ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: الله پاک وايي: څوک چي زما د يو دوست سره دښمني وکړي نو زه د هغه سره اعلان د جنګ کوم.

امام نووي رحمه الله په التبيان کتاب کي فرمايي: د امام ابوحنيفه او امام شافعي رحمهما الله څخه روايت دی چي که علماء د الله پاک دوستان نه وي نو الله لره هيڅ بل دوست نسته. يعني يقينا علماء د الله پاک دوستان دي.

پدې وروستيو کي وينو چي د ځينو کړيو لخوا ځيني علماء کرام چي په رأس کي يې شيخ رحيم الله حقاني صاحب دی په شهادت رسول کيږي، دوی ته بايد وويل سي: چي د حقاني علماو سره دښمني ډېره بده پايله لري او هر چا چي د علماو سره اخيستي وي الله پاک په دنيا او آخرت کي شرمولی وي.

د حضرت علي رضي الله عنه څخه روايت دی چي هر څوک د علماو سپکاوی وکړي الله پاک به د هغه آخرت خراب کړي.

همداسي د ابو امامه رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د درو نفرو په حق کي سپکاوی نکوي مګر هغه څوک چي منافق وي؛ په اسلام کي د سپينږيري، د علم خاوند، عادل باچا.

چي د حقاني علماو د سپکاوي دومره سخت عذاب وي نو د وژلو او شهيدولو عذاب به يې څومره وي؟ 

زموږ افغانان بايد هوښيار وسي او د خپلو حقاني علماو د ساتني تر څنګ د دښمن مکر او فريب ځان ته معلوم کړي ځکه د اسلام او اسلامي نظام دښمنان غواړي زموږ  په هيواد کي يو ډول مذهبي جګړه شروع کړي او د علماو تر مينځ سليقوي مخالفتونه فزيکي ټکر ته ورسوي او د افغانستان څخه عراق او سوريه جوړه کړي.

الحمدلله تر اوسه زموږ په هيواد کي داسي مذهبي افراطيت چي د جګړو او وژلو سبب سي ندی ليدل سوی خو زموږ د وطن او سولي دښمنان داسي جګړو ته لمن وهي نو زموږ خلګ او اسلامي امارت دواړه بايد دې ټکي ته ډېره پاملرنه وکړي او پدې برخه کي د هر مفسد او نا اهله انسان پلانونه شنډ کړي.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ.[صحيح البخاري6502]

عن أبي حنيفة والشافعي رحمهما الله أنهما قالا: إن لم يكن العلماء أولياء الله، فليس لله ولي.[التبيان]

عَنْ أَبِي أُمَامَةَ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:ثَلاثَةٌ لا يَسْتَخِفُّ بِحَقِّهِمْ إِلا مُنَافِقٌ: ذُو الشَّيْبَةِ فِي الإِسْلامِ، وَذُو الْعِلْمِ، وَإِمَامٌ مُقْسِطٌ.[المعجم الکبير 7724]

عن علي رضى الله عنه أنه قال : «من استخف بالعلماء ذهبت آخرته» (آداب الملوك للثعالب)