فرهنګي مبارزينو ته نصيحتونه!

فرهنګي مبارز وروره! پدې کي شک نسته چي ستا مبارزه مقدسه او مهمه ده خو ددې لپاره چي مبارزه دي نوره هم مؤثره واقع سي او د فرهنګونو او فکرونو د اصلاح سبب سي لاندي شيان په پام کي ونيسه: 1 – هیڅ وخت پداسي شیانو کي مه ږغېږه چي په اړه یې پوره معلومات نلرې او د داسي شيانو په اړه تبصرې مکوه چي تا ته يې دقيق معلومات نه وي؛ الله جل جلاله فرمايي: وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا.[سورة الاسراء 36] ژباړه

09.09.2023 عبدالله متین

د ځيرک او هوښيار انسان نښي:

آيا غواړی د ځان او د نورو د ځراکت او هوښيارۍ په نښو خبر سی؟ آيا غواړی داسي څه زده کړی چي په عملي کولو يې انسان د هوښيارانو په کتار کي شمېرل کيږي؟ او آيا غواړی په خپل کسب ځان او نورو ته د ځراکت تعليم ورکړی؟ که يې غواړی نو لاندي ليکنه په غور ولولئ. هوښياري او ځراکت هغه غيرمعمولي الهي ډالۍ ده چي پر انسانانو په مختلفو تناسبونو د الله تعالی له لوري لورول سوې او په مستقيم ډول زموږ د ژوند پر ډول، زموږ پر راتلونکې او زموږ د فکر کولو پر طريقې اغيزه لري ځکه نو هر څوک غواړي د هوښيارۍ له مهمو نښو

09.09.2023 عبدالله متین

د کامياب انسان صفتونه:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري 1 - د کامياب انسان يو صفت دا دی چي ستونزي ګالي، د ستونزو ګاللو ته آمادګي نيسي او خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره هره ورځ نوي نوي تجربې حاصلوي. کامياب انسان د پوره جرأت درلودلو په سبب هيڅ وخت د ستونزو په وخت کي خپله روحيه او استعداد له لاسه نه ورکوي او د دنيا هري ستونزي ته د تېرېدونکي په سترګه ګوري ځکه نو هيڅ مشکل ته د لاينحل نوم نه ورکوي. که غواړی د کاميابو انسانانو په نوملړ کي وشمېرل سی نو په ځان باور ولرئ او هيڅ وخت خپله روحيه او حوصله له لاسه

09.09.2023 عبدالله متین

د بدګمانۍ تعريف، حکم، اسباب او تاوانونه:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري بدګماني هغه بد عمل دی چي د انسانانو تر مينځ د ډېرو ستونزو سبب او لامل جوړيږي او د ډېرو انسانانو پر انفرادي او اجتماعي ژوند باندي منفي اغيزه لري. ددې ترڅنګ چي بدګماني لويه ګناه ده، په قرآن، حدیث او اجماع باندي حرامه ده لوی بشري جرم هم دی ځکه د بدګمانۍ تاوان هم بدګمانه انسان ته او هم مقابل لوري ته رسيږي.   بدګماني څه شي ته وايي:  امام ماوردي رحمه الله ف

04.08.2023 عبدالله متین

محترمو واعظانو ته

لکه چي ټول پوهېږو د قرآن شريف سم لوستل د ټولو وظيفه ده ځکه نو موږ باید د تبليغ کولو په وخت کي د آيتونو سم لوستلو ته پاملرنه وکړو.مخکي له دې چي ستيج ته ولاړ سو پوره آمادګي ونيسو، آيتونه او احاديث د ځانه سره تکرار کړو او خپلي خبري ښه سره ترتيب کړو.که مو آيت د یادو څخه وځي ددې پر ځای چي غلط يې ووایو دا ډېره ښه ده چي يواځي په صحي ژباړي یې بسنه وکړو او داسي يې و نه وايو چي د آيت په نظم، اعراب، او ترکیب کي غلطي راڅخه وسي.د آحاديثو په نقل بالمعنی کي د علماو اختلاف دی د قرآن نقل بالمعنی خ

10.01.2023 عبدالله متین

د حکومت او ملت پر يوبل پنځه حقوق

۱ – حکومت پر ملت دا حق لري چي ملت يې بايد په ټولو فرمانونو او حکمونو کي اطاعت وکړي؛ په استثناء د هغه مواردو چي د صريح نص سره په ټکر کي وي.۲ – حکومت پر ملت دا حق لري چي ملت يې بايد پوره درناوی او احترام وکړي او په هيڅ صورت کي يې سپکاوی ونکړي.۳ – حکومت پر ملت دا حق لري چي  په ملت کي پوهان خلګ بايد خپل حاکم/مشر ته نيکه مشوره ورکړي او په سمه طريقه نصيحت ورته وکړي.۴ – حکومت پر ملت دا حق لري چي ملت بايد خپل حکومت ته دعا وکړي او د ضرورت په صورت کي يې مالي ملاتړ وکړي.۵ – حکومت پر ملت

10.01.2023 عبدالله متین

محترمو تجارانو ته

د هيواد معززو او ديندوستو تجارانو! لکه څنګه چي تاسي پوهېږی موږ په خپل هيواد کي الحمدلله ډېري ديني خصوصي مدرسې لرو چي هم يې تأسيس ستاسي په مرسته سوی او هم ستاسو په مرستو چليږي. پام چي خپلي ديني مدرسې هېري نکړئ! په هره برخه کي چي ستاسو په وسه وي د ديني مدرسو سره خپلي مرسته وکړئ ځکه ددې تر څنګ چي په ديني مدرسه کي ستاسو مالي مرستي به درته لويه او عظيمه صدقه وي په مدرسه کي چي هر څومره طالبان روزل کيږي او د دين څومره خدمتونه کيږي په ثواب يې تاسي ورسره شريکان ياست او د معنوي برکتونو

10.01.2023 عبدالله متین

د جنت او دوږخ اسباب:

  ژباړه: د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ډېرو هغه شيانو په اړه پوښتنه وسوه چي خلګ جنت ته داخلوي؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: تقوی او ښه اخلاق، بيا د ډېرو هغو شيانو پوښتنه ورڅخه وسوه چي خلګ دوږخ ته داخلوي؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خوله او عورت. يعني ډېر هغه شيان چي خلګ جنت ته داخلوي تقوی او ښه اخلاق دي او ډېر هغه شيان چي خلګ دوږخ ته داخلوي خوله او عورت دي. څوک چي تقوی او ښه اخلاق ولري هغه ته به الله ج

20.09.2022 عبدالله متین

په اسلام کي د رهبرانو ارزښت او زموږ مسئوليت:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري کله چي ابراهيم عليه السلام د بيت الله د تعمير څخه فارغ سو ځان ته د شخصي دعا وروسته يې خپلو اولادونو ته لومړی دعا ددې وکړه: چي ای الله په دوی کي ددوی څخه ځانګړی رسول پيدا کړې! رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ.[البقرة129] دا دعا يې ځکه لومړی وکړه چي د انسانانو لپاره تر ټولو مهم شی مصلح او غمخور رهبر دی، د رهبر په شتون کي په انسانانو کي يووالی، عدالت او حريت راځي چي په مټ يې پر ټولنه د ښېرازۍ او ترقۍ دروازې را خلاصيږي. کله چي رسول ا

20.09.2022 عبدالله متین

د شل کلن اشغال لنډ انځور:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري. کله چي په 2001 ميلادي کال کي امريکايانو د ټولو عقلي او نړيوالو اصولو او نورمونو پر خلاف پر افغانستان نظامي يرغل وکړ او د يو څو نا اهلو غولېدلو انسانانو په ملتيا يې اسلامي نظام ړنګ او هيواد يې اشغال کړ د هماغه ورځي څخه پر هيواد د هراړخيزي تباهۍ او بربادۍ دروازې را خلاصي سوې. د يرغل په پيل کي يې د هيواد ډېری عام المنفعه ځايونه، ټول رادارونه، طيارې او چورلکي، لويي وسلې او هوايي ډګرونه بمبار کړه چي تقريبا ټول شيان يې له کاره و ايستل او د اسلامي امارت د

20.09.2022 عبدالله متین

د مسلمان ورور په وړاندي خيانتونه - توصيه:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري 1 - که دي د خپل مسلمان ورور غيبت وکړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. 2 – که دي په سودا او معامله کي خپل مسلمان ورور دوکه کړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. 3 – که دي د خپل مسلمان ورور په آّبرو، عزت او نسب کي د عيب پيدا کولو هڅه وکړه نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. 4 – که دي د خپل مسلمان ورور سره حسد وکړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. 5 – که دي پر خپل مسلمان ورور بې ځايه تور او تهمت ولګوی نو پوه سه چي د هغ

28.08.2022 عبدالله متین

فقهي اختلاف بايد هيڅوخت لانجمن نسي:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري که د فقهي اختلاف تاريخ ته وګورو نو د صحابه وو د وخت څخه بيا تر اوسه پوري د علماو او فقهاو تر مينځ سته او دا هغه اختلاف بللی سو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل امت لپاره رحمت بللی دی، لکه امام بيهقي چي په رسالة الاشعريه کي روايت کوي: اختلاف أمتي رحمة. ژباړه: زما د امت اختلاف رحمت دي. امام نووي رحمه الله په شرح کي د صحيح مسلم ليکي: قال الخطابي والاختلاف في الدين ثلاثة أقسام أحدها في اثبات الصانع ووحدانيته وانكار ذلك كفر والثاني في صفاته

22.08.2022 عبدالله متین

د علماو دښمنان به تباه کيږي خو موږ بايد سر خلاص کړو:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: الله پاک وايي: څوک چي زما د يو دوست سره دښمني وکړي نو زه د هغه سره اعلان د جنګ کوم. امام نووي رحمه الله په التبيان کتاب کي فرمايي: د امام ابوحنيفه او امام شافعي رحمهما الله څخه روايت دی چي که علماء د الله پاک دوستان نه وي نو الله لره هيڅ بل دوست نسته. يعني يقينا علماء د الله پاک دوستان دي. پدې وروستيو کي وينو چي د ځينو کړيو لخوا ځيني علماء کرام چي په رأس کي يې شي

22.08.2022 عبدالله متین

د شيخ رحيم الله حقاني صاحب، همفکرانو، شاګردانو او مخلصینو ته!

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري شيخ رحيم الله حقاني صاحب هغه شخصيت وو چي په جهاد، علم، تقوی او حقه مبارزه کي د سيمي ابوحنيفه او د وخت غزالي وو. شيخ رحيم الله حقاني صاحب د حق په لاره او جهادي داعيه کي دردونه او محبسونه ګاللي او څو ځلي ورباندي مرګوني بريدونه سويدي خو د الله تعالی په تقدير دغي ورځي ته ساتل سوی وو. شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب ددې تر څنګ چي خپله متفکر شخصيت او بې ساري علمي څېره وه په معنوي لحاظ يو فکر او قوي مبارزه ايديالوژي وه چي د شهادت وروسته يې د زرګونو ش

22.08.2022 عبدالله متین

د دې  اسلامي نظام په اړه:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري دا نظام د افغانانو د وينو په قيمت راغلی دی او ددې نظام د راتللو لپاره دوې لسيزي افغانانو په خپلو سرونو، آبرو، مالونو او هر څه باندي مبارزه کړېده ځکه نو دا نظام هيڅ بديل نلري او په لوړه کچه دي هيڅوک پدې نظام کي د تغيير او تبديل سوچ نکوي. د دې نظام په سوچه اسلاميت کي هيڅ شک نسته ځکه نو هيڅوک دي د دې نظام په اړه فاسد شبهات نه خپروي، د دې نظام حقانيت په نړۍ کي ټولو رښتيني مسلمانانو او په افغانستان کي ټولو پر وطن او دين مينو افغانانو ته ثابت سوی دی او هي

09.08.2022 عبدالله متین

قياس شرعي اصل دی او په قرآن او حديث باندي ثابت دی:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري قياس په اصول الفقه کي څلورم اصل بلل سوی دی چي مظهر د شرعي حکم بلل کيږی، ځيني هغه خلګ چي د قرآن او حديث علم ورسره نه وي د قیاس د منلو څخه انکار کوي او هغه د شرعي اصل په حيث نه پېژني ځکه مي وپتيل چي د قرآن او حديث په حواله د قياس په ثبوت کي لاندي مقاله وليکم: د قياس ثبوت د قرآن څخه: 1. فَاعتَبِرُوا يَا أُولِي الأَبصَار.[ سورة الحشر2] ژباړه: عبرت واخلئ ای خاوندانو د عقل! دلته "اعتبار" چي مصدر د "اعتبروا" دی  علماو په قياس باندي

07.08.2022 عبدالله متین

هغه مقدسه دنده چي نن سوداګريزه سوېده:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري پدې باندي ټوله پوهيږو چي د انسان ژغورل څومره ستر خدمت دی! او څومره الله پاک ته خوښ دی! آن تردې چي الله پاک د يوه انسان ژغورنه د ټولو انسانانو د ژغورلو معادل ګرځولېده او فرمايي: وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا.يعني څوک چي يو نفس ژوندی کړي داسي مثال لري لکه ده چي ټوله خلګ ژوندي کړيوي.  مفسرينو ليکلي دي: دلته د نفس ژوندي کول عام دی که په عفوه سره د وژلوڅخه وساتل سي، که په اوبو کي د غرقېدلو څخه وساتل سي، که په اورباندي د سوځېدلو

07.08.2022 عبدالله متین

د عاشورا په ورځ د سينه وهلو د مراسمو حيثيت او حقيقيت:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري کوم مراسم چي اهل تشيع يې د عاشورا په ورځ نيسي او په هغه کي ځانونه وهي هيڅ شرعي ثبوت نلري او حرام دي ځکه: 1 – په شريعت کي داسي مراسم هيڅ ثبوت نلري، د قرآن او حديث د هيڅ ځای څخه دداسي مراسمو ثبوت صراحتا، دلالة يا اشارة ندی سوی. 2 – د حضرت حسين رضي الله عنه څخه د شهادت وروسته نه صحابه وو دا کار کړی نه تابعينو، تبع تابعينو او مجتهدينو او نه هم ددوی څخه سکوتا يا تقريرا دداسي عمل ثبوت سته. 3 – د شرعي اصولو په چوکاټ کي دداسي عمل کول د سالم

07.08.2022 عبدالله متین

کاميابه اداره او بريالی مدير:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري دا معلومه خبره ده چي د هري ادارې لپاره کاميابي او د هرمدير لپاره بری ډېر اړين او مهم دی ځکه د يوې ادارې د جوړېدلو څخه کوم هدف چي د هغې بنسټ ايښوونکی يې لري هغه وخت لاسته راځي چي اداره د کاميابۍ صفت خپل کړي، او مدير هغه وخت د ادارې مهمي چاري په ښه توګه پرمخ بيولی سي چي په خپل کار کي بريالی او کاميابه وي د لاندي صفاتو په موجودېدلو سره اداره کاميابه او مدیر بریالی کېدلای سي. 1.      د ادارې د جوړښت څخه لومړنی هدف او موخه د الله رضا، دين ته هر اړخيزه خد

05.08.2022 عبدالله متین

د محرم الحرام مياشتي په هکله:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري دا په قرآن باندي ثابته سوې خبره ده چي الله پاک، کال د دوولسو مياشتوڅخه جوړ کړی دی لکه په قرآن شريف کي چي راځي: إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ.[سورة التوبة 36] يعني شمېر د مياشتو د الله په نزد دوولس دی چي په کتاب الله کي ليکل سويدي مراد ورڅخه لوح محفوظ دی. يوه ددغه دوولسو مياشتو څخه د محرم الحرام مياشته ده چي د هجري سپوږميز کال لومړنی مياشته کيږي، دا مياشته هم د نورو مياشتو غوندي يوه برخه د وخت او زم

05.08.2022 عبدالله متین

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more