افغانان تل شکایت لري چې مشر نه لري، نو ځکه ستونزې نه حل کیږي او ورځ تر بلې نورې هم یو پر بل باره کیږي او پسې ډېرېږي. د ډیری افغانانو په اند، د ستونزو د حل کیلې د مشر سره ده او چې مشر نه وي راپیدا شوی د ستونزو حل ناشونی دی. لکه څنګه چې خلک انګیري، ځمکه د غوايي په ښکر ولاړه ده!
افغانان په خپل ذهن او ماحول کې د مشر څخه یو سراب وزمه موجود جوړوي او سراب ته چې څونه نږدې کیږې، هومره لیرې کیږي. که د مشر په اړه افغانان دغه سراب وزمه درک او پېژند لیرې نه کړي، هیڅکله به مشر پیدا نه کړي.
مشر له اسمان څخه نه راځي، لکه په پخوانیو دودونو او سنتونو کې چې په ناسمه رواج وو، بلکې خلک پخپله مشر جوړوي. مشر پر ځمکه هم نااشنا موجودات او مکنونات نه رامنځته کوي، بلکې ولسونه د راستۍ په میدان کې خپل مشر پنځوي.
د مشر څخه ولس د خپلې لارښوونې او مشرتوب هومره تمه لرلای شي، څونه انرژي او ونډه چې ولس د مشر په رامنځته کېدو کې لګولې ده. دلته معادله دوه طرفه ده.
دا ګیله هم پرځای نه ده چې مشر دې په هر څه پوه وي. مشر دې هم اقتصادپوه، کرنپوه، هم مولانا، هم فیلسوف، هم ښه ویاند، هم ښه هنرمند، هم ډېر ښکلی او هر.....هر وي.
بېکاره، لټ او ناپوه ولس؛ هیڅکله خپل منځ کې د هوښیار، فعال او ځېرک مشر د لرلو ادعا نه شي کولای. په کاسه کې هغه څه اچول کیږي چې په دېګ کې وي. یا دا متل څنګه غر هغسې يي کربوړی.
په مشرتوب کې سپږې لټول پکار نه دي، ولس باید د خپل فعالیت په پایله کې مشر رامنځته کړي!
د ۲۰۲۲ کال د سېپتمبر ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی