د القاعده مشر ايمن الظواهري، د دې تحريک دويم مشر و، بنسټګر يې اسامه بن لادن، او دويم يې ايمن الظواهري چې کابل کې یې د وژل کېدو ادعا کېږي، دا تحریک کټ مټ د طالبانو د تحريک پړاو ته رسېدلی دی، بنسټګر يې ملا محمد عمر مجاهد او بيا يې ملا اختر محمد منصور مشر وټاکل شو، چې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې په نښه شو، کټ مټ د ظواهري په څېر.
اوس به د القاعده درېيم مشر مخ ته راځي، لکه شيخ هبة الله اخوندزاده چې د طالبانو د تحريک درېيم مشر دی.
امريکا سهار وختي مهال د کابل ښار خورا حساسه سیمه شيرپور سيمه کې هوايي بريد وکړ، خورا درنده چاودنه وه، وروسته یې ادعا وکړه، چې ايمن الظواهري يې وژلی دی، حکومت له څو مبهمو څرګندونو وروسته په يو بې معنا وخت کې ومنله چې هلته امريکا ډرون بريد کړی، دا اعلاميه هم له ابهام ډکه وه، وروسته امريکا ټول ابهامات لرې کړل او ويې ويل چې د القاعده مشر ووژل شو.
اوس په القاعده، ظواهري، او د دوحې د تړون پر ماتولو تر ټولو زيات شخوند په غربي نړۍ کې، او خامخا له افغانستانه بهر وهل کېږي، خو زموږ په هېواد کې بيا هم هر څه په تروږمۍ کې دي، حکومت د څېړنو اعلان کړی، خو زه چې له کلونو راهيسې په رسنيو کې کار کوم، او د حکومت هره وړه، ستره خبره تر يو بریده ژر تحليلوم، د حکومت د دې تحقيقاتو خبره کټ مټ د حامد کرزي، اشرف غني او د پخوانيو ناټو يرغلګرو د څېړنو د ژمنو په څېر ده، چې کلونه به ووتل، او پايله به معلومه نه شوه.
تحقيقات ډېر اسانه دي، حکومت ته به معلوم هم وي، خو شايد دا د سياست برخه بولي، وبه کتل، چې څه پايله لري که نه؟
ظواهری مړ دی، که ژوندی؟ دا يوه ستره پوښتنه ده، البته که معقول فکر وکړو، او بيا معقول دليل وړاندې کړو، په نژدې ماضي کې د ظواهري ګڼ پيغامونه خپاره شول، د د القاعده د رسنيو څانګې خو د هغه د مرګ ادعا په طريقه اولی سره ژر رد کولای شوای.
په ورته ډول القاعده داسې کوم تحريک نه دی، لکه ځېنې....چې پټ پټونی وکړي، هغوی ډېر څرګند دي، زه چې ورڅخه څومره مطالعه لرم، نو د تحريک د اصولو تر مخې هغوی خپل اتباع بې مشره نه پرېږدي، په اسرع وخت کې يې مشر ټاکي.
تر څنګ يې د مشرانو په مرګ ژوبله کوم اغېز نه اخلي، ژر وايي چې ووژل شو، زخمي شو، يا بل څه.
د القاعده سيمه پراخه ده، که داسې ونه کړي، نو شايد چې په افريقا او اسيا کې د دې ډلې خپرې څانګې خپل ځانګړی دريځ ونيسي.
زما په فکر ظواهري او القاعده داسې څه نه دي، چې ظواهري دې ژوندی وي، او هغه دی غلی وي، او القاعده دې فعاله وي، او نظر دې څرګند نه شي.
باور لرم چې دا موضوع به هومره مبهمه پاتې شي، څومره چې ځينې نور موضوعات و، او لامل يې هم دا دی چې افغان دولت به منلی نه شي چې کابل کې و، القاعده به د افغان دولت پاس ساتي، چوپتيا به غوره کوي، امريکا به په خپله خبره ولاړه وي، او نړۍ به د امريکا مني.
دې سناريو ته په کتنې سره تاوان موږ يعنې افغانانو او افغانستان وکړ، البته که موږ داسې موضوعات ښه مديريت کړو، نو بيا کولای شو، چې نړۍ هم قانع کړو، او خپل تاوان هم په ګټه بدل کړو.
د بېلګې په ډول اسامه پاکستان کې ووژل شو، پاکستان د شکيل افريدي په نوم يو کس نيولی، آو تر اوسه بندي دی، خو معلومه نه ده چې هغه په کومو شرايطو کې بندي دی، خو د اوړو پوزه يې ځان ته کېښوده.
که د اسلامي امارت او القاعده اړيکې وي، او ظواهري دلته نه وي وژل شوی، لږ تر لږه دومره فشار خو اچولای شي، چې په يو بيان کې ووايي چې ظواهري هلته نه و، دا درواغ دي، او بيا خپله بله تګلاره غوره کړي، تر څو هم اوسنی حکومت وژغوري، او هم افغان ملت بيا له هغه برخليک سره مخ نه کړي، چې په دوه زره لومړي کال کې ورسره ظاهراً د اسامه پر سر مخ شو.
موږ تاوان کړی او زما په باور په دې نه کېږي چې هغه متل وايي (ته مې بيزې وهه او زه به دې روژې وهم)، هغه به دلته بمبار کوي، نظامي غير مرئي حضور به لري، په هوا کې به یې الوتکې ګرځي، او موږ همدا غورې وهو، چې مات مې کړې، نه مې کړې مات؟ که نر يې بيا په غېږه راشه؟ هغه به بمبار کوي، او موږ به يې دوښمن دلته ساتو، يا به يې په وجود او عدم وجود دواړو چوپه خوله پاتې يو.
دلته د يو مدون قانون اړتيا ده، ليکلې پاليسۍ ته ضرورت دی، او د يوې پياوړې مرجع ضرورت ليدل کېږي، تر څو په دغسې سترو پېښو کې ورباندې قوي دريځ ونيول شي، نه د دنيا سره د بوسو لاندې تر ډېره اوبه تېرېږي او نه له ملت سره تر ډېره دا اوبه بهېدای شي.
اوس خو دا ثابته ده، چې هم ا لقاعده رهبريت دلته دی، او هم د پاکستاني طالبانو مشرتابه دې هېواد کې دي، او کابل يې ښه پياوړی کوربه دی، نو نه پوهېږم چې د دوی د ساتلو لپاره به معقول دليل څه وي؟
البته زموږ د تاوان لپاره يې شتون خپله يو ستر دليل دی، که نه وي، نو لږ تر لږه يوه برخه تاوان څخه ژغورل کېږو.
پای