دیوه ملت «برخلیک» ددکاندار وګړی،بیسواد،بیسواد تاجر، پخڅه وهونکی خټګر ،دسز نیو نداف،دوه مخی جاسوس چې لاسونه یی له ولس اوپښی یی له بهرنیو سره وی او مضر مکارچې له هر فرصت کاراخلی مسولیت او ډنده نه ده هر څوک پیدادی خپل خپل کار لره کنه!
رینا امیری په اټکلی غفا دپکتیا دنجونو مستحق لاریون څخه دامریکې په غلامۍ ګټې نشی پورته کولای شواهد،کرکتر،اخلاق او هویت ښیی چې رینا امیری داشرف غنی وړتیا نه لری نوکله چې دلته غنی په شل کلن کړکېچ کې جمع ناتو او امریکا عملا مسلح له ناکامۍ سره مخامخ کیږی اوو تښتېد رینا فاسده، لغړه او بربنډه په تش لاس څه کولی شی؟امیری په کومه لاس ته راوړنه او امتیازد امریکا ځانګړیتوب او استازیتوب منلی او غږ را باسی؟وایی پشۍ به داوړو جوړه کړم میو به په کې څوک وکړی؟دا بار کوږ دی.
دافغانستان دښځو بشری حقونه یوازې دسیاست اوږد کمپاین نه لری ډیرې نورې څپې او اړخونه شته چې رینی په خوب کې هم نه دی لیدلی اورینا امیری په څېر افه یې استازیتوب هم نشی کولی.هغه هم په داسې حال کې چې عملا دسپینې ماڼۍ په يا بو سپره وی له افغان څخه امریکایی ورته ښه ښکاری اوهلته شپې ورځې هګی اچوی .د خواشینی وړ خبره داده چې یوه مصنوعی ډوله ،کمزورې،بې فرهنګه ،لوڅه لغړه څنګه شرم او حیا نه لری لکه پخوانی جاسوسه سیما سمر د بهرنیو لپا ره ډیر ناوړه اعمال تر سرکول څنګه دیوه مسلمان ولس دمعصوموتجونو په نوم بربنډه خیانت کوی فقر او بدبختی خو عار نه دی رسول اکرم ص فرمایلی چی« الفقر الفخری» او کم بختانو! دیوې ټولنې هویت دومره نه متضرره کوی لکه استعمار او استعباد چې دیوه ملت هویت له منخ وړی، وژنه او بر بریت ، حماقت او ظلم کوی زهری بمونه او توغندی اوروی . بی منطقه سیاست به سیمه کې پلی کوی خو اوس دافغانستان مظلوم ولس دغه ډول ارتجاعی خوبونه که دهرچا له خواوی مات کړی دی او خیال یې نه ساتی! دغه ملت نور دلوبې په جهت پوهیږی چې رینا به کوم اخور ولاړه ده اوپروړه خوری؟ دا اخور هم کوم اغیز نه لری دسترې نا امیدی خبره خو داده چې رینا په ۲۱ مې پېړۍ کې دغلامی پړی په غاړه کړی.دا سمه ده چې انترنت دا کار ډېر اسانه کړی چې هرڅوک ور ودانګی او داکاونت له لارې یو څه سم اوغلط تویترکې ولیکی خو خبره داده د هر لهو اولعب خپرېدل دومره اساسی ستونزه نه ده . د اسلامی امارت دغه ناوړه تصمیم په هر دلیل چې دی خلاف دشرعې اواسلام دی هیڅ دلیل او ثبوت ددې توجیه کیدای نشی چې جواز ورکړی او په رڼا ورځ دخلکو سترګو کې خاورې ور وشیندی اوقانونی بڼه ورکړی! ولې دغه بربریت اوجهالت بیا ددې مانا نه لری چې اکثریت چوپ ولس درینا کرړۍ سوءاستفاده ګرې په څېر ښځه دې ګړنجانی په غاړه کې واچوی اویادآزادی رادیو دکمونستانو له خولې دې دپوهنې وزیرملا نورالله منیر چې کلتور اوفرهنګ نشی څېړلی کلیپونه سپوتاژ شوی، یا دې نړیوالو غټو او وړو استخباراتی سوءاستفاده ګرو جاسوسانو چې په یوه غږ کولې باسی ا دعا راپورته کړی. دوه لسیزې کړکېچ ډیر وخت دی دالنډغر کوم سیوری ته پراته ول چې نن یودم را پیدا شول او یو بل ته پاس ورکوی؟دپکتیاء زمرۍ نجونې دخپل حق غوښتنه کوی . دهغوی غږاسلامی او دینی حق دی ددې حق مخه هېڅ قدرت نشی نیولای اسلامی امارت به خامخا غاړه ورته ږدی ځکه دا دتاریخ جبر دی!که هر قوت له طالبانو سره ملا وتړی بیا هم جبردی او پردې باندې باید طالبان ښه سوچ ووهی په ټوله له دې قضیی فسبوکیان ،توتیر والا او یو شمیر احساساتی کسانو او رینا سوشال مېډیا کې دبسوګۍ واده ور نه جوړ نه کړی .

.
.