ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

کوم مراسم چي اهل تشيع يې د عاشورا په ورځ نيسي او په هغه کي ځانونه وهي هيڅ شرعي ثبوت نلري او حرام دي ځکه:

1 – په شريعت کي داسي مراسم هيڅ ثبوت نلري، د قرآن او حديث د هيڅ ځای څخه دداسي مراسمو ثبوت صراحتا، دلالة يا اشارة ندی سوی.

2 – د حضرت حسين رضي الله عنه څخه د شهادت وروسته نه صحابه وو دا کار کړی نه تابعينو، تبع تابعينو او مجتهدينو او نه هم ددوی څخه سکوتا يا تقريرا دداسي عمل ثبوت سته.

3 – د شرعي اصولو په چوکاټ کي دداسي عمل کول د سالم عقل سره منافات لري، او سالم عقل هيڅوخت دداسي کارو اجازه نه ورکوي، ځکه که دا کار د مصيبت ښکاره کولو لپاره وي نو مصيبت خو شرعا د درو ورځو اضافه شتون نلري؛ او بله خبره داده چي پر مسلمانانو باندي تر دې غټ مصيبتونه راغلي دي ولي دوی د هغه ورځو په را رسېدلو سره دغه کار نکوي؟ د بېلګي په ډول ډېر غټ پيغمبران د کفارو لخوا شهيدان سويدي لکه زکريا او يحيی عليهما السلام آن تردې چي په تاريخونو کي راځي چي بني اسرائيلو په يوه ورځ کي 70 تنه پيغمران شهيدان کړه ولي هيڅوک ددغه پيغمرانو د شهادت ورځي نه لمانځي؟ ځکه چي شرعا يې لمانځل ندی روا، همداسي د حسين رضي الله پلار حضرت علي رضي الله عنه چي مرتبه يې څو ځله تر حسين رضي الله عنه لوړه ده د خوارجو لخوا شهيد سو  ولي د هغه د شهادت ورځ نه لمانځل کيږي؟ ښه!!! نو ولي بيا د حضرت حسين رضي الله عنه د شهادت ورځ پداسي ناروا او غير شرعي مراسمو باندي ولمانځل سي؟

4 – په صحيح البخاري کي راغلي دي: عَنْ عَبْدِ اللهِ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : لَيْسَ مِنَّا مَنْ ضَرَبَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ.[ صحيح البخاري 1297] ژباړه: عبدالله رضي الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي هغه و فرمايل: زموږ څخه ندی هغه څوک چي خپل مخ په چپلاخه باندي ووهي، خپل ګرېوان پر ځان باندي څيري کړي او د جاهليت د زمانې خبري وکړي.

او دا معلومه خبره ده چي اهل تشيع د عاشورا په ورځ کي دغه ټول کارونه کوي، هم ځانونه او خپل مخونه وهي هم کالي پر ځان باندي څيري او د جاهليت د زمانې خبري کوي.

5 – په صحيح البخاري کي راځي: عَنْ أُمِّ عَطِيَّةَ قَالَتْ كُنَّا نُنْهَى أَنْ نُحِدَّ عَلَى مَيِّتٍ فَوْقَ ثَلاَثٍ إِلاَّ عَلَى زَوْجٍ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا.[ صحيح البخاري 5341] ژباړه: ام عطيه رضي الله عنها فرمايي: موږ به ددې څخه منع کېدلو چي پر مړي باندي تر درو ورځو اضافه د غم اظهار وکړو او ځانونه د زينت او ښايست د شيانو د استعمال څخه را وګرځوو مګر د ښځي د خاوند په خاطر چي تر څلورو مياشتو او لسو شپو پوري به ښځه ځان غمجنه نيسي او د سينګار شيانو د وهلو څخه به ډډه کوي.

خو حسين رضي الله عنه په 61 کال کي د هجرت شهيد سوی دی چي د هغه وخت څخه تر اوسه پوري 1383 کاله کيږي  آيا تر دومره وخته پوري بايد سړی مصيبت ولمانځي؟

د سينه وهلو پيل:

کله چي د کوفې  خلګو يعني هغه خلکو چي ځانونه يې د حسين رضي الله عنه پلويان بلل د هغه سره يې خيانت وکړ، د  هغه سره يې کړی بيعت مات کړ او د عبيدالله بن زياد په مقابل کي يې د حضرت حسين رضي الله عنه مرسته ونکړه، بلکي ځينو يې لکه شمر بن ذي الجوشن، سنان بن انس نخعي او داسي نور.... چي ځانونه يې د حسين رضي الله عنه پلويان بلل د هغه پر ضد يې د عبيدالله بن زياد سره مرسته او همکاري وکړه آن تر دې چي دوی د حضرت حسين رضي الله عنه په شهادت کي مستقيم دخيل وه.

د هغه وروسته ددغه خلګو اولادونو د توبې ښکاره کولو او د حسين رضي الله عنه په مقابل کي يې چي کومه ګناه کړېوه او د هغې  ګناه د کفاره کولو لپاره دغه اوسني مراسم شروع کړه چي خپلي سينې به يې په لاسونو او ځنځيرونو باندي وهلې او داسي نور کارونه يې کول چي بيا وروسته دغه کارونه دوی ته په ميراث باندي پاته سوه تر څو چي اوسه يې هم اهل تشيع کوي.

په تاريخ "دمشق" کي راځي:

أما أهل الکوفة فإنهم خذلوه ولذالک تجدهم يضربون صدورهم ويفعلون مايفعلون ، کل هذا لتکفير تلک الخطيية التي إرتکبهآ أباؤهم کما يقولون.[ تاريخ دمشق جلد 1 صفحه 137]

ژباړه: د کوفې خلګو حضرت حسين رضي الله عنه خوار کړ نو ځکه يې اوس تاسو وينی چي دوی خپل ځيګرونه وهي او هغه کارونه کوي چي کوي يې او دا ټوله ددې لپاره چي دوی هغه ګناه کفاره کړي چي ددوی پلرونه يې مرتکب سويدي لکه خپله چي دوی هم همداسي وايي.

نو بايد ټول مسلمانان ځانونه خبر کړي چي لکه دداسي مراسمو نيول چي حرام دي پداسي مراسمو کي ګډون کول، دداسي مراسمو سره مرسته کول، داسي مراسمو ته تلل او دداسي مراسمو تأئيدول ټوله حرام دي مسلمانان بايد ځانونه او خپل خپلوان دداسي مراسمو څخه را وګرځوي.