ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.

کله چي په 2001 ميلادي کال کي امريکايانو د ټولو عقلي او نړيوالو اصولو او نورمونو پر خلاف پر افغانستان نظامي يرغل وکړ او د يو څو نا اهلو غولېدلو انسانانو په ملتيا يې اسلامي نظام ړنګ او هيواد يې اشغال کړ د هماغه ورځي څخه پر هيواد د هراړخيزي تباهۍ او بربادۍ دروازې را خلاصي سوې.

د يرغل په پيل کي يې د هيواد ډېری عام المنفعه ځايونه، ټول رادارونه، طيارې او چورلکي، لويي وسلې او هوايي ډګرونه بمبار کړه چي تقريبا ټول شيان يې له کاره و ايستل او د اسلامي امارت د مجاهدينو سره يې د څه مدې په جګړه کي زموږ ډېر بې ګناه افغانان شهيدان کړه.

کله چي د افغانانو لخوا د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په رهبرۍ ددوی پر ضد سپېڅلی جهاد پيل سو د هماغه ورځي څخه بيا ددوی تر ماتي پوري يې داسي ظلمونه وکړه چي په تاريخ کي يې ساری نه وو تېر سوی؛ پوره پوره کلي يې بمبار کړه، ودونه او جنازې بمبار کړې، بې ګناه خلګ يې بمبار کړه او آن تر دې چي تر ټولو غټ د بمونو مور يې هم پر هيواد وکارول.

د مځکي پر مخ يې د خپلو لاسپوڅو په ملتيا پر مظلومو افغانانو باندي اور بل کړ، چاپې يې ووهلې، په زرهاوو کلي يې وران کړه او په لکهاوو مظلوم افغانان يې شهيدان، کونډي، يتيمان او ژوبل کړه او که جزئياتو ته ولاړ سو نو ويلای سو چي د هر افغان کور ته يې بې شمېره غمونه راوړه.

امريکايانو او د هغوی ملګرو هيوادونو د نظامي جګړې تر څنګ خپله فکري او فرهنګي جګړه هم ښه په توندۍ سره جاري ساتلې وه چي د افغانانو د ګمراه کولو لپاره يې خپل ټول امکانات په کار باندي واچول؛ ډېر ټلويزيونونه، راډيوګاني، مجلې، ورځپاڼي، ويب پاڼي او په سوشل ميډيا کي پاڼي يې د افغانانو د ګمراه کولو لپاره پر لاره کړې چي په زرهاوو منحرف او ګمراه انسانان يې  د افغانانو د بې لاري کولو لپاره پکښې وګمارل چي په منظم ډول به يې د ګڼو لارو څخه د اسلام او افغاني کلتور پر ضد نشرات کول آن تر دې چي په ځينو ځايونو کي يې د منسوخ کتاب انجيل نسخې هم پر خلګو ووېشلې. لنډه دا چي پر افغانانو يې د هري خوا څخه د ارتداد، انحراف او ګمراه کېدلو کړکې را خلاصي کړې.

د بلي خوا يې پر افغانانو د سيکولر نظام حاکم کولو لپاره کار پيل کړ؛ غولوونکي ټاکني يې شروع کړې، د بهر څخه روزل سوي سيکولران يې هيواد ته را واستول، زاړه کمونستان او د چوکيو شوقيان يې د غلامۍ پر پښو و درول، د خپلي خوښي نظام جوړولو په موخه يې ميلياردونه ډالر افغانستان ته راوليږل او پدې ګمان چي افغانستان به زما لپاره د هضمولو ښه غوړه ګوله وي ګڼ شمېر غربي مؤسسات يې په مختلفو نومونو افغانستان ته راواستول تر څو افغانستان خپله مستعمره وګرځوي او له لاري يې پر ټولي آسيا حکومت وکړي.

خو د وړاندوينو، اټکلنو، تخمين او عادت پر خلاف الله تعالی ددې فيصله کړېوه چي امريکايان به د افغان مجاهدينو په لاس ماتي خوري او د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په وينا د لست د سر څخه به و پای ته راځي چي همداسي وسوه او د ډېري نظامي، سياسي، فکري او فرهنګي مبارزې وروسته په 1400 کال کي د وږي(سنبلې) پر 9 په مړاوو سترګو د ګران افغانستان څخه ووتل.(ولله الحمد والمنة)

د اشغال زېږنده:

د شل کلن اشغال په وخت کي لاندي شیان را پیدا سوه:

1 – فکري او سياسي انحراف.

2- فحشاء او بې حيايي.

3 – آزاد بازار او سود خوري.

4 – قومي او اقليمي ترپګني.

5 – فاسده او مبتذله ميډيا.

6 – سکولاريزم او بۍ ديني.

7 – اخلاقي او اداري فساد.

8 – د غربي دودونو ترويج.

9 – د علماو او ديني مخورو بې احترامي.

10 – مقدساتو او ديني شعائرو ته سپکاوی.

11 – شرعي او ديني علوم بې اعتباره کول.

12 – ماده پرستي.

13 – د بيان د آزادۍ په نوم بدګويي.

14 – په تلويزيونونو کي د ښځو رقص او په راډيوګانو د ښځو زمزمې.

15 – په تلويزيونونو کي کفري سريالونه او په راډيو ګانو کي فسقي تمثيلونه او ډرامې.

16 – د ځينو بې لاري انسانانو په ذريعه د دين تحريف.

17 – د ښځو او نارينه وو ترمينځ فاسد مساوات.

19 – د مدني فعالانو په نوم غربيانو ته جاسوسي او مزدوري.

20 – د خانه امن په نوم فحاش خانې.

21- د خانه ملت او جرګې په نوم د بدماشانو باندونه.

22 – د 01 ،02 ،03 ،04 په نوم لښخوران.

23 – د اربکيانو په نوم غله او لوټماران.

24 – او داسي نور......

 

د اوسني نظام او خلګو مسئوليت:

په پورته شيانو کي ځيني د اشغال په وخت کي د مجاهدينو د جهاد او په ښارونو کي د حقاني علماو او ويښو مسلمانانو د مبارزې په نتيجه کي له مينځه ولاړه او ځيني يې د امريکايانو د وتلو او جمهوريت د ورانېدلو سره سم ختم سوه خو ځيني به ممکن تر ډېره وخته پوري په فکري لحاظ پاته وي بناء زموږ د ټولو دا مسئوليت دي چي لکه امريکايان چي مو په ګډه مبارزه د هيواد څخه وايستل امريکائيتوب هم په ګډه مبارزه د هيواد څخه ورک کړو او د خپل اوسني حاکم نظام سره په مرسته په ډېره حوصله او منظم پلان په هر ډګر کي د اسلامي حاکميت او اسلامي فکر لپاره کار وکړو.