ژباړه: د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ډېرو هغه شيانو په اړه پوښتنه وسوه چي خلګ جنت ته داخلوي؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: تقوی او ښه اخلاق، بيا د ډېرو هغو شيانو پوښتنه ورڅخه وسوه چي خلګ دوږخ ته داخلوي؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خوله او عورت.

يعني ډېر هغه شيان چي خلګ جنت ته داخلوي تقوی او ښه اخلاق دي او ډېر هغه شيان چي خلګ دوږخ ته داخلوي خوله او عورت دي.

څوک چي تقوی او ښه اخلاق ولري هغه ته به الله جل جلاله د نورو نيکو کارونو توفيق هم ورکوي او هر نيک عمل به يې الله تعالی ته مقبول وي ځکه نو د تقوی او ښه اخلاقو په درلودلو سره جنت ته ځي.

څوک چي په خوله او عورت باندي بې باکه وي؛ په خوله غيبت، چغلګري، درواغ او انسان ځورونه کوي او په عورت باندي ګناه کوي الله تعالی به يې د نيکو کارونو څخه برکت او  مقبوليت پورته کړي چي په نتيجه کي به د خولې او عورت په سبب دوږخ ته ځي.

راځئ د الله تعالی څخه وويريږو او ښه اخلاق غوره کړو تر څو د جنت خاوندان سو او راځئ چي خپله خوله او عورت د ګناه کولو څخه وساتو تر څو چي د دوږخ څخه نجات پيدا کړو.

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: سئل النبي صلى الله عليه و سلم عن أكثر ما يدخل الناس الجنة قال: التقوى و حسن الخلق و سئل عن أكثر ما يدخل الناس النار فقال: الأجوفان الفم و الفرج.[المستدرک7919 ]

مولوي نورالحق مظهري