پریږده چې دا څه کۍ!
د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په لاسوهنه ګټونکي او بایلونکي دواړو لورو ته د حکومت په سلو کې ۵۰٪ برخه ورکړل شوه، ګټونکي لوري او افغانانو فکر وکړ چې دې کې به مو خیر وي او وویل شول، پریږده چې دا څه کۍ!
د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې هم ورته لوبه وشوه، په دومره توپیر چې دا ځل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو وویل چې یو میلیارد ډالر ګټونکي لوري ته مرسته نه ورکوي که بایلونکي لوري ته د حکومت په سلو کې د ۵۰٪ برخې سربېره، طالبانو سره د سولې د بهیر واک ونه سپاري. دلته هم ګټونکي لوري او افغانانو وویل چې دې کې به مو ګټه وي، پریږده چې دا څه کۍ!
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په دوحا تړون کې هم افغان حکومت هېر کړل شو او داسې وانګېرل شوه چې د حکومت له شتون پرته، د دوحا تړون به سوله راوړي. دلته هم نظر دا وو، پریږده چې دا څه کۍ!
کله چې د حکومت له موافقې پرته، د امریکا په وچ زور د طالب ۶۰۰ تنه بندیان خوشې شول، د افغانانو فکر بیا هم دا وو، ښه وشول پریږده چې دا څه کۍ!
له هېواد د امریکایانو په وتلو او تر کابل پرته، د طالب په لاس د ټولو ولایتونو په نېولو سره هم، پیاوړی باور دا وو، چې هېواد ته برکت راروان دی، پریږده چې دا څه کۍ!
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه، چې کابل هم د طالب لاس ته ولوید، ایله حکومت او افغانان پوه شول چې امریکا او طالبان څه کوي!
دلته وه چې حکومت او ټولنه کې ویده افغانان په سرخوري چې دا څه وشول؟ اوس یو بل ملامتوي او لکه د مچانو پشان په دواړو لاسونو سر مږي، خو هیڅ هم لاس ته نه ورځي.
پریږده چې دا څه کۍ، مفهوم په ښکاره د یوې ټوکې بار لري او کله ناکله د ملنډو پتوګه ترې ګټه اخیستل کیږي، خو په حققت کې زموږ د ټولنې د دود یو منفې اړخ بیانوي. افغانان چې د پرېوتون او وروستۍ ماتې برید ته نه وي رسېدلي؛ په پریږده چې دا څه کیږي، ځان تېرباسي!
د ۲۰۲۲ کال د سېپټمبر ۱۸ مه
سرلوڅ مرادزی