ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

دا معلومه خبره ده چي د هري ادارې لپاره کاميابي او د هرمدير لپاره بری ډېر اړين او مهم دی ځکه د يوې ادارې د جوړېدلو څخه کوم هدف چي د هغې بنسټ ايښوونکی يې لري هغه وخت لاسته راځي چي اداره د کاميابۍ صفت خپل کړي، او مدير هغه وخت د ادارې مهمي چاري په ښه توګه پرمخ بيولی سي چي په خپل کار کي بريالی او کاميابه وي د لاندي صفاتو په موجودېدلو سره اداره کاميابه او مدیر بریالی کېدلای سي.

1.      د ادارې د جوړښت څخه لومړنی هدف او موخه د الله رضا، دين ته هر اړخيزه خدمت او دعوت، د خلګو اصلاح او د هغوی لپاره مشروع خدمت وي.

2.      د ادارې نسبت ټولو کارکوونکو ته يو شان وي، داسي چي هيڅ کارکوونکي ته تر بل کارکوونکي ترجيح ورنکړل سي.

3.      اداره د هغه چا وبلل سي چي خدمت کوي؛ ژبه، وطن، قوم او شخصي ارتباطات معيار د ترجيح او استخدام ونه ګرځول سي.

4.      د کارکوونکي په استخدام او تقرر کي د پوره دقت څخه کار واخستل سي؛ لياقت، کاري ظرفيت او استعداد د استخدام او ټاکني لپاره معيار وګرځول سي.

5.      د ادارې د چارو د ښه سمون لپاره او د ادارې د هراړخيز پر مختګ په موخه او د بې نظمۍ څخه د مخنيوي په هدف بايد د ادارې لپاره جامع او تطبيق کېدونکي اصول کښېښودل سي او په عملي کولو باندي يې هر هغه څوک چي اصول ورته راجع کيږي مکلف کړل سي. 

6.      د ادارې پر کارکوونکو دي د اصولو څخه بغير د نورو شرايطو دايښودلو څخه ډډه وسي تر څو چي کار سخت او ناشونی نسي، او کارکوونکي پر خپل نفس باندي اعتماد د لاسه ورنکړي او ددې احساس ونکړي چي زه پداسي کار باندي مکلف سوی يم چي زه يې توان نه لرم. 

7.      تر ډېرو وظايفو او کارونو يو مهم کار بهتره وي، بناء کارکوونکي ته دي ډېر کارونه کڅه هم سپک وي نه سپارل کيږي بلکي دومره کارونه دي ورته وسپارل سي چي دی يې په پوره ډاډ سره کولای سي.

8.      کارکوونکي ته مخکي تر دې چي کار وسپارل سي، مدير بايد ځان همدغه کارکوونکی فرض کړي او چي په کومه طريقه ور څخه کار غواړي هماغسي يې د ځان دنده هم وبولي، تر څو چي د مسئوليت اهميت او مشقت ورته په ښکاره توګه معلوم سي او د نورو د په عذابولو څخه ځان وساتي.

9.      مدير بايد د فرامينو په صادرولو کي او د هداياتو په ورکولو کي تنها خپل مشرتوب په نظر کي و نه نيسي بلکي د مأمور د استعداد سره سره د هغه ځای شرايط هم په پام کي ونيسي.

10.             د ادارې د کارکوونکي او يا مأمور له خوا چي کله په اصولو کي د ننه د ادارې د پرمختګ لپاره مثبت او ګټور کار کيږي او هغه ته دده په سپارل سوو مسئوليتونو کي توجيه جوړېدلای سي، مدير دي تنها پدې پلمه نه ردوي چي زما سره ورباندي مشوره نده سوې بلکي د هغه د منلو برسېره دي کار کوونکی نورهم تشويق کړي چي داسي مثبت کارونه نور هم پرمخ بوزي تر څو د ادارې په پر مختګ کي هر کارکوونکی کارنده رول ولوبوي.

11.              که د يوه کارکوونکي او يا مأمور له خوا سهوا او يا هم په غيرعمدي او غير اختياري توګه داسي کار کيږي چي هغه د موضوعه اصولو خلاف وي، نو مدير دي دا کار د تمرد او سرکښۍ په صفت نه پيژني او ندي هم ورباندي منفي اجراات کوي، بلکي کارکوونکی دي پوه کړل سي تر څو چي د تکرار او بيا کېدلو څخه يي مخنیوی وسي.

12.             مدير دي د يوه کارکوونکي خبره د بل کارکوونکي پر ضد نه مني تر څو چي يې خپله معلومات نه وي کړي، ځکه چي عادتا د کارکوونکو تر مينځ رقابت موجود وي، هر يو د هغه بل د کوټلو لپاره هڅي کوي.

13.             کڅه هم هر کارکوونکی د الله د رضا لپاره کار وکړي، خو بيا هم مدير دي د کارکوونکي پر کار او ابتکار باندي سترګي نه پټوي د هغه څخه د تشکر او منني په موخه او نورو ته د تشويق لپاره دي د هغه د مثبتو کارونو يادونه وکړي. البته که هغه خوشاله وو.

14.             مدير بايد ټوله کارکوونکي پوه کړي چي د يو بل سره مرسته وکړي ولي د يو بل په کار کي مداخله ونکړي.

15.             مدير بايد د خپلي ادارې کارکوونکی او مأمور د ادارې د چارو څخه بهر په نورو چارو کي د ځان کارکوونکی او تحت الأمر و نه بولي، البته کوم شرايط چي د استخدام لپاره سته که کارکوونکی د هغو څخه سرغړونه وکړي مدير کولای سي اجراات وکړي، او بايد يې وکړي.

16.             مدير بايد د کارکوونکو د کار څخه د څارني ترڅنګ هغوی ته داسي ښکاره کړي چي تاسو هم کولای سی زما پر کار څارنه وکړی، تر څو وړانديز، نيوکي او مشورې ته په پوره توګه لاره آواره سي او مدير خپلو نيمګړتياوو ته متوجه سي.

17.             ډېر ښه کار دی چي مدير په پلان جوړولو کي د هغه کارونو چي مسئوليت يي تنها د ته راجع کيږي د نورو سره مشوره وکړي خو په کولو کي يې بايد يواځي اقدام وکړي.

18.             مدير بايد د خپلو مأمورينو سره د ښائسته محمدي صلی الله علیه وسلم اخلاقو په چوکاټ کي ژوند وکړي.

19.             د مدير بايد عملي کار تر خبرو ډېر وي، حسن ظن يې پر سوء ظن باندي غالب وي، په ښو اخلاقو او مدبرانه فکر باندي د قهر او غضب د را پورته کېدلو مخه ونيسي.

20.             مدير بايد د کارونو لومړيتوب او اولويت ته پوره پاملرنه وکړي، کارکوونکی د هغه کار په کولو باندي لومړی مکلف کړي چي هغه کار نسبت و نورو کارونو ته لومړيتوب ولري.