ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

دا نظام د افغانانو د وينو په قيمت راغلی دی او ددې نظام د راتللو لپاره دوې لسيزي افغانانو په خپلو سرونو، آبرو، مالونو او هر څه باندي مبارزه کړېده ځکه نو دا نظام هيڅ بديل نلري او په لوړه کچه دي هيڅوک پدې نظام کي د تغيير او تبديل سوچ نکوي.

د دې نظام په سوچه اسلاميت کي هيڅ شک نسته ځکه نو هيڅوک دي د دې نظام په اړه فاسد شبهات نه خپروي، د دې نظام حقانيت په نړۍ کي ټولو رښتيني مسلمانانو او په افغانستان کي ټولو پر وطن او دين مينو افغانانو ته ثابت سوی دی او هيڅ هوښيار افغان د دې نظام پر خلاف د هيچا تبليغاتو ته غوږ نه نيسي.

لکه د دې نظام په راتللو کي چي ټولو رښتينو افغانانو ونډه اخيستې ده په سمبالولو او جوړولو کي يې هم بايد پوره ونډه واخلي او د نظام په وړاندي د ټولو ستونزو په ليري کولو کي د امارتي مشرانو او مسئولينو سره هر اړخيزه مرسته وکړي.

دا نظام د تېر جمهوريت په څېر داسي کوچنی او محدود کور ندی چي تنها د يو څو کسانو دي وي بلکي دا نظام د ټولو افغانانو ګډ کور دی، پدې نظام کي به په افغانستان کي ټول شته اديان او قومونه خپل ځانونه وويني او هر چا ته د هغه منل سوی حق ورکول کيږي ځکه نو دا د هر افغان وظيفه ده چي د دې نظام سره هر اړخيزه مرسته وکړي، خپلي تجربې او مشورې د مربوطه اشخاصو او ارګانونو سره شريکي کړي، خپل وړانديزونه او اصلاحي نيوکي په سمه توګه تر مشرانو پوري ورسوي او په عملي ډول هر افغان ځان د دې نظام فرد وبولي.

کله چي دا نظام زموږ خپل کور سو نو ساتل او غځول يې هم د هر چا وظيفه ده ځکه نو هر افغان بايد د هر سياسي، امنيتي او عقيدوي وران کار پر ضد د ټولو امنيتي، کشفي او استخباراتو ارګانو سره پوره مرسته وکړي تر څو مو هيواد د هر ډول تهديد څخه وساتل سي او ددغه ښکلي اسلامي نظام بقاء ته نوره هم لاره آواره سي.

د دې نظام لپاره چي کوم چا قرباني ورکړې او ستړيا يې ګاللې هغه پر موږ ټولو افغانانو باندي حق لري بايد په ټولو برخو کي يې مرسته وکړو؛ شتمن خلګ بايد د شهيدانو کورنۍ، کونډي، يتيمان او معيوبين هيڅ وخت هېر نکړي او د پخوا په ډول يې مالي لاس نيونه وکړي.

دا يو اصل او قانون دی چي هر نظام د قرار وروسته په علم او پوهه باندي سمباليږي او دوام پيدا کوي ځکه نو زموږ د ټولو وظيفه ده چي د اسلامي اما رت د موجوده پاليسۍ سره سم د تعليمي ارګانونو سره خپله هر اړخيزه مرسته وکړو او په هيواد کي د تعليم عام کولو او تريجولو لپاره تر خپله وسه تلاش او کوښښ وکړو.

د هر هيواد فرهنګ او کلتور د هغه هيواد ملي هويت تمثيلوي نو ځکه بايد موږ ټول افغانان د همدې نظام سره د خپل افغاني فرهنګ په ساتلو او وده ورکولو کي څنګ پر څنګ ودرېږو او د مربوطه اداراتو سره لازمه همکاري وکړو.

زه ډاډه يم چي اوسنی اقتصادي نا منظم بحران د الله له لوري يو امتحان دی او د افغانانو لپاره لنډمهالي آزموينه ده چي په صبر، تحمل او زيار باندي به يې الله تعالی راڅخه ليري کړي خو د دنيوي اسبابو د استفادې اصل ته په کتلو سره موږ ټول د اقتصادي ستونزوه په ختمولو کي خپل مسئوليت لرو چي بايد يې آداء کړو او د خپلو چارواکو سره په همږغۍ هري مالي ستونزي ته سالم او دائمي حل پيدا کړو.

راځئ د دې کړېدلي هیواد په جوړولو کي حشر وکړو او د خپل اسلامي نظام سره په هماهنګۍ د لا ترقۍ او پرختګ لپاره نوره هم لار آواره کړو!.