوک کوي, تر ځان کشره خور او وړوکی ورور يې جګ سترګو ته ودرېدل, دا لا په سوچونه کې ورکه وه چې ارشد ورته وويل:
ښه زرتاج صاحبې! زه اوس درومم, ته به نن له دوو بجو وروسته زما دفتر ته راشې, نورې خبرې به بیا هلته کوو.
زرتاج سر د هو په اشاره وښوراوه او ارشد ووتی.
زرتاج له ځان سره ورو ورو ژړل, ځان ډېر لوی مجرم ورته ښکاره کېدلی, چې څنګه له اکرم سره دومره لوی خيانت وکړي, هغې خو تر اوسه داسې سوچ هم نه و کړی, خو چې کله دغه نوی ايم ايس (د هسپتال مسوول) راغلی دی, ډاکټره زرتاج يې دومره مجبوره کړې وه چې که هرڅنګه وي بايد د ده جنسي تنده ور ماته کړي, او که نه وي, دنده به دي بل ښار ته بدله کړم, ايم ايس ډاکټر ارشد په خپل دفتر کې ناست و په وار وار به يې ګړۍ ته کتل دوو بجو ته ډېر کم وخت پاتې و, زرتاج که څه هم له ايم ايس سره قول کړی و, خو تر اوسه لا دې نه وه تياره، چې يو بل چا ته دي خپل اندامونه لوڅ کړي, خو نن دا کار کول د هغې مجبوري وه, دوه بجې وې, زرتاج د ايم ايس دفتر ته ورننوته, ايم ايس لا د وخته ورته په اينتظار ناست و, څوکۍ ته پر مخامخ مېز يې زرتاج کښینوله, لاس ورباندې واړولی, خو هغې يې لاس له ځانه پورې واهه, خوله يې ورنږدې کړه, غوښتل يې چې ښکل يې کړي, خو زرتاج مخ بله خوا ته ځينې واړاوه, دواړه تي يې کلک په لاسونو کې ونيول, او تيو سرونه يې سوکه سوکه ور مږل, خو له مقابل لورې يې کوم خوځښت محسوس نه کړ, لاسونه يې د ورنونو خواته يوړل, زرتاج سترګې پټې نيولې وې, او ژړل يې, پر مېز يې د شا په خوا ړنګه کړه, ګنډه يې ورخلاصه کړه, هغې پر خپل مخ وړ سپين ټکري واچاوه, د ايم ايس لوڅ ورنونه, د زرتاج له سپينو ورنونو سره ولګېدل, ايم ايس يو عجبه لذت محسوس کړ, خو زرتاج ژړلو, کله چې دوی له هرڅه فارغ شول, د زرتاج په څهره کې ايم ايس ته يو عجبه خوف او مظلوميت ښکاره کېدلو, هغه ډېر وېرېدلی ورته ودرېد, هغه زرتاج ته مخامخ نه شو کتلی, له ځان سره يې وويل, دا خو مې لومړی وار نه دی, نه پوهېږم ولې دومره لړزه راباندې راغله, د زړه دربا يې خپله اوریدله, دوه نيمې بجې وې, له ځان سره يې وويل اوهو دا څومره ناوخته دی, زه بايد لا د وخته په کور کې وای, ښځه به مې اينتظار کې راته ناسته وي, بيا يې له ځان سره وويل, نور کله خو چې به پنځه مينټه هم ناوخته شوم, د هغې به ټيلفون راغی,له دفتره ووتی, موټر يې چالان کړ, کور ته چې ورسېد, دروازه قلف وه, ښځه يې لا نه وه راغلې, له ځان سره يې وويل, هغه خو بايد د وخته راغلې وای, ټيلفون يې ورته وکړ, له هغې خوا يې په جواب کې ورته وويل, بس در ورسېدم, لږه شېبه وروسته يې ښځه غټ ګېټ ته ودرېده, قلف يې خلاص کړ, دواړه کوټې ته ننوتل, لا يې له ښځې پوښتلې هم نه و, چې د هغې څهره کټ مټ د زرتاج څهرې ته ورته ښکارېده, هغسې وېره ځينې ور پيدا شوه, زړه يې بيا په ټوپو شو, د زرتاج غوندې وارخطايي يې په خپله ښځه کې ليدله, د هغې درې ورځې مخکې خبر ورياد شوه, چې د تعليم د څانګې مشر افيسر ورته ويلې و, چې ټرانسفر به دي له ښاره ليري, يوه کلي ته کووم. Ms له خپلې ښځې پوښتنه وکړه, ستا د تبادلۍ کيسه څنګه شوه؟
ښځې ورته وويل:
نن D.D.O صاحب دفتر ته ورغوښتې وم, په دې هلکه مو ډېر بحث وکړ, منت او زارۍ مې ورته وکړې, وروسته مې په دې قانع کړ, زما ټرانسفر به نه کوي.
ايم ايس په فکرونو کې تللی و, ښځه يې هم خاموشه وه, د زرتاج زارۍ او منت ورياد شول, خو وروسته يې بيا د ده خبره ومنله, د هغې د بې وسۍ اوښکې وريادي شوې, خو د ده په زړه يې کوم اثر نه و کړی, خپلې ښځې ته يې مخ ور واړاوه, ښه په غور يې ورته وکتل, د اوښکو لارې د هغې پر مېکپ شوې مخ له ليرې مالومېدلې.
4 اکتوبر, کال 2022
عابد لويال
سوهېلې پښتونخوا