ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

کله چي ابراهيم عليه السلام د بيت الله د تعمير څخه فارغ سو ځان ته د شخصي دعا وروسته يې خپلو اولادونو ته لومړی دعا ددې وکړه: چي ای الله په دوی کي ددوی څخه ځانګړی رسول پيدا کړې! رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ.[البقرة129]

دا دعا يې ځکه لومړی وکړه چي د انسانانو لپاره تر ټولو مهم شی مصلح او غمخور رهبر دی، د رهبر په شتون کي په انسانانو کي يووالی، عدالت او حريت راځي چي په مټ يې پر ټولنه د ښېرازۍ او ترقۍ دروازې را خلاصيږي.

کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات سو دده ملګرو تر هرڅه مخکي د مسلمانانو لپاره رهبر يعني دده خليفه وټاکی تر څو په مسلمانانو کي د رهبرۍ خلاء را نسي او خلګ سره و نه پاشل سي.

الحمدلله چي اوس په هيواد کي د سياست او حاکميت په چوکاټ کي ټول هيوادوال پر اميرالمؤمنين شيخ صاحب باندي راټول دي او دده د هدايت سره سم د هيواد او وطن په کچه د سلسله مراتبو په نظر کي نيولو سره د خپل هر مشر اطاعت او پلوي کوي.

خو پدې خاطر چي په اسلام کي علماو ته د رهبرانو او مشرانو حيثيت ورکول سوی دی داسي ويلای سو چي په هره سيمه کي هر حقاني عالم د اصولو په چوکاټ کي د مشر او رهبر حيثيت لري چي خلګ يې د شريعت په رڼا کي د دعوت او تبليغ په منلو باندي مکلف دي او د هر عالم ساتنه ددوی وظيفه ده.

په افغانستان کي د ديني علماو فعال رول ته په کتلو سره ويلای سو: علماو د تاريخ په اوږدو کي ددې هيواد هرڅه د کفارو، يرغلګرو او مفسدينو څخه ساتلي دي او تل يې د خپلو خلګو د عقيدې او عمل په اصلاح کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړيدي.

د الله تعالی د شکر آداء کول، د علماو څخه منندويي، د اوسني اسلامي نظام ساتنه او د خپل مسئوليت پوره آداء کول ددې تقاضا کوي چي خلګ بايد د خپلو علماو په حفاظت او ساتنه کي خپل ټوله توان په کار باندي واچوي او ددين او اسلام دښمنانو ته اجازه ورنکړي چي ددوی ديني رهبران يو په بل پسې ددوی د مينځ څخه واخلي او اسلامي ټولنه د قحط الرجال په مصيبت باندي اخته کړي چي بيا به خدای مګړه د علم او ديانت کمبله هم ددې هيواد څخه ټوله سي.

زموږ د هيواد بهرني او داخلي دښمنان پدې کوښښ کي دي چي د رهبريت او قيادت خلګ زموږ څخه واخلي او زموږ اسلامي ټولنه بې سرپرسته پريږدي بناءً موږ بايد هوښيار وسو او د خپل نظام سره په همږغۍ د داسي دښمنانو پلانونه په نطفه کي خنثي کړو.