ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

دا په قرآن باندي ثابته سوې خبره ده چي الله پاک، کال د دوولسو مياشتوڅخه جوړ کړی دی لکه په قرآن شريف کي چي راځي: إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ.[سورة التوبة 36] يعني شمېر د مياشتو د الله په نزد دوولس دی چي په کتاب الله کي ليکل سويدي مراد ورڅخه لوح محفوظ دی.

يوه ددغه دوولسو مياشتو څخه د محرم الحرام مياشته ده چي د هجري سپوږميز کال لومړنی مياشته کيږي، دا مياشته هم د نورو مياشتو غوندي يوه برخه د وخت او زمانې ده چي پر انسانانو باندي راځي، د نورو مياشتو غوندي پدې مياشتي کي هم ځيني پېښي سوي او لا هم کيږي چي ممکن ددې میاشتي حیثیت، حکم او ډېر مسائل ورسره تړلي وي.

 

د محرم الحرام مياشتي شرعي حيثيت:

د محرم الحرام مياشته هم دکال د دوولسو مياشتو څخه يوه مياشته ده، په شريعت کي فقط دومره ثابت دي چي پدې مياشتي کي د روژې نيول سنت او يا مستحت کار دی لکه په لاندي حديث او فقهي عبارت کي چي راځي: 

عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ رضى الله عنهما أَنَّ أَهْلَ الْجَاهِلِيَّةِ كَانُوا يَصُومُونَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- صَامَهُ وَالْمُسْلِمُونَ قَبْلَ أَنْ يُفْتَرَضَ رَمَضَانُ فَلَمَّا افْتُرِضَ رَمَضَانُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِنَّ عَاشُورَاءَ يَوْمٌ مِنْ أَيَّامِ اللَّهِ فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ.[ صحيح مسلم2698]

د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چي د جاهليت د وخت خلګو به د (محرم الحرام) لسمي ورځي روژه نيول، رسول الله صلي الله عليه وسلم او مسلمانانو هم مخکي تر دې چي د روژې مياشتي روژه فرض سي دغه روژه نيول، کله چي د روژې مياشتي روژه فرض سوه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د (محرم الحرام) لسمه ورځ د الله پاک د ورځو څخه يوه ورځ ده د هر چا چي زړه غواړي روژه دي ونيسي او که يې زړه غواړي ندي نيسي.

وَيُسْتَحَبُّ صَوْمُ أَيَّامِ الْبِيضِ الثَّالِثَ عَشَرَ وَالرَّابِعَ عَشَرَ وَالْخَامِسَ عَشَرَ مَا لَمْ يَظُنَّ إلْحَاقَهُ بِالْوَاجِبِ وَكَذَا صَوْمُ عَاشُورَاءَ وَيُسْتَحَبُّ أَنْ يَصُومَ قَبْلَهُ يَوْمًا وَبَعْدَهُ يَوْمًا فَإِنْ أَفْرَدَهُ فَهُوَ مَكْرُوهٌ لِلتَّشَبُّهِ بِالْيَهُودِ.[تبيين الحقائق] ژباړه: د رڼا د ورځو دیارلسمي، څوارلسمي او پنځلسمي روژه نیول مستحب دي تر څو په واجب پوري د نښلولو ګمان یې ونسي، همداسي د عاشوراء ورځي روژه هم مستحب ده او دا هم مستحب دی چي یوه ورځ مخکي یا وروسته یې روژه ونیسي، که یې یواځي ددغه ورځي روژه ونیوله نو هغه مکروه دی ځکه د یهودو سره یې مشابهت راځي.

پدې خاطر هم د بخاري شريف په حديث کي راځي چي عبدالله بن عمر رضي الله عنه ددې ورځي روژه نه نيول: 

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ صَامَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَاشُورَاءَ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ ، وَكَانَ عَبْدُ اللهِ لاَ يَصُومُهُ إِلاَّ أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ.[ صحيح البخاري 1892]

ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د عاشوراء د ورځي روژه ونيول نورو ته يې هم د هغې د نيولو امر وکړ، خوکله چي رمضان فرض سوه نو دغه روژه پرېښودل سوه، عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به دغه روژه نه نيول مګر دا چي دده د عادي روژو سره يې موافقت راغلی وای.

 

پدې مياشتي کي څو مهمي پېښي:

1.             په همدې مياشتي کي موسی عليه السلام او ورسره مسلمانان د فرعون د ظلم څخه خلاص سوه پر رود نيل باندي تېر سوه او فرعونيانو پکښې غرق سوه.

2.             په همدې مياشتي کي رسول الله صلي الله عليه وسلم  د جنګ او جهاد کولو لپاره د صحابه وو دلګۍ ليږلي دي او غزوې يې کړيدي لکه: سريه ابي سلمه بن عبدالاسد، سرية محمد بن مسلمه، غزوه د نجد، غزوه د قرارة الکدر او خيبر ته تلل.

3.             په همدې مياشتي کي رسول الله صلي الله عليه وسلم د صفيه بنت حيی سره نکاح وکړه.

4.             په همدې مياشتي کي رسول الله صلي الله عليه وسلم د نړۍ مختلفو واکمنانو ته د دعوت ليکونه واستول.

5.             په همدې مياشتي کي د قادسيه ستر جنګ د مسلمانانو او کافرانو تر مينځ وسو چي د مسلمانانو مشر سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه وو  او دکافرانو مشر رستم او جالينوس وو چي جنګ مسلمانانو وګټی.

6.             په همدې مياشتي کي د حضرت عثمان رضي الله عنه سره د خليفه او اميرالمومنين په صفت د مسلمانانو بيعت وسو.

7.             په همدې مياشتي کي حضرت حسين رضي الله عنه د شهادت لوړ مقام ته ورسېدی.

همدېته ورته نوري ډېري پېښي پدې مياشتي کي سويدي.

 

پدې مياشتي کي د عاشوراء د ورځي عمل:

قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: صِيَامُ يَوْمِ عَاشُورَاءَ، إِنِّي أَحْتَسِبُ عَلَى اللهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ.[ سنن ترمذي1738]

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: زه  د الله تعالی څخه ددې طمع لرم چي د عاشوراء د ورځي په روژې باندي به د تېر سوي کال ګناهونه عفو کړي.

البته کوم خلګ چي ددې مياشتي د عاشوراء د ورځي روژه نيسي هغوی ته د شريعت لخوا لارښوونه سوېده چي بايد د نهمي ورځي روژه هم ورسره ونيسي ترڅو چي په روژه نيولو کي د يهودو سره مشابهت رانسي، ځکه چي هغوی هم ددې ورځي روژه نيسي، پدې خاطر چي موږ ددوی سره په مخالفت باندي امر سوي يو نو موږ بايد يوه ورځ مخکي تر دغي ورځي روژه ونيسو، اوکه د چا څخه نهمه ورځ تېره سوې وي نو بيا هغه مسلمان دي د يوولسمي ورځي روژه ورسره ونيسي.

 

د محرم په مياشتي که هيڅ ځانګړی مصيبت نسته:

د شريعت د عمومي اصل پر بنياد چي مصيبت تر درو ورځو اضافه نسته، نو پدې مياشتي او يا ددې مياشتي پرلسمه چي په هغه وخت کي کومي د مصيبت پيښي سويدي، اوس يې لمانځل او يا يې کليزه نيول نه رواکيږي لکه چي په حديث کي راځي: 

لاَ يَحِلُّ لاِمْرَأَةٍ تُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ تُحِدُّ عَلَى مَيِّتٍ فَوْقَ ثَلاَثٍ إِلاَّ عَلَى زَوْجٍ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا.[ صحيح البخاري 1281]

يعني د هيڅ هغي ښځي لپاره چي پر الله او ورځي د آخرت ايمان لري نه رواکيږي چي پر مړي باندي تر درو ورځو اضافه زينت او ځان جوړل پريږدي (د مصيبت اظهار وکړي) مګر پرخپل خاوند باندي چي څلور مياشتي او لس شپې زينت او ځان جوړل پريږدي (اظهار د مصيبت کوي). په خاصه توګه په نياحت او لوړ آواز باندي ژړل چي هيڅ وخت نه رواکيږي لکه په حديث کي چي راځي: 

عَنْ عَبْدِ اللهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَطَمَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ.[ صحيح البخاري كتاب بدء الوحي، حديث 1294]

ژباړه: د عبدالله رضي الله عنه څخه روايت دی: چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: زموږ څخه ندی څوک چي خپل باړخو په څپېړه (چپلاخه) ووهي، خپل ګرېوان څيري کړي، او د جاهليت د وخت خبري وکړي. 

نو پدې مياشتي کي او يا ددې مياشتي په لسمه ورځ چي په "عاشوراء" باندي مشهوره ده هيڅ شرعي مصيبت وجود نلري، هيڅ مسلمان بايد دا مياشته او يا دا ورځ، د مصيبت او غم ونه بولي، همدا راز پدې مياشتي کي ځانګړې خوشالي او مراسم هم وجود نلري. 

دا معلومه خبره ده چي پدې باندي چي الله پاک په لسمه ورځ ددې مياشتي موسي عليه السلام او مسلمانانو ته نجات ورکړی هر مسلمان خوشال دی خو دا چي ددې خوشالۍ لپاره دي ځانګړي مراسم جوړ سي شرعا هيڅ ثبوت نلري.

پدې مياشته کي هم د نورو مياشتو په څېر که څوک وغواړي نکاح او واده کولای سي همدا راز هغه خوشالۍ چي شرعا يې اظهار په واده کولو روا وي هم ښکاره کولای سي هيڅ ممانعت پکښې نسته. 

که د چا مړی وسي د نورو مياشتو په څېر پدې مياشتي کي هم نور مسلمانان شرعي تعزيه ورته ويلای او ورکولای سي.

خلاصه دا چي مسلمان بايد پدې باندي پوه سي چي:

1. پدې مياشتي کي واده کول هيڅ پروا نلري که څوک يې روا نه بولي هغه ګناهکار دی.

2. دا مياشت هيڅ ځانګړي مراسم د غم يا د خوشالۍ نلري.

3. دا مياشته د غم او مصيبت مياشته بلل ګناه ده.

4. پدې مياشتي کي سفر کول هيڅ پروا نلري.

5. دا مياشته هيڅ ځانګړی خيرات او ذبيحه نلري.

6. پدې مياشتي کي ددې میاشتي په مناسبت لکه چي د نياحت او غم مجلس جوړل حرام اوګناه ده ورتلل یې هم ګناه ده.

7. پدې مياشتي کي که چا داسي خيرات کړی وي چي بېله الله يې د بل چا په نامه ذبح کړی او يا نذر کړی وي بايد مسلمان يې د خوړلو څخه ډډه وکړي.