په پخوا زمانوکي زیاتره په کیلو اوبانډوکي دوو ډلو خلکو ژوند کاوه. یوه ډله خلک وه
چي جایداد والا وه ځمکه او باغونه ئې لرل.
بله ډله خلک وه دوی ګاونډیان ول د جایداد والا د خلکو کارونه به ئې کول؛ یاني لکه
بزګري، باغواني اوبوټي راوړل او نور کارونه به ئې سرته رسول.
خو دوی هم د دغه کلي خلک وه. هغه چاچي به ډېره ځمکه دکرلو درلوده کله ناکله به
ئې خپل یوه ګاونډي ته یوه وړوکې ټوټه ځمکه د بوګري په نامه ورکوله چي ځان له شی
پکښې وکري. په پټي کي به څه ناڅه لس منه غنم کرل کېدل. خودا د کاونډي خوښه وه
چي څه پکښې کري. یوه جایداد ولا چي ډېره ځمکه ئې لرل وخپل ګاونډي ته ئې یو
بوګری ځمکه ورکړه چي ځان له څه پکشې وکري. دې سړي هم کورودانی و وایه
او په ځمکه کي بوخت سو لس منه غنم ئې وکرل.
او په دغه مهال کي یو بل جایدادوالا هم و خپل ګاونډ ته یو بوګری ځمکه ورکړې وه.
چي هغه ځمکه څه ګوښه وه. دې سړي بیا غنم نه لرل اوربشي ئې پخپل بوګري کي
کرلي وې.
وخت د حاصل راغی غنم پاخه سوه دلو وخت دی. دغه سړي چي اوربشي ئې کرلي
وې ماښام په تیاره کي خپل بوګري ته راغی خپل بوګری ئي لو کی بیا راغی د دا بل
سړي بوګري ته دایه هم ورېبه. دستې ئې کړي دغه دستي ئې یووړې خپل بوګري ته.
خپل د اوربوشو دستې ئې راوړلې د دا سړي په بوګري کي ئې کښېښوولې. داسړي
دغه غنم میده کړه د وږو څخه ئې وایستل پاک غنم ئې کړه کور ته ئې یوړه. او سهار راغی د غنمو پخل ئې لیري دکښتو څخه وسوه. یو سړی چي هلته وو دی ئې وپوښته:
دا ولي سوځې؟ خو پروړ ئې که! د ورته وویل: وروره! دا د اوربوشو پخل دي دا نه
پروړ کیږي. چي باد سي خوشي ټوله ځمکه اخلي. نو دی سړي ورته ښه کړه
او ورته وېویل:چي داسي دی نو خیردی.
دا بله ورځ د غنمو سړي سهار په خړه کي لور راواخست؛ چي خپل غنم لو کي. راغی
پټي ته ودرېدی، بوکری رېبل سوی دی او دغنمو پرځای د اوربوشو دستې پرتې دي.
دا سړی حیرانۍ واخست او تعجب ئې وکی. دا نږدې شا او خوا ئې وکتل هیڅ ځای لو
سوی نه دی؛ خو دا اوس لوګیري راځي لوته. دی بېرته کورته ولاړ ښځي ته ئې خپل د
سترګو لیدلی هال ووایه. نو ښځه او داسړی دواړه راغله خپل بوګیري ته. ښځي هم دا
پخپلو سترګو ولیده. ښځي ئې ورته وویل اوس به دا دستي ټولي کو او میده بې کو اوربشي به کورته یوسو بیابه وګورو، چي دا کار چا کړی. مېړه او ماینې اوربشي ټولي کړي کور تې یووړې. دابله ورځ دغنمو سړی خپل بوګیري ته راغی شا وو خوا ګوري چي له کښتو نه بهر یو تور شی ښکاري. نو ورغی ویکتل، پخلي سوځل سوي دي.
هلته بیا هغه سړی ولاړ دی. د بوګیري والا سړی د هغه ولاړ سړي نه وپوښتل:
چي دا پخلي چا دلته سوي؟ دې ولاړ سړي ورته وویل: (دا د اوربوشو بوګیري والا د
خپل اوربوشو پخل دلته وسوه.) او د بوګیري والا سړي راته وویل: (چي د اوربوشو پخل نه پروړ کیږي نو ئې سوځم.) دغنمو والا سړي فکر وکی، چي خبره دلته ده. د اوربوشو ولا سړي دا پَخلّ چي سوي پل ئې ورکا وه. زما غنم خامخا ده اخستي او خپل اوربشي ئې ماته راوړي.
نو دغنموولا سړي مېله جوړه کړه، ټول کلي برخه پکښې واخیستله. ټول نر اوښځي
دکلي مېلې ته راغله د اوربوشوولا سړي هم له خپلې مرمني سره په دغه مېله کي ګډون
وکی. دغنموولاسړي وليده چي ټوله دمېلې په خوشالۍ اخته دي؛ ده ژر تر ژره دکلي
خواته منډه واخسته د خپل کور خوا له ورغی؛ هغه جوال اوربشي ئي واخستې د
اوربوشو ولا کورته ئې یوړي او هلته خپل غنم دسړي له جواله خپل جوال ته واچولې
او د ده اوربشي ئې د ده و جوال ته واچولي او خپل غنم ئې خپل کور ته راوړه. او پټ
ژر بیرته مېلې له راغی. تر مازدیګره پوري خلک په مېله کي وه وروسته له هغه خلک
ستړي هلاک خپلو کورو ته راغله.
سهار داوربوشو والا مېرمن راولاړه سوه چي غنم واخلي مېچن ئې کي. دجوال خوله
خلاسه وي که ګوري چي اوربشي دي. خپل سړي ته ئې ورږغ کړه داخو اوربشي دي.
سړی په فکر کي ولاړ چي دا نو څرنګه اوربشي راغلې. له ځانه سره سوچ وکی: او
وې ویل چي خامخا د غنمو والا سړي دغه کار کړی.
د اوربوشووالا سړی راولاړسو له خپله کوره راووت او ځان ئې د غنمووالا پر سړي برابر کۍ او ورته ئې وویل:
(غنم په اوربوشو نه بدله وې؟) سړي جواب ورکی: نه! د هرچا ئې خپله ونډه.
حق وحقدار ته ورسېد. او ټول بهیر ئې ورته ووایه. د اوربوشووالا سړي لاس ورکی
او آفرین ئې ورته و وایه او بخښه ئې ځیني وغوښته.